https://afghanistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_st/features/2019/10/15/feature-01
| امنیت

طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو د زیاتېدلو په ترڅ کې په غور کې خپل جنګیالي اعدام کړل

د عمر راپور

image

طالبانو دا درې سړي په ظاهره د وري په میاشت کې په فراه کې د غلا په تور نیولي او په یوه صحرایي محکمه کې یې محاکمه کړل. اورپکو په یوه مشابه جعلي محکمه کې د تلې په ۱۷مه په غور ولایت کې خپل دوه جنګیالي اعدام کړل. [آرشیف]

هرات -- چارواکي او تحلیلګران وایي، د طالبانو له خوا په وروستیو کې په غور ولایت کې د خپلو دوه جنګیالیو وروستی اعدام د هغوی تر منځ د خونړیو داخلي اختلافاتو تر ټولو وروستۍ بېلګه ده چې یادې ډلې ته یې غټ سر خوږی جوړ کړی دی.‌

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وویل، طالبانو د تلې په ۱۷مه د غور ولایت په چارسده ولسوالۍ کې خپل یاغي ملګري وروسته له هغه وویشتل او ووژل چې په هغوی باندې یې له حکومت سره د مرستې کولو تور ولګاوه.‌

هغه وویل، «د طالبانو د ډلې دغو غړو له حکومت سره کوم ارتباطات نه لرل، او د دغو محاکمو تر شا اصلي دلیل د طالبانو په منځ کې درزونه وو.»

image

د طالبانو جیګپوړي مشران د زمري په ۴مه له قطر څخه اندونیزیا ته‌ په یوه سفر روان دي. د طالبانو مشران له زیاتېدونکي شمېر داخلي رقابتونو او اختلافاتو سره لاس او ګرېوان دي چې ډېر یې د یادې ډلې سیاسي لوري نیونې او د نشه ییزو توکو ناقانونه تجارت پورې تړلې دي. [آرشیف]

هغه زیاته کړه، «طالبانو لومړی دا ځوان جنګیالي ونیول او بیا یې په کمرک کلي کې په یوه صحرایي محکمه کې د خلکو په مخ کې ووژل.»

خطیبي وویل، «طالبان له خلکو سره ښه چلند نه کوي. هغو ماینونو چې هغوی په لویو لارو کې ایښي دي ډېر بې ګناه خلک وژلي دي. د طالبانو د ډلې ډېر غړي له داسې تاوتریخوالي سره مخالف دي، او دغه کار هغوی دې ته جوړ کړي چې د طالبانو له مشرانو څخه کرکه وکړي.»

هغه وویل، «دغه نفرت د دې سبب شوی چې د طالبانو په منځ کې درزونه رامنځته شي او هغوی یې مجبور کړي چې یو بل ووژني.»

د غور د پولیسو ویاند عبدالسمیع نجهد غوري وویل، دغه دوه طالب اورپکي د غور لپاره د طالبانو د تش په نامه والي د مرستیال ملا احمد شاه په لاس مړه شول.‌

هغه زیاته کړه، «له دې پېښې څخه وروسته، د طالبانو یو وتلي قوماندان چې د دغې صحرایي محکمې د قربانیانو مشري یې کوله حکومت ته تسلیم شو.»

هغه وویل، «د طالبانو دغه پخواني قوماندان ویلي چې هغه د طالبانو د ډلې په غړیتوب پښېمان دی او له اوس نه وروسته به هغه په خپل ټول قوت سره د طالبانو پر ضد وجنګیږي.»

بې اعتمادي او ژور اختلافونه

په غور ولایت کې د مدني ټولنې فعالان وایي، دا دوه طالب جنګیالي د طالبانو تر منځ د ژور اختلاف له امله وویشتل شول.

په غور ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن حکیمي وویل، وروستۍ پېښه «په یاده ډله کې د ځواک په سر سختې شخړې څرګندوي، او هغوی هڅه کوي چې یو بل په خیانت تورن کړي او یو بل ووژني.»

حکیمي وویل، «په غور ولایت کې طالبان د سولې د خبرو په هکله بېلابېل نظرونه لري. د طالبانو د ډلې ځینې غړي سوله غواړي، خو ځینې نور یې غواړي چې جنګ او تاوتریخوالی دوام ومومي،‌ او دغه درزونه د طالبانو تر منځ د ټکرونو سبب شوي دي.»

