امنیت

اسلام ته سپکاوی: په غور کې د طالبانو برید په سلګونو کسان په روژه کې تېښتې ته مجبور کړل

د عمر راپور

ځایي چارواکو وویل، د افغانستان په غور ولایت کې د غوایي د ۵مې وروستي برید په سلګونو کورنۍ مجبورې کړې چې د روژې د میاشتې په جریان کې په شهرک ولسوالۍ کې خپل کورونه پرېږدي او مرکز فیروزکوه ته لاړې شي. [خسرو]

هرات -- په غور ولایت کې د طالبانو وروستي تاوتریخوالي په سلګونو ملکي خلک مجبور کړل چې د روزې د مبارکې میاشتې په بهیر کې په شهرک ولسوالۍ کې خپل کورونه پرېږدي.

د غور د والي ویاند محمد عارف عابر وویل، د غوایي په ۵مه د طالبانو د یوه برید په نتیجه کې، په سلګونو کورنۍ مجبورې شوې چې خپل کورونه پرېږدي او فیروزکوه ته کډه شي.

هغه زیاته کړه، ۴۵ کورنۍ له کمنج سیمې څخه بې ځایه شوې په داسې حال کې چې ۱۰۷ کورنیو په میدانک کلي کې خپل کورونه پرېښودل.

عابر زیاته کړه،‌«د کمنج او میدانک سیمو اوسېدونکي د حکومت پلويان دي او طالبان نه مني، له دې امله، اورپکو په هغوی باندې فشار اچاوه او ظلم یې پرې کاوه.»

دا عکس چې د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دی، ښځې او د هغوی کورنۍ په داسې حال کې ښیي چې د غوایي په لومړیو کې د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې خپل کورونه پرېږدي او مرکز فیروزکوه ته کډه کیږي.‌

دا عکس چې د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دی، ښځې او د هغوی کورنۍ په داسې حال کې ښیي چې د غوایي په لومړیو کې د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې خپل کورونه پرېږدي او مرکز فیروزکوه ته کډه کیږي.‌

هغه وویل، ولایتي ادارې د مرستندویو ادارو په مرسته یادو کورنیو ته مرستې ورکول پيل کړي دي.

د خدیجې په نامه د کمنج سیمې یوې اوسېدونکې وویل، «موږ مجبور شوو چې له طالبانو څخه راوتښتو؛‌ هغوی زموږ کورونه وسوزول، هر څه یې ویجاړ کړل او سړي یې شکنجه کړل. موږ فیروزکوه ښار ته راغلو چې حکومت له موږ سره مرسته وکړي.»

هغې زیاته کړه، «موږ د طالبانو له ظلمونو څخه راوتښتېدو، او هر څه مو تر شا پرېښودل.‌ زموږ ماشومان خواړه او لباسونه نه لري. موږ دلته یو سخت ژوند تېروو.»

هغې وویل، «طالبانو زموږ خوښي او زموږ د ژوند ارام ولوټل.‌ موږ مجبور شوو چې خپل کلی پرېږدو ترڅو خپل ژوند خوندي کړو.»

بېخبنا ویجاړول

طالبانو په کمنج سیمه باندې له برید څخه وروسته، هلته نږدې د هرات - غور د لویې لارې په اوږدو کې د هریرود په سیند جوړ شوی پل ونړاوه، ‌او د هغو خلکو لپاره چې د دواړو ولایتونو تر منځ تګ راتګ کوي یې ستونزې رامنځته کړې.

د غور د والي ویاند عابر وویل، دا یواځینی پل وو چې دواړه ولایتونه یې سره نښلول.‌

هغه وویل، «طالبانو تل ملي او دولتي پروژې ویجاړې کړي، او دا هغه څه دي چې د قانون پر ضد دي.»

په ولسي جرګه کې د غور ولایت یوه استازي کرام الدین رضازاده وویل، «د کمنج پله ویجاړول نه یواځې د غور ولایت بلکې د ټول افغانستان لپاره یوه غمیزه ده.»

هغه وویل، «دغه پل د حکومت په ډېرو هڅو جوړ شوی وو، خو طالبانو په څو دقیقو کې ویجاړ کړ. طالبان د افغانستان نېکمرغي نه غواړي؛ د هغوی ګټې یواځې په ویجاړولو کې دي.»

