امنیت

د طالبانو له خوا د ایران جوړ نښه ویشتونکو توپکونو استعمال د افغانانو غوسه زیاته کړې

د عمر راپور

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، طالب اورپکي په یوه نامعلوم ځای کې د یوه ایران-جوړ نښه ویشتونکي (سنایپر) توپک په وسیله افغان ځواکونه په نښه کوي. [ټولنیزې رسنۍ]

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، طالب اورپکي په یوه نامعلوم ځای کې د یوه ایران-جوړ نښه ویشتونکي (سنایپر) توپک په وسیله افغان ځواکونه په نښه کوي. [ټولنیزې رسنۍ]

هرات -- د طالب اورپکو له خوا په هرات ښار کې د کارېدونکو ایران جوړ نښه ویشتونکیو یا سنایپر توپکونو عکسونو په ټول هېواد کې د افغانانو سخت انتقادونه راپارولي دي.

یوه جګپوړي افغان پوځي چارواکي د زمري په ۱۳مه د نوم نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، «دغه نښه ویشتونکي توپکونه د ایران د پوځ له خوا استعمالیږي او په هغه هېواد کې جوړ شوي دي، خو په ورستیو ورځو کې د ایران حکومت دا وسلې طالبانو ته ورکړي دي.»

د هرات والي عبدالصبور قانع تایید کړه چې «ګاونډي هېوادونه» طالبانو ته عصري وسلې ورکوي.

هغه وویل، د طالبانو په ملاتړ سره دغه بهرني لوبغاړي غواړي چې د افغانستان بېخبناوې ویجاړې، امنیتي ځواکونه کمزوري او په عامو خلکو باندې ظلم وکړي.‌

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د ایران د پوځ یو غړی د یوه ایران-جوړ نښه ویشتونکي یا سنایپر توپک په وسیله یوه نښه صحیح کوي. [تسنیم نیوز]

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د ایران د پوځ یو غړی د یوه ایران-جوړ نښه ویشتونکي یا سنایپر توپک په وسیله یوه نښه صحیح کوي. [تسنیم نیوز]

په هرات ښار کې د پوځي چارو یوه شنونکي سید محمد کاکړ وویل، د ایران رژیم له کالونو راهیسې د طالبانو ملاتړ کوي، خو دغه ملاتړ په وروستیو کې ډېر بربنډ شوی دی.

کاکړ وویل، «په ایران کې جوړ شوي نښه ویشتونکي توپکونه طالبانو ته دا فرصت ورکوي چې له لیرې فاصلې څخه خپل هدفونه وولي، او د ایران رژیم او د هغه مشران د سنایپر ډوله توپکونو په وسیله د تویو شویو وینو مسؤلیت پر غاړه لري.»

هغه وویل، «د ایران د سرحد له لارې زیات شمېر وسلې او مهمات افغانستان ته راقاچاق کیږي، او طالبان دغه وسلې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو پر ضد استعمالوي.»

هغه زیاته کړه، د هغو وسلو پراخ تأمینات چې رژیم یې طالبانو ته ورکوي په افغانستان کې د تهران پراخې انګېزې په ګوته کوي، او هغه غواړي چې په هېواد کې یې د شخړې په اوږدولو سره پلي کړي.

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د پوځي چارو یوه شنونکي ګل اغا فدایي وویل، د ایراني رژیم له پوځي ملاتړ څخه پرته به طالب یاغیان ونشي کولی چې حتی یوه ورځ په لوېدیځ زون کې جنګ وکړي.

هغه وویل، «طالبان د شپې لیدونکې عینکې استعمالوي،» او زیاته یې کړه چې دغه ډول وسلې یا د ایران رژیم ورکړي یا یې د ایران د خاورې له لارې ترلاسه کړي دي.

د افغانستان په بېخبناوو باندې د ایران په ملاتړ بریدونه

په غور ولایت کې د لال او سرجنګل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سید جعفر حسني وویل، «د ایران رژیم په افغانستان کې د طالبانو په لاس د وینو تویولو مسؤل دی.»

هغه وویل، طالبان د ایران د رژیم ګوډاګیان دي، او زیاته یې کړه چې د بندونو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون بېخبناوو باندې د طالبانو بریدونه د ایراني رژیم یوه غټه غوښتنه ده.

حسني وویل، افغانان به د حقیقت په درک کولو سره هېڅکله هم له افغانستان سره د ایران د دروغو په دوستۍ باندې باور ونه کړي.

