هرات -- د طالبانو له خوا د افغانستان د پرمختیایي پروژو او عامه بېخنا پر وړاندې د روان ویجاړوونکي کمپاین پر ضد ډېر او لا ډېر افغانان خپل غږونه پورته کوي. د هغوی له خوا دغه ویجاړتیا د هېواد اقتصادي ځواک او د خلکو ارامۍ ته زیان رسوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د غوایي په ۲۵مه په یوه مرکه کې وویل، اورپکو د تېرو ۶ میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې له ۱۱۰ څخه ډېرې عامه پروژې ویجاړې کړي دي.
هغه وویل، په هغو بېخبناوو او عامه شتمنیو کې چې طالبانو پرې بریدونه کړي دي ۴۱ ښوونځي، ۶ روغتونونه او روغتیایي مرکزونه، ۴۰ پلونه، ۱۵ د برېښنا ستنې، ۵ د مخابراتو ستنې او دوه جوماتونه شامل دي.
آرین وویل، د طالبانو د وروستیو بریدونو له ډلې څخه یوه برید د هرات - غور په لویه لاره د غور ولایت په کمنج سیمه کې یو عام پول ویجاړ کړ. نوموړي زیاته کړه چې هغه پول د غزني ولایت کې د هغو ۲۵، بغلان ولایت کې ۶، زابل ولایت کې ۶ او غور ولایت کې یوه پله په ډله کې شامل وو چې په یاده موده کې ویجاړ شوي دي.
![په طالبانو باندې تور دی چې د نورو بېخبناوو له منځه د برېښنا ستنو (چپې)، پلونو (ښي) ته انفجار ورکوي، او لویې لارې (منځ) ویجاړوي. [آرشیف]](/cnmi_st/images/2020/05/18/24108-untitled-585_329.jpg)
په طالبانو باندې تور دی چې د نورو بېخبناوو له منځه د برېښنا ستنو (چپې)، پلونو (ښي) ته انفجار ورکوي، او لویې لارې (منځ) ویجاړوي. [آرشیف]
![د تېر وږي په ۷مه په هرات ولایت کې د افغانستان د برېښنا شرکت کارکوونکي یوه د برېښنا ستنه چې طالب اورپکو د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې ویجاړه کړې وه، بیا رغوي. [هرات/د افغانستان د برېښنا شرکت]](/cnmi_st/images/2020/05/18/24107-pak1-585_329.jpg)
د تېر وږي په ۷مه په هرات ولایت کې د افغانستان د برېښنا شرکت کارکوونکي یوه د برېښنا ستنه چې طالب اورپکو د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې ویجاړه کړې وه، بیا رغوي. [هرات/د افغانستان د برېښنا شرکت]
آرین زیاته کړه، «د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې، طالبانو په تخار ولایت کې په دو ښوونځیو، د غور ولایت په قادس ولسوالۍ کې یوه، د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې په یوه او د غزني ولایت په اندړ، واغز او جغتو ولسوالیو او د ولایت په مرکز کې په پنځو ښوونځیو باندې بریدونه ترسره کړي دي.»
هغه وویل، «طالبانو د وارداتي برېښنا درې ستنې د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې او یوه د کابل ولایت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې والوزولې.»
هغه زیاته کړه، «طالبانو همدارنګه له تاجکستان څخه د راغلې برېښنا درې ستنې په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې، له ازبکستان څخه د راغلې برېښنا دوه ستنې په ډنډ شهاب الدین او د بغلان ولایت د پلخمري په خواجه الوان سیمو کې والوزولې.»
آرین وویل، طالبانو ۴۵ بریدونه د لوګر ولایت په مس عینک سیمه کې په امنیتي پوستو باندې، ۱۴ بریدونه د سرپل ولایت د تېلو په څاګانو او یو د پکتیا ولایت د مچغلو د برېښنا په بند باندې ترسره کړل.
د پرمختګ او ودې پر ضد دښمني
د هرات ښار یوې اوسېدونکې انجیلا عمر وویل،«طالبانو تل د افغانستان د ښېرازۍ او پرمختګ په وړاندې دښمني کړې ده.»
هغې وویل، «طالبان ښوونځیو ته د دې لپاره اور ور اچوي څو دا یقیني کړي چې نوی نسل چې کولی شي هېواد جوړ کړي د ودې کولو فرصت ترلاسه نه کړي، هغوی پلونو او سرکونو ته چاودنې ورکوي چې هېواد ونشي کولی نېکمرغي او پرمختګ وکړي، او روغتونونه د دې لپاره ویجاړوي چې د روغتیایي پاملرنې خدمتونه ودروي.»
