سياست

د ایران د رژیم له خوا د طالبانو تاوده هرکلي په افغانستان کې د خلکو غوسه راوپاروله

د عمر راپور

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف (چپ)، د طالبانو د سولې مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزی (منځ کې) او د افغانستان لپاره د ایران د هغه وخت سفیر محمد رضا بهرامي (ښی) د ۱۳۹۷ د لړم په ۱۸مه په مسکو کې د عکس اخیستلو لپاره ولاړ دي. [یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف (چپ)، د طالبانو د سولې مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزی (منځ کې) او د افغانستان لپاره د ایران د هغه وخت سفیر محمد رضا بهرامي (ښی) د ۱۳۹۷ د لړم په ۱۸مه په مسکو کې د عکس اخیستلو لپاره ولاړ دي. [یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

هرات -- د طالبانو د هیئت د کوربه توب وړاندیز او د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خوا د اورپکو تاوده هرکلي په افغانستان کې د خلکو غوسه راپارولې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف تېره اونۍ د طالب مشرانو کوربه وو او د دې کتنې ښکاره هدف دا وو څو د داسې هڅو په هکله خبرې وکړي چې د افغانستان د جګړې لپاره د مذاکراتو له لارې حل پیدا کړي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین د لیندۍ په ۵ مه په یوه ټویټ کې وویل چې تهران ته د طالبانو د سیاسي چارو د مرستیال او په قطر کې د یادې ډلې د دفتر د مشر عبدالغني برادر په مشرۍ یو هیئت تللی دی.‌

شاهین وویل، «دواړو خواوو د سولې د پروسې او په مفصله توګه د افغانستان د ستونزې د سوله ییز حل په هکله خبرې وکړې.»

هغه وویل، د سولې د پروسې سربېره، ایراني او طالب چارواکو د «دوه اړخیزو اړیکو» او هغو ستونزو په هکله خبرې اترې وکړې چې افغان کډوال په ایران کې ورسره مخامخ دي.

د ایران دوه مخې ستراتیژي

د ایران رسمي رسنیو د لیندۍ په ۶ مه راپور ورکړ چې ظریف له طالبانو سره په خبرو کې په دې اړتیا زور واچاوه چې د سولې بین الافغاني خبرې ترسره شي او په افغانستان کې «داسې یو حکومت جوړ شي چې ټول په کې برخه» ولري.

د تهران له خوا له طالبانو سره د روانو پوځي، مالي او لوجستیکي ملاتړ په پام کې نیولو سره، دا سخته ده چې باور وشي چې د ایران رژیم دې د افغانانو د پخلاینې لپاره روغ نیت ولري.‌

د لړم په ۲۸مه د متحده ایالاتو د دفاعي استخباراتو د ادارې له خوا خپاره شوي یوه راپور څرګنده کړه چې،‌ «لږ تر لږه له ۱۳۸۶ کال راهیسې، ایران طالبانو ته د وسلو، روزنې او پیسو په شمول منظم ملاتړ برابر کړی دی څو په افغانستان کې د متحده ایالاتو او د لویدیځ د نفوذ مخه ونیسي او د داعش د خراسان څانګې پر ضد جګړه وکړي او له پخلاینې څخه وروسته رامنځته کېدونکي حکومت کې د تهران نفوذ پراخ کړي.»

په راپور کې راغلي چې،‌ «دا د تهران د هغې دوه مخې ستراتیژۍ برخه ده چې محلي ګروپونه او په کابل کې افغان حکومت دواړه ښکېلوياو خپل پراخ امنیتي هدفونه ترسره کوي.»

راپور وړاندیز کوي چې، که بیا هم طالبان د یوه اوږدمهالي دوست په لټه کې وي،‌تهران یو بې ثباته شریک دی.‌

راپور وایي، «تهران نه غواړي چې طالبان بیا واک ترلاسه کړي بلکې هدف یې دا دی چې که طالبان د افغانستان په راتلونکي حکومت کې رول ترلاسه کوي چې په دې ډله کې د ځان په وړاندې د یوې حفاظتي مانع په دود خپل نفوذ ولري.»

