امنیت

افغان ځواکونو په پاشدان بند باندې د طالبانو د برید عاملین تعقیب کړل

د عمر راپور

افغان امنیتي ځواکونو د کب په ۲۶مه په هرات ولایت کې په پاشدان بند باندې د طالبانو یو همغږی برید په شا وتمباوه. ځایي چارواکو وویل، وروسته هغوی عاملان وموندل او لږ تر لږه پنځه کسان یې ترې ووژل. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- ځایي مقاماتو وویل، د دوشنبې په ماښام /د کب ۲۵مه/ د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې په پاشدان بند باندې د طالبانو له یوه مرګوني برید څخه وروسته، افغان امنیتي ځواکونو په چټکۍ سره د پېښې عاملین تعقیب کړل او پنځه تنه یې وژل.

د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک د سې شنبې په ورځ وویل، په لسګونو طالب جنګیالیو په ګډه د دوشنبې په ماښام له پاشدان بند ته نږدې په یوه امنیتي پوسته باندې برید وکړ.

هغه وویل، د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه درې غړي ووژل شول او یو یې ټپي شو.

خپلواک وویل، «دغه راز، طالبانو زموږ د امنیتي ځواکونو څلور غړي چې د پاشدان بند امنیت یې ساته، له ځانونو سره بوتلل.»

د کب په ۲۶مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې طالبانو د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې په افغان ځواکونو باندې برید وکړ یوه ویجاړه شوې امنیتي پوسته لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

د کب په ۲۶مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې طالبانو د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې په افغان ځواکونو باندې برید وکړ یوه ویجاړه شوې امنیتي پوسته لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات والي د سې شنبې په ورځ په یوه پیغام کې ژمنه وکړه چې له طالبانو څخه به د دوشنبې ماښام د وژنو غچ واخلي.

هغه وویل، «د پاشدان بند د شاوخوا پوستو څخه په یوه پوسته باندې د طالبانو له برید څخه وروسته، امنیتي ځواکونو د هغوی جنګیالي تعقیب کړل،» او زیاته یې کړه چې په څو ساعتونو کې دننه هغوی د عاملانو له ډلې څخه پنځه تنه ووژل.

هغه وویل، «طالبانو پلان درلود چې د پاشدان بند د ویجاړولو او د بند د کارکوونکیو او انجنیرانو د ژوبلولو لپاره یو غټ عملیات ترسره کړي، خو هغوی ناکام شول، او امنیتي ځواکونو په شا وتمبول.»

هغه په طالبانو باندې تور ولګاوه چې «زموږ د عامه پروژو چې د خصوصي سکتور او ملي پروګرامونو له لارې تمویلېږي د ټکني کولو لپاره» په منظمه توګه هڅې کوي او د بېخبنا پروژې سبوتاژوي.

تر دې مخکې د سلواغې په ۲۶مه په یوه بله پېښه کې، طالبانو له پاشدان بند څخه ۱۱ تنه کارکوونکي چې ځینې یې انجنیران وو وتښتول.

د بند مسؤلو چارواکو وویل، د هغوی ځای ځایګی اوس هم معلوم نه دی او داسې باور کیږي چې هغوی د طالبانو په توقیف کې دي.

طالبانو له ایراني رژیم سره معامله کړې ده

د مرغومي په میاشت کې د طالبانو یو هیئت د یوې کتنې لپاره تهران ته تللی وو چې د راپورونو له مخې هغوی له ایراني رژیم سره د سیاسي او مالي ملاتړ په بدل کې د افغانستان اوبو ته د لاسرسي معامله کړې.

افغان چارواکو په مکرر ډول په ایراني رژیم باندې تور لګولی چې د طالبانو ملاتړ کوي څو په لوېدیځ زون کې د بندونو د رغونې مخه ونیسي او ایران ته د اوبو د بهیر دوام یقیني کړي.

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، د تهران له کتنې څخه وروسته، په لوېدیځ زون کې امنیتي ګواښونه او د اوبیزې برېښنا په بندونو باندې بریدونه زیات شوي دي.‌

د کب په ۱۱مه، د ایران سرحدي ځواکونو په نیمروز ولایت کې د پاشدان بند په یوه توربین باندې د کار کولو پر وختپه افغان کارکوونکیو باندې ډزې وکړې.

کامل وویل، د داسې بریدونو تکرار ښیي چې طالبان هڅه کوي د ایران د حکومت په ملاتړ د بندونو د رغونې کار ګډوډ کړي.

هغه وویل، «د ایران حکومت په لویدیځ زون کې په بندونو باندې د رغونې د کار په هکله اندېښمن دی، نو هڅه کوي چې د بشپړېدلو مخه یې ونیسي.»

هغه وویل، «د ایران حکومت له طالبانو څخه په وړیا ډول ملاتړ نه کوي، بلکې د هغوی د سیاسي ملاتړ په بدل کې غواړي چې طالبان په افغانستان کې د ایران د مشرتابه هدفونه ترسره کړي.»

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالي طاهري وویل، «له ګاونډیو هېوادونو څخه د پیسو او وسلو د ترلاسه کولو په بدل کې، طالبان په افغانستان کې د هغوی ویجاړونکې اجنداوې تطبیقوي.»

هغه په طالبانو باندې تور ولګاوه چې د ایران په څېر هېوادونو په مستقیمه لارښوونه باندې کار کوي.

