امنیت

د چین، روسیې او ایران تېر ریکارډونه په افغانستان کې د سولې لپاره ژمنو سره توپير لري

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

image

د طالبانو د ډلې له خوا د افغانستان له نیولو څخه وروسته، طالب جنګیالي د زمري په ۲۸مه په یوه نقلیه وسیله باندې له نصب شویو وسلو سره په کابل کې ګرځي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په افغانستان کې د سولې او ثبات د ملاتړ په برخه کې د چین، روسیې او ایران ژمنې چې له ډېر وخت راهیسې یې له طالبانو څخه نظامي ملاتړ کاوه یا یې د دغه هېواد پر وړاندې ښکاره بد غوښتل، په بشپړ ډول په تضاد کې دي.‌

کریملېن د وږي په ۳مه وویل، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه چینایي سیال شي جین پینګ توافق وکړ چې هېوادونه به یې د طالبانو له خوا د افغانستان له نیول کېدلو څخه وروسته له دغه هېواد څخه د راټوکېدونکیو ګواښونو پر وړاندې مبارزه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

دغو مشرانو د «ترهګرۍ او د نشه ییزو توکو پر وړاندې» د مبارزې پر اړتیا توافق وکړ او «په ګاونډیو سیمو کې د بې ثباتۍ د پراختیا د مخنیوي» په هکله یې خبرې اترې وکړې. افغانستان د هغوی دواړو لپاره یو حساس ټکی دی ځکه چې په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي څو جمهوریتونه چې مسکو په کې پوځي اډې لري له افغانستان یا چین سره ګډه پوله لري. تاجکستان له افغانستان او چین دواړو سره سرحد لري.

یوه اونۍ مخکې د زمري په ۲۷مه، د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي خپلو روسي او چینایي سیالانو ته وویل چې تهران چمتو دی له یادو دوه هېوادونو سره په افغانستان کې د «سولې او ثبات» په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

image

په یوه عکس کې چې د ۱۳۹۹ د غبرګولي په میاشت کې خپور شو، طالب جنګیالي د روسیه جوړ وسلو په کارولو سره د افغانستان په یوه نامعلوم ځای کې د ډزو تمرین کوي. [آرشیف]

image

د طالبانو یو بنسټ اېښودونکی ملا عبدالغني برادر د زمري میاشتې په لومړیو کې چین ته د طالبانو د سفر په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره لیدل کیږی. [ای اېف پي]

د ابراهیم رییسي د رسمي وېب سایټ د راپور په اساس، رییسي په یوه ټیلیفوني مکالمه کې چې د بیجینګ له خوا دایره شوې وه شي جین پینګ ته وویل، «ایران چمتو دی چې په افغانستان کې د امنیت، سولې او ثبات په تامینولو او د دغه هېواد د پرمختګ او د خلکو د هوساینې په لاره کې له چین سره همکاري وکړي.»

دغه راز، هغه له پوتین سره په یوه تیلیفوني تماس کې «په افغانستان کې د سولې او ارامۍ د تامینولو لپاره د هر ډول همکارۍ» لپاره چمتووالی وښود.‌

د خبرو او تېر تاریخ تر منځ توپیرونه

په هر صورت، دغه ډول څرګندونې په افغانستان کې د ایران له خوا جنګ ته د لمن وهلو له اوږدو هڅو سره په تضاد کې دي.‌

په تهران باندې له ډېرې مودې راهیسې داسې تورونه دي چې طالبانو ته روزنه او وسلې ورکوي، او په وروستیو کې د اورپکو داسې عکسونه خپاره شول چې ایران جوړ نښه ویشتونکي یا سنایپر توپکونه ورسره وو.

په هرات ښار کې د نظامي چارو یوه شنونکي سید محمد کاکړ د زمري میاشتې په نیمایي کې وویل، د ایران رژیم له څو کالونو راهیسې د طالبانو ملاتړ کوي، لاکن دغه ملاتړ په وروستیو کې ډېر څرګند شوی دی.

کاکړ وویل، «د ایران جوړ نښه ویشتونکي یا سنایپر توپکونه طالبانو ته دا وړتیا ورکوي چې له لیرې څخه په خپلو هدفونو باندې برید وکړي او د ایران رژیم او د هغه مشران د سنایپر توپکونو د استعمال په نتیجه کې د وینو تویېدلو مسؤل دی.»

هغه زیاته کړه، د ایران رژیم له خوا طالبانو ته د ډېرو وسلو ورکول ښیي چې تهران په افغانستان کې لا پراخ هدفونه لري،‌ او رژیم غواړي چې په دغه هېواد کې د جنګ په اوږدولو سره خپل هدفونه ترسره کړي.

ډېر دغه ملاتړ د افغانستان د بېخبناوو او په ځانګړې توګه هغو بندونو د ویجاړولو لپاره ترسره کیږي چې په ایران باندې د اوبو بهیر ور وچوي.

