امنیت

د طالبانو له خوا د دوه ښځینه ډاکترانو په وژلو سره په غور کې د ملکي خلکو پر ضد ظلمونه زیات شول

د عمر راپور

محلي چارواکو وویل چې طالب اورپکو د لړم په ۲مه د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د بشري مرستو د همغږۍ د موسسې (سي اېچ ای) د کارکوونکیو په یوه موټر باندې برید وکړ چې په نتیجه کې یې دوه ښځینه ډاکترانې چې په دغه ولایت کې د ماشومانو او ښځو د تداوۍ په ماموریت وتلې وې، ووژلې. [منصور خسرو]

هرات -- حکومتي چارواکي او فعالان وایي چې د طالبانو له خوا د دوه ښځینه ډاکترانو، چې په غور ولایت کې په یوه بشري ماموریت وتلې وې، وژنې د افغانانو په منځ کې پراخه غوسه راپارولې او د دې یو بل ثبوت دی چې یاده ترهګره ډله د بې ګناه ملکي خلکو د په نښه کولو کمپاین پرمخ بیایي.

طالب اورپکو د لړم په ۲مه د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د بشري مرستو د همغږۍ د موسسې (سي اېچ ای) د کارکوونکیو په یوه موټر باندې ډزې وکړې. هغوی له ولایتي مرکز فیروزکوه سره نژدې په بره خانه کلي کې د ماشومانو او ښځو د تداوۍ لپاره په یوه ماموریت وتلې وې.

د غور د والي مرستیال حبیب الله رادمنش وویل، «د سي اېچ ای په کارکوونکيو باندې چې په دغه ولایت کې روغتیايي خدمتونه ترسره کوي په بره خانه کلي کې د دښمن له خوا برید وشو. د هغوی د ښځینه همکارانو له جملې څخه یوه ووژل شوه او یوه بله ټپي شوه چې هغې هم څو ساعته وروسته ساه ورکړه.»

په همدغه موټر کې د یادې مرستندویې ادارې درې نارینه کارکوونکیو هم سفر کاوه خو هغوی ژوبل نشول.

دا عکس چې د لړم په ۲مه اخیستل شوی د غور ولایت په فیروزکوه کې د وژل شویو مرستندویو کارکوونکیو په وینو ککړ موټر ښیي. [منصور خسرو]

دا عکس چې د لړم په ۲مه اخیستل شوی د غور ولایت په فیروزکوه کې د وژل شویو مرستندویو کارکوونکیو په وینو ککړ موټر ښیي. [منصور خسرو]

رادمنش وویل، طالبانو په قصدي ډول داسې پروګرام جوړ کړی وو چې دغه دوه ښځې ووژني چې دا په غور ولایت کې د یاغیانو له خوا د جنایتونو دوام په ګوته کوي.

د ښځو او ماشومانو وژنه

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ولایتي ادارې او د مدني ټولنې موسسو وویل، سږ کال تر اوسه پورې، په غور ولایت کې د ۱۰ ښځو او ۱۰ ماشومانو په ګډون ۷۸ تنه ملکي خلک د طالبانو له خوا وژل شوي او ۷۲ نور ټپیان شوي دي.

د غور د ولایتي شورا یوه غړي عبدالحمید ناطقي وویل،سږ کال ملکي تلفات د بمي بریدونو، جګړې او وژنو په نتیجه کې رامنځته شوي دي.

هغه وویل، «د هغو راپورونو په اساس چې ولایتي شورا ترلاسه کړي دي، طالبانو په غور ولایت کې په ډېرو ولسوالیو کې په قصدي توګه بې ګناه ملکي خلک وژلي دي.‌ دا چې طالبان په کلیو او ولسوالیو کې د تګ راتګ د لارو په اوږدو کې ماینونه کري، د دې معنی دا ده چې هغوی د دوی په وژنو کې په مستقیم ډول ښکېل دي.»

په غور ولایت کې د مدني ټولنې د یوې موسسې رییس حسن حکیمي ومنله چې طالبانو په عامه سرکونو باندې ماینونه تیت کړي چې په نتیجه کې یې هره ورځ ملکي خلک وژل کیږي.

هغه زیاته کړه چې دغه ملکي مړینې «د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په رسمي توګه ثبت کړي دي. مونږ باور لرو چې طالبانو په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې لا نورې وژنې ترسره کړي چې حکومتي او غیرحکومتي ادارو ته یې راپورونه نه دي ورکړل شوي.»

هغه وویل، «څو ورځې مخکې،‌ د یوې کورنۍ پنځو غړو په یوه موټر کې سفر کاوه چې د طالبانو یوه د سرک د غاړې ماین وواهه او هغوی ټول یې ووژل.»