هغه وویل، «د پاشدان بند جوړېدل به ایران ته د وړیا اوبو بهیر ودروي، له دې امله ایران له ټول زور څخه کار اخلي ترڅو په دې بند باندې د رغونې کار ودروي.»

د هر افغان په کور باندې برید

په پاشدان بند باندې د طالبانو برید د هرات اوسېدونکي په قهر کړي دي.

د هرات د ولايتي شورا غړي عبدالرحیم صالحي وویل، طالبان د بهرنیو هېوادونو ګوډاګیان دي،‌ او د افغانستان په هکله فکر ورسره نشته.

هغه وویل، که ورسره وای، «هغوی به نه ویجاړاوه.»

صالحي زیاته کړه، د بېخبنا پروژو «زموږ هېواد ته هیله او ازادي» راوړې ده، خو طالبان دا پروژې ویجاړوي «ترڅو افغانستان پرځان بسیا نشي.»

د هرات یوه اوېسدونکي نجیب الله سیدي وویل، طالبان په افغانستان کې سوله او ښېرازي نه غواړي.

هغه وویل، «هغوی ملکي خلک او پولیس وژني، زموږ پروژې ویجاړوي، او د نورو هېوادونو په امر بېخبنا او ملي پروژې ویجاړوي.»

سیدي زیاته کړه، «په پاشدان بند باندې د طالبانو برید تاییدوي چې هغوی د افغانستان د بېخبنا او خلکو دښمنان دي.»

هغه وویل، «پاشدان بند یوه ملي پروژه ده، او ټولو افغانانو پورې تړاو لري. په دې بند باندې د طالبانو برید د هر افغان په کور باندې برید دی.»

د بند رغونه به دوام ومومي

د بند مسؤلو چارواکو وویل، طالبان به په پاشدان بند باندې د رغونې د کار جریان ونشي درولی.

د پاشدان بند د رغونې د چارو رییس محمد عارف اڅکزي وویل،‌ د طالبانو له ګواښونو سره سره، د رغونې کار ۸۰٪ بشپړ شوی او پاتې کار پرمخ روان دی.

هغه وویل، «له درې میاشتو څخه په لږ وخت کې به په بند باندې د رغونې کار بشپړ شي او د اوبو د ذخیره کولو پروسه به پیل شي.»

اڅکزي زیاته کړه، د استنادي دېوال او د کانال د اصلي او فرعي برخو رغونه بشپړه شوې او د توربین په نصبولو باندې کار روان دی.

پاشدان بند له هرات ښار څخه څه ناڅه ۲۰ کیلومتره ختیځ ته په هریرود سیند باندې واقع دی. کله چې بشپړ شي، هغه به د ۵۴ میلیونو مکعب مترو اوبو د ذخیره کولو ظرفیت ولري چې کولی شي له ۱۳۰۰۰ هکتارو څخه ډېره زراعتي ځمکه خړوبه کړي.‌

تمه کېږي چې د بند په فعالېدلو او د اوبو د ذخیره کېدلو په پیل سره دغه بند له ۲ میګاواټو څخه ډېره برېښنا تولید کړي.‌

اڅکزي وویل، په وروستیو کې طالبانو ډېرې هڅې وکړې چې په پاشدان بند کې ناامني جوړه کړي او د کار د پرمختګ مخه ونیسي.‌

هغه وویل، خو هغوی نه دي بریالي شوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان په لویدیځ کې په پاشدان او نورو بندونو باندې بریدونه د طالبانو کار نه دی، بلکې د ایران د حکومت او پوځ کار دی، ځکه چې د بندونو جوړېدلو ایران ته غټه اقتصادي ضربه ور رسولې او په ایران کې په زرونو هکتاره ځمکه له وچکالۍ سره مخامخ ده. ایران له سلګونو کالو راهیسې د افغانستان له اوبو څخه وړیا ګټه اخیستله او اوس نه غواړي چې افغانستان په خپلو اوبو باندې کنټرول ترلاسه کړي او د ایران له خوا د طالبانو د ملاتړ له دلایلو څخه هم یو د دغو بندونو جوړول دي. که نه، ایران له طالبانو سره هېڅ شریکه وجه نه لري او په حقیقت کې طالبان د ایران دښمنان دي ځکه چې که طالبان په افغانستان کې قدرت ترلاسه کړي، هغوی به په افغانستان کې د ایران د کلتوري او سیاسي فعالیتونو او نفوذ مخه ونیسي، او ایران به ونشي کولی چې په افغانستان کې فاطمیون وروزي. په حقیقت کې، ایران نه غواړي چې طالبان په افغانستان کې واک ترلاسه کړي، نه دا غواړي چې موجود نظام غښتلی شي. ایران تل په افغانستان کې جنګ او یو کمزوری نظام غواړي څو ایران دلته هم خپل نفوذ پراخ کړي او هم د افغانستان له اوبو څخه استفاده وکړي.

ځواب ورکړئ

له تاسو نه مننه چی د افغانستان د بندونو په هکله ښه راپورونه لیکئ خو دا ورونه چی په ویډیو کې څه وایي په دری خبرې کوي که لطف وکړئ د دې ترجمه ورسره وکړئ یا د موضوع په رابطه چې مرکه کوئ ورته ووایئ چې پښتو ووایي چې خلک پرې پوه شي. مننه

ځواب ورکړئ