امنیت

د فراه پولیسو طالبانو ته تلونکي ۲ ټنه ایراني چاودېدونکي توکي ونیول

د علي راپور

په عکس کې د هغو چاودېدونکیو توکو کڅوړې لیدل کیږي چې د فراه پولیس افسرانو د مرغومي په ۳۰مه د ایران پولې سره نږدې نیولي دي. [د فراه امنیه قومانداني]

په عکس کې د هغو چاودېدونکیو توکو کڅوړې لیدل کیږي چې د فراه پولیس افسرانو د مرغومي په ۳۰مه د ایران پولې سره نږدې نیولي دي. [د فراه امنیه قومانداني]

کابل -- د ایراني چاودېدونکیو توکو یوې بلې نیونې افغان چارواکي دغه ګاونډي هېواد ته په قهر کړي، او وایي چې دغه هېواد د شخړې او بې ثباتۍ اور ته د لمن وهلو رول ته دوام ورکوي.

افغان امنیتي ځواکونو د مرغومي په ۳۰مه له ایران څخه را روان ۲ ټنه چاودېدونکي توکي ونیول.

چارواکي وایي، دغه چاودېدونکي‌ توکي‌ په ۵۰ بوجیو کې چې هرې یوې ۴۰ کیلوګرامه وزن درلود اچول شوي وو او قاچاقچیانو د اوړو په نامه هېواد ته را اړولي وو.

په فراه ولایت کې یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، «له چاودېدونکیو توکو څخه ډکې بوجۍ د اوړو له بوجیو سره یوځای په یوه لارۍ کې اچول شوې او افغانستان ته را اړول شوې وې.»

دغه چارواکي وویل، د پولیسو پلټنې ښیي چې په پام کې وه دغه چاودېدونکي توکي په بالابلوک ولسوالۍ کې طالبانو ته ورسیږي.

په یوه ورته پېښه کې، د لړم په میاشت کې امنیتي ځواکونو د یوې لارۍ، چې چاودېدونکي توکي په کې بار او په لسګونو د سوتری بوجیو کې پټ‌ کړای شوي وو،د راننوتلو مخه ونیوله.‌

سرچینې وویل، ډېر هغه چاودېدونکي توکي چې طالبان په فراه ولایت کې ترې کار اخلي له هغو موادو څخه جوړ شوي چې له ایران څخه واردېږي.

هغه وویل، «د دغو موادو ځینې د نورو [مجاز] موادو تر نامه لاندې د ګمرکونو له لارې په قانوني ډول راواردېږي، لاکن ډېر یې د ناقانونه سرحدي نقطو له لارې راوړل کیږي.»

هغه زیاته کړه، «دغه چاودېدونکي توکي ډېر خطرناک دي او د لویو ماینونو او موټربمونو په جوړولو کې کارول کیږي.»

د ایراني پیسو او وسلو په وسیله جنګ کول

افغان چارواکي په ایراني رژیم باندې تور لګوي چې د ناقانونه سرحدي نقطو له لارې طالبانو ته وسلې او مهمات رالېږي څو په افغانستان کې د تهران هدفونه ترسره کړي.‌

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت یوه استازي عبدالستار حسیني وویل، له یوه کال څخه په لږ وخت کې افغان امنیتي ځواکونو له ایران څخه فراه ته د راتلونکو څلورو لاریو چې چاودېدونکي توکي په کې بار وو د راننوتلو مخه ونیوله.

هغه وویل، «په لوېدیځه سیمه کې د ناارامۍ او تاوتریخوالي تر شا لوی مجرم د ایران حکومت دی. د ایران اخوندانو د طالب ترهګرو په مرسته د لوېدیځ زون کنټرول په لاس کې اخیستی، او هر هغه څه کوي چې هغوی یې هلته غواړي.»

نوموړي وویل، ایران «طالبانو ته خطرناک چاودېدونکي توکي،‌ د شپې لیدونکي دوربینونه، او سپکې او درنې وسلې ورکړي دي.»

حسیني وویل، «طالبان د ایران د پیسو او وسلو په وسیله د افغان حکومت او خلکو پر ضد جنګ کوي.»

