جرم او انصاف

په غور کې د یوې ښځې او سړي وژلو د طالبانو وحشت ته د خلکو پام ور واړاوه

د عمر راپور

د طالبانو تش په نامه محکمې د غوایي په ۱ د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د یوه ځوان سړي او ښځې د اعدامولو حکم وکړ. په دې عکس کې چې د تېر غوایي په میاشت کې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، طالب اورپکو دوه نور ملکي کسان په فراه ولایت کې د خپلې صحرایي محکمې په حکم په ډزو ووژل. [ټولنیزې رسنۍ]

د طالبانو تش په نامه محکمې د غوایي په ۱ د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د یوه ځوان سړي او ښځې د اعدامولو حکم وکړ. په دې عکس کې چې د تېر غوایي په میاشت کې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، طالب اورپکو دوه نور ملکي کسان په فراه ولایت کې د خپلې صحرایي محکمې په حکم په ډزو ووژل. [ټولنیزې رسنۍ]

هرات -- افغان چارواکي، د مدني ټولنې فعالان او دیني عالمان د طالبانو په وروستي قضاوت چې د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې په یوه صحرایي محکمه کې ترسره شو، سخت په قهر شوي دي.

ولایتي مقاماتو وویل، طالبانو یو ځوان سړی او ښځه د غوایي په ۱ د هغوی له نیولو څخه څو ساعته وروسته پرته له دې چې د هغوی کورنیو ته خبر ورکړي، ووژل.

د غور د والي ویاند محمد عارف عابر وویل، تور دا وو چې هغوی له کور نه تښتېدلي وو.

هغه وویل، «دا پېښه د دولینه ولسوالۍ په یوه لیرې پرته سیمه کې چې حکومت په کې کنټرول نه لري وشوه. طالبان تل تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې وژنې ترسره کوي.»

هغه وویل، «په دولینه ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې د دغه جرم مجرمین ونیسي؛ دا مجرمان به په تېښته بریالي نشي. موږ به له هر مجرم څخه حساب واخلو. طالبان باید پوه شي چې قانون به هغوی تعقیب کړي.»

د بشریت پر ضد جرمونه

د غور د ښځو د چارو رییسې حلیمې پرستش د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د چلند په هکله اندېښنه وښودله، او زیاته یې کړه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ښځې حتی دا حق نه لري چې په خپل استازیتوب خبرې وکړي.

هغې وویل، «د طالبانو له خوا د یوه ځوان سړي او ښځې وژل د انسانیت پر ضد یو ښکاره جرم دی، چې ښیي چې طالبان په تاوتریخوالي او وحشت کې ښکېلتیا ته دوام ورکوي.»

هغې زیاته کړه، «په هغو سیمو کې چې طالبان په کې کنټرول لري د یوې ښځې لپاره دا جرم دی چې له خپل کور څخه بهر یواځې لاړه شي، او که یوه نجلۍ له یوه محرم نارینه څخه پرته له کوره وځي، طالبان سزا ورکوي.»

پرستش وویل، «موږ په امنیتي ادارو باندې غږ کوو چې په سملاسي توګه په صحرایي محکمو کې د دغو وژنو ترسره کوونکي معلوم کړي او ونیسي. د یوې بې ګناه ښځې وژل هېڅ توجیه نه لري، په داسې حال کې چې طالبان په خپلو صحرایي محکمو کې د هر چا په مخکې د ښځو په وژنه افتخار کوي.»

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د طالبانو له خوا د هغوی په صحرایي محکمو کې د ملکي خلکو په دومداره وژنه باندې اندېښنه وښودله.

په غور ولایت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسې فریدې ناصري وویل، «طالبان هېڅ قانون نه مني، او هغوی په خپلو صحرایي محکمو کې پرته له دې چې مدعی علیه کسان ملامت وپېژندل شي، وژنې ترسره کوي. دا یوه ډېره جدي مسئله ده چې طالبان له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.»

هغې وویل، «طالبان له کلونو راهیسې په خپلو صحرایي محکمو کې له توجیه څخه پرته وژنې ترسره کوي،» او زیاته یې کړه چې دغه محکمې یواځې په هغو سیمو کې دي چې واک یې د طالبانو په لاس کې دی.

هغې وویل، «هر څوک چې یو جرم ترسره کوي، حکومتي محکمې یې باید قضیه وګوري او د قانون په اساس فیصله وکړي. هغوی باید په صحرایي محکمو کې د سلګونو نندارچیانو په مخکې کې محاکمه نشي.»

بې ګناه قربانیان عدالت نه ترلاسه کوي

په غور ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن حکیمي وویل، د طالبانو په صحرایي محکمو کې، مدعلی علیه کسان -- په ځانګړې توګه ښځې -- هېڅ حقونه نه لري. طالبان هر هغه «قضاوت» چې هغوی یې غواړي تطبیقوي.

