امنیت

د طالبانو له خوا د مخابراتي ستنو په ویجاړېدلو سره زرګونو خلکو ته خدمتونه ټکني شوي

د عمر راپور

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۷ د سلواغې په ۱۰مه اخیستل شوی، د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د موبایل ټیلیفون ستنې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۷ د سلواغې په ۱۰مه اخیستل شوی، د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د موبایل ټیلیفون ستنې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) وویل، طالبانو د تېر یوه کال په ترڅ کې له ۲۰۰ څخه ډېرې د مخابراتو یا موبایل ټیلیفونونو ستنې ویجاړې کړي دي.

اترا وویل،‌ د طالبانو له خوا ویجاړتیا د مخابراتي خدمتونو په ټکني کولو سربېره، د دې سبب شوه چې خصوصي او دولتي مخابراتي شرکتونو ته په میلیونونو ډالر تاوان ور واوړی.‌

د اترا ویاند سعید شینواري سلام ټایمز ته وویل، یاغي ډلې یواځې د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې له ۵۱ څخه ډېرې مخابراتي سایټونه ویجاړ کړي یا یې اور ورته کړی دی.‌

شینواري وویل، اترا پلان لري ترڅو ویجاړ شوې سایټونه بیا ورغوي یا نوې جوړې کړي او په متاثرو شویو سیمو کې اوسېدونکیو خلکو ته مخابراتي خدمتونه برابر کړي.

د طالبانو له خوا په دوامداره توګه د بېخبنا د پروژو لکه سړکونو، پلونو، د برېښنا ستنو او د مخابراتو د ستنو ویجاړولو د خلکو غوسه راپارولې ده.‌

دغه راز، یادې ډلې ښوونځي او روغتونونه ویجاړ کړي دي.

د هرات ښار اوسېدونکي پروېز رحیمي وویل، طالبانو د مخابراتي ستنو په ویجاړولو سره په ځایي خلکو کې ژور خفګان او اندېښنه رامنځته کړې ده.

هغه وویل، «ټول د طالبانو تخریبي فعالیتونه، په ځانګړې توګه د هغوی له خوا د مخابراتي ستنو ویجاړول غندي،» او یادونه یې وکړه چې دغه ګډوډي او ورانی د حکومت په نسبت عام خلک ډېر اغېزمنوي.‌

هغه وویل، «طالبان باید د هېواد د بېخبناوو پر ضد خپله دښمني ودروي.»

مخابراتي خدمتونه بند شول

طالبانو په اکثرو ولایتونو کې د مخابراتي ستنو او نورو وسیلو د ویجاړولو له لارې د مخابراتي شبکو د فعالیت مخه نیولې ده.‌

په غور کې د اترا رییس سید میر غفوري وویل، یادې ډلې د چنګاښ له ۴مې راهیسې په غور ولایت کې د مخابراتي شرکتونو فعالیت بند کړی دی.‌

غفوري وویل، دغه راز اورپکو تېره میاشت لږ تر لږه د ۱۵ ورځو په مخه د خصوصي مخابراتي شرکتونو خدمتونه په بشپړ ډول بند کړي وو او زیاته یې کړه چې خدمتونه د قومي مشرانو او د اترا مقاماتو له منځګړتوب څخه وروسته بیا پيل شول.

هغه زیاته کړه، دغه راز طالبانو په اکثرو ولایتونو کې د شپې په مخه د مخابراتي شبکو فعالیتونه محدود کړي، او په میلیونونو اوسېدونکیو باندې یې خدمتونه بند کړي دي.

د غور اوسېدونکي عبدالقدوس ثاقب وویل، د هېواد په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه په غور کې د مخابراتي خدمتونو کمولو ډېرې اندېښنې راپارولې دي.

هغه په حیرانتیا سره وویل، «طالبان د مخابراتي شبکو د فعالیت په پرې کولو سره څه غواړي چې وکړي،» او یادونه یې وکړه چې طالبانو «تل د افغانستان د پرمختګ او ښېرازۍ په لاره کې خنډونه رامنځته کړي دي».

د فیروز کوه اوسېدونکي شفقت الله انوري هم وویل چې هغه حیران دی چې ولې طالبان د موبایل «کفرې» ستنې سوځوي او مخابراتي خدمتونه ټکني کوي.

هغه وویل، په نننۍ نړۍ کې مخابرات د ټولنې یو نه بېلېدونکی جز ګرځېدلی دی، لاکن طالبان په قصدي توګه افغانان د داسې خدمتونو له کارولو څخه منع کوي.

انوري وویل، طالبان د ویجاړولو، سړکونو او پلونو ته د انفجار ورکولو او د برېښنا د لینونو او د مخابراتي ستنو د ویجاړولو د لارې په تعقیبولو سره د پرمختګ د لارې بندولو ته دوام ورکوي

ویجاړتیا رامنځته کول

د هرات اوسېدونکیو له سلام ټایمز سره په خبرو کې وویل چې د مخابراتي شبکو په ګډون د بېخبنا پروژې عامو افغانانو پورې تړاو لري.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي علي اکبر حیدري وویل، هر څوک چې د موبایل ستنې او د برېښنا ستنې ویجاړوي هغه اصلا د افغانستان د خلکو دښمن دی.

هغه وویل، طالبان ادعا کوي چې هغوی غواړي په افغانستان کې قدرت ترلاسه کړي او حکومت جوړ کړي، خو دا یې هېره کړې ده چې هغوی د هېواد ټوله بېخبنا ویجاړه کړه او خلک یې د خپل تاوتریخوالي له امله له ځانه لرې کړل.

د هرات ښار دیني عالم مولوي محمد صادق حنفي وویل، د عامه بېخبنا ویجاړول د اسلام او انسانیت د اساساتو خلاف کار دی.

هغه وویل، مخابراتي شبکو د افغانانو تر منځ خبرې اترې اسانې کړي دي، او ټینګار یې وکړ چې «هیڅوک هم دا حق نه لري چې عامه خدمتونه ټکني کړي یا ودروي».‌

حنفي وویل، د بېخبنا د پروژو په نښه کولو او ویجاړولو سره طالبان د شریعت ضد عمل کوي، او یادونه یې وکړه چې طالبان باید پوه شي چې هغه لاره چې هغوی یې تعقیبوي د اسلام له ارزښتونو سره برابره نه ده.

هغه وویل، «طالبان حق نه لري چې د بېخبنا د ویجاړولو لپاره د اسلام له نامه څخه استفاده وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500