امنیت

د طالبانو مرکز کې ایرانۍ وسلې او د سپاه پاسداران یونیفورمونه وموندل شول

د علي راپور

افغان کومانډویانو د کب په ۵مه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه مرکز څخه د ایران د سپاه پاسداران یونیفورمونه او دغه راز په ایران کې جوړې وسلې او چاودېدونکي توکي ونیول.‌ [سلام ټایمز]

افغان کومانډویانو د کب په ۵مه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه مرکز څخه د ایران د سپاه پاسداران یونیفورمونه او دغه راز په ایران کې جوړې وسلې او چاودېدونکي توکي ونیول.‌ [سلام ټایمز]

کابل -- ځایي امنیتي ځواکونه وایي، افغان کومانډو ځواکونو په هرات ولایت کې د طالبانو له یوه مرکز څخه ایران جوړې وسلې او چاودېدونکي توکي او دغه راز د سپاه پاسداران یونیفورمونه نیولي دي.‌

د کب د ۵مې په چاپه کې د هرات ولایت لپاره د طالبانو نظامي مسؤل ملا تورجان د ایران پولې سره نږدې د ادرسکن ولسوالۍ په موسی خېلو کلي کې په نښه کړای شو.‌

په هرات کې یوه جګپوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، د افغان ملي اردو کومانډویانو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې د طالبانو مرکز ویجاړ کړ، خو طالب جنګیالي وار له مخه له سیمې څخه تښتېدلي ول.‌

چارواکي وویل، «په دغه مرکز کې ایران جوړ لاسي بمونه،‌ په دوربینونو سمبال وسلې او چاودېدونکي توکي ونیول شول. طالبانو له دغو وسلو او چاودېدونکیو توکو څخه د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو پر ضد عملیاتو کې استفاده کوله.»

په عکس کې هغه وسلې چې ځینې یې په ایران کې جوړې شوي او افغان کومانډویانو د کب په ۵مه په هرات ولایت کې د یوې چاپې په ترڅ کې نیولي دي، ښودل شوي دي. [ډګروال رحمان رحماندي/ټوېټر]

په عکس کې هغه وسلې چې ځینې یې په ایران کې جوړې شوي او افغان کومانډویانو د کب په ۵مه په هرات ولایت کې د یوې چاپې په ترڅ کې نیولي دي، ښودل شوي دي. [ډګروال رحمان رحماندي/ټوېټر]

هغه وویل، «یو شمېر نقشې چې د پوځي پوستو، د ولسوالیو د مرکزونو او د هرات ولایت د نورو برخو د په نښه کولو د عملیاتو په هکله یې جزیات وړاندې کول ترلاسه کړای شوې. دا نقشې د ایران د سپاه پاسداران له یونیفورمونو او ایران جوړ وسلو سره یوځای ونیول شوې.

په هرات کې یوه بل جګپوړي حکومتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، وویل، د طالبانو له یوه مرکز څخه د سپاه پاسداران د یونیفورمونو نیول کېدل ښیي چې د ایران د پوځ غړي هرات ته راغلي ترڅو له طالبانو سره مرسته وکړي.

هغه وویل، «نقشې ښیي چې په هرات ولایت کې د طالبانو عملیات د سپاه پاسداران له خوا پلانیږي.»

هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونو د طالبانو دا مهم مرکز د ادرسکن ولسوالۍ په دې غرنۍ سیمه کې د طالبانو له ۱۵ کاله اوږده فعالیت څخه وروسته ویجاړ کړ.‌

له طالبانو څخه د ایران ملاتړ

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت یوه استازي عبدالستار حسیني وویل، په لوېدیځ زون کې په ټولو هغو بې ثباته کوونکیو فعالیتونو کې چې طالبان یې ترسره کوي ایران نېغ په نېغه لاس لري.‌

د ولسي جرګې یوه هیئت چې د مرغومي په ۲۱مه یې په هرات کې د امنیتي وضعیت ارزونه وکړه وویل چې د ایران حکومت په دغه ولایت کې د ۲۲ ترهګرو ګروپونو ملاتړ کوي.

د هیئت د موندنو په اساس، دغه ترهګر ګروپونه په امنیتي ځواکونو باندې بریدونو، هدفي وژنو، تښتونو او وسله والو غلاوو کې لاس لري.‌

حسیني وویل،‌ «د ایران حکومت د افغانستان په لویدیځه حوزه کې فعالو طالبانو ته وسلې او پیسې برابروي، او طالبان د سپاه پاسداران په غوښتنه په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي یا بېخبناوې ویجاړوي.»

