امنیت

طالبان د هرات له بې وزلو کورنیو سره شوې حکومتي مرستو څخه غلا کوي

د عمر راپور

د هرات اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي په طالبانو باندې تور لګوی چې د ملي دسترخوان مرسته چې باید بې وزلو کورنیو ته، او په ځانګړې توګه د کووېډ-۱۹ د وبا په ترڅ کې رسېدلې وای، لوټلې ده. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د هرات ولایت چارواکي او اوسېدونکي په طالبانو باندې تور لګوي چې په هغو خوراکي توکو او مرستو باندې یې ولکه اچولې چې باید بې وزلو او هغو خلکو ته رسېدلې وای چې کووېډ-۱۹ وبا اغېزمن کړي دي.‌

افغان حکومت د چنګاښ په ۲۸مه د کووېډ-۱۹د مرستو د برخې په توګه د ۲۲.۲ مییلیاردو افغانیو (۲۸۸ میلیونه ډالرو) په ارزښت د ملي دسترخوان مرستندوی پروګرام پیل کړ.

له دغه نوښت څخه په ۳۴ ولایتونو کې له څلور میلیونو څخه ډېرې کورنۍ ګټه اخلي. د ملي دسترخوان پروګرام د وېشل شویو کڅوړو هره یوه ۴۰۰۰ افغانۍ ارزښت لري چې اوړه، وریژې، لوبیا، غوړي او صابون په کې شامل دي.

خو د هرات د ولایتي شورا غړي محمد سردار بهادري وویل، ښایي ځینې کورنۍ هغه مرستې چې باید ترلاسه کړې یې وای پوره ترلاسه نه کړي ځکه چې طالبان په شپږو ولسوالیو کې له مستحقو ترلاسه کوونکیو څخه د کڅوړو ۱۰٪ قیمت اخلي.

د ملي دسترخوان پروګرام په لړ کې، کارکوونکي د لیندۍ په ۲۰مه د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې اړمنو کورنیو ته خواړه ور وېشي. [د هرات ولایت د رسنیو دفتر]

د ملي دسترخوان پروګرام په لړ کې، کارکوونکي د لیندۍ په ۲۰مه د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې اړمنو کورنیو ته خواړه ور وېشي. [د هرات ولایت د رسنیو دفتر]

هغه وویل، «طالبان د ملي دسترخان او پرمختیایي پروژو په ګډون ټولې عامه پروژې لوټي. د طالبانو ظلم او فشار ژوند سخت کړی دی.»

نوموړي وویل، «ملکي خلک د خپل ژوند له وېرې هغه څه مني چې طالبان یې غواړي.»

بهادري وویل،‌ طالبان هره ورځ په لیرې پرتو ولسوالیو کې د عشر او زکات په بهانه پیسې او توکي په زور اخلي.‌

د هرات یوه اوسېدونکي روح الله رفیع وویل، د ملي دسترخوان پروګرام کې د لګېدلو پیسو هدف دا دی چې له بې وزلو خلکو سره مرسته وشي،‌ خو طالبان له خپل زور څخه ناوړه استفاده کوي او «د ملي دسترخوان هغه تأمینات چې خلکو پورې اړه لري په زور اخلي.»

د هرات ولایت یوه بل اوسېدونکي افتخاراحمد وویل، طالبان ادعا کوي چې هغوی جهاد کوي، خو د تهدید له لارې له غریبو خلکو څخه خواړه اخیستل حرام دي.

هغه وویل، د اړمنو افغانانو پر وړاندې دغه ډول ناوړه چلند «بې انصافي او د نه بښلو وړ» دی.‌

احمد وویل، حکومت باید د طالبانو د فعالیتونو مخه ونیسي او هغوی ته اجازه ورنه کړي چې هغه بې وزله خلک وځوروي چې وار له مخه جګړې ژوبل کړي یا د هغوی له دسترخوان څخه خواړه واخلي.

له غریبو خلکو څخه غلا کول یو غیر اسلامي کار دی

افغان عالمانو د طالبانو کړنې جنایت او غیر اسلامي بللي دي.‌

د هرات ښار یوه دیني عالم سید محمد شېرزادي وویل، د اسلام له نظره غلا کول او په زور د یو څه اخیستل نامشروع دي، او ټول مسلمانان له داسې کارونو ترسره کولو څخه منع کړای شوي دي.

هغه وویل، «هر څوک چې ... په هر نامه له یوه غریب څخه غلا کوي هغه د قران کریم او د نبوي حدیثو خلاف کار کوي. هغه جنایتکار دی او د خدای له عذاب سره به مخامخ شي.»

شېرزادي وویل، خو بل لوري ته که هر څوک له غریب او بې وزلي سره مرسته کوي هغه ته به خدای پاک اجر ورکړي.

نوموړي وویل، «په یوه جګړه ځپلي هېواد کې چې په زرګونو کورنۍ له فقر او بې کارۍ سره لاس او ګرېوان وي، د ملي دسترخوان پروګرام د وږو ماشومانو په مړولو او د غریبو سړیو او ښځو پر مخونو د خوښۍ په راوستلو کې مرسته کوي. د اسلام له نظره، د حکومت له خوا د ملي دسترخوان پروګرام ملاتړ غوره پروګرام دی.»

