امنیت

په فراه کې نیول شوي چاودېدونکي توکي له طالبانو سره د ایران تر ټولو تازه مرسته ښیي

د علي راپور

یو بې نېټې عکس هغه له چاودېدونکیو توکو څخه ډکې خلتې ښیي چې افغان ځواکونو د لړم په ۲۱مه د ایران پولې سره نږدې په فراه ولایت کې نیولي دي. [بلال سروري/ټوېټر]

یو بې نېټې عکس هغه له چاودېدونکیو توکو څخه ډکې خلتې ښیي چې افغان ځواکونو د لړم په ۲۱مه د ایران پولې سره نږدې په فراه ولایت کې نیولي دي. [بلال سروري/ټوېټر]

کابل -- چارواکو وویل، افغان امنیتي ځواکونو په فراه ولایت کې په لویه کچه چاودېدونکي توکي چې له ایران څخه راتلل او په پام کې وه چې طالبانو ته ورسول شي، ونیول.

یوه افغان امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، ۶۷ بوجۍ چې په هره بوجۍ کې ۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد وو په قصدي توګه په یوه لارۍ کې چې الوګان یې رالېږدول پټ کړای شوي وو او په پام کې وه چې طالب اورپکو ته ورسول شي.

دغه لارۍ له ایران څخه فراه ولایت ته راننوتله او د لړم په ۲۱مه د ۷۸ میل په سرحدي ګمرک کې ونیول شوه. موټروان ونیول شو.‌

چارواکي وویل، اورپکي له دغه ډول چاودېدونکيو توکو څخه د سړک د غاړې بمونو په جوړولو او لویو بریدونو کې کار اخلي.‌

د فراه یوه چارواکي وویل، طالبان د نیول شوي دې ډول چاودېدونکیو توکو څخه د سړک د غاړې بمونو په جوړولو او لویو بریدونو کې کار اخلي. [بلال سروري/ټوېټر]

د فراه یوه چارواکي وویل، طالبان د نیول شوي دې ډول چاودېدونکیو توکو څخه د سړک د غاړې بمونو په جوړولو او لویو بریدونو کې کار اخلي. [بلال سروري/ټوېټر]

د فراه د ولایتي شورا رییس دادالله قانع وویل، که دغه چاودېدونکي توکي طالبانو ته رسېدلي وای، کېدای شوای چې مرګوني بریدونه یې پرې ترسره کړي وای.

هغه وویل، «د ایراني رژیم له خوا د طالبانو تمویل او تجهیز کوم نوی کار نه دی. ایران د خپلو هدفونو د ترسره کولو لپاره، تل له طالبانو ته پوځي او مالي ملاتړ برابر کړی دی. طالبان خپل ټول امکانات په فراه کې له ایراني حکومت څخه ترلاسه کوي.»

قانع زیاته کړه، طالبان دا وړتیا نه لري چې د ایران له پوځي او مالي ملاتړ څخه پرته د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد عملیات او جنګ وکړي.

په فراه ولایت کې امنیتي چارواکو راپور ورکړ چې وروسته له هغه چې هغوی چاودېدونکي توکي وینول، طالبانو د جمعې په ورځ /د لړم ۲۳مه/ د ۷۸ میل په سرحدي ګمرک باندې برید وکړ.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب خبریالانو ته وویل، د طالبانو په برید کې د امنیتي ځواکونو څلور غړي ووژل شول.‌ په متقابل برید کې درې تنه طالب اورپکي ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

قانع دغه برید له ایران څخه راغلیو چاودېدونکو توکو پورې وتاړه او هغه یې یو انتقامي عمل وباله.‌

د سولې پروسه سبوتاژ کول

د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو وویل، له طالبانو سره د ایران د مالي او پوځي مرستو هدف دا دی چې بریدونه زیات او د سولې پروسه کمزورې شي.

په فراه ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالرحیم وفا وویل، «په داسې حال کې چې د سولې د پروسې د پرمخ بوولو لپاره نړۍ والې هڅې روانې دي، د ایران په څېر یو شمېر ګاونډي هېوادونه ... هڅه کوي ترڅو دغه پروسه سبوتاژ کړي. هغوی په افغانستان کې له یوه قوي او ټولشموله حکومت څخه ډارېږي.»

هغه وویل، «ایران او روسیه له څو کالونو راهیسې طالبانو ته د وسلو او چاودېدونکیو توکو اکمالات کوي.دغو هېوادونو له طالبانو سره خپل ملاتړ د دې لپاره زیات کړی چې هغوی د مذاکراتو مېز ته د تګ پر ځای د ملکي خلکو او امنیتي منسوبینو وژل زیات کړي او تاوتریخوالي ډېر کړي.»

