جرم او انصاف

په غور کې د طالبانو د قوماندان له خوا د ماشوم د وهلو ویډیو د خلکو غوسه راوپاروله

د عمر راپور

دا ویډیو کلېپ، چې د طالبانو یوه جنګیالي د وري په لومړیو کې د غور ولایت مرکز فیروزکوه سره نږدې په خاک بالا سیمه کې ثبت کړی دی، د طالبانو یو ځایي قوماندان په داسې حال کې ښیي چې یو ۱۰ کلن ماشوم د لښتې په وسیله ډېر سخت وهي. [ټولنیزې رسنۍ]

هرات -- یوه ویډیو کلېپ چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی او د طالبانو یو قوماندان په غور ولایت کې په داسې حال کې ښیي چې د یوه ۱۰ کلن هلک پښې یې تړلي او د لښتې په وسیله یې وهي د خلکو سخت غبرګون راپارولی دی.

دغه کلېپ، چې د طالبانو یوه جنګیالي د غور ولایت مرکز فیروزکوه سره نږدې په خاک بالا سیمه کې ثبت کړی، د طالبانو یو قوماندان په داسې حال کې ښیي چې په یوه ماشوم باندې په شدت سره برید کوي.

د غور د والي ویاند زلمي کریمي وویل، پېښه د وري په لومړیو کې شوې ده. د پېښې دقیقه نېټه معلومه نه ده.

کریمي د وري په ۱۳مه، «ملا صابر د طالبانو یو ځایي قوماندان دی چې د فیروزکوه په ۳۰ کیلومترۍ کې په یو شمېر کلیو کې فعالیت کوي. د هغه اصلي کار دا دی چې د سیمې خلک شکنجه کړي او پیسې ترې په زور واخلي.»

دا عکس چې له ویډیو څخه اخیستل شوی، په غور ولایت کې د طالبانو یو ځایي قوماندان په داسې حال کې ښیي چې یو ۱۰ کلن ماشوم له خپلې مور سره د جنجال کولو له امله د یوې لښتې په وسیله وهي.

دا عکس چې له ویډیو څخه اخیستل شوی، په غور ولایت کې د طالبانو یو ځایي قوماندان په داسې حال کې ښیي چې یو ۱۰ کلن ماشوم له خپلې مور سره د جنجال کولو له امله د یوې لښتې په وسیله وهي.

هغه زیاته کړه، «ملا صابر دغه ماشوم ته سخته شکنجه او سزا ورکړه.»

په کلېپ کې، ماشوم په داسې حال کې لیدل کیږي چې د طالبانو قوماندان ته زارۍ کوي چې وهل ودروي، خو د هغه زارۍ او چیغې نه اورېدل کیږي او وهل یې دوام مومي.

د فیروزکوه اوسېدونکي نورمحمد حبیبي وویل، دا پېښه د طالبانو د وحشت انتها په ګوته کوي.‌

هغه وویل، «طالبان په هیچا باندې هم رحم نه لري.‌ د هغوی لپاره فرق نه کوي چې ښځې دي، سړي دي، مشران دي، ځوانان دي، ماشومان دي.»

په فیروزکوه کې یوه فعال محمد ګل پویا دغه پېښه د وحشت انتها وبلله او ویې ویل، «طالبانو د شکنجه کېدونکي معصوم ماشوم غږ وانه ورېد.»

هغه وویل، طالبان چې هر چېرته تللي دي،‌ هلته تاوتریخوالی، شکنجه، وژل او ګډوډي عام شوي دي.

د اسلام ضد عمل

په غور کې دیني عالمان وایي، د دغې پیښې عاملینو وښودله چې هغوی د اسلام له احکامو څخه ناخبر دي، ځکه چې د ملکي خلکو او ماشومانو شکنجه کول یو غیراسلامي کار دی.‌

په فیروزکوه کې یوه دیني عالم مولوي محمد هاشم عزیزي وویل، د ماشومانو حقونه او د هغوی وقار ته درناوی په اسلام کې یو ډېر مهم ځای لري.‌

هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې دا ډول کارونه یوه کبیره کناه ده، وویل، «اسلام هغه خلک ردوي چې له ماشومانو څخه ناوړه استفاده کوي، هغوی وهي او شکنجې ورکوي.»

عزیزي وویل، «اسلام ماشومانو ته ډېر درنښت ورکړی دی. رسول الله (ص) له ماشومانو سره په مینه چلند کاوه او هېڅکله یې هم د ماشوم په مقابل کې لاس نه دی پورته کړی.»

په فیروزکوه کې یوه دیني عالم مولوي شمس الدین محمدي وویل، اسلام ماشومان رحمت بولي.‌

هغه وویل، د طالبانو هغه برید چې په دې ویډیو کې ثبت شوی او دې ته ورته نورې پېښې «په اسلام کې ځای نه لري.»

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون (ای آی اېچ آر سي) هم د طالبانو له خوا د یوه ماشوم شکنجه یو د نه بښلو وړ جرم او یو غیر انساني عمل بللی دی.‌

په غور کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ولایتي څانګې سرپرست رییس مبارک شاه شېرزاده وویل، د وروستۍ پېښې په هکله هر اړخیزه څېړنه کېږي، او د پېښې عاملانو ته باید سزا ورکړل شي.

هغه د دې ټکي په یادولو سره چې ماشومان نشي کولی له خپلو ځانونو څخه دفاع وکړي او هیڅوک هم حق نه لري له هغوی څخه ناوړه استفاده وکړي یا یې ژوند په خطر کې واچوي،‌ وویل، «د ماشومانو وهل او شکنجه د هغوی له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده».

