امنیت

طالبانو په غور کې مخابراتي خدمتونه ټکني کړل او ګواښ یې وکړ چې ستنې به یې ویجاړې کړي

د عمر راپور

د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم اداره (اترا) وایي، د طالبانو د مکررو ګواښونو له امله، څلورو خصوصي مخابراتي کمپنیو د غبرګولي له ۱۴مې راهیسې په غور ولایت کې خپل فعالیتونه درولي دي. [نجیب الله نظري/سلام ټایمز]

هرات -- په غور ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر ضد د خپلو یرغلونو په زیاتولو سربېره، طالبانو د سیمې مخابراتي خدمتونو ته هم سختې ستونزې جوړې کړي دي.‌

د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) وویل چې د طالبانو له مکررو ګواښونو څخه وروسته، څلورو خصوصي مخابراتي کمپنیو د غبرګولي له ۱۴مې راهیسې په غور کې خپل فعالیتونه درولي دي.

اترا وویل، خو دولتي سلام شبکه خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

په غور کې د اترا رییس سید میر غفوري وویل، طالبانو ګواښ کړی چې که کمپنیو د خپلو خدمتونو له بندولو څخه سرغړونه وکړه هغوی به یې ستنې ور ویجاړې کړي.

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی سکرین شاټ عکس د غبرګولي په ۲۱مه د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د مخابراتو یوه ستنه ښیي.

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی سکرین شاټ عکس د غبرګولي په ۲۱مه د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د مخابراتو یوه ستنه ښیي.

هغه وویل، «د ګواښ له ترلاسه کولو څخه وروسته، موږ دا معلومات له اړوندو مقاماتو سره شریک کړل او پرېکړه مو وکړه چې د خصوصي مخابراتي کمپنیو خدمتونه وځنډوو او د طالبانو له خوا د هغوی د ستنو د ویجاړېدلو مخه ونیسو.»

غفوري وویل، «د غور ډېر اوسېدونکي له هغو خدمتونو څخه کار اخلي چې زموږ مخابراتي کمپنۍ یې وړاندې کوي، چې طالبانو ټولو ته ګواښونه کړي دي،» او زیاته یې کړه چې نږدې ۹۰٪ ځایي اوسېدونکي د دغه ځنډ له امله متاثر شوي دي.

د غور والي عبدالظاهر فیض زاده د غبرګولي په ۲۲مه وویل، د دغه بندیز له امله ځایي اوسېدونکیو ته غټ تاوانونه ور اوښتي دي.

نوموړي وویل، «طالبان د پرمختګ او ثبات دښمنان دي. د طالبانو یواځینی هدف دا دی چې افغانستان تیارو ورځو ته ورستون کړي

فیض زاده وویل، د ولایت په مرکز فیروزکوه او ګڼو ولسوالیو کې مخابراتي خدمتونو ته جدي ګواښونه نشته ځکه چې امنیتي ځواکونه په کې شته دي.

هغه زیاته کړه، خو طالبانو ګواښ کړی چې که په فیروزکوه کې مخابراتي آنټنونه بند نشي، په لیرې پرتو ولسوالیو او کلیو کې به مخابراتي ستنې ویجاړې کړي.‌

له طالبانو څخه کرکه

د غور اوسېدونکي د طالبانو له خوا په دغه ولایت کې د مخابراتي خدمتونو پرې کېدل د افغانانو پر وړاندې د یادې ډلې د دښمنۍ یوه نښه بولي.

د غور یوې اوسېدونکې حلیمې پرستش وویل، د مخابراتي خدمتونو په پرې کېدلو سره، خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ او له اساسي حقونو څخه محروم شوي دي.

هغې وویل، د مخابراتي خدمتونو پرې کول یو بل ظالمانه کار دی چې طالبان یې د بې ګناه خلکو پر ضد ترسره کوي.‌

حلیمې وویل، «د طالبانو دغه ډول تخریبي فعالیتونه به د هغوی پر وړاندې د خلکو کرکه لا نوره زیاته کړي.»

نوموړې وویل، «طالبان باید پوه شي چې مخابراتي کمپنۍ عامه خدمتونه دي او له حکومت سره هېڅ تړاو نه لري،» او زیاته یې کړه چې طالبان باید دغه ډول خدمتونه ټکني نه کړي.‌

پرستش وویل، طالبان یو افراطي ګروپ دی او هدف یې تل دا وو او دی چې تخریبي فعالیتونه ترسره کړي.‌

په غور کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد ګل پویا وویل، طالبان د دې پروا نه کوي چې د مخابراتي خدمتونو په پرې کېدلو سره خلک له څومره بدبختیو سره مخامخ کیږي.

هغه وویل، د مخابراتي خدمتونو په ټکني کولو سربېره، طالبان په لویو لارو باندې ماینونه او چاودېدونکي توکي هم خښوي، او خلک دې ته اړ باسي ترڅو د فیروزکوه ښار او ډېرو ولسوالیو تر منځ له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

پویا وویل، «موږ د طالبانو دا کار په سختو ټکو غندو.»

د غور د ولایتي شورا یوه غړي حمیدالله متحد وویل، د طالبانو د دغو کارونو له امله، خلک نور نشي کولی چې له ولایت څخه بهر خپلو خپلوانو سره تماس ونیسي.

هغه وویل، «د بهرنیانو په حکم د بېخبنا د پروژو په ویجاړولو، د عامه خدمتونو په پرې کولو او د خلکو په وېرولو سره، طالبانو ثابته کړې چې هغوی د خلکو په منځ کې هېڅ ځای نه لري.»

له اسلام څخه ناوړه استفاده

په فیروزکوه کې یوه دیني عالم مولوي عبدالغفار اکبري وویل، طالبان د اسلام مقدس دین ته داسې یو شرم دی چې انکار ترې نشي کېدلی.

هغه وویل، «زه د ملکي خلکو او عامه ځایونو پر ضد د طالبانو د وحشیانه او ویجاړوونکیو عملونو په هکله هېڅ نه پوهېږم. دا روښانه ده چې د هغوی ټول فعالیتونه د اسلامي اساساتو پر ضد دي.»

هغه وویل، طالبانو په ډله ییز ډول د بې ګناه مسلمانانو په وژلو او د عامه اسانتیاوو په ویجاړولو سره د اسلام نوم بد کړ، او زیاته یې کړه چې د عامه خدمتونو ساتنه د هر مسلمان وجیبه ده.

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د مولوي عبدالبصیر سیرت په نامه یوه دیني عالم وویل، د سړکونو، پلچکونو او عامه ودانیو ویجاړول او د عامه خدمتونو ټکني کول په اسلام کې سخت ممنوع دي.

هغه وویل، طالبان داسې هېڅ مشروع توجیه نه لري چې د خلکو له خوا له مخابراتي خدمتونو څخه د استفادې مخه ونیسي.

هغه وویل، په ګرده نړۍ کې اسلامي عالمانو د طالبانو روان له تاوتریخوالي څخه ډک عملونه غندلي، لاکن هغوی اوس هم د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د استخباراتي ادارو په حکم د بې ګناه خلکو په نښه کولو او وژلو ته دوام ورکوي.

سیرت وویل، «د طالبانو په څېر د افراطي ډلو هدف دا دی چې د اسلام نوم بد کړي،» او زیاته یې کړه چې هغه څوک چې طالبان حمایه کوي هغوی غواړي ترڅو د دین ارزښتونه تر پښو لاندې شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500