د قلعه نو ښار یوه اوسېدونکي عبدالواحد جمالي وویل، «د افغانستان پر وړاندې د ایران فکر تل د دښمنۍ فکر دی او هدف یې دا دی چې افغانستان ویجاړ شي.»

هغه وویل، د ایران رژیم غواړي چې د افغانستان د حکومت په کمزوري کولو سره په افغانستان کې د بندونو د رغونې مخه ونیسي.»

هغه وویل، له دې سره سره چې د ایران رژیم تل خپل ځان د افغان حکومت او خلکو دوست بللی، په حقیقت کې هغه د افغانانو دښمن دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان مزدوران وو، مزدوران دي او مزدوران به وي. طالبان د متحدینو د استخباراتي ادارو له خوا چلول کیږي.‌

ځواب ورکړئ

له طالبانو سره په وروستیو کلونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت اړیکې د توجیه وړ او حتمي دي، ځکه چې له دغې ډلې سره د تهران د اړیکو جوړولو ستراتیژیکه پالیسي یوازې دا ده چې په افغانستان کې سوله، ثبات او امنیت رامنځته شي. له دې امله، مونږ باید دا ومنو چې په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنیت په صورت کې، طالبان داسې یو حقیقت دی چې له پامه نشي غورځول کېدلی، که نه افغانستان ته د سولې او ثبات د راوستلو هره هڅه به ناکامه شي. یعنې، افغانستان ته د سولې راوستلو لپاره هره هڅه باید د طالبانو د موقف په اساس وي. طالبان به د افغانستان د راتلونکي حکومت یوه مهمه برخه جوړه کړي او توانېدلي چې په یوه اونۍ کې خواوشا ۱۸ لوی ښارونه ونیسي. اوس ایران ته په کار ده چې له دغې ډلې سره پیاوړې اړیکې ولري.‌

ځواب ورکړئ

ایران په خپله خاوره طالب ځواکونو ته نظامي روزنه ورکوي. په ورته وخت کې، راپورونه ښیي چې روسیه او ایران هڅه کوي چې افغان طالبانو ته د هغوی د وسله والو مخالفینو لکه داعش پر ضد وسلې ورکړي.

ځواب ورکړئ

په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره د ایران د حکومت ارتباط زیات شوی دی. ایران له طالبانو څخه په افغانستان کې د یوه نایب ځواک په توګه استفاده کوي، او دغه هېواد په افغانستان کې د خپلو هدفونو د ترسره کولو لپاره په ترهګرو ډلو باندې پانګونه کوي. ایران فکر کوي چې له طالبانو سره د همکارۍ له لارې کولی شي چې له دغې ډلې څخه د ایران د اصلي دښمن یعنې داعش پر ضد کار واخلي، لاکن په راتلونکي کې به طالبان هم د ایران دښمنان شي، ځکه چې اکثر طالبان پښتانه دي او پښتنو د تاریخ په اوږدو کې هېڅکله هم له ایران سره جوړجاړی نه دی کړی.‌ له احمدشاه دراني څخه رانیولې د طالبانو تر پخواني مشر ملا عمر پورې د ایران پر ضد ول، او ایران د طالبانو د مخالف ګروپ شمال ټلوالې ملاتړ کاوه.

ځواب ورکړئ

ایران په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي، او دا د لمر په څېر روښانه ده. د طالبانو قوماندانان اوس په ایران کې تداوي کیږي، او د هغوی کورنۍ په هغه هېواد کې مېشتې دي او هلته تګ راتګ کوي. ایران طالبانو ته په افغانستان کې د یوه نایب ګروپ په سترګه ګوري. که طالبان غواړي چې افغانان ورسره علاقه مندي ولري او په راتلونکي حکومت کې یې اطاعت وکړي،‌ هغوی باید هوښیار اوسي او له ایران سره خپلې اړیکې پرې کړي، ځکه چې ایران د افغانانو دښمن دی او له افغانانو سره یې د تاریخ په اوږدو کې ښه چلند نه دی کړی.‌

ځواب ورکړئ

ښه، څوک پوهېده! په یوه اونۍ کې له نیم نه ډېر هېواد له لاسه ووت. په دې توګه، یوه یا دوه اونۍ نور او بیا د لوبې پای نژدې دی. د هغو هېوادونو لپاره ښه فرصت چې په استان پای ته رسېږي. آیا استان دومره بد دی؟؟؟

ځواب ورکړئ