حکیمي وویل، تر دې چې طالبانو په زراعتي پټیو کې هم ماینونه خپاره کړي چې هره ورځ بزګران او شپانه وژني.

د غور والي غلام ناصر خاضع وویل، طالبان له ملکي خلکو څخه د انساني سپرونو په توګه کار اخلي چې ملکي تلفات ډېر کړي او په دې توګه د حکومت او خلکو تر منځ فاصله رامنځته کړي.

خاضع وویل، طالبان دا وړتیا نه لري چې له امنیتي ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي، نو هغوی د ملکي خلکو وژنې ته مخه کوي.

هغه وویل، «د شپنو او بزګرانو په څېر ملکي خلکو ته ډېر تلفات له هغو ځمکنیو ماینونو څخه ور ورسیږي چې طالبانو کرلي دي.»

د نه بخښلو وړ جرم

د مدني ټولنې فعالانو او دیني عالمانو د طالبانو له خوا د ملکي خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وژنه غندلې او هغه یو د نه منلو وړ کار او د بشریت پر ضد یو جنایت بولي.

د هرات ولایت د حج او اوقافو رییس سید محمد شېرزادي وویل، هېڅ شی نشي کولی چې په ښځو باندې د طالبانو بریدونه توجیه کړي.‌

شېرزادي وویل، «ښځې حق لري چې ژوند یې خوندي کړای شي، او د اسلام له نظره، هیڅوک هم دا حق نه لري چې برید وکړي او د یوې ښځې یا یوې خور ژوند له منځه وېسي.»

هغه وویل، «ښځې په اسلام کې ځانګړی درناوی لري. ښځې باید په جنګ کې د یوه بې طرفه او بې دفاع لوري په توګه خوندي کړای شي. طالبان چې ادعا کوي چې هغوی مسلمانان دي او جهاد کوي په دې خبر نه دي چې هغوی په غور کې د دوه ښځو په وژنې سره یو جرم او یو غیر اسلامي کار ترسره کړی دی.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د غور دفتر د طالبانو له خوا د بې ګناه ښځو او ماشومانو وژنه وغندله.‌

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د غور د دفتر رییس سجاد ساحل وویل، د طالبانو له خوا ترسره کېدونکې وژنه، شکنجه او وېرونه د بشري حقونو د ارزښتونو او انسانیت پر ضد کار دی.‌

هغه زیاته کړه، «مونږ په امنیتي ځواکونو او قانوني او قضایي ادارو باندې غږ کوو چې وژونکي ونیسي او محاکمه یې کړي. مونږ غواړو چې د جګړې لوري په ځانګړې توګه طالبان د وسله والو شخړو په ترڅ کې د ژوند او انساني وقار درناوی وکړي.»

ساحل وویل، ډېرو عیني شاهدانو لیدلي چې طالبان په غور ولایت کې په قصدي توګه ملکي خلک وژني او په دې توګه د بشریت پر ضد یو جنایت ترسره کوي.

په غور ولایت کې د دیني عالمانو د شورا یوه غړي مولوي سیف الدین مرتضوي وویل، په اسلام کې د هغو بې دفاع ملکي خلکو وژنه منع ده چې په جنګ کې برخه نه لري.‌

هغه زیاته کړه، «کله چې یاغیان یا امنیتي ځواکونه کوم څوک په جګړه کې ونیسي، هغوی دا حق نه لري چې هغوی ووژني، او ملکي خلک باید په هېڅ‌ حالت کې هم ونه وژل شي.»

مرتضوي وویل، «طالبان باید د ټولو هغو تکتیکونو مخه ونیسي چې ملکي خلکو ته تلفات ور اړوي، او هغوی باید د دین په نامه ډله ییز قتلونه ودروي.»

هغه وویل، «د طالبانو کارونه ښیي چې هغوی په هیچا باندې هېڅ رحم نه لري -- هغوی مشرانو، ښځو یا ماشومانو ته هېڅ درناوی نه لري. طالبانو ډېر ځلې داسې ملکي خلک وژلي چې عمرونه یې له ۸۰ کالو څخه ډېر وو.»

مرتضوي وویل، «د طالبانو له خوا له دین څخه د وسلې په توګه استفادې زمونږ په څېر دیني عالمان اندېښمن کړي دي. طالبان باید په جنګ کې د اسلامي ارزښتونو درناوی وکړي او د بې ګناه او بې طرفه خلکو له وژلو څخه ځانونه وساتي. اسلام د طالبانو دا کار په کلکه غندي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولې طالبان د افغانانو پر وړاندې دومره وحشیانه چلند کوي؟

ځواب ورکړئ