اقتصاد

د ایران له خوا د ګډوډۍ له هڅو سره سره د پاشدان بند د جوړښت چارې پرمخ روانې دي

د عمر راپور

ځایي چارواکي وایي، د ایراني رژیم او اورپکو ګروپونو له خوا د دغې پروژې د ټکني کولو له هڅو سره سره، د افغانستان په هرات ولایت کې په پاشدان بند باندې د جوړونې کار پرمخ روان دی. د دغه بند جوړونه ۵۰٪ بشپړه شوې، او تمه ده چې دغه پروژه د۱۴۰۰ کال د مرغومي تر لومړیو پورې پای ته ورسېږي. [عمر]

هرات -- ځایي چارواکي وایي، د ایراني رژیم او اورپکو ګروپونو له خوا د دغې پروژې د ټکني کولو له هڅو سره سره، په هرات ولایت کې په پاشدان بند باندې د جوړونې کار پرمخ روان دی.

ولایتي مقامات وایي، د دغه بند چې په هرات ولایت کې د دوه بندونو له جملې څخه یو دی، جوړونه ۵۰٪ بشپړه شوې، او تمه ده چې دا پروژه د ۱۴۰۰ د مرغومي تر لومړیو پورې بشپړه شي.‌

د پاشدان بند به له بشپړتیا څخه وروسته وکولی شي چې ۴۰ میلیونه مکعب متره اوبه ذخیره کړي او ۲ میګاواټه برېښنا به تولید کړي.

د دغې پروژې یو هدف دا دی چې ۶۵۰۰۰ جریبه زراعتي ځمکه خړوبه کړي.

یو افغان عسکر د وري په ۳مه د کارکوونکیو له خوا د پاشدان بند د جوړولو پر مهال د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې په پيره ولاړ دی. [عمر]

یو افغان عسکر د وري په ۳مه د کارکوونکیو له خوا د پاشدان بند د جوړولو پر مهال د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې په پيره ولاړ دی. [عمر]

د وري په ۳مه د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې په پاشدان بند باندې د جوړونې کار روان دی. [عمر]

د وري په ۳مه د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې په پاشدان بند باندې د جوړونې کار روان دی. [عمر]

ځایي چارواکو وویل چې د دغه بند اوبه به هرات ښار ته هم ورسیږي چې هلته به هم د ښار په چاپېر د زرغونې ساحې د اوبه کولو لپاره وکارول شي او هم به د څښلو اوبه تأمین کړي. افغان حکومت دغه ۸.۹ میلیاردو افغانیو (۱۱۷ میلیون ډالرو) پروژه تمویلوي.

د پاشدان بند د جوړوونکي شرکت رییس محمد عارف اڅکزي وویل، رغونه د ورځې ۲۴ ساعته روانه وي چې په مجموع کې ۱۰۰۰ کارکوونکي او انجنیران په کې شپه او ورځ په درې شفټونو کې کار کوي.

هغه وویل، که څه هم چې د ایران رژیم د طالبانو په څېر اورپکو ډلو د حمایه کولو له لارې هڅه کړې چې د رغونې مخه ډپ کړي،‌ خو بیا هم کار ښه پرمخ روان دی.

اڅکزي د ایراني رژیم او د طالبانو په څېر اورپکو ګروپونو له خوا مداخلې ته په اشارې سره وویل، «په پاشدان بند باندې کار ښه پرمخ تللی دی، خو ځینې افراد او ګروپونه په پټه هڅه کوي چې د بند په جوړونه کې مداخله وکړي.»

هغه زیاته کړه، «پاشدان بند به اقتصاد ته وده ورکړي، او سیلانیان هم کولی شي چې د سیل لپاره دلته راشي، خو دښمن هڅه کوي چې د بند د رغونې مخه ونیسي. د دې په څېر د اوبو د ملي پروژو تطبیق خو پرځای پرېږدئ، حتی دا هم سخته ده چې په افغانستان کې د بیارغونې لپاره څو یوه ډبره کېږدي.»

ایراني رژیم -- چې تر ډېره د افغانستان په اوبو باندې متکي دی -- په تېر وخت کې په هېواد کې د اوبو د پروژو په وړاندې دښمني ښودلې ده، او افغان چارواکو په مکرر ډول په رژیم باندې تور لګولی چې د طالبانو ملاتړ کوي څو په لوېدیځه حوزه کې دد بندونو د جوړونې مخه ونیسي.

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، ایرانی رژیم لېوال دی چې په افغانستان -- په ځانګړې توګه لوېدیځه حوزه کې د اوبیزې برېښنا د بندونو د جوړونې مخه ونیسي.

هغه وویل، دغه بندونه کولی شي چې د افغانستان اوبه مهار کړي، یعنې لاندې پروت ایران به د اوبو له کمي سره مخامخ شي.

