امنیت

طالبانو د برېښنا د ستنو په ویجاړولو بادغیس په تیارو کې ډوب کړ

د عمر راپور

طالبانو د سلواغې په ۱ د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې دوه د برېښنا ستنې ونړولې، په دې توګه یې په قلعه نو ښار باندې برېښنا پرې کړه او ګواښ یې وکړ چې که برقیان یې د بیارغونې هڅه وکړي، وبه یې وژني. [شمیل مشال]

هرات -- طالبانو د روانې میاشتې په لومړیو کې د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې دوه د برېښنا ستنې ونړولې، په دې توګه یې په قلعه نو باندې برېښنا پرې کړه او ګواښ یې وکړ چې که برقیان یې د بیارغونې هڅه وکړي، وبه یې وژني.

د بادغیس اوسېدونکیو چې د سلواغې له ‍۱ راهیسې د برېښنا د نشتوالي له امله د ژمي یخو ورځو او شپو کې کړیږي، د طالبانو له خوا د دغې عامه بېخبنا ویجاړول وغندل او هغوی یې د ټولنې د نېکمرغۍ دښمنان وبلل.

په بادغیس ولایت کې د افغانستان د برېښنا شرکت رییس عبدالشکور بشارت وویل، طالبانو ګواښ کړی چې که برقیان د مقر ولسوالۍ سنګ آتش سیمې ته د ستنو د ترمیم لپاره راشي، هغوی به یې ووژني.

هغه وویل، «موږ هڅې روانې کړي ترڅو دا مسئله د قومي مشرانو په منځګړتیا حل کړو