د افغانستان د هغه وخت د پوځي مقاماتو په وینا، د چنګاښ په میاشت کې د هرات ولایت په سلما بند باندې د طالبانو په برید کې ایراني جنګیالیو برخه لرله.

په هرات ښار کې د نړۍ والو اړیکو یوه شنونکي محمد ناصر اکبري د چنګاښ په میاشت کې وویل،‌ په لوېدیځ زون کې جنګ د اوبو په سر دی او د ایران حکومت په کې رول لري.‌

هغه وویل، دا ډېره روښانه ده چې ایران هڅه کوي په لوېدیځ زون کې بندونه ویجاړ کړي، او زیاته یې کړه چې طالبان د ایران د حکومت د هدفونو د ترسره کولو لپاره د دغه هېواد غوره او تر ټولو ارزان عسکر دي.

هغه د دې ټکي په یادولو سره چې «له افغانستان سره په سرحدي ولایتونو کې ډېرې زراعتي ځمکې وچې شوي دي»، وویل، د سلما او کمال خان بند په جوړېدلو سره د ایران په ختیځه برخه کې اوبه کمې شوي دي.‌

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت په خپلو ټولو امکاناتو هڅه کوي چې دغه بندونه ویجاړ کړي.»

د سولې ژمنې

د سولې په هکله د روسیې او چین اعلامیې هم هسې تشې خبرې دي.

له دې سره سره چې دغې سخت دریځې اسلام پالې ډلې په ۱۳۶۰مه لسیزه کې د شوروي پر ضد جنګ څخه سرچینه اخیستې ده چې ۱۵۰۰۰ شوروي عسکر په کې ووژل شول، اوس د دې ډلې په هکله د روسیې نظر د عمل په اساس دی.

درې لسیزې وروسته، له دې سره سره چې دا تحریک په روسیه کې د یوه ترهګر سازمان په توګه ممنوع دی، کریملېن په ښکاره خپله دردوونکې ماضي شاته پرېښې، څو ځلې په مسکو کې د مذاکراتو لپاره د طالبانو کوربه توب د دغې ډلې نړۍ وال اعتبار پیاوړی کړی دی.

دغه ممنوعیت لږ تر لږه له ۱۳۹۴ کال راهیسې کریملېن د طالبانو له تسلیح او تمویل څخه منع کړی نه دی.

نیویارک ټایمز د ۱۳۹۹ د چنګاښ په میاشت کې راپور ورکړ چې، په ۱۳۹۸ کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د جنګ د پای ته رسولو لپاره د متحده ایالاتو په مشرۍ د مذاکراتو په ترڅ کې، د ۲۹۱۵۵ په نامه مشهور روسي استخباراتي واحد په افغانستان کې په ایتلافي عسکرو باندې د بریالیو بریدونو ترسره کولو په بدل کې د انعامونو د ورکولو وړاندیز کړی وو.

چارواکو دغې ورځپاڼې ته وویل، داسې باور کیږي چې طالب جنګیالیو یا مسلحو جنایتکارو عناصرو چې له هغوی سره تړاو لري،‌ د دغو پیسو یوه اندازه ترلاسه کړې وې.‌

په ورته وخت کې، داسې ښکاري چې بیجینګ چمتو دی چې د افغانستان د کانونو د یوې برخې په بدل کې هر ډول احتمالي تاوتریخوالی وبښي.

د چین د حکومت یوه ویاند د زمري په ۲۵مه وویل، چین چمتو دی چې له طالبانو سره «دوستانه او د همکارۍ» اړیکې پیاوړې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هووا چونینګ خبریالانو ته وویل، «طالبانو په مکرر ډول داسې هیله ښودلې چې له چین سره ښې اړیکې جوړې کړي او هغوی دې ته سترګې په لاره دي چې چین د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې برخه واخلي.»

شنونکي وایي، په کابل کې یوه همکاره اداره به افغانستان ته د چین د کمربند او سړک پروژې (بي آر آی) د پراختیا او د منځنۍ اسیا جمهموریتونو له لارې نښلولو ته لاره هواره کړي.

د نورو هدفونو له منځه، د بي آر آی هدف دا دی چې د چین په ګټه د بې وزلو هېوادونو د طبیعي سرچینو استخراج او انتقال ته لاره هواره کړي.

په ورته وخت کې، کېدی شي چې طالبان په مستقیم ډول یا د پاکستان له لارې چې د بیجینګ یو نږدې متحد دی، چین د پانګونې او اقتصادي ملاتړ د یوې مهمې سرچینې په توګه په پام کې ونیسي.

په دغه اتحاد کې، داسې ښکاري چې طالبان په سینکیانګ کې د چین له خوا د میلیونونو مسلمانانو په ځپل کېدلو باندې سترګې پټې کړي، په داسې حال کې چې بیجینګ د حکومت د نسکورولو لپاره د طالبانو د جنګي ایډیالوژۍ او کمپاین په هکله څه نه وایي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د افغانستان راتلونکی ډېر وحشتناک او وېروونکی بولم.

ځواب ورکړئ

هو

ځواب ورکړئ