هغه وویل، طالبانو ته د ایران له خوا ورکړل شوې وسلې ان په شمال کې تر فاریاب او په ختیځ کې تر غزني ولایتونو پورې لیرې رسېدلي دي.

افغان سرحدي ځواکونو د مرغومي په ۳۰مه یوه لارۍ چې ۲ ټنه چاودېدونکي توکي په کې بار وو او له ایران څخه فراه ولایت ته را اوښتله د ۷۸ میل د ګمرک په سرحدي دروازه کې‌ ونیوله.‌

یوه چارواکي وویل،‌ چاودېدونکي توکي د اوړو په بوجیو کې پټ کړای شوي وو او هدف یې دا وو چې په بالابلوک ولسوالۍ کې طالبانو ته ورسول شي.‌

دا له یوه کال څخه په لږ وخت کې څلورمه دا ډول پېښه ده. د لړم په میاشت کې په یوه ورته پېښه کې، امنیتي ځواکونو په چاودېدونکو د بار یوې لارۍ د راننوتلو مخه ونیوله چې په لسګونو د سوتري بوجیو کې یې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو.

په هرات کې یوه پخواني پوځي افسر لال محمد بارکزي وویل، له طالبانو څخه د ایران ملاتړ څرګند دی. له هغه پرته دا ناشونې ده چې د افغانستان لوېدیځه حوزه داسې ناامنه شي.

هغه وویل، «د دې لپاره چې په افغان حکومت او متحده ایالاتو باندې فشار واچوي، ایران په هر قیمت د طالبانو ملاتړ کوي. هغوی له طالب اورپکو څخه د خپلو سیاسي او پوځي هدفونو د ترسره کولو لپاره له خپلې خوښې سره سم کار اخلي.»

هغه وویل، طالبان د ایران د حکومت لپاره د یوه ډېر ارزان جنګي ځواک په توګه خدمت کوي او هر هغه څه به وکړي چې ایراني مقامات یې ورته د کولو امر کوي.

د طالبانو لپاره خوندي پټنځای

په غور ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن حکیمي وویل، له طالبانو څخه د تهران نظامي او سیاسي ملاتړ پراخ دی او د ایران رژیم له دغه ګروپ څخه په افغانستان کې د خپلو هدفونو د پرمخ بوولو لپاره کار اخلي.

هغه وویل، «د طالبانو قوماندانان او جنګیالي د سپاه پاسداران په مرسته د ایران او افغانستان تر منځ ازاد تګ راتګ کوي. دغه راز، د ایران حکومت [سپاه پاسداران] ټپي شوي طالبان د درملنې لپاره [ایراني] روغتونونو ته انتقالوي.»

هغه وویل، سپاه پاسداران له افغانستان سره په سرحدي ولایتونو کې د طالبانو لپاره ګڼ شمېر د نظامي روزنې مرکزونه جوړ کړي او په دغو مرکزونو کې سپاه پاسداران په منظمه توګه طالبانو ته د ترهګرۍ روزنه ورکوي.

هغه وویل، «د طالبانو په ملاتړ کولو کې د ایران له لویو هدفونو څخه یو دا دی چې د افغانستان په لویدیځه سیمه کې بېخبناوې ویجاړې کړي او په افغانستان کې د متحده ایالاتو ماموریت له ننګونو سره مخامخ کړي.»

هغه وویل، په عامو ویناوو کې د ایران حکومت ادعا کوي چې د افغانستان دوست دی، خو د صحنې شاته هغوی طالبانو ته وسلې ورکوي ترڅو افغانستان ویجاړ کړي ځکه چې هغوی په افغانستان کې سوله او ثبات نه غواړي.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال بهزاد حسیني وویل، ایران د طالبانو لپاره یو خوندي پټنځای ګرځېدلی دی او اورپکي او طالبان کولی شي چې د افغانستان او ایران تر منځ ازاد تګ راتګ وکړي.

هغه وویل، د ایران حکومت طالبانو ته پرمختللې او وژونکې وسلې ورکړي او له یادې ډلې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.‌

حسیني وویل، «طالبانو ته ټولې په دوربینونو سمبالې وسلې چې د شپې له مخې په امنیتي ځواکونو باندې بریدونو کې ترې کار اخلي، د سړک د غاړې بمونه او نورې پرمختللې وسلې ایران ورکړي دي.»