هغه وویل، «په غور ولایت کې د طالبانو ټول تمرکز د ملکي خلکو په وژنه دی. په غور ولایت کې د طالبانو له خوا د سرک د غاړې ماینونو تل ملکي خلک په نښه کړي دي. دوه ورځې مخکې، د ښځو او ماشومانو په شمول ۵ تنه ملکیان چې په یوه موټر کې سپاره ول په دولت یار ولسوالۍ کې د سرک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې مړه شول.»

په غور ولایت کې د مدني ټولنې فورم موسسې رییس محمد وزیر نوراني وویل، په سیمه کې د یاغیانو رهبري یو لاس نه ده او د ډلې د دوه غړو وروستي اعدامونه د طالبانو په منځ کې ژور درزونه ښیي.

هغه وویل،‌ «دا ښایي د غور ولایت په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه په چارسده ولسوالۍ کې چې د طالبانو د قوماندې غټ مرکز دی، د طالبانو په فعالیتونو باندې منفي اغېز وکړي.»

هغه زیاته کړه، «دا چې طالبان یو بل په صحرایي محکمو کې اعداموي، د دې معنی دا ده چې هغوی په یوه سالمه او واحده رهبرۍ باندې باور نه لري، او د دې لپاره چې هغوی خپل هدفونه ترسره کړي او ډېرې پیسې وګټي هغوی اکثر خپل سیالان وژني.»

نوراني وویل، «دغو صحرایي محکمو د طالبانو په منځ کې د داخلي ټکرونو فرصتونه ډېر کړي دي. هلته د طالبانو داسې ډلې شته چې د هغو دوه جنګیالیو ملاتړ کوي چې صحرایي محکمې اعدام کړل او امکان شته چې د انتقام اخیستنې په لړ کې وېرونکې نښتې رامنځته شي.»

صحرایي محکمې

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ولایتي څانګې چارواکي په غور ولایت کې د طالبانو دا صحرایي محکمې د اندېښنې وړ بولي.

په غور ولایت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون سرپرست رییسې فریدې ناصري وویل، په هغو سیمو کې چې کنترول یې د طالبانو په لاس کې دی صحرایي محکمې ډېرې دي.

هغې وویل، «طالبانو په ډېرو پېښو کې د هلکانو او نجونو په شمول ځوانان له دې امله اعدام کړي چې د حکومتي چارواکو د تماس شمېرې یې لرلې.»

ناصري زیاته کړه، «طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې خپلسرې محکمې چلوي، او چې وغواړي په دې محکمو کې هر څوک وژني.»

هغې وویل، «کله چې طالبان د ملکي خلکو یا د هغوی د خپلو جنګیالیو په هکله شکي شي، هغوی یې په صحرایي محکمو کې اعداموي. حتی که مونږ داسې فرض کړو چې دا مدعي علیه کسان ملامت دي، بیا هم هیڅوک دا حق نه لري چې د اړوندې پروسې او د یوې باصلاحیته قانوني محکمې له خوا د څېړنې له ترسره کېدلو څخه پرته اعدامونه ترسره کړي.»

هغې زیاته کړه،‌ د طالبانو دا کار د نه بخښلو وړ، او د بشریت پر ضد یو جنایت دی.‌

په غور ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال خدایار واقف د هغه وخت کیسه کوي چې طالبانو له کومې توجیه پرته د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې په یوه صحرایي محکمه کې یو پلار او زوی ووژل.

هغه وویل، «طالبان تر خپلې واکمنۍ لاندې سیمو کې سخت جرمونه ترسره کوي. دا جرمونه په رسنیو کې نه راښکاره کیږي او همداسې پټ پاتې کېږي. د غور ډېر کلي په غرنیو سیمو کې دي، چې سره وصل نه دي. ډېر هغه جنایتونه چې طالبان یې په دې سیمو کې ترسره کوي د هغو په هکله له راپور ورکولو څخه پرته پاتې کېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
1
نه
0 تبصره
د تبصرو تګلاره
Captcha