امنیت

طالبانو په هرات کې یو پول ویجاړ او یوه مهمه ټرانسپورټي لاره بنده کړه

د عمر راپور

اوسېدونکي د کب په ۲۳مه په هرات کې له یوه بمي برید څخه وروسته د یوه ویجاړ شوي کور په کنډواله کې ولاړ دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

اوسېدونکي د کب په ۲۳مه په هرات کې له یوه بمي برید څخه وروسته د یوه ویجاړ شوي کور په کنډواله کې ولاړ دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هرات -- طالبانو هغه لوی پول ته چې اوبه ولسوالي له هرات ښار سره نښلوي د ولسوالۍ په مرکز باندې له یوه برید څخه مخکې انفجار ورکړ، چې د سیمې د اوسېدونکیو لپاره یې د ټرانسپورټ او سوداګرۍ په برخو کې غټې ستونزې رامنځته کړې.‌

د هرات چارواکو وویل،‌ افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۲۸مه/ د ولسوالۍ په مرکز باندې د طالبانو بریدونه په شا وتمبول او اورپکي یې شاتګ ته مجبور کړل.

چارواکو وویل،‌ د طالبانو اصلي هدف دا وو چې پول وران کړي، خو دا چې یو مشهور بازار وو تاوان یې دوه برابره شو. طالبان بریالي نشول چې امنیتي ځواکونو یا ملکي خلکو ته زیان ورسوي، او نه هم په اوبه ولسوالۍ کې حکومتي ودانیو ته ورسېدل.

د هرات اوسېدونکیو د طالبانو له خوا د پله ویجاړول په سختو ټکو وغندل او دغه کار یې یو جنایت او د عامو افغانانو پر ضد د دښمنۍ یو څرګند عمل وباله.

یو عکس چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې پول د غوایي په ۲۸مه د طالبانو له خوا له ویجاړېدلو څخه وروسته ښيي. [آرشیف]‌

یو عکس چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې پول د غوایي په ۲۸مه د طالبانو له خوا له ویجاړېدلو څخه وروسته ښيي. [آرشیف]‌

د هرات والي سید وحید قتالي وویل، دغه پول یوه مهمه لاره وه چې د اوبه ولسوالۍ اوسېدونکي یې د ولسوالۍ مرکز سره نښلول.‌

هغه وویل، «د ولسوالۍ اوسېدونکیو خپل زراعتي تولیدات د دغه پله له لارې هرات ښار ته انتقالول. هغه د ارتباط یو شاهرګ بلل کېده.»

قتالي وویل،‌ د کوچني اختر د درې ورځني اوربند له پای ته رسېدلو وروسته سمدلاسه طالبانو په هرات ولایت کې د بېخبنایي پروژو په نښه کول بیا پیل کړل.‌

هغه وویل، «له یوې میاشتې څخه په لږ موده کې، یواځې په شینډنډ ولسوالۍ کې طالبانو بېخبنایي پروژو ته له ۱.۵ میلیاردو افغانیو (۲۰ میلیونو ډالرو) څخه ډېر زیانونه رسولي،» او زیاته یې کړه چې طالبانو په دغې ولسوالۍ کې پلونو، سړکونو او نورو عامه شتمنیو ته چاودنې ورکړي دي.

هغه زیاته کړه، دغه راز طالبانو په شینډنډ ولسوالۍ کې د هرات - کندهار د لویې لارې په اوږدو کې هم ځینې پلونه ویجاړ کړي دي.‌

قتالي وویل، د طالبانو د موټربمي بریدونو په نتیجه کې د فارسي، اوبه، شینډنډ او پشتون زرغون ولسوالیو په مرکزونو کې عامه شتمنۍ او د استوګنې کورونو ته د پام وړ زیانونه ور اوښتي دي.

هغه زیاته کړه، «ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.»

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالي طاهري وویل، دا د طالبانو عام تکتیک دی چې د خپل یاغیتوب او جنګ د سختولو په ترڅ کې پلونه، سړکونه او فصلونه ویجاړوي.