کامل زیاته کړه، «ایران تل هڅه کړې چې په لوېدیځ کې د بندونو د جوړېدلو مخه ونیسي. هغوی څو ځلې پلان ونیو چې سلما بند ویجاړ کړي، خو شنډ شو.»

هغه وویل، «دغه هېواد ډېره هڅه وکړه چې د پاشدان بند د جوړېدنې مخه ونیسي. په فراه کې د بخش اباد بند جوړونه د ایران د مستقیمې مداخلې له امله نه ده پیل شوې.»

هغه وویل، «ایران د اوبیزې برېښنا د بندونو په جوړونه باندې د تهدید احساس کوي. دغه هېواد [ایران] له لسیزو راهیسې د افغانستان له اوبو څخه په وړیا توګه استفاده کوي،‌ له دې امله، هغه نه غواړي چې دا بهیر پرې قطع شي.»

کامل وویل، بیا هم، «په افغانستان کې د بندونو د جوړونې په مخنیوي کې د ایراني حکومت ټولې هڅې ناکامې وې.»

د امنیتي ځواکونو له خوا خوندي کول

چارواکي وایي، د رغونې د ټکني کولو د هڅو د پڅولو لپاره، په سلګونو امنیتي منسوبین شپه او ورځ په ساحه کې ګزمه کوي.‌ دغه ساتونکي د کارکوونکو، انجنیرانو او ماشینونو ساتنه کوي.

د پروژې د خوندي کوونکي ټولي قوماندان دویم بریدمن نورمحمد حیدري وویل، دا امنیتي ځواکونه د اړتیاوړ تجهیزات او وسلې لري چې پاشدان بند پرې خوندي وساتي.‌

هغه وویل، هېڅ هېواد یا ډله دا وړتیا نه لري چې د دغه بند د جوړونې مخه ونیسي.

حیدري زیاته کړه، «امنیتي ځواکونه هیچاته هم اجازه نه ورکوي چې پروژې ته رالنډ شي. هغه کسان چې غواړي چې پاشدان بند ویجاړ کړي، هغوی باید پوه شي چې دا ارمان به ګور ته وېسي.»

هغه وویل، «امنیتي ځواکونه او زه غواړو چې هغو کسانو ته چې غواړي پاشدان بند ویجاړ کړي یو پیغام ورکړو چې: هغوی به هېڅکله هم بریالي نشي، او موږ به د افغانانو له دې ملي پروژې څخه د خپلې وینې تر وروستۍ څاڅکي پورې دفاع وکړو.»

هغه یاده کړه چې افغانان باید ډاډ ولري چې امنیتي ځواکونه هوډ لري چې د هېواد ټولې ملي پروژې خوندي کړي.

د سیاسي چارو یوه پوه او د هرات پوهنتون استاد بصیراحمد دانشیار وویل، له امنیتي ګواښونو سره سره، د پاشدان بند جوړونه ښه پرمخ تللې، او امنیتي ځواکونو د ګاونډیو هېوادونو او هغوی پورې تړلیو ګروپونو له خوا د مداخلې مخه نیولې ده.‌

هغه وویل، «ځینې ګاونډي هېوادونه، چې د پاشدان بند جوړونه د خپلو ګټو لپاره یو ګواښ بولي، هڅه کوي چې د هغوی په کار کې مداخله وکړي او ان ویجاړتیا ور واړوي، خو امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ثابته کړې چې هغوی به له خپلو ملي پروژو څخه دفاع ته دوام ورکړي.»

دانشیار وویل، پاشدان بند د افغان حکومت یوه له لویو لاسته راوړنو څخه ده او د هرات ولایت د اوسېدونکیو په ژوند باندې به یو مثبت اغېز ولري.

هغه زیاته کړه، «که څه هم چې امنیتي ځواکونو د پاشدان بند په څېر ملي پروژو څخه په صحیح توګه دفاع کړې ده، حکومت باید پاشدان بند ته لا نور امکانات ور ولېږي چې هېڅ هېواد یا ډله ونشي کولی چې دې پروژې ته نږدې راشي او ویجاړه یې کړي.»

یو ډېر روښانه راتلونکي ته هیله

په هرات ولایت کې د کروخ ولسوالۍ د پاشدان کلي یوه بزګر احمدشاه د بند د جوړونې په برخه کې پرمختګ وستایه ځکه هغه به هم دوامداره برېښنا برابره کړي او هم به د زراعتي ځمکو لپاره اوبه برابرې کړي.

احمدشاه چې تخلص نه لري، وویل، کله چې بند جوړ شي هغه به خپلې زراعتي ځمکې پراخې کړي.

هغه وویل، «خلک خوشحاله دي چې د پاشدان بند تعمیراتي کار په چټکۍ سره پرمخ روان دی. د پاشدان کلي ډېر شمېر اوسېدونکي د بند په پروژه باندې کار کوي، او دغه بند موږ هیله مند کړي یو. هغه د هرات ولایت د ډېر شمېر اوسېدونکيو ژوند بدلوي.»

