امنیت

ایران جوړ راکټونه چې په کندهار هوایي ډګر د توغولو لپاره چمتو شوي وه کشف شول

د رازق کندهاري راپور

په عکسونو کې چې د مرغومي په ۲۴مه اخیستل شوي، ایران جوړ راکټونه د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [۴۴۴ د ځانګړیو پولیسو قطعه]

په عکسونو کې چې د مرغومي په ۲۴مه اخیستل شوي، ایران جوړ راکټونه د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [۴۴۴ د ځانګړیو پولیسو قطعه]

کندهار -- امنیتي چارواکو وویل چې په کندهار کې د پولیسو ځانګړیو ځواکونو په تخته پل ولسوالۍ کې ۸ ایران جوړ راکټونه چې په کندهار کې په احمدشاه بابا هوایي ډګر باندې د توغولو لپاره چمتو شوي وه، کشف کړل.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د مرغومي په ۲۵مه په کندهار ښار کې وویل، «۸ راکټونه چې هر یو یې ۱.۵ متره اوږد وو د تخته پل ولسوالۍ په مکیاڼو کلي کې ونیول شول.»

هغه وویل، «زموږ لومړني معلومات ښیي چې دا راکټونه په ایران کې جوړ شوي او د حکومت ضد عناصرو ته ورکول شوي وه.»

هغه وویل، «د پولیسو ۴۴۴ ځانګړي قطعه د ترلاسه کړیو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، دغه راکټونه چې د توغولو لپاره چمتو کړای شوي وه کشف او شنډ کړل. موږ څېړنه کوو څو معلومه کړو چې دا راکټونه چا او څنګه دلته راوړي ول چې هوایي ډګر پرې وولي.»

د راپورونو له مخې، هغه اورپکي چې دغه راکټونه یې راوړي وو سیمې ته د امنیتي ځواکونو په رسیدو سره وتښتېدل.

د کندهار والي حیات الله حیات وویل، «موږ د ولایت د امنیتي مقاماتو خبره نشو ردولی. په دې کې شک نشته چې دغه ۸ عدده ۱۲۲ ملي متري راکټونه د حکومت ضد عناصرو [طالبانو] د دې لپاره راوړي وو چې هوایي ډګر پرې وولي.»

هغه وویل، «له نېکه مرغه چې، زموږ امنیتي ځواکونو د دغې غمجنې پېښې مخنیوي وکړ.»

هغه زیاته کړه، «زموږ امنیتي ځواکونه او بهرني ځواکونه د دغو راکټونو په هکله لا نورې ارزونې کوي.»

د کندهار د یوې ولسوالۍ امنیه قوماندان چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، «دا نوې خبره نه ده چې ایران په افغانستان کې لاسوهنه کوي. زما عسکر ډېر ځلې د هغو طالب جنګیالیو له خوا نیول شوي یا وژل شوی چې له ایران څخه پیسې او وسلې ترلاسه کوي.»

هغه وویل، «موږ ایرانۍ وسلې نیولي دي. ایران په کندهار کې د طالبانو ځانګړې ډلې لري چې پراخ لوجستیکي ملاتړ ورته برابروي څو دا ولایت ناامن کړي او دلته د ایران ګټې خوندي کړي.»

د ولسوالۍ یاد امنیه قوماندان وویل،‌ «ایران په فراه،‌ نیمروز، هلمند او کندهار کې له ۱۰۰۰ څخه ډېر ترهګر لري چې د ایران په استازیتوب جګړه کوي.»

هغه زیاته کړه، «تر دې چې د هغوی د کورنیو لګښتونه هم ایران ورکوي.‌ زه پخپله د کندهار یم، او زه هغه طالبان چې د ایران په لارښوونه جنګ کوي ډېر ښه پېژنم. موږ په بهرنیو ځواکونو باندې غږ کوو چې په سیمه کې د ایران د لاسوهنې مخه ونیسي.»

د طالبانو د ملاتړ اوږده تاریخچه

د تېر غوایي په میاشت کې،‌ د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان اڅکزي تایید کړه چې پولیسو په کندهار ښار کې یو ایران جوړ راکټ کشف کړی دی.

افغان سیاسي شنونکو او چارواکو له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د ایران د رژیم د لاسوهنې مخه ونیسي.

په کندهار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي محمد اساس وویل، «له بده مرغه چې، دا لومړی ځل نه دی چې په جنوبي ولایتونو کې له طالبانو سره د ایرانیانو همکاري او د هغوی له خوا ورکول شوې وسلې څرګندېږي. په هلمند، فراه، کندهار او زابل ولایتونو کې هم پخوا څو ځلې ایرانۍ وسلې نیول شوي دي.»

