امنیت

په غور کې تسلیم شویو طالب جنګیالیو د خپلو پخوانیو ملګرو پر ضد د ملاتړ ژمنه وکړه

د عمر راپور

د طالب جنګیالیو یوه ۱۸ کسیز ګروپ د لیندۍ په ۵ مه تاوتریخوالی پرېښود او په غور ولایت کې د سولې بهیر سره یوځای شو.‌ اوپکو ژمنه وکړه چې د خپلو پخوانیو ملګرو پر ضد جګړه کې به د هڅو ملاتړ وکړي. [احمدشاه مؤحد]

هرات -- د طالب جنګیالیو یوه ۱۸ کسیز ګروپ د لیندۍ په ۵ مه تاوتریخوالی پرېښود او په غور ولایت کې د سولې بهیر سره یوځای شو.‌

تسلیم شویو جنګیالیو وویل چې هغوی له جنګ او د هغوی د مشرانو له خوا له غولونې او دوکې څخه ستړي شوي ول، او دا یې درک کړې وه چې د امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه کول او د ملکي خلکو وژل هېڅ توجیه نه لري.‌

دغه ګروپ له تېرو درې کالو راهیسې د ولایت د مرکز فیروزکوه ښار په خواجه غار او منجي سیمو کې فعالیت کاوه.

د ګروپ قوماندان ملا سید محمد په فیروزکوه کې د تسلیمۍ په مناسبت د جوړو مراسمو په ترڅ کې وویل چې د طالبانو مشرتابه هغوی ته حکم کړی وو چې بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه ترسره کړي او هېڅ رحم ونه کړي.‌

اورپکي د لیندۍ په ۵ مه د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې خپلې وسلې محلي مقاماتو ته تسلیموي. [د غور ولایت د رسنیو دفتر]

اورپکي د لیندۍ په ۵ مه د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې خپلې وسلې محلي مقاماتو ته تسلیموي. [د غور ولایت د رسنیو دفتر]

هغه زیاته کړه، د هغه د ګروپ غړي به د طالبانو پر ضد ودرېږي او د امنیتي ځواکونو ملاتړ به وکړي.

محمد وویل، «مونږ پوهېږو چې طالبان به زمونږ په کورونو باندې بریدونه وکړي او زمونږ د کورنیو غړي به ووهي. مونږ له حکومت څخه غواړو چې زمونږ ملاتړ وکړي او مونږ به هم له حکومت سره مرسته وکړو.»

محمد وویل، «ډېر زیات مسلمانان توهین شول او ووژل شول، او زمونږ ډېر ورونه [یاغي ملګري] هم ووژل شول. دا وژنې به نور هیچا ته هېڅ ګټه ونه کړي، او له همدې امله مونږ د سولې پروسې سره یوځای شو. نن مونږ غواړو چې له خپلو ورونو [امنیتي ځواکونو] سره سوله وکړو.»

د تسلیم شویو اورپکو له ډلې څخه د ملا رمضان په نامه یوه اورپکي په افغان امنیتي ځواکونو باندې غږ وکړ چې تسلیم شوي جنګیالي او د هغوی کورنۍ له نورو اورپکو څخه خوندي کړي .

هغه وویل، «کله چې مونږ له طالبانو سره وو، مونږ شپه او ورځ په ډار کې تېروله. مونږ به په هغو سرکونو باندې چې ملکي خلکو او عسکرو ترې استفاده کوله ماینونه ښخول، یا به مو په هغوی باندې بریدونه ترسره کول، خو مونږ د خپلو مسلمانانو عزیزانو په وژلو کې زړه نازړه وو، او ډارېدلو چې امنیتي ځواکونه هره شېبه کولی شي چې مونږ ووژني.»

رمضان وویل هغه خوښ دی چې هغه خپلو خلکو او حکومت ته بېرته راستون شو او دا چې هغه به نور په وژنو کې برخه ونه لري.‌

امنیت ښه کول

چارواکي وایي، د اورپکو له تسلیمېدلو څخه وروسته په غور ولایت کې تاوتریخوالی کم شوی او امنیت ښه شوی دی.‌

د غور د والي مرستیال سیف الرحمان ملکزاده په غور کې په ټولو طالبانو باندې غږ وکړ چې تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي، او خبرداری یې ورکړ چې که هغوی جنګ ته دوام ورکړي وبه وژل شي.