وفا وویل، د ایران او روسیې رژیمونه غواړي چې په افغانستان کې تاوتریخوالي دوام ومومي ځکه چې هغوی خپلې ګټې په جنګ کې ویني. که سوله او ثبات تأمین شي، هغوی به ونشي کولی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.‌

په بادغیس ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد حنیف یکتاپرست وویل، د ایران رژیم د افغانستان د سولې د پروسې مخالف دی، او د سبوتاژ کولو لپاره یې له ټولو شتو امکاناتو څخه ګټه اخلي څو وښيي چې امریکایي مذاکره کوونکي ناکام شوي دي.

هغه وویل، «په داسې حال کې چې نږدې ده د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې مستقیم مذاکرات پیل شي، له ایران څخه د داسې یوه موټر راتګ چې په چاودېدونکیو توکو باندې بار دی دا معنی لري چې دغه هېواد له طالبانو سره مرستې ته دوام ورکوي.»

خو یکتاپرست خبرداری ورکړ چې، په افغانستان کې د جنګ دوام او د ترهګرو ډلو پیاوړي کول به د جنګ لمبې د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته هم ورسوي.‌

هغه وویل، تهران به له طالبانو سره په خپل ملاتړ پښېمان شي.‌

د سولې په هکله له فرېب نه ډک سیاست

د سیاسي چارو شنونکي وایي، د سولې بین الافغاني خبرې چې د وږي په ۲۲مه پیل شوې، د ایران، روسیې، او چین په ګډون د ځینې ښکېلو هېوادونو د فرېبکارانه پالیسیو له امله درېدلې.

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، د ایران په ګډون یو شمېر ګاونډي هېوادونه خپلې ګټې په جنګ کې ویني او له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې سره د سولې پروسه سبوتاژوي.

هغه وویل، ایراني چارواکو تل افغان حکومت ته ویلي چې هغوی د سولې د پروسې ملاتړ کوي او په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي، خو په حقیقت کې د ایران حکومت په افغانستان کې سوله نه غواړي او له دې امله د سولې پرځای د طالبانو ملاتړ کوي.‌

هغه وویل، «په افغانستان کې د سولې د پروسې په هکله د ګاونډیو هېوادونو فرېب کارانه سیاستونه د دغو هېوادونو بدې ارادې ښیي. که د ایران، چین او روسیې په ګډون ګاونډي هېوادونه چې سره ورته موقفونه لري، رښتني وي او د طالبانو ملاتړ نه کوي، د سولې پروسه به له شک پرته مثبتې پایلې ولري.»

هغه وویل، «د طالبانو د بریدونو تر شا یو دلیل له طالبانو سره د دغو هېوادونو دوامداره مرسته ده. هغه پرمختللې وسلې چې طالبان په جنګ کې ترې کار اخلي په روسیه او ایران کې جوړې شوي دي

کامل وویل، نړۍ واله ټولنه باید په طالبانو باندې فشار واچوي چې له نورو ترهګرو ګرپونو او هغو هېوادونو سره چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي،‌ اړیکې پرې کړي.‌

په هرات ښار کې د نړۍ والو اړیکو یوه شنونکي احمدشاه فیضیان وویل، هغه څوک چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي هغوی د بې ګناه افغانانو او افغان امنیتي منسوبینو په وژنه کې لاس لري.

هغه وویل، «د ایران، چین، او پاکستان په ګډون ځینې هېوادونه په ښکاره ځانونه د افغانستان دوستان بولي، خو په حقیقت کې، هغوی د هېواد اصلي دښمنان دي. دغه هېوادونه طالبانو ته هر ډول پوځي او مالي امکانات برابروي تر څو دا ډله هر هغه جرم چې زړه یې غواړي ترسره کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له کابل څخه فعالیت کوونکیو تلویزیوني سټېشنونو څخه چې په نړۍ واله کچه مشهور دي ډېر کم داسې خبرونه اورېدل کیږي. ولې؟ هغوی په افغانستان کې د ایران د ګټو لپاره کار کوي. هغه د دوه ډلو له خوا چلول کیږي: ۱. په خارج کې مېشته ایرانۍ حلقه چې د ایران د کلتور، د سیمې د تاریخ او د ایران/پارس د راسیستي وطنپالنې لپاره افراطي تبلیغات کوي. ۲. په ایران کې مېشته حلقه چې د مذهب صفوي تفسیر ته په افراطي ډول تبلیغ کوي. یوازې یو څو داسې رسنۍ دي چې په مستقل ډول فعالیت کوي. سلام ټایمز د دغه لست په سر کې دی. ډېره مننه. په هر حال، درېیمه خبره دا ده چې په سلاام کې درېیم الف ته اړتیا نشته. احترامانه عرض کوم چې د ماشومانو کار ښکاري. د یوه مبتدي په توګه، تاسو کولی شئ چې بغلاان (Baghlaan)، بدخشاان (Badakhshaan)، افغاان (Afghaan)، ... ولیکئ، خو کله چې پرمخ ځئ بیا اضافي الف (a) ته اړتیا نه وي. ۳۰۰ کاله مخکې غربیانو Islaam, salaam, Allaah, Afghaan, Afghaun, او د Sayyed پرځای Sid/Syd/Syed/Sayed، اوdeen (din), Nasir (Naser), Naseer (Nasir)...لیکل. سلاام «Salaam» له غیرضروري الف «a» سره ښکلا بایلي. هغه داسې ښکاري لکه پورتنۍ شونډه چې لویه کړای شي، خو دا چې تاسو منطقي خبرې کوئ تاسو د ایران/پارس مکار سیاست نه تعقیبوئ. زه په تاسو باندې باور کوم.‌ ۶۰۵۶۸