طالبانو ته د مشروعیت ورکولو هڅه

افغان مقاماتو په قوت سره تهران په دې وغانده چې د طالبانو کوربه توب یې کړی او ویې ویل چې دا د دواړو هېوادونو تر منځ د روابطو د خرابۍ یو دلیل دی.‌

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د دوشبې په ورځ /د لیندۍ ۱۱مه/ غوښتنه وکړه چې د ولسي جرګې د نړۍ والو اړیکو کمېټه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي احضار کړي چې د افغانستان په تمامیت باندې د ایران د وروستي هجوم په هکله خبرې وکړي.‌

۸ صبح ورځپاڼې راپور ورکړ چې هغه د بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل څو داسې یوه اعلامیه خپره کړي چې وښیي چې هېڅ هېواد حق نه لري‌ په هېڅ ډول شرایطو کې هم د افغان حکومت له حضور څخه پرته طالبان ور وبلي او کوربه توب یې وکړي.‌

رحماني وویل، طالبان د افغانانو په وژلو کې ښکېل دي، او د سیمې او ګاونډ هېوادونه باید دغه ګروپ ته مشروعیت ورنه کړي.

هغه وویل، «دا له دپلوماتیکو عرفونو او د ګاونډیتوب له اصولو څخه سخته سرغړونه ده چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو جیګپوړي چارواکي د هغو طالب مشرانو کوربه توب کوي چې له دغو هېوادونو څخه لیدنه کوي او له هغوی سره د افغان حکومت د استازو په نه حضور کې خبرې کوي.»

سلام ټایمز په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه ونیوله خو چارواکو له مکررو غوښتنو سره هم په دې هکله څه تبصره ونه کړه.‌

شرموونکې اړیکې

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، د دوه حکومتونو تر منځ اړیکې جوړول له دې څخه ډېر مهم دي چې له یوه ترهګر ګروپ سره اړیکې جوړې کړای شي.

هغه وویل، «د یوې ترهګرې ډلې کوربه توب صحیح کار نه دی، او مونږ تمه لرو چې زمونږ ګاوندي له طالبانو سره د اړیکو پاللو پرځای له افغان حکومت او خلکو سره ارتباطات جوړ کړي.»

رحیمي وویل، له طالبانو سره د تهران اړیکې د افغانستان او ایران تر منځ ارتباط ته زیان رسوي او د دواړو هېوادونو تر منځ دوه اړخیز درناوی خرابوي.‌

افغان اتباعو هم د ایران حکومت د طالبانو د کوربه توب له امله وغانده او په ټولنیزو رسنیو کې یې له یادې ترهګرې ډلې څخه د تهران د ملاتړ له امله غوسه او ناخوښي څرګنده کړه.

په هرات ښار کې یوه خبریال خلیل رسولي د لیندۍ په ۶ مه په فېسبوک کې ولیکل، «ظریف باید د افغانانو قاتل ملا برادر سره د سولې او د هغوی په هېواد کې د افغان کډوالو د لیدنې له امله د شرم احساس وکړي.»

نړۍ والو قوانینو ته سپکاوی کول

دا د وږي په نیمایي کې د افغان حکومت په استازیتوب د امریکایي مرکچیانو او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو له لغوه کېدلو راهیسې دویم ځل دی چې تهران د طالب مشرانو کوربه توب کوي.‌

تر دې مخکې د طالبانو یوه هیئت د تلې په ۵ مه له تهران څخه لیدنه کړې وه.‌

په هغه وخت کې، افغان حکومت له تهران څخه د طالبانو د کتنې او د ایران په رژیم د طالبانو د کوربه توب له امله انتقاد کړی وو.‌

د افغان ولسمشر یوه ویاند صدیق صدیقي د تلې په ۵ مه په یوه ټویټ کې وویل، طالبان سیمه ییز او نړۍ وال امنیت ته یو سخت ګواښ دی او د دغه ګروپ کوربه توب د ګاونډیتوب د اړیکو پر ضد کار دی.

د هرات والي رحیمي وویل، «ځینې ګاونډي هېوادونه د خپلو ګټو لپاره د طالبانو ملاتړ کوي او د هغوی په استازیتوب چنې وهي. د طالبانو د کتنو هدف دا نه دی چې د افغانانو ګټې خوندي کړي، بلکې هدف یې دا دی چې د هغو هېوادونو ګټې خوندي کړي چې له یادې ترهګرې ډلې څخه ملاتړ کوي.»