هغه زیاته کړه، «زموږ په کلي کې به تل وچکالي وه، او یو ځل چې دا بند جوړ شي، هغه به زموږ زراعتي ځمکو ته په دایمي ډول اوبه برابرې کړي او موږ ته به د دې وړتیا راپه برخه کړي چې د ژوند ښه معیشت وګټو. کله چې د بند پروژه بشپړه شي، ټوله ځمکه به وکرل شي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي وحیداحمد قیومي وویل، پاشدان بند او نورې ملي بېخبنایي پروژې عامو خلکو ته د یوه بهتر او سوله ییز راتلونکي هیله ورکوي.

هغه وویل، «افغانستان یواځې د جنګ او ویجاړتیا هېواد نه دی. موږ پوهېږو چې جنګ روان دی، خو د افغانستان د پرمختګ بهیر عام خلک هیله مند کوي. د بندونو، لویو لارو او پلونو جوړونه او همدارنګه اقتصادي وده به موږ ته لاره هواره کړي چې یو دوامدار او سوله ییز افغانستان ولرو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سږ کال په جولای کې د بهرنیو چارو د وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ یوه جیګپوړي هیئت له ایراني لورې سره تصمیم ونیو چې شل د برېښنا پروژې تطبیق کړي. آیا دغه پروژې د پاشدان بند په څېر ستونزو څخه چې تاسو په دې لیکنه کې ذکر کړي دي، خالي دي چې ایران د ادعاوو له مخې غواړي چې سبوتاژ یې کړي. په درناوي

ځواب ورکړئ

د اوبو او برېښنا د بندونو جوړول د افغانستان د پرمختګ لپاره ډېر مهم دي ځکه چې دا د بېخبنایي کارونو په ډله کې دي، او بېخبنایي کارونه کولی شي چې افغانستان له اړتیا یا په نورو باندې له اتکا څخه خلاص کړي. د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې، نړۍ والې ټولنې په افغانستان کې ډېرې پیسې په جنګ باندې ولګولې. که بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه متحده ایالاتو په افغانستان کې اساسي کارونه کړي وای، او په افغانستان کې یې لږ تر لږه د اساسي توکو د تولید فابریکې جوړې کړې وای، اوس به افغانستان په پاکستان او ایران باندې متکي نه وای، او خلک به دې ته وارخطا نه وای چې پاکستان د افغان تجارانو پرمخ دروازې بندې کړي او په هېواد کې د اساسي توکو قېمت به لوړ شي ځکه چې فابریکو به ټول اساسي توکي تولیدول او د خلکو له اړتیا سره سم به یې وړاندې کول. همدارنګه، د دغو فابریکو په جوړولو سره به په زرګونو خلک په وظایفو مقرر شوي او د هغوی د کورنیو اقتصادي وضعیت به ښه شوی وای، خو بهرنیو هېوادونو دا کار ونه کړ. هغوی خپله ډېره پاملرنه په جنګ باندې متمرکزه کړه، او د افغانستان د پرځان بسیاینې او د خلکو د اقتصادي سطحې د پورته وړلو لپاره یې هېڅ ونه کړل. اوس هم د بهرنیو هېوادونو لپاره دومره ډېره ناوخته نه ده چې له افغانستان سره د اوږدې مودې همکاري ولري څو په خپلو پښو باندې ودریږي او په ایران او افغانستان باندې تکیه ونه کړي.‌

ځواب ورکړئ

زه د سلام ټایمز خبرونه ډېر ګورم. له هرات نه عبدالقادر کامل او سید اشرف سادات همیشه ډیر ښه نظرونه ورکوي. دوی د ایران د شیطاني فکر له ټولو اړخونو نه خبر دي او ډير ښه تفصیلات پرې ورکوي. اصلا دوی د ایران د شیطاني نظریاتو او نیتونو په بربنډولو سره جهاد کوي. دوی دواړه او ورسره هغه افسران چې د پاشدان یا بل یا بل بند د ایران له شیطاني پلانونو څخه خوندي کوي دوی د خدای په لاره کې حق جهاد کوي ځکه دوی د فقیرو افغانانو د حقونو د خوندي کولو لپاره کار کوي او اواز اوچتوي. دغسې باید د پاکستان د شیطاني کړنو په رابطه چې له څلویښتو کالونو راهیسې زمونږ بې ګناه خلک وژني هم لیکنې وکړئ او خلک باید د پاکستان د منافقانو پالیسیو په رابطه خبر کړئ. د منافق پاکستان د شومو پلانونو له جملې څخه یو هم په جلال اباد کې د جاپاني الاصله افغان ناکامورا وژنه ده چې په مرګ سره یې افغانان له یوه غټ ولی نعمت څخه بې برخې شول. مرګ په ایران او او پاکستان.‌