ځواب ورکړئ

ایران د افغانستان سره ژوره دښمني لري او نه غواړي زموږ په هیواد کې سوله راشي. امریکا باید ایران ته اخطار ورکړي چې له دې منافقت لاس واخلي.

ځواب ورکړئ

دغسی خوپه لسګونو له چاودیدونکو موادو ډکی لارۍ له پاکستان نه راغلې او حتی په تورخم دروازه کې ونیول شوې ایا امریکا پاکستان ته څه وویل؟ ترهګرو ته د پاکستان د پوځ په مرکزونو کې دننه روزنه ورکول کیږي او بیا افغانستان ته رالیږل کیږي چی ملکي خلک، عسکر او د افغان ملي اردو بهرني استادان ووژني آیا امریکا پاکستان ته څه وویل؟ اسامه یې شپږ کاله د خپلې پوځي اډی تر څنګ وساته آیا امریکا پاکستان ته څه وویل؟ د هبت الله اخوندزاده په شمول طالب مشران یې په کویټه او پیښور ښارونو کې دیره کړي دي ایا امریکا پاکستان ته څه وویل؟ لطفا د افغانانو په زخمونو مالګې مه دوړوئ. زمونږ لپاره ایران او پاکستان دواړه دښمنان دي. که امریکا په ریښتیا سره له افغانانو سره مخلصه وي بیا دې افغانستان ته داسې قوي وسلې ورکړي چې هم ایران پرې ویشتلی شي او هم پاکستان. امریکا خو یې نه ورانوي افغانان به ترې هم د څلورو لسیزو انتقام واخلي او هم به نړۍ د دواړو ترهګرو هیوادونو (پاکستان او ایران) له شر نه خلاصه کړي.

ځواب ورکړئ

دا ټول درواغ دی. ایران د طالبان دښمن دی. او ایران د طالبان راتګ نه ډاریږي او د ایران چارواکو واره د مخې خپل اندیښنه یې څرګنده کړې .

ځواب ورکړئ

مرګ په ایران! دغه هېواد په افغانستان کې د زرونو خلکو قاتل دی. هغه چاودېدونکي مواد چې ایران یې افغانستان ته رالېږي په افغانستان کې د بې ګناه خلکو د وژنې سبب کیږي. افغان حکومت باید په سملاسي توګه له ایران سره خپلې دپلوماتیکې اړیکې پرې کړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې له امله دغه هېواد ته اخطار ورکړي، ځکه چې که ایران ته د چاودېدونکیو موادو د رالېږلو له امله اخطار ورنه کړای شي، هغه به په راتلونکي کې افغانستان ته غټ ګواښ جوړ کړي.

ځواب ورکړئ

د ایران حکومت له طالبانو او نورو هغو ډلو سره چې د تېرو ۲۰ کالو په ترڅ کې یې د متحده ایالاتو او افغان حکومت پر ضد جګړه کوله، د میلیونونو ډالرو مرسته کړې ده. دا لومړی ځل نه دی چې له طالبانو څخه ایران پورې مربوط چاودېدونکي مواد او وسلې کشف او ونیول شول. د طالبانو په سیمو کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا په ډېرو ترسره شویو عملیاتو کې داسې وسلې نیول شوي چې په ایران کې جوړې شوې وې. دا د ایران یوه ښکاره لاسوهنه ده، خو زمونږ خلک هره ورځ په پاکستان باندې تور لګوي او وایي چې پاکستان یوازنی هیواد دی چې زمونږ په کورنیو چارو کې لاس وهي. د افغانستان لپاره ایران د پاکستان په نسبت دوه برابره ډېر خطرناک دی.‌ په یاد ولرئ چې له طالبانو سره د سولې له کېدلو څخه وروسته به ایران د فاطمیون ډله مستقیماً د افغانستان په جګړه کې ښکېله کړي او د افغانستان راتلونکی به وګواښي. که طالبان قدرت ترلاسه کړي، ښایي ایران ووایي چې طالبانو د شیعه ګانو له حقونو څخه سرغړونه کړې او مونږ په افغانستان کې د شیعه ګانو د حقونو دفاع کوو.‌

ځواب ورکړئ

لطفاً خپل موضوعات هره ورځ تازه کړئ چې وکولی شئ لا ډېر خلک جلب کړئ.

ځواب ورکړئ