هغه وویل، «په ولسوالیو کې د خلکو د هوساینې لپاره د جوړو شویو بېخبنایي پروژو ویجاړول د طالبانو له مهمو هدفونو څخه دي.»

طاهري وویل، «د طالبانو جنګ یواځې د امنیتي ځواکونو پر ضد نه دی، بلکې د هغوی د جنګ یوه غټه برخه د بېخبنایي پروژو ویجاړول او د افغانستان د اقتصاد کمزوري کول دي.»

د خلکو سخته غوسه راپارول

د طالبانو له خوا د بېخبنا او نورو عامه پروژو د په نښه کولو دوام د افغانانو په منځ کې سخته غوسه راپارولې ده.‌

د هرات پوهنتون یوه محصل نصیراحمد فیضي وویل، د افغانستان لپاره د طالبانو میراث له ویجاړولو، وینو تویولو او وراني څخه پرته نور هېڅ هم نه دی.

هغه وویل، «طالبان پلونه، عامه سړکونه او ښوونځي ویجاړوي. د طالبانو دا کار ظالمانه او د انساني ارزښتونو پر ضد دی.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد نادر نادري وویل، د بېخبنایي پروژو د ویجاړولو تاوان یواځې عادي افغانانو ته رسېږي.

نادري وویل، «د پلونو او سړکونو ویجاړولو په ډېرو ولسوالیو کې ډېر اوسېدونکي یو له بل څخه جلا کړي دي. هغوی نور نشي کولی چې ناروغان روغتونونو ته وېسي یا له یوه ځای څخه بل ته لاړ شي.»

هغه وویل، «طالبان ادعا کوي چې هغوی کولی شي چې واک بیا ترلاسه او په افغانستان باندې حکومت وکړي،‌ خو هغوی یواځې ګډوډي او ویجاړتیا رامنځته کړي چې د خلکو غوسه او کرکه یې پارولې ده.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي امان الله قریشي وویل، طالبان د عامه بېخبنا پروژې ویجاړوي چې په غلط ډول خپل زور خلکو ته وښیي.‌

هغه وویل، طالبان نه یواځې دا چې پلونه، سړکونه او نورې ملي پروژې ویجاړوي، بلکې د نورو عامه پروژو د تطبیق په لاره کې هم خنډونه جوړوي.‌

قریشي وویل، د طالبانو کارونه په ښکاره ښیي چې بهرني هېوادونه هغوی ته لارښوونه کوي ترڅو افغانستان ویجاړ کړي.‌

هغه وویل، «د طالبانو منطق یواځې وژل او ویجاړول دي،» او زیاته یې کړه چې هغوی د افغانستان د ښېرازۍ لپاره کار نه کوي.‌

د بېخبنا ویجاړول حرام دي

په هرات کې دیني عالمان همد سړکونو، پلونو او بندونو په ګډون په بېخبنایي پروژو باندې د طالبانو قصدي بریدونه په سختو ټکو غندي.‌

د هرات د حج او اوقافو ریاست مرستیال مولوي عبدالغني جمشېدي وویل، هر ویجاړوونکی عمل چې طالبان یې د ملکي خلکو او د عام المنفعه پروژو پر ضد کوي، حرام دی.

هغه وویل، د ښوونځيو، جوماتونو، کلینیکونو، سړکونو، پلونو او د اوبیزې برېښنا د بندونو په ګډون عامه ځایونه خلکو پورې اړه لري، او هیڅوک هم حق نه لري چې د اسلام په نامه پرې برید وکړي او ویجاړ یې کړي.‌

جمشېدي وویل، «د طالبانو ویجاړونکي بریدونه اسلام پورې هېڅ تړاو نه لري بلکې یواځې د یوه راډیکال ګروپ په توګه د طالبانو د ګټو لپاره ترسره کیږي.»

