امنیت

افغان ځواکونه د خپلو وژل شویو ملګرو کورنیو ته د روژې په مناسبت مرسته ورکوي

د نجیب الله راپور

د افغانستان د دفاع وزارت د وري په ۱۱مه د افغان ملي اردو د وژل شویو سرتیرو کورنیو ته د روژې په مناسبت د خوراکي توکو د وېشلو کمپاین پیل کړ. [عمر/سلام ټایمز]

کابل -- د افغانستان د دفاع وزارت د روژې په مناسبت د کمپاین د برخې په توګه، د افغان ملي اردو د وژل شویو سرتیرو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ور وېشي.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان وویل، دغه کمپاین د وري په ۱۱مه پيل شو او د روژې د مبارکې میاشتې په بهیر کې به د هېواد په بېلابېلو برخو کې په درې پړاونو کې ترسره شي.

هغه وویل، «موږ د افغان ملي اردو د شهیدانو کورنیو، په ځانګړې توګه هغو ته چې ډېر اړ وي خوراکي توکي ور وېشو.»

د بغلان ولایت اوسېدونکي عبدالله رحیمي وویل، «زه د دفاع وزارت څخه مننه کوم چې زما د شهید ورور کورنۍ سره یې مرسته وکړه».

د وژل شویو سرتیرو د کورنیو غړي د وري په ۲۳مه په هرات ښار کې د افغانستان د دفاع وزارت له خوا د خوراکي توکو کڅوړې ترلاسه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

د وژل شویو سرتیرو د کورنیو غړي د وري په ۲۳مه په هرات ښار کې د افغانستان د دفاع وزارت له خوا د خوراکي توکو کڅوړې ترلاسه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

د رحیمي ورور چې د افغان ملي اردو سرتیری وو په هلمند کې له طالبانو سره د جګړې په ترڅ کې ووژل شو.

رحیمي وویل، «له بده مرغه چې ډېر افغانان په ځانګړې توګه هغه کورنۍ چې د نفقې ګټونکی نه لري، له اقتصادي سختیو او فقر سره مخامخ دي. موږ له حکومت څخه مننه کوو چې له بې وزلو کورنیو سره مرسته کوي.»

په ورته وخت کې افغان سرتېري وایي هغوی چمتو دی چې خپل ولس خوندي کړي.‌

د جلال الدین په نامه د کومانډو یوه بریدمن د کب په ۱۲مه په کابل کې د فراغت په مراسمو کې وویل، «ان شاءالله، موږ چمتو یو چې په زړورتیا سره له خپل هېواد څخه دفاع او د خپلو خلکو خدمت وکړو

په دغو مراسمو کې د وینا پر وخت، د ځانګړیو عملیاتو د قول اردو قوماندان تورن جنرال خیال نبي احمدزي یاده کړه چې، په وروستیو میاشتو کې افغان ځواکونو «وکولی شوای چې د یاغیانو څو زندانونه مات کړي».

هغه وویل، د دغو عملیاتو په نتیجه کې بندي شوي ملکي کسان او د امنیتي ځواکونو غړيوژغورل شول.‌

نوموړي وویل، سږ کال تر اوسه پورې افغان کومانډویانو د طالبانو له زندانونو څخه لږ تر لږه ۱۳۹ تنه بندیان راخلاص کړي او د ماینونو فابریکې، د طالبانو اډې او روزنیز مرکزونه یې ویجاړ کړي دي.

هغوی په هدفي وژنو کې د یاغیانو د ډلې مهم غړي وژلي دي.

احمدزي وویل، «په وروستیو کې دښمن غوښتل چې ځینې سیمې تر کنټرول لاندې راولي، خو زموږ په هڅو د کومانډو واحدونو هغوی وځپل.»

د بې وزلو په هکله لږه اندېښنه

له بې وزلو سره د مرستې په برخه کې د حکومت هڅې د طالبانو له خوا له غلا او افغان وګړو سره د کېدونکیو بشري مرستو د لارې له کږولو سره ښکاره توپیر لري.

چارواکي او ځایي خلک وایي، د طالبانو تر کنټرول لاندې ځینو سیمو کې اورپکو هغو کسانو ته چې د ملي دسترخوان مرسته یې ترلاسه کوله، امر کړی چې هغوی ته د ترلاسه کېدونکې مرستې د ۱۰٪ معادل نغدې پیسې ورکړي. ملي دسترخوان د ۲۲.۲ میلیاردو افغانیو (۲۸۸ میلیونو ډالرو) په ارزښت د حکومتي مرستې نوښت دی.‌

له دغه نوښت څخه چې حکومت د چنګاښ په میاشت کې د نوي کروناوایرس (کووېډ-۱۹) په مناسبت د مرستې د برخې په توګه پیل کړ په ۳۴ ولایتونو کې له څلورو میلیونو څخه ډېرې کورنۍ استفاده کوي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند وویل، «طالبانو په کندوز، غور، لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې له خلکو څخه غوښتنې کړي یا یې هغوی ته ګواښونه کړي دي.»

په ولسي جرګه کې د غور ولایت یوه استازي ګل زمان نایاب وویل، «که طالبانو ته تادیات ونشي، هغوی به تر خپل واک لاندې سیمو کې د هرې مرستندویې پروژې د پلیتابه مخه ونیسي.»

هغه وویل، «نه یواځې په غور بلکې د افغانستان په هره برخه کې همدا حال دی. که طالبان لږ تر لږه ۱۰٪ هغه څه چې هغوی یې خپله برخه بولي، ترلاسه نه کړي،‌ دا ناشونې ده چې یوه پروژه هم پلې شي.»

هغه زیاته کړه، طالبان په دې هکله لږه اندېښنه لري چې د مرستو ترلاسه کوونکي بې وزلي افغانان دي.

د کندوز د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس دوست محمد ریحان وویل، مخکې له دې چې طالبان د ملي دسترخوان پروګرام لاندې د مرستو د وېش په هکله خبر شي، حکومت د کندوز ولایت په ۳۸ کلیو کې د محلي شوراګانو له لارې د خوراکي توکو کڅوړې وېشلې وې.

ریحان وویل، «یوه ستونزه چې موږ خلک په خپلو کلیو کې ورسره لاس او ګرېوان یو دا ده چې طالبانو د دغه پروګرام پر ضد د مخالفت غږ پورته کړی او کلیو ته یې لیکونه لېږلي دي.»

هغه وویل، «هغوی پخوا د پیسو د یوې فیصدۍ غوښتنه کوله، خو موږ هېڅ هم ورنه کړل، لاکن وروسته د طالبانو غوښتنه د پیسو له غوښتنې څخه هم واوښتله.»

ریحان وویل، «هغوی ویل چې مرستې باید د محلي شوراګانو له لارې ونه وېشل شي ځکه هغوی داسې ګڼله چې محلي شوراګانې به ورسره ځواکمنې شي او بیا به د هغوی پر ضد ودرېږي.»

د طالبانو له خوا ګواښ

د میدان وردک د ولایتي شورا غړې نفیسې سیلۍ وردک وویل، «طالبان خپله تش په نامه برخه په مستقیم ډول له ملکي خلکو یا په غیرمستقیم ډول د خپلو کورنیو له لارې ترلاسه کوي.»

هغې د ملي دسترخوان پروګرام له لارې وېشل کېدونکې مرسته کې د برخې لرلو په هکله د طالبانو ادعا ته په اشارې وویل، «دا یوه ډېره سخته سزا ده چې بې وزلو افغانانو ته ورکول کیږي.»

د لوګر ولایت یوه پخواني اوسېدونکي نظر ولي احمدزي چې اوس په کابل کې اوسېږي، وویل، «طالبانو په لوګر کې د ملي دسترخوان پروګرام له لارې د خوراکي توکو د کڅوړو وېش درولی دی.»

هغه وویل، طالبانو د پروژې د ټولې بودجې لږ تر لږه ۱۰٪ برخه غوښتله چې ځایي خلکو په مطلق ډول رد کړه.

احمدزي وویل، «د طالبانو د ګواښ له امله، ځینې کورنۍ دا غوره ګڼي چې حکومتي مرسته ترلاسه نه کړي، ځکه هغوی ډارېږي چې ښایي طالبان په شپه کې د هغوی کور ته ورننوځي او هغوی ته د حکومتي مرستو د ترلاسه کولو له امله سزا ورکړي.»

هغه زیاته کړه، «د مرستو د ورکولو هدف دا دی چې بې وزلو خلکو ته ورسیږي،» او یادونه یې وکړه چې طالبان یا داسې خنډونه جوړوي چې بې وزلو ملکي خلکو ته د مرستو د ور رسېدلو مخه ونیسي یا د مرستو یوه برخه د خپل ځان لپاره غواړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا کومکونه صحیح دي چې یوه میاشت به کار ورکړي، خو اوږدمهالی کار په کار دی. د افغان ملي اردو او ملي پولیسو د قربانیانو لپاره باید یو ځانګړی فنډ منظور شي. مثلا که د دې کار لپاره په ابتدایي شکل ۵۰ میلیونه ډالر بودجه وټاکل شي، مشخص بانکي حسابونه او د هغو د سوپرویژن لپاره امانتکار او صادق کسان وګومارل شي او له دغو پیسو څخه په بېلابېلو برخو کې داسې پانګونه وشي چې دا بودجه پرې ورځ تر بلې پراخه شي دا به ډېره ګټوره وي. بله دا چې په هر ولایت کې باید د پوځ او پولیسو لپاره ځمکې مشخصې شي، د استوګنې ځایونه ورته برابر کړای شي او عزت ورکول شي. دا کار نه یوازې د وژل شویو او ټپي شویو عسکرو لپاره بلکې په نظام کې د کارکوونکیو ټولو لپاره باید وشي. د هر عسکر کورنۍ چې په هر ولایت کې اوسیږي هلته باید یوه نومره ورکول شي او دا پرې شرط شي چې خرڅوي به یې نه یا پله وینا د خرڅانه حق ترې واخیستل شي. په دې توګه به زمونږ دفاعي او امنیتي ځواکونه لا نور عزت ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د مرستندویو توکو توزیع ښه کار دی، خو کافي نه دی. ښایي چې دا مرستې د هغوی د یوې میاشتې خرڅه شي، د کال په پاتې میاشتو کې به هغوی څه کوي؟ افغان حکومت باید د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هر شهید کورنۍ ته هره میاشت لږ تر لږه ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړي چې د هغوی کورنۍ لږ تر لږه اوړه، غوړي او ځینې نور اساسي توکي د ځانونو لپاره واخلي. تاسو پوهېږئ چې یو غټ شمېر خلک چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یوځای کیږي هغوی د غریبو کورنیو غړي دي، او له دې امله د اردو، پولیسو او نورو سره یوځای شوي چې خپلې کورنۍ له مالي پلوه حمایه کړي.‌ ښه نو کله چې هغوی ووژل شي بیا یې کورنۍ څه کوي؟‌ خلک غواړي چې حکومت د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو کورنیو ته ډېره توجه وکړي او هغوی ته دوامدارې مرستې ورکړي، نه داسې چې یوازې د روژې په میاشت کې ورسره همکاري وکړي او په نورو مېاشتو کې یې هېر کړي.‌

ځواب ورکړئ