د فراه د ولایتي شورا رییس دادالله قانع په ایراني رژیم باندې تور ولګاوه چې له طالبانو څخه په سیمه کې د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا پیل شوې جګړه کې د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

هغه وویل، «ایران د طالبانو لپاره یو خوندي پټنځای دی او کله چې د یادې ډلې په قوماندانانو باندې فشار راشي، هغوی کولی شي چې په اسانۍ سره له پولې څخه د ایران لوري ته واوړي،» او یادونه یې وکړه چې اسلامي انقلابي ګارډ د طالبانو د ډلې غړو ته اجازه ورکوي ترڅو له وېزو او پاسپورټونو څخه پرته ایران ته ور واوړي.

قانع وویل، که ایران طالبانو ته وسلې او پيسې نه وای ورکړې، هغوی به دا وړتیا نه وای ترلاسه کړې چې په فراه ولایت کې عملیات یا بریدونه ترسره کړي.‌

هغه وویل، تر دې چې اسلامي انقلابي ګارډ‌ طالب جنګیالیو ته میاشت په میاشت پيسې ورکوي ترڅو د بخش اباد بند جوړېدل ټکني کړي یا د ایران مخالف کسان ووژني.

دوه مخې تګلارې

کتونکي وایي، د ایران رژیم دوه مخې تګلارې پر مخ وړي. یو لاس ته ځان د افغانستان دوست ښیي، خو بل لاس ته د طالبانو ملاتړ کوي.‌

په زرنج کې د سیاسي چارو شنونکي حمزه بلوچ وویل، له افغانستان سره د ایران «دوستي» سمبولیکه ده، او زیاته یې کړه چې د ایران رژیم «له کالونو راهیسې هڅه کوي چې افغانستان ویجاړ کړي.»

هغه وویل، «دا ډېر ځلې ثابته شوې چې د ایران حکومت د لوېدیځ زون په ولایتونو کې د طالبانو په تمویل او تجهیز کې ښکېل دی.»

هغه د ایران له خوا له محدودیت څخه پرته د افغانستان د اوبو د ترلاسه کولو غوښتنې ته په اشارې وویل، طالب یاغیانو د ایراني ځواکونو په مستقیمه مرستهپه نیمروز ولایت کې په کمال خان بند، فراه ولایت کې په بخش اباد بند او نورو عامه پروژو باندې چې د ایران ګټې په خطر کې اچوي، بریدونه کړي دي.

بلوچ وویل، «افغان حکومت باید د ایران حکومت سره په خپلو اړیکو باندې بیاکتنه وکړي. دې یو طرفه دوستۍ تل افغانانو ته زیان رسولی، او د افغانستان پر وړاندې د ایران نیت باید روښانه شي.»

هغه وپوښتل، «دا څه ډول دوستي ده چې د ایران حکومت د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي او په افغانستان کې بېخبناوې ویجاړوي؟»

په بادغیس ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد رفیع عطايي وویل، د افغانستان په هکله د ایران دوه مخې پالیسۍ او د افغانستان په کورنیو چارو کې د هغه هېواد لاسوهنه له کالونو راهیسې روانې دي.

هغه وویل، د افغانستان په چارو کې لاسوهنې تل جنګ ته لاره هواره کړې او هېواد یې د ویجاړتیا په لور وړی دی.‌

عطایي وویل، «که د افغانستان ګاونډیان د هغه په کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروي، په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې به په ډېر لږ وخت کې سوله راشي او هېواد به ښېرازه شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

«ایرانی چې له اسلامي جمهوریت څخه د امریکا متحده ایالاتو ته تښتېدلی دی». ما غوښتل چې د دغه له معلوماتو څخه ډک او ریښتني وېب سایټ له لیدلو څخه وروسته څو نظرونه ولیکم خو نشم کولی لاکن له خپلې تبصرې څخه مخکې واقعیت ویونکو کسانو ته درناوی وړاندې کوم. دا صحیح ده چې پاکستان هم د ستونزې برخه دی خو البته چې اصلي ستونزه زما وطن ایران د طالبانو د واګو په ترلاسه کولو سره جوړه کړې ده. سره له دې چې ما هیله لرله چې عبدالله بالاخره د افغانستان ولسمشر شي، لاکن زه د خپلو اوبو د مهارولو لپاره د غني د نظر او خبرو ملاتړ کوم.‌ شرم دې وي پر طالبانو، شرم دې وي په خامنه اي او د هغه په لوده ګانو. هغوی غواړي چې افغانان ناکام شي او ایرانیان افغانستان ته لاړ نشي. له طالبانو سره باید سوله ونشي، بمونه پرې ووروئ او دوزخ ته یې ولېږئ!