هغه وویل، «دا پل چې ۴۰ متره اوږد وو په ۱۳۹۷ کال کې د ګټې اخیستو لپاره پرانستل شوی وو. د هغه تعمیراتي بودجه چې له ۱۵.۲ میلیونه افغانیو (۲۰۰۰۰۰ ډالر) څخه ډېره وه، حکومت ورکړې وه.»

په غور کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست رییس قربان علي محمدي وویل، په ورته وخت کې، طالبانو په کمنج سیمه کې د مخابراتو یوه ستنه چې د اتصالات مخابراتي شرکت له خوا چلېدله د غوایي په ۹مه ویجاړه کړه.

هغه وویل، «طالبانو په غور ولایت کې ټولو مخابراتي شرکتونو ته خبرداری ورکړی وو چې که د شپې له مخې خپل خدمتونه بند نه کړي، هغوی به یې مخابراتي ستنې ور ویجاړې کړي.»

هغه وویل، «د شپې له مخې د ستنو په بندولو سره، طالبان په زرګونو افغانان له مخابراتي خدمتونو څخه محروموي. موږ د طالبانو دا کار غندو.»

د روژې میاشتې سپکاوی

دیني عالمانو د روژې په ترڅ کې د طالبانو بریدونه غندلي او دا بریدونه یې د اسلام د ارزښتونو پر ضد او د مقدسې میاشتې سپکاوی بللی دی.

په هرات ولایت کې یوه دیني عالم مولوي سید محمد شېرزادي وویل، د روژې په میاشت کې هر ډول برید او د مسلمانانو وژل د نه بښلو وړ جرم او په ښکاره د اسلام د ارزښتونو پر ضد کار دی.‌

هغه وویل، «د بې ګناه خلکو وژل حرام دي، او د داسې جرمونو ترسره کوونکي به هېڅکله هم ونه بښل شي.»

شېرزادي وویل، «طالبان به خامخا د خپلو جرمونو او هره ورځ د بې ګناه خلکو د وژلو په هکله خدای ته ځواب ووایي، خو په داسې حال کې چې هغوی دا جرمونه په جهالت کې ترسره کوي،‌ هغوی به د خدای په وړاندې د خپلو اعمالو ځواب هېڅ ونه لري.»

شېرزادي زیاته کړه، «هر تکلیف چې مسلمانانو ته رسیږي په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې حرام مطلق دی. د سړکونو بندول یا په کې ماینونه خښول یا روغتونونو ته د خلکو د تګ مخه نیول داسې یو جرم دی چې طالبان یې له هرې توجیه څخه پرته ترسره کوي.»

په فیروزکوه کې یوه دیني عالم مولوي محمد احمدي وویل، د روژې په میاشت کې د مسلمانانو هر ډول ځورونه حرامه ده.

هغه وویل، «په یوه لویه لاره کې د یوه پله نړول د دین او انسانیت ضد کار دی. اسلام پورې د داسې کارونو تړل پخپله یوه ګناه ده؛ هغوی د اسلام له تقدس څخه هېڅ‌ خبر نه دي.‌ هغه کسان چې دغه ډول کارونه ترسره کوي جاهلان دي.»

هغه زیاته کړه، «اسلام کې هیچ څوک هم چا ته د ضرر رسولو اجازه نلري. هیڅوک هم دا حق نه لري چې په کومه بهانه سرکونه بند یا عادي ژوند ټکنی کړي. هغه کسان چې دغه ډول جرمونه اسلام پورې تړي هغوی اصلا اسلام ته سپکاوی کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان د خلکو لپاره په یوه زورونکي او جابر ګروپ باندې بدل شوي دي. هغوی هره ورځ خلک وژني او د پلونو، سرکونو، کلینیکونو، روغتونونو په څېر بېخبناوې ویجاړوي او خلکو ته اقتصادي ستونزې جوړوي.‌ ان دا د روژې په میاشت کې، د ملکي خلکو ظالمانه وژنه نه ودروي.‌ خلک واقعاً له طالبانو څخه ستړي شوي دي.‌ خدای دې دغې ډلې ته هدایت وکړي،‌ او که د هدایت وړ نه وي، خدای دې ټول له مخې هلاک کړي چې د افغانستان خلک ترې خلاص شي او د نورو هېوادونو د خلکو په څېر انساني ژوند وکړي.‌

ځواب ورکړئ