امنیت

دیني عالمانو په روژه کې د طالبانو د بریدونو ډېرېدل وغندل

د عمر راپور

وروسته له هغه چې د افغانستان په لوېدیځ زون کې محلي مقاماتو وویل چې اورپکو د وري له ۲۳مې راهیسې چې د روژې مبارکه میاشت پیل شوې ده، په ټوله سیمه کې جنګ او تاوتریخوالی زیات کړي دي، دیني عالمانو یو ځل بیا په طالبانو باندې غږ وکړ چې تاوتریخوالی ودروي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د افغانستان په لوېدیځ زون کې چارواکي وایي چې طالبانو د وري له ۲۳مې راهیسې چې د روژې مبارکه میاشت پیل شوې ده، جنګ او تاوتریخوالی زیات کړي دي.

د روژې د لومړۍ اونۍ په ترڅ کې، طالبانو په هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو کې له ۱۰۰ څخه ډېر بریدونه ترسره کړي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي د سې شنبې په ورځ /د وري ۳۱مه/ وویل، طالبانو د روژې د لومړیو اتو ورځو په ترڅ کې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې ۴۰ ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي.

هغه وویل، طالبانو په زنده جان او غوریان ولسوالیو کې موټربمي بریدونه ترسره کړل او هڅه یې وکړه چې یو په شینډنډ کې ترسره کړي. په شینډنډ کې امنیتی ځواکونو بم هدف ته له رسېدلو څخه مخکې شنډ کړ.

د هرات ولایت په مرکز هرات ښار کې د طالبانو له خوا د وري په ۱۲مه په پولیسو باندې له برید څخه څو ساعته وروسته د پولیسو د تلاشۍ یوه ویجاړه شوې پوسته لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات ولایت په مرکز هرات ښار کې د طالبانو له خوا د وري په ۱۲مه په پولیسو باندې له برید څخه څو ساعته وروسته د پولیسو د تلاشۍ یوه ویجاړه شوې پوسته لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په غوریان کې شوي بمي برید ۱۲ ملکي کسان ټپیان، او یو شمېر کورونه ویجاړ کړل. په تلفاتو کې ښځې او ماشومان هم شامل ول.

په ورته وخت کې، په زنده جان کې د طالبانو برید لږ تر لږه درې امنیتي منسوبین ووژل او د درې ښځو او دوه ماشومانو په ګډون اته نور یې ټپیان کړل.

قتالي وویل، طالبان د سولې د خبرو لپاره له موجود فرصت او د افغان ملي امنیتي ځواکونو له دفاعي موقف څخه ناوړه استفاده کوي او د هرات په ډېرو ولسوالیو کې بریدونه زیاتوي.‌

د فراه والي تاج محمد جاهد د سې شنبې په ورځ وویل، د طالبانو یوه ځانمرګي موټربمي بریدګر د روژې په اوله په فراه ښار کې هم د پولیسو له یوې پوستې سره نږدې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه.

هغه وویل، «طالبان په غلطۍ سره داسې فکر کوي چې هغوی به د روژې په ترڅ کې د افغانانو وژلو ته په دوام ورکولو سره ډېر ثوابونه وګټي.»

جاهد وویل، طالبانو د روژې د مبارکې میاشتې له پیل راهیسې هره شپه د فراه ولایت په مرکز فراه ښار او یو شمېر ولسوالیو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي، او امنیتي ځواکونو ځواب ورکړی دی.‌

د بادغیس والي حسام الدین شمس وویل، طالبانو د روژې په لومړیو اتو ورځو کې د بادغیس ولایت په مقر، آب کمري او قادس ولسوالیو کې ۲۵ بریدونه ترسره کړي دي.

هغه زیاته کړه، په وروستیو اونیو کې د طالبانو له خوا د بریدونو هڅې دوه برابره زیاتې شوي دي.

شمس وویل، «طالبان د ځینو هېوادونو له خوا په عصري وسلو سمبال شوي، او اوس هغوی کولی شي چې د شپې له مخې په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه ترسره کړي. په دغو وسلو کې ځینې د شپې لیدونکیو دوربینونو باندې چې طالبانو په وروستیو کې ترلاسه کړي دي،‌ سمبال دي.»

د غور والي عبدالظاهر فیض زاده وویل، په غور ولایت کې طالبانو د وري د ۲۳مې او ۳۱مې تر منځ له فیروزکوه ښار سره نژدې او په دولت یار او تیوره ولسوالیو کې له لسو نه ډېر بریدونه ترسره کړي دي.

هغه وویل، «زموږ زړورو امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه بېرته په شا تمبولي دي. طالبان دا وړتیا نه لري چې زموږ له امنیتي ځواکونو سره مخامخ شي، او په هر برید کې هغوی ته ماتې ورکړل شوې ده.»

نوموړي وویل، «طالبان په سوله او مذاکراتو باندې باور نه لري.»