اساس وویل، «ایران په افغانستان کې خپل ځانګړي د طالبانو ګروپونه لري.‌ ایران هغوی ته وسلې او پیسې ورکوي او تر دې چې ځینې افغانان سوریې او عراق ته د جنګ کولو لپاره لېږي. ایران له افغانانو سره دښمني لري او هېڅکله هم نه غواړي‌ چې افغانان سره یو لاس او متفق شي. هغه هڅه کوي چې افغانان د شیعه او سنی په نومونو سره ووېشي.»

په کندهار کې د سیاسي چارو یوه بل شنونکي اسدالله کاکړ وویل، «ایران له افغانانو سره د اوبو په سر شخړه لري او له همدې امله د طالبانو د ځینې ډلو د ملاتږ کولو سره په افغانستان کې نیابتي جنګونه ترسره کوي. ایران هغوی ته عصري وسلې او پیسې ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونه او ناټو ځواکونه په نښه کړي.‌ دا کار له تېرو څلورو لسیزو راهیسې روان دی.»

کاکړ وویل، «موږ له نړۍ والې ټولنې څخه غواړو چې په ایران باندې نور اقتصادي بندیزونه هم ولګوي ځکه چې رژیم یې د ټولو بشري او نړۍ والو اصولو پر خلاف ترهګرۍ ته وده ورکوي.»

د زابل د ولایتی شورا رییس او د افغانستان د ټولو ولایتي شوراګانو د همغږۍ د شورا مشر عطاء جان حق بیان وویل، «ایرانیانو په تېرو ۱۸ کالونو کې -- د افغانستان د اسلامي جمهوریت د تأسیس له وخت راهیسې، د طالبانو د ځانګړیو ډلو له مشرانو سره په تهران او مشهد کې یو شمېر کتنې ترسره کړي دي.»

حق بیان وویل، «تر دې چې د ځینې طالبانو کورنۍ په ایران کې د انقلابي ګارډ تر مستقیمې څارنې او ساتنې لاندې ژوند کوي. دغه طالبان په ...‌ فراه، نیمروز، زابل، اروزګان، کندهار او هلمند کې ترهګري ترسره کوي.»

هغه وویل، «د ایران رژیم د افغانانو او په منځني ختیځ او سیمه کې د وژنو مسؤل دی. د ایران رژیم هیڅکله هم نه غواړي چې په هغو هېوادونو کې دې امن وي. هغه تل هڅه کړې چې د دین تر نامه لاندې جنګونه وکړي.»

هغه وویل، «موږ نه پوهېږو چې ولې ملګري ملتونه د ایران د لاسوهنې په هکله چوپ دي. ملګري ملتونه باید د دغه ترهګر دولت پر ضد پوځي ګام واخلي. ایران د ټول بشریت لپاره خطر دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان د خواوشا ټول ګاونډیان سخته هڅه کوي چې دا هېواد په ویجاړ حالت کې وساتي او هېڅکله نه غواړي چې دلته سوله راشي.‌

ځواب ورکړئ

مرګ په ایران. شرم په ایران. د قاتل ایران په لاسونو د نړۍ د خلکو وینه توییږي.

ځواب ورکړئ

دا صحیح ده چې ایران به دا ۸ راکټونه په افغانستان کې د تخریب لپاره ځای په ځای کړي وي، کیدای شي دا ۸ نه بلکې ۱۶ یا ۳۲ یا فکر وکړئ چې ۱۳۲ وي خو آیا دا ټول ورانی او جنایت به د هغه جنایت او تروریزم زرمې برخې ته هم ورسیږي چې پاکستان یې دا څلویښت کاله د افغانستان د خلکو په ضد کوي؟ له دې نه ښه معلومیږي چې ستاسو هم په اوړو کې شګه شته ځکه د پاکستان د جنایتونو او ترورستي فعالیتونو په هکله یو ټکی هم نه لیکئ. زمونږ لپاره ایران او پاکستان یو ډول ترورستان دي بلکې پاکستان د ایران یو په زر ډېر غټ ترورست دی چې نه یوازې افغانان بلکې هندوان، بنګالیان او نوره نړۍ یې هم په ترورستی فعالیتونو اغېزمنه کړې ده. مرګ په پاکستان او د پاکستان په ترورستي استخباراتو چې په افغانستان کې بې ګناه خلک وژني.

ځواب ورکړئ

اسلام عليکم ـدى ورور بلکل صحيح ويلى ايران خو ښکاره دښمن دى خو داپټدښمن سره به ثه کوىچىپه هر لباس کى مو جوديت لرى ددى حل بائد راووزى وسلام

ځواب ورکړئ