نوموړي وویل، د افغانستان په چارو کې د تهران لاسوهنې او له طالبانو څخه د سپاه پاسداران ملاتړ د افغانستان په لویدیځ زون کې د امنیتي ځواکونو لپاره ناوړه پایلې رامنځته کړي دي.‌

هغه وویل، «که د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایراني حکومت ښکاره لاسوهنه ونه درول شي، کېدی شي چې هغه د افغانستان او په ځانګړې توګه د لوېدیځ زون د امنیت لپاره خطرناکې پایلې ولري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان حکومت د موادو د تولید او رسنیو په برخه کې ډېر لږ کار کړی دی. هیله ده چې تاسو د موادو د تولید، سیالۍ، بلنې په برخو کې معلومات وړاندې کړئ او په دې برخه کې پیسې ولګوئ. اوس ایران د خپلو رسنیو له لارې نړۍ غولوي،‌ د تور په ځای سپين ښیي، او خلک د طالبانو په لور سوق کوي،‌ خو زمونږ حکومت هېڅ هم نه کوي.

ځواب ورکړئ

د دې کار د درولو یوازنۍ لاره دا ده چې یو بې باکه عمل وشي او د پاکستان چټل او ناولي جمهوریت سره یو غټ دېوال جوړ شي. د پاکستان عمران یوازې د نندارې لپاره دی یا یوازې یوه ربړي ټاپه ده چې په اسلامي چټلستان باندې لګول شوې ده. ۲،‌ یا دغه کار یا دا چې نظامي زونونه جوړ کړای شي. دا فایده نه کوي چې هغه معلوم کړئ، هغه د ساحل پرغاړه د شګې د دانې په څېر دي او څو چې تاسو ته در رسیږي ډېر ناوخته وي. تاوان – تاوان ستراتیژي.‌

ځواب ورکړئ

طالبانو په ښکاره ویلي چې هغوی غواړي د امریکا د ماتولو او په افغانستان کې د هغې د ګوډاګي حکومت د نسکورولو لپاره له هر بهرني‌ څخه مرسته ترلاسه کړي، او دا چې روسیه، ایران او نور هېوادونه په دې برخه کې له هغوی سره مرسته کوي.‌ دا کوم پټ کار نه دی، او نه لومړی ځل دی چې په ایران کې جوړې شوې وسلې او مهمات له طالبانو څخه ترلاسه شوي دي.‌ پخوا هم ډېر ځلې له طالبانو څخه په ایران کې جوړې شوې وسلې کشف شوي دي، له دې امله د هېواد سیاستوالان اکثر وختونه وایي چې د افغانستان جنګ د نورو هېوادونو یو نیابتي جنګ دی. دا د افغانانو جنګ نه دی، بلکې دا د نورو هېوادونو جنګ دی چې خپل ستراتیژیک هدفونه ترلاسه کړي. د دې جنګ ګټې نورو ته ورځي، خو زیانونه یې افغانستان ته رسېږي. له دې امله، خلک غواړي چې د هېواد سیاستوالان ژر تر ژره دا خونړی جنګ ودروي، خپلې غوښتنې یو طرف ته کېږدي او د ملت په خاطر سوله وکړي.