هغه وویل، «ویجاړول او ورانول په اسلام کې هېڅ ځای نه لري. مسلمانانو ته لارښوونه شوې چې د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره کار وکړي.»

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي عبدالسمیع نصرت وویل، د سړکونو او پلونو ورانول عادي ژوند ټکنی کوي، او عاملان یې باید پوه شي چې هغوی یوه کبیره ګناه ترسره کوي.‌

هغه وویل، ټولې د بېخبنا پروژې او عامه ځایونه عامو افغانانو پورې اړه لري چې مسلمانان دي، او دا غیرقانوني کار دی چې هغه ویجاړ یا خراب کړای شي.‌

هغه وویل، «د بېخبنا د پروژو ویجاړول جهاد نه دی،‌ بلکې یو تاوتریخوالی او له اسلامي اساساتو څخه سرغړونه ده.»

نصرت وویل، مخلصو افغانانو ټولې پرمختیایي او بېخبنایي پروژې د نړۍ والې ټولنې په ملاتړ تطبیق کړې.

هغه وویل، «د دغو پروژو د ویجاړولو مطلب دا دی چې افغانان پر شا وتمبول شي، او دا هغه څه دي چې یواځې د افغانستان دښمنان یې غواړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بېخبناوو او د عامه استفادې د مرکزونو ویجاړول یو غټ خیانت دی چې د افغانستان د مظلومو خلکو پر ضد ترسره کیږي.‌ هره ډله چې دا کار کوي هغه مردوده ده،‌ او هغوی دا کار د خارجي بادارانو په حکم کوي.‌ د پلونو ویجاړول د طالبانو ناکامي او بې کفایتي ښيي، ځکه چې یو وخت چې طالبان په واک کې ول او په چټکۍ سره یې له شمال ټلوالې څخه ولایتونه او سیمې نیول، احمدشاه مسعود پلونه د دې لپاره ویجاړول چې د طالبانو د ورتګ مخه ونیسي او طالبانو هغه وخت په احمدشاه مسعود باندې تورونه لګول چې پلونه ورانوي او هغه یې د دې کارونو د کولو له امله خاین باله،‌ خو اوس دوی عین جرم ترسره کوي.‌ اوس طالبان باید ځواب ورکړي چې آیا دوی خاینان دي چې خپل هېواد او د افغانستان بېخبنا ویجاړوي؟‌ یا مات شوي او نشي کولی چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د جګړې په ډګر کې جنګ وکړی، او له دې امله، دوی پلونه ویجاړوي چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو د ور رسېدلو مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

طالبان چې هر څه کوي د پاکستان او ځینې نورو په وینا یې کوي. تاسو ګورئ د طالبانو مشران ښکاره د پاکستان د بلوچستان په کچلاغ سیمه او کویټه کې ناست دي، لاکن د نړۍ والې ټولنې سترګې ړندې دي چې پاکستان ته ووایي چې ولې یې داسې خلکو ته ځای ورکړی چې هغوی په افغانستان کې خلک وژني،‌ پلونه ورانوي، مکتبونه ورانوي،‌ کلینیکونه ورانوي...؟ مونږ افغانان قربانیان یو، مونږ هم د طالبانو د جنګ قربانیان یو چې اصلا د پاکستان جنګ دی او طالبان یې پر مخ وړي هم د حکومت د بې کفایتۍ او هم د غربيانو د الکولي عسکرو د عملیاتو قربانیان یو. کېدی شي وویل چې طالبان خو هسې هم یوه یاغي ډله ده لاکن ایا د نړۍ وال ایتلاف ځواکونو د ننګرهار په شینوارو، د هرات په شینډنډ، په هلمند، لغمان... کې د ودونو په برخه والو خلکو باندې بمبارونه ونه کړل؟ ویې کړل. د افغان وینه مباح ده، نه یې څوک پوښتنه کوي نه یې قیمت معلوم دی. الله تعالی دې زمونږ د خلکو په حال رحم وکړي.‌

ځواب ورکړئ