هغه وویل، «د طالبانو دغو غړو بالاخره درک کړه چې جنګ د حل لاره نه ده. په عصري او اسلامي ژوند کې له سولې، امنیت او ارامۍ څخه هېڅ شی ډېر مهم نه دی.»

ملکزاده وویل، «دا د خوښۍ خبره ده چې دا طالبان په هوښ راغلي او جنګ ودروي، او تصمیم یې نیولی چې عادي ژوند ته راستانه شي.»

هغه زیاته کړه، «زه غواړم چې په غور ولایت کې پاتې طالبان هم د دغو ورونو په څېر تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې لاره غوره کړي. مونږ کولی شو چې په سوله کې یو باوقاره ژوند وکړو، خو په جنګ کې هر څوک له ډار او تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان وي.»

په غور کې د مدني ټولنې یوه فعال احمد شهراني وویل، «د طالبانو ۱۸ کسیز ګروپ چې د سولې پروسې سره یوځای شوی په غور ولایت کې له امنیت څخه ګټه اخلي.»

هغه وویل، «خو مونږ له امنیتي ځواکونو څخه غواړو چې هغه سیمې په ګوته کړي چې هلته طالبان عملیات کوي او کنټرول لري او د هغوی د فعالیتونو مخه ونیسي.»

هغه زیاته کړه،‌ «څومره چې مونږ په طالبانو باندې فشار زیاتوو، هومره به هغوی مجبوریږي چې د سولې پروسې سره یوځای شي. ژمی د دې لپاره ښه موسم دی چې طالب جنګیالي د تاوتریخوالي پرېښودلو ته وهڅول شي، او دا کار به په راتلونکي پسرلي کې د جګړې او تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي.»

پوځي فشار زیاتول

امنیتي چارواکي وایي، په غور ولایت کې طالبانو ته د ماتې ورکولو لپاره هوایي بریدونه او ځانګړي عملیات زیات شوي او اورپکو د جګړې کولو وړتیا له لاسه ورکړې ده.‌

د غور امنیه قوماندان جنرل امین الله احمدزي وویل،‌ پوځي عملیات د طالبانو تر کنټرول لاندې ولسوالیانې او ناامنه سیمې تصفیه کوي.‌

هغه وویل، «د غور ولایت په ختیځو او جنوبي برخو کې به چې ۱۰ ولسوالۍ پوښي پراخ عملیات پیل شي. دا عملیات به تر هغه وخته دوام وکړي څو چې دا ولسوالۍ له طالبانو څخه پاکې شي. مونږ پلان لرو چې په ټولو تصفیه شویو سیمو کې د تلاشۍ پوستې جوړې کړو چې طالبان ونشی کولی بېرته راستانه شي.»

احمدزي زیاته کړه، «امنیتي ځواکونو د پسرلنیو عملیاتو په ترڅ کې په غور ولایت کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې او طالبانو ته یې ماتې ورکړه. د پسرلنیو عملیاتو په ترڅ کې چې څو میاشتې یې ونیولې، د لسګونو قوماندانانو په شمول له ۱۵۰ څخه ډېر طالب جنګیالي ووژل شول.»

د غور د ولایتي شورا یوه غړي حمیدالله متحد په طالبانو باندې د پوځی فشار د ډېرولو غوښتنه وکړه څو ملکي خلک د یادې ډلې له ظلمونو څخه وژغورل شي.

متحد وویل، «هر چېرې چې امنیتي ځواکونه عملیات پیلوي، هلته باید هغوی د اوږدمهالو پروګرامونو پلانونه ولري او د محلي خلکو ملاتړ ترلاسه کړي. مونږ د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ژوند د شرایطو په هکله اندېښنه لرو ځکه چې په هغو اوسېدونکو باندې ډېر ظلمونه شوي دي.»

متحد وویل، «په غور ولایت کې د طالبانو د عوایدو تر ټولو لویه سرچینه په هغه عشر او زکات باندې چې هغوی یې په زور ټولوي او د کوکنارو په کرنه باندې مشتمله ده.»

هغه وویل، «طالبان د خپلو صحرایي محکمو له لارې غټې جریمې ټولوي او په زور پیسې اخلي. څومره ژر چې کېدی شي ملکي خلک باید له دغو ظلمونو څخه وژغورل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500