هغه وویل، طالبان باید تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ماشومانو او بې ګناه ملکي خلکو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي او له بشري حقونو څخه نوره سرغړونه ونه کړي.‌

په فیروزکوه کې د محمد هارون ساغري په نامه یوه فعال په طالبانو باندې تور ولګاوه چې د غریبو او بې وسه خلکو د په نښه کولو له لارې د سیمې په کلیو کې وېره او اندېښنه خپروي.‌

هغه وویل، «د سیمې اوسېدونکي د طالبانو له ظلم څخه ستړي دي خو خپل ژوند له ویرې نشي کولی چې د هغوی پر وړاندې ودرېږي. په خلکو کې د وېرې په رامنځته کولو سره، طالبان هڅه کوي چې په کلیو کې د خپلو فعالیتونو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.»

ساغري وویل، «د طالبانو مشران باید د هغوی د جنګیالیو د چلند او په ملکي خلکو باندې د ظلم له امله عدالت ته راکش کړای شي.»

هغه وویل، «د طالبانو مشران هره ورځ په بېلابېلو هېوادونو کې د خپلو ځانونو د بې ګناهۍ انځورونه وړاندې کوي، خو اورپکي یې هر ډول جرمونه ترسره کوي.»

د مهربانۍ لپاره زارۍ

د وهل کېدونکي ماشوم ویډیو یواځینۍ ویډیو نه ده چې له ماشومانو څخه د طالبانو د ناوړه استفادې انځور وړاندې کوي.‌

یوه بله ویډیو چې په خاک بالا کلي کې یې فلم اخیستل شوی دی طالب یاغیان په داسې حال کې ښیي چې درې ځوانان وهي.‌

په ویډیو کې یو ځوان چې خپلې خولې ته یې دستمال نیولی دی د طالبانو یوه جنګیالي ته زارۍ کوي او ورته وایي چې غاښ یې درد کوي او عذر ورته کوي چې وهل یې بس کړي، خو اورپکی یې په بې پروایۍ سره وهلو ته دوام ورکوي.

د غور د والي ویاند کریمي وویل، طالبان هره ورځ دغه ډول جرمونه ترسره کوي خو کله چې د هغوی جرمونه په پراخ ډول خپاره شي بیا ځانونه غلي کړي.‌

هغه د دې ټکي په یادولو سره چې خلک خپل ژوند ته د خطر له امله د طالبانو په چلند خوله پټوي، وویل، اورپکي تر خپل کنټرول لاندې ولسوالیو کې صحرایي محاکمې کوي «او ملکي خلک په داسې حال کې چې عذر او زارۍ کوي وهي او شکنجه کوي».

په غور کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ولایتي څانګې سرپرست رییس شېرزاده وویل، د طالبانو صحرایي محاکمو د ښځو او ماشومانو په حق کې سختې پرېکړې کړي دي په داسې حال کې چې هغوی «دا وړتیا نه لري چې له خپلو ځانونو څخه دفاع وکړي».

شېرزاده زیاته کړه،‌د بشري حقونو د څار ادارې په کلیو کې حضور نه لري، د ښځو حقونه نه مراعتېږي، او د هغو خلکو چې د طالبانو تر ظلم لاندې کړیږي، غږونه نه اورېدل کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د وطن کومه برخه جوړه ده چې تاسو راغلي یئ او په دې ویډیو باندې مو دومره اوږد راپور لیکلی دی؟ هره ورځ په اوسط ډول د هېواد له ۱۰۰ څخه ډېر وسله وال ځواکونه وژل کیږي، د ۵۰ او ۱۰۰ تر منځ د حکومت مخالفین وژل کیږي. لږ تر لږه ۵۰ ملکي کسان وژل کیږي. کله چې تاسو دا ټول سره جمع کړئ، شمېر یې له دوو سوو څخه اوړي. قسم په خدای، تاسو باور وکړئ چې په هېواد کې روان حالت ډېر خطرناک دی. خلک په ذهني ناروغۍ اخته دي. هره ورځ جنګ، وژنې، ظلم او ترهګري.

ځواب ورکړئ

د افغانستان په تقریباً ټولو سیمو کې دغه ډول ظلم روان دی.‌ طالبان او پولیس دواړه ظلم کوي. تاسو څو ورځې مخکې ولیدل چې د کورنیو چارو وزارت څو تنه پولیس د سړیو او ښځو د وهلو له امله بندي او له کاره ګوښه کړل. دوه ورځې مخکې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې یوه پولیس یو تورن کس د هغه د درې کلنې لور په مخکې وویشت.‌ مړه شوي کس له یوه بل کس سره جنګ کړی وو او پولیس محکمې ته راوستی وو.‌ نورو سلو کالو ته اړتیا ده چې د افغانستان خلک خپل ځانونه اصلاح کړي. د دې هېواد ټول خلک د څلوېښتو کالو جنګ په نتیجه کې له رواني ستونزو سره مخامخ شوي دي.‌ هغوی ژر په قهر کیږي او په لږه غلطۍ یو انسان وژني.‌ زه فکر کوم چې د دې ستونزې اصلي سبب هغه بېلابېلې درنې او سپکې وسلې دي چې په دې هېواد کې استعمال شوې او د خلکو په ذهن باندې یې منفي اغېز وکړ.‌ دا خلک لږ تر لږه د څلوېښتو نورو کالو لپاره سایکوتراپۍ ته اړتیا لري چې بېرته جوړ شي.‌ روسیه او امریکا باید د دغو زیانونو تاوان ورکړي، ځکه چې هغوی د ټولو جنګونو مسؤل وو.‌

ځواب ورکړئ