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې ایران د ترهګرو ملاتړ کوي لاکن پاکستان په نړۍ واله سطحه په ترهګرۍ کې ښکېل دی. پاکستان حتی په کاناډا کې د بلوچستان د ازادۍ د ننګیالیو یوه مشره کریمه بلوچ ترور کړه. د کاناډا پولیس وایي چې کریمې بلوچ هیڅ جرمي سابقه نه لرله او نه په کومه داسې پېښه کې وژل شوې چې څه جرم یې کړی وي، له دې نه معلومیږي چې د پاکستان ترورست استخبارات د پخوا په څېر یو ځل بیا په افغانستان او هندوستان سربیره د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم ترهګریز کارونه کوي. د دې لپاره چې نړۍ د امن کور پاتې شي په کار دی چې د ترورستانو د مور یعنې پاکستان چاره وشي او د پنجاب، بلوچستان، پښتونستان او سندودیش په څلورو برخو ووېشل شي او ترهګر فوج یی منحل شي.

ځواب ورکړئ

له مونږ سره د ایران دښمني دومره واضح ده چې د ورځې له رڼا نه هم ډېره روښانه ده. ایران تل غواړي چې زمونږ هیواد بدبخت او جګړه ځپلی وي څو هغوی زمونږ په خلکو باندې خپل استبداد ته دوام ورکړي.

ځواب ورکړئ

ایران نه د امریکا د متحده ایالاتو د شتون او په افغانستان کې د هغوی د نفوذ پلوي دی او نه هم د طالبانو د واک ته رسیدلو. هغه څه چې د ایران لپاره اهمیت لري جګړه او د افغانستان تباه کول دي، ځکه چې د ایران ستراتیژیک ژوروالی په افغانستان کې جګړه او په دې هیواد کې د یوه قوي حکومت نشتوالی دی. که چیرې یو قوي نظام یا یو ځواکمن حکومت په افغانستان کې رامنځته شي، هغه به د ایران د شیطاني هدفونو مخه ونیسي او ایران ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس ووهي او په دې هیواد کې نفوذ ولري. په تیرو شلو کالو کې، ایران په افغانستان کې دومره نفوذ ترلاسه کړی چې د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله یې په افغانستان کې په کوم بل نظام کې نه درلود. په هیواد کې په لسګونو داسې ویډیوي او چاپي رسنۍ موجودې دي چې د ایران له خوا تمویل کیږي او دا رسنۍ په افغانستان کې د ایران کلتور ته تبلیغ کوي. ایران شل کاله د طالبانو ملاتړ وکړ او دا ملاتړ یوازې د طالبانو له خوا امریکا ته د ماتې ورکولو او په افغانستان کې د دغه هیواد د نفوذ کمولو لپاره وو. طالبان باید پوه شي چې ایران د دې ډلې دښمن هم دی، ځکه که طالبان واک ته ورسیږي، ایران به د فاطمیون ډله او شمالي ټلواله د دوی په وړاندې متحرک کړي. له همدې امله پښتانه مشران باید له عقل او پوهې څخه کار واخلي او پرې نه ږدي چې افغانستان یو ځل بیا د نیابتي جګړې ډګر شي او خلک بهرنیو هیوادونو ته په کډه کولو مجبور شي. پښتانه مشران باید له طالبانو سره جوړجاړی وکړي او له هغوی سره یو ګډ حکومت جوړ کړي ترڅو وکولی شي د افغانستان له ملي ارزښتونو دفاع وکړي او په افغانستان کې د ایران د نفوذ مخه ونیسي. پښتانه په تیرو شلو کلونو کې کمزوري شوي وو. د تېرو شلو کالو په ترڅ کې،‌ هغوی هم امریکایي ځ

ځواب ورکړئ

ایران او پاکستان د افغانستان دښمنان دي خو پاکستان یې ډېر بد دښمن دی.

ځواب ورکړئ