ځواب ورکړئ

زه تل په دې خوشحالیږم چې په هېواد کې د بېخبنا د کارونو د تطبیق په هکله خبرېږم. اشرف غني واقعاً د افغانستان لپاره ډېر څه کړي دي.‌ که څوک یې مني که نه، تاریخ به د هغه په هکله قضاوت وکړي. که د تېرو پنځو کالو په ترڅ کې په افغانستان کې جنګ نه وای، اشرف غني به د افغانستان لپاره ډېر کارونه کړي وای او تر دې چې افغانستان به یې د بهرنیو هېوادونو له احتیاج څخه خلاص کړی وای. اشرف غني سخت زیار وباسي چې د افغانستان ماته بېړۍ ساحل ته وباسي، خو هغه د داخلي او خارجي دښمنانو ترفشار لاندې دی. پاکستان او ایران ډېره هڅه وکړه چې د اشرف غني د ولسمشر کېدلو مخه ونیسي، او هغوی اوس هم هڅه کوي او عبدالله عبدالله ته هره ورځ ټیلیفونونه کوي چې د اشرف غني پر ضد ودرېږي او هغه پرې نه ږدي چې د مافیا پر ضد جنګ وکړي.‌ دوه ورځې مخکې تاسو ولیدل چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تیلیفون له لارې له عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې. ولې هغه عبدالله ته زنګ وهلی وو؟‌ اوس د عبدالله وظیفه څه ده؟ داسې ښکاري چې ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې شیطنت کوي.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان د پرځان بسیاکېدنې یوازنۍ لاره د بندونو جوړول دي. افغانستان یو په وچه کې ایسار هېواد دی، خو ډېر داسې غرونه لري چې مست سیندونه ترې رابهېږي. دغه مست سیندونه پرته له دې چې په افغانستان کې ترې استفاده وشي، ایران او پاکستان ته وربهېږي، او دغه دوه هېوادونه د افغانستان په اوبو په زرګونو هکتاره ځمکه اوبه کوي. هغوی ډېر بندونه جوړ کړي چې د هغوی لپاره د برېښنا د تولید یوه ښه سرچینه ګرځېدلې ده. که د افغانستان دا اوبه مهار شي او په افغانستان کې پرې بندونه جوړ شي، یو طرف ته به په دې هېواد کې وچکالي پای ته ورسېږي او زراعت به وده ومومي، او بل طرف ته به دا بندونه په لسګونو میګاواټه برېښنا تولید کړي او په افغانستان کې د برېښنا کمی به پوره شي. په افغانستان کې د بندونو جوړول به پاکستان او ایران ته غټ اقتصادي ټکانونه ورکړي، چې بیا به دغه هېواد ونشي کولی چې ترهګرې ډلې وروزي او افغانستان او په سیمه کې نورو هېوادونو ته یې د بې ګناه خلکو د وژلو او د خپلوشیطاني هدفونو د ترسره کولو لپاره ولېږي.‌ زه په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوم چې په افغانستان کې بېخبنایي کارونه ترسره کړي څو افغانستان وکولی شي چې په خپلو پښو ودرېږي. همدارنګه، زه له سلام ټایمز څخه ځانګړې مننه کوم چې داسې ښه راپورونه خپروي چې خلکو ته د هغوی د هېواد د راتلونکي په هکله هیلې ورکوي.

ځواب ورکړئ

الحمدلله، دا د خوښۍ خبره ده چې داسې پرمختیایي کارونه روان دي. که امریکا واقعا غواړي چې ایرانی رژیم له پښو وغورځوي باید چې د ایران پر ضد دا مهمه وسله وکاروي یعنې په افغانستان کې د برېښنا بندونه جوړ کړي. ایران او پاکستان زمونږ اوبه مفتې ترلاسه کوي او په بدل کې یې افغانستان ته هېڅ هم نه ورکوي. تل دې وي د افغانستان او امریکا دوستي، مرګ په ترورست ایران او ترورست پاکستان.

ځواب ورکړئ

بندونه د بهرنیو بدیلو مرستو لپاره د تر ټولو ډېرو مهمو منابعو په ډله کې دي، خو له بده مرغه چې د افغانستان د رهبرۍ په سر کې داسې خلک دي چې دغو منابعو ته حتی لږه پاملرنه هم نه کوي. دا چې هغوی د نورو هېوادونو تابعیت لري، له دې امله هغوی غوره بولي چې د ډېرو کوچنیو ستونزو یا مصیبتونو پر ضد د ودرېدلو پر ځای د تېښتې لاره ونیسي څو هغوی ته کوم فزیکي زیان ور ونه رسیږي.

ځواب ورکړئ