ځواب ورکړئ

خیه اوس خو حوکمت پر ایران نیوکی کوی او وایی چی ایران طالبان حمایه کوی وسلی ورکوی روزنه ورکوی نن ایران دا کار کوی سبا یی روسیه کوی او مخکی پاکستان کاوه د دی ټولو کارونو یواځینی لالامل امریکا ده امریکایانو ولی د طالبانو حوکمت ړنګ کړ او ولی افغانستان ته د 46 هیوادونو سره یوزای راغلل او شل کاله کیګی چی دا جنګ نه ختمیګی داسی معلومیګی چی ټول افغانان طالبان وی دا څنګه طالبان ختمیدل نلری ایران خو یو اسلامی هیواد ده دوه میلونه افغانان پکی مهاجر دی او پناه یی د جنګ په موده کی ورکړی ده زه په پوره باور سره دا خبره کوم که افغانستان کی سوله رازی نو هغه وخت کله چی امریکا په بشپړه توګه له افغانستان وځی زکه چی امریکا له طالبانو سره خپله روغه وکړه نو ولی بیا طالبان ختمول ولی یی حوکمت ورته ړنګ کړ د بیچاره افغانانو سره یی په جنګ واچول یوازی افغانان د دی جګړی قربانیان دی 46 هیوادونه راغلی او د ناټو په نوم تش ماموریت یی رامنځته کړی او شل کلونو کی یی جنګ ختم نکړ ایران خو اسلامی هیواد ده که طالبانو سره مرسته کوی خو طالبان به مرسته تری غواړی او حوکمت چی 46 هیوادونه چی ټول یی کفری هیوادونه دی دا شل کاله راغلی او تول افغانان یی دربدره کړل امریکایان دی له امریکا کرزی راولی او دلته دی ولمشر کړی حوکمت دی رامنځته شی او د طالبانو حوکمت دی ړنګ دی ته اوس ته حوکمت وایی طالبانو په زوره واکمنی ونیوله سبا حکمتیار نیوله تول افغانان دی خپلو کی سره جوړ راتلل امریکا ټول عمر لپاره افغانان د جنګ قربانیان کړل بس الله دی غیبی سوله راولی او چی افغانستان ورانول غواړی الله دی ورته خپل هیواد وران او ویجاړ کړی دا افغانان دا مغروره ولس دا زړور ولس دا بی سرفرسته ولس دا جنګ زپلی ولس غافله ولس بیچاره ولس ستړی وګی ولس نور مه وژنئ

ځواب ورکړئ

دا درته چا ویلي دي خانه چې ایران اسلامي مملکت دی؟ په ایران کې اسلام نه شیعه ییزم حاکم دی. په ټول ایران کې د سنیانو درې جوماتونه نشته. په ټول ایرانا کې د سني جوماتونو د بیا جوړولو اجازه نه ورکوي. د ایران د شیعه ایزم د اصولو له مخې سنیان په مسلمانانو کې نه حسابوي. د ایران نظام یو مستبد نظام دی چې یوازې د شیعه توب لپاره کار کوي. اکثر صحابه کرامو ته کنځلې کوي. د افغانستان له ځوانانو نه یې ناوړه استفاده وکړه او اوس یې هم په سوریه او عراق کې جنګوي. بلې خواته بیا نور افغانان بې لارې کوي او دپیسو په بدل کې ورباندې د افغانستان په لویدیځ کې د اوبو بندونه ویجاړوي. مسلمان مملکت داسې وي؟

ځواب ورکړئ

د انګریزانو خبره سو وټ؟‌ یعنې چې وموندل شول نو څه وشول؟ څه کولی شئ او څه غواړئ وکړئ؟ د دې معنی خو دا ده چې د ایران ترهګر پوځ په افغانستان باندې تقریبا مستقیمه حمله کړې او تر اوسه هم خپلې مداخلې ته دوام ورکوي. چې دوام ورکوي نو د حل لاره یې څه ده؟ باید دا وسلې او مهمات راوړل شي خارجه وزارت ته، بیا د ایران سفیر احضار کړای شي او امر ورته وشي چې په ۴۸ ساعتونو کې دننه له افغانستان څخه وځي او سرحدونه ورسره وتړل شي. ښه سرحدونه ورسره څنګه تړې؟ هلته خو له دوه میلیونو نه ډېر کډوال افغانان اوسیږی له هغوی سره څه کوې؟ د ایران خبره خو اوس تازه راپیدا شوه، دا تورخم کې په لسګونو ځلې په وسلو او چاودېدونکو توکو بار لارۍ نه دي نیول شوي؟‌ دا اوس هم د پاکستان په هر ښار کې د پاکستان د ترهګرو استخباراتي شبکو په ملاتړ د وسله والو لپاره چندې نه ټولېږي؟‌ دا د وسله والو جنګیالیو مشران اوس هم په کویټه کې په پوځي چاوڼیو کې نه دي ناست؟ ښه نو څه کول په کار دي؟‌ تر اوسه پورې خو نړۍ والې ټولنې افغانستان ایله غولولی او افغانان یې لکه ولسمشر غني چې ابله ورځ وویل څلویښت کاله د سولې له نعمت نه محروم کړي دي، که اوس هم غواړي چې دغه منافقت پای ته ورسوي، اول دې په پاکستان او ایران کې مېشت کډوال راستانه کړي بیا دې دواړو منافقو ګاونډیانو ته اخطار ورکړي چې که ذره مداخله یې وکړي بالعکس عمل به ورسره کیږي.‌

ځواب ورکړئ