هغې زیاته کړه، د برېښنا د ستنو په ویجاړولو سره هغوی ښیي چې هغوی د تیارو ملګري دي او نه غواړي چې په افغانستان کې هېڅ رڼا هم وځلېږي.
د هرات ښار یوه اوسېدونکي میراحمد عطایي وویل، «په عامه تاسیساتو باندې بریدونه او د بې ګناه خلکو وژل د توجیه وړ عملونه نه دي او نه د بښلو وړ دي. د طالبانو دا ادعاوې چې دغه بریدونه د افغانستان د ژغورلو لپاره دي یواځې دروغ دي، او افغانان به یې هېڅکله هم ونه بښي.»
عطايی وویل، دغه ډول د بېخبنا پروژې پوځي هدفونه نه دي، او په بېخبناوو باندې د طالبانو بریدونه داسې جنایتونه دي چې د یادې ډلې وحشت ښیي.
د هرات ولایت د حج او اوقافو رییس سید محمد شېرزادي وویل، «بېخبنا حکومت پورې اړه نه لري؛ هغه خلکو پورې اړه لري، او هیڅوک هم دا حق نه لري چې هغه ویجاړ کړي.»
هغه زیاته کړه،«د عامه ځایونو او هر هغه څه چې مسلمانانو پورې اړه لري ویجاړول د اسلام له نظره غلط کارونه دي. ښوونځیو ته اور اچول او پلونه، سرکونه، د برېښنا ستنې او نورې بېخبناوې ویجاړول غیرمشروع عملونه دي.»
شېرزادي وویل، «طالبان خپل ویجاړونکي او وحشیانه فعالیتونه د اسلام له لارې توجیه کوي، خو د طالبانو دغه شیطاني کارونه له اسلام سره تړاو نه لري. د طالبانو دا ادعاوې نورې خلک نه قبلوي ځکه چې خلک کولی شي چې د ښه او بد تر منځ توپیر وکړي.»
هغه زیاته کړه، «طالبان تر خپل کنټرول لاندې خلک د اسلام په غلط تعبیر سره غولوي او په دې توګه خپل ویجاړوونکي فعالیتونه توجیه کوي. طالبان د اسلام په هکله په هېڅ نه پوهېږي. هغوی له اسلام څخه د خپلو شیطاني هدفونو د ترسره کولو لپاره کار اخلي.»
د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې یوه دیني عالم مولوي محمد احمدي وویل، په بېخبنا او عامه شتمنۍ باندې برید کول یو ترهګریز کار دی چې د سختې سزا وړ دی.
هغه وویل، «د اسلام په اساس، هر څوک مسؤل دی چې عامه شتمنۍ او د بېخبنا پروژې خوندي کړي. طالبان باید عامه شتمنۍ ویجاړې نه کړي ځکه چې دا یو غیرمشروع کار دی.»
احمدي زیاته کړه، «له طالبانو څخه باید د ښوونځیو، پلونو او سرکونو د ویجاړولو پوښتنه وشي. دا کار په اسلام کې نشي توجیه کېدلی، خو که هغوی خپل کارونه اسلام پورې تړلي، داسې ښکاري چې هغوی اسلامي پوهه نه لري.»
د افغانانو په ژوند باندې منفي تاثیر
په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه کتونکي عبدالقادر کامل وویل، د عامه شتمنۍ او اقتصادي بېخبناوو ویجاړول د افغانانو په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اړخونو باندې منفي تاثیر کړی دی.
هغه وویل، «د تولیدي فعالیتونو چلول بېخبناوو پورې تړلي دي. کله چې د هېواد بېخبنا ویجاړه وي، په میلیونونو خلک خپلې وظیفې له لاسه ورکوي او کورنی تولید او مارکېټونه کمزوري کیږي.»
کامل زیاته کړه، «دا وخت، د ښوونځي د عمر ۴ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تګ څخه محروم دي ځکه چې په هېواد کې په پراخه کچه ناارامي موجوده ده. کله چې ماشومان تعلیم ترلاسه نه کړي او لوی شي، طالبان او نورې ترهګرې ډلې د هغوی له منځه خلک استخداموي.»
په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، طالبانو په افغانستان کې د پرمختګ او بیارغونې مخه نیولې ده.
سادات زیاته کړه، «طالبانو د ډېرو هغو فرصتونو مخه ډب کړې ده چې کېدای شوای په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې پرمختګ پیاوړی کړي.»
سادات وویل، «په بېخبناوو باندې د طالبانو بریدونو افغانستان مجبور کړی دی چې پر شاتګ وکړي، چې د افغانانو د ژوند په ټولو اړخونو باندې یې منفي اغېز کړی دی.»