هغه زیاته کړه، زمونږ ګاونډی باید له هغو شیانو څخه ځان وساتي چې مونږ یو له بل څخه لیرې کوي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو ته زیان رسوي، او په کار دی چې هغوی د یوه ترهګر ګروپ د وربللو او د هغوی د کوربه توب پر ځای د افغانستان حکومت او خلکو سره خبرې وکړي.»

د افغانانو په چارو کې لاسوهنه کول

د اداري فساد ضد یوه فعال او د سیاسي چارو تحلیلګر خلیل پارسا چې اصلاً د هرات اوسېدونکی دی، وویل، د ایران حکومت هم په ښکاره او هم په پټه له څو کالو راهیسې د افغانستان په داخلي او سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي.‌

هغه وویل، د ایران له خوا د طالبانو کوربه توب کول غیراخلاقي کار دی او دپلوماتیک اصول تر پښو لاندې کوي.

هغه وویل، «افغانستان ته د سولې راوستلو لپاره د متحده ایالاتو وروستۍ هڅې او له طالبانو سره د هغوی خبرې پهوروستیو کې ډېرې پرمخ تللي او ځینې پایلې یې رامنځته کړي چې ایران او ځینې نور هېوادونه یې نشي زغملی.»

هغه وویل، «دا چې ایران هم په سیمه ییزه او هم په نړۍ واله سطحه تجرید شوی، د ایران رژیم په ښکاره د طالبانو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې یو امتیاز ترلاسه کړي.»

هغه وویل، د ایران حکومت له ډېر پخوا راهیسې د افغان حکومت د مخالفینو ملاتړ کوي.‌

پارسا وویل، «د طالبانو او ایران تر منځ په تهران کې وروستۍ کتنه یوازې یوه ننداره ده او هېڅ ارزښت نه لري. په دې کتنې سره، د ایران حکومت غواړي چې خپل قوت او نفوذ څرګند کړي او متحده ایالاتو ته ځان وښیي.»

ایران او روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي

افغان جنرالانو او چارواکو ډېر ځلې ویلي چې تهران طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي چې په افغانستان کې د ایران استخباراتي او سیاسي هدفونه ترسره کړي.‌

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي دادالله قانع وویل، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په فراه ولایت کې طالبانو ته پیسې، وسلې او مهمات تأمینوي.

هغه وویل، «د ایران اسلامي انقلابي ګارډ هره ورځ له ناقانونه لارو څخه په فراه ولایت کې طالبانو ته یو څو ټانکره تېل ورکوي چې د ټرانسپورټ او نورو فعالیتونو لپاره یې وکاروي. طالبان هره ورځ دغه تېل خرڅوي او ډېرې پیسې پرې ترلاسه کوي.»

هغه وویل، «ډېرې هغه وسلې چې طالبان یې د افغانستان په لویدیځه سیمه کې کاروي...‌ ایران او روسیه جوړې وسلې دي. د ایران حکومت ټولې هغه وسلې او تجهیزات چې طالبان په فراه ولایت کې ورته اړتیا لري تأمینوي.»

په غور ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن حکیمي وویل، طالبانو په وروستیو څو کالو کې د ایران او روسیې رژیمونو څخه د ترلاسه شوي ملاتړ له برکته خپل سیاسي او پوځي حضور پرځای ساتلی دی.

هغه وویل، «دغو هېوادونو په وروستیو څو کالو کې هڅې کړي چې د طالبانو سیاسي قوت زیات کړي او له مسکو او تهران څخه د طالبانو کتنې له یادې ډلې څخه د هغوی ملاتړ ښکاره څرګندوي.»

حکیمي وویل، «که ایران او روسیه د طالبانو ملاتړ ودروي، دغه ډله به دا وړتیا ونه لري چې جنګ وکړي.»

هغه وویل، «د داسې یوه ترهګر ګروپ بلل چې هره ورځ په لسګونو ملکي خلک او امنیتي ځواکونه وژني ثابتوي چې ایراند افغانانو دوست نه دی، ځکه چې هغه ډېر د یوه دښمن په توګه عمل کوي.»

حکیمي وویل، «هغه دوستي چې دا هېواد ادعا کوي چې له افغان حکومت سره یې لري یوازې یو مکر دی -- په حقیقت کې د ایران حکومت سختې هڅې کوي چې افغان حکومت کمزوری کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یقیناً ایران غواړي چې افغانستان بې ثباته کړي او خپلې ګټې خوندي کړي.

ځواب ورکړئ