هغه وویل، «د طالبانو محاکمې عادلانه نه دي ځکه چې مدعی علیه کسان له ځانونو څخه د دفاع لپاره له خپلو قانوني حقونو څخه استفاده نشي کولی. په ډېرو مواردو کې، د تورنو کسانو د وژلو تر څنګ طالبان حتی د هغوی له کورنیو څخه د جریمې په نامه په زوره پیسې اخلي.»

هغه وویل، «طالبان یواځې تاوتریخوالی، کرکه او افراطیت پېژني. هغوی هېڅ بشري ارزښت ته درناوی نه لري، له دې امله هرکله چې هغوی غواړي بې ګناه ملکي خلک وژني. د انسانانو راځوړندول، سنګسارول د طالبانو لپاره یو ساده کار دی ځکه چې هغوی له کلونو راهیسې په وینه تویولو کې ښکېل دي.»

په غور ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد وزیر نوراني وویل، «طالب جنګیالي د سولې او په تاوتریخوالي کې د کمي پروا نه کوي، او تاوتریخوالي ترسره کولو ته دوام ورکوي.»

هغه وویل، «دا د طالبانو له هدفونو څخه یو هدف دی چې د دغو صحرایي محکمو په پراخولو سره تاوتریخوالی خپور کړي او ملکي خلک ووېروي څو هغوی حکومتي محکمو ته لاړ نشي. طالبان هغوی مجبوروي چې خپلې مسئلې د حلولو لپاره هغوی ته ور وړي، خو هغوی د خلکو په حق کې انصاف نشي کولی.»

نوراني وویل، «بې ګناه خلک ډېر ځلې د دغو محکمو ښکار ګرځېدلي دي.»

صحرايي محکمې غیراسلامي دي

په غور ولایت کې د دیني عالمانو په وینا، په صحرایي محکمو کې د طالبانو محاکمې غیرانساني او د اسلام د احکامو خلاف دي.‌

د ولایت په مرکز فیروزکوه کې یوه دیني عالم مولوي محمد احمدي وویل، طالبان دا صلاحیت نه لري چې شرعي سزاوې ورکړي یا په صحرایي محکمو کې اعدامونه ترسره کړي.‌

هغه وویل، دیني او حکومتي مشروعیت د شرعي اصولو او سزاوو د تطبیقولو لپاره مهم مخکې تر مخکې شرطونه دي یعنې یواځې حکومت کولی شي چې قوانین تطبیق کړي.

احمدي طالبان وهڅول چې سوله وکړي.‌ هغه وویل، په افغانستان کې روانه جګړه غیر اسلامي ده ځکه چې طالبان مسلمانان او خپل هېوادوال وژني.

هغه وویل، «سوله د انسانانو له اساسي اړتیاوو څخه یوه اړتیا ده، د اسلام دین تل پرې تاکید کړی او مسلمانانو ته یې لارښوونه کړې چې خپلې مسئلې د سولې او له تاوتریخوالي څخه تشو طریقو په کارولو سره حل کړي.»

هغه وویل، «قران کریم په څرګنده یادونه او مسلمانانو ته لارښوونه کوي چې که غیرمسلمانان هغوی ته د دوستۍ لاس ور اوږدوي، هغوی یې باید قبول کړي. د شخړې دواړه لوري ډېر شریک اړخونه لري، او په سوله کې د یوځای کېدلو پر وړاندې یې هېڅ خنډ نشته.»

احمدي وویل،«افغانان له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې له دغه ناغوښتي جنګ سره مخامخ دي.دا جګړه باید پای ته ورسیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داسې یو غټ دین - نه.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې هېڅ داسې ولایت نشته چې په هغه کې دغې ډلې د خلکو پر ضد ظلم نه وي کړی. که طالبان پوه شي چې یوه نجلۍ او یو هلک د هغوی په سیمه کې د موبایل فون له لارې سره ملګرتیا لري، هغوی به یې په ډزو وولي، په داسې حال کې چې اسلام وایي چې حتی که یو سړی او ښځه د جماع په حال کې سره ولیدل شي، که هغوی دواړه مجرد وي، باید چې په دره ووهل شي، خو طالبان خلک یوازې د موبایل له لارې په تش تماس سره وژني. طالبانو او نورو ترهګرو ډلو اسلام د وحشت د دین په توګه معرفي کړی دی، په داسې حال کې چې اسلام بهترین دین دی.

ځواب ورکړئ

عیسویت بد دی، او اسلام بدتر. البته، زه ډارېږم چې د الله په نامه د بشریت پر ضد د نه ویلو وړ جنایتونه ترسره کیږي.

ځواب ورکړئ