فیض زاده وویل، «د دغې ترهګرې ډلې یواځینی کار دا دی چې افغانان ووژني او وینې یې تویې کړي.»

د اسلامي ارزښتونو خلاف

دیني عالمان وایي، د طالبانو له خوا د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو وژل حرام دي. هغوی ټینګار کوي چې طالبان دې په سملاسي توګه خپل بریدونه ودروي.

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي جلال الدین وویل، په افغانستان کې روان جنګ په افغانانو باندې تپل شوی او کاملا د اسلامي ارزښتونو پر ضد دی.

هغه وویل، «د نړۍ د بېلابېلو برخو دیني عالمانو په وروستیو کې یوه فتوا صادره کړې چې وایي په افغانستان کې روان جنګ د توجیه وړ نه دی او له دې امله هغه ناجایز دی.»

هغه زیاته کړه، «اوس باید تاوتریخوالی او جنګ ودرول شي او د لویانو، ښځو او ماشومانو په ګډون د بې ګناه افغانانو د وژلو مخه ونیول شي.»

جلال الدین وویل، «طالبان د روژې په مبارکه میاشت کې د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو د وینو په تویولو سره کبیره ګناه کوي.»

هغه وویل، «طالبان به د دې کار له امله هېڅکله هم ونه بښل شي.»

د هرات ولایت د حج او اوقافو رییس عبدالخالق حقاني وویل، دا جنګ جهاد نه دی، او په اسلام کې هېڅ ځای نه لري.

هغه زیاته کړه، «مسلمانان له تاوتریخوالی او جنګ سره هېڅ تړاو نه لري.»

حقاني یادونه وکړه چې، «طالبان هره ورځ بې ګناه افغانان وژني، او د طالبانو دا کار غیرقانوني او د اسلامي اساساتو خلاف دی.»

روژه خرابول

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې یوه دیني عالم مولوي نظام الدین حبیبي وویل، د بې ګناه انسان وژل په اسلام کې جواز نه لري.‌

هغه وویل، «د روژې مبارکه میاشت د سولې او مغفرت میاشت ده. د طالبانو له خوا د مسلمانو افغانانو وینه تویول حرام دي او طالبان باید دا غیرمشروع کار حتما بند کړي.»

حبيبي وویل، طالبان د روژې په ترڅ کې له وینو تویولو څخه نه منع کېږي او هغوی د دې خاصې میاشتې سپیڅلتیا ته په کمه سترګه ګوري، او زیاته یې کړه چې، «د طالبانو دا کار د بښنې وړ نه دی، او الله تعالی به هغوی ته سخته سزا ورکړي.»

هغه له طالبانو څخه وغوښتل چې د روژې د مبارکې میاشتې درناوی وکړي او د بې ګناه خلکو وژل ودروي څو افغانان وکولی شي چې خپل دیني مراسم ترسره کړي، په جوماتونو کې عبادت وکړي او روژه په ارامۍ سره ونیسي.‌

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې یوه دیني عالم مولوي نثاراحمد انیس وویل، د مسلمانانو ژوند او ملکیت ته درناوی کول په اسلام کې یو لوی اساس دی، لاکن طالبان هره ورځ د بې ګناه افغانانو په وژلو سره دغه اساسات تر پښو لاندې کوي.

هغه وویل، «په کورونو یا عاموغونډو باندې د ځانمرګو او بمي بریدونو ترسره کول په اسلام کې منع دي. د داسې بریدونو په ترسره کولو سره، طالبانو په مکرر ډول د مسلمانانو او د اسلام د لارښوونو پر وړاندې خپله دښمني ثابته کړې ده.»

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالي طاهري وویل، طالبان د افغانانو د دیني عقایدو پروا نه کوي ځکه چې هغوی پخپله په اسلامي اساساتو باندې باور نه لري.‌

هغه وویل، «خلکو تمه لرله چې طالبان به د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې تاوتریخوالی ودروي، لاکن د هغه پرځای هغوی [طالبانو] په وروستیو کې خپل جنګ او د بې ګناه افغانانو وژل زیات کړي دي.»

طاهري وویل، «دا په څرګنده ښیي چې طالبان سولې او ثبات ته هېڅ اراده نه لري، او هغوی یواځې غواړي چې خپل جنګ او د بې ګناه افغانانو وژلو ته دوام ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په جګړه کې ښکېلو ټولو لوریو باندې ټینګار کیږي چې ژر تر ژره په افغانستان کې جنګ او وینه تویول پای ته ورسوي، ځکه چې په دې هېواد کې د جنګ لپاره هېڅ بهانه پاتې نه ده. بهرنیان وځي او په راتلونکو څو میاشتو کې به په افغانستان کې هېڅ بهرنی نه وي.‌ په دې هېواد کې که جنګ دوام ومومي،‌ هغه به د مسلمانانو تر منځ جنګ او یو داخلي جنګ وي چې مذهبي توجیه نه لري.‌

ځواب ورکړئ