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې یوه دیني عالم مولوي علي محمد رحماني وویل، هیڅوک هم دا حق نه لري چې د اسلام له نامه څخه په ناوړه استفادې سره له غریبانو او یتیمانو څخه خواړه واخلي، او زیاته یې کړه چې دغه ډول سرغړوونکي په اسلام کې ځای نه لري او د خدای (ج) له عذاب سره به مخامخ شي.‌

هغه وویل، «خدای پاک به هېڅکله هم د دې بښنه ونه کړي چې د یوه کس حق د هغه له خوښې پرته بل کس ته ورکړل شي. هر څوک چې له یو چا نه په زور څه اخلي... هغه ته به هېڅکله هم بښنه ونشي.»

رحماني وویل، د طالبانو له خوا د ملي دسترخوان د موادو چې باید اړمنو خلکو ترلاسه کړي وای، ضبطول د اسلام له ارزښتونو سره مخالف عمل دی.

د غریبانو د قرباني کولو د پای ته رسولو هڅې

په هرات ولایت کې چارواکو ویلي دي چې هغوی به هیڅکله هم طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې له اړمنو خلکو څخه په زور مرسته واخلي.‌

د هرات والي سید وحید قتالي وویل، حکومت د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې له بې وزلو کورنیو سره مرسته کوي، خو طالبان د زور او تهدید له لارې د هغوی خواړه لوټي.

هغه وویل، «د ملي د سترخوان پروګرام په هرات ولایت کې ډېر ښه پلی کیږي. له دغه پروګرام څخه په زرګونو کورنیو ګټه اخیستې ده.»

نوموړي وویل، «طالبان غواړي چې له ملي دسترخوان څخه غلا وکړي. سره له دې چې په زور اخیستنه او غلا د طالبانو اصلي کار ګرځېدلی، او سره له دې چې هغوی ملکي خلک ځوروي، لاکن موږ به هېڅکله هم هغوی پرې نه ږدو چې له غریبانو څخه د هغوی خواړه غلا کړي.»

قتالي وویل، هیڅوک هم نشي کولی چې له غریبانو سره د مرستې کولو په برخه کې د حکومت اراده کمزورې کړي او هر څوک چې هڅه کوي چې هغوی ته زیان ورسوي هغوی به له منځه وېوړل شي.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وویل، د طالبانو تر نفوذ لاندې کلیو کې د غریبانو شته اخیستل عام کار ګرځېدلی دی.

هغه وویل، «امنیتي ځواکونه د حکومت تر کنټرول لاندې کلیو او ولسوالیو د اوسېدونکیو ژوند او مال خوندي کوي‌. هغوی به هېڅکله هم پرې نه ږدي چې طالبان له اوسېدونکیو څخه پیسې یا مالونه واخلي یا اوسېدونکیو ته ستونزې جوړې کړي.»

ولي زاده وویل،‌ «طالبان تر ډېره په لیرې پرتو سیمو کې چې هلته د حکومت کنټرول نه وي له خلکو په زور پیسې اخلي.»

د ملي دسترخوان پروګرام په هرات ولایت کې په دوو پړاوونو کې پلی کیږي.‌

د هرات د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رییس فرید احمد عظیمي وویل، په لومړي پړاو کې د پشتون زرغون، کروخ، فارسی، اوبه، زنده جان او کوهسان شپږ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیول شوي دي.

هغه وویل، «په دغو شپږو ولسوالیو کې د ملي دسترخوان پروګرام د ۷۴۷۱۴ کورنیو په ګډون ۶۲۹ کلي تر پوښښ لاندې نیولي دي. په هغو کلیو کې له ۹۰٪ څخه ډېرو کورنیو مرستې ترلاسه کړي دي.»

په هرات ولایت کې د پروګرام د لومړي پړاو په تطبیق له ۳۰۰ میلیونو افغانیو (۳.۸ میلیونو ډالرو) څخه ډېرې پیسې ولګېدلې.

عظیمي وویل، «د ملي دسترخوان دویم پړاو د تدارکاتو ملي اداره کې د تدارکاتو په پړاو کې دی چې ۱۹ واړه ولسوالۍ به ټولې وپوښي.»

هغه زیاته کړه،‌«تمه ده چې تر دویم پړاو لاندې د مرستو وېش په یوه نیمه میاشت کې پيل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان له هر شي نه مالیه اخلي. طالبانو ان څو کاله مخکې د امریکايي ځواکونو له اکمالاتي کاروانونو څخه چې هغوی د دغې ډلې پر ضد جنګ کاوه مالیه اخیستله. همدارنګه هغوی له افغان امنیتي ځواکونو څخه مالیه اخلي. که هغوی مالیه ورنه کړي، طالبان به یې وګواښي.‌ تر دې چې افغان امنیتي ځواکونه له خپلو سرونو څخه د خطر د لیرې کولو لپاره طالبانو ته مهمات ورکوي. هره لیرې پرته پوسته چې طالبانو ته مالیه ورنه کړي په هغې باندې به برید وشي. د افغان امنیتي ځواکونو داسې لیرې پرتې پوستې هم شته چې په طالبانو باندې مرمۍ او نور مهمات خرڅوي.

ځواب ورکړئ

دا صحیح ده چې طالبان به بمونه چوي، لارې به خرابوي لاکن په غلا کې له اشرف غني نه رانیولې تر ټیټ مامور پورې یې ټول شریک دي. مطلب دا چې په وطن کې حاکمه ډله ټوله له مخې غله ده او له همدې امله افغانستان په اداري فساد کې هر کال په لومړیو دوه درې هېوادونو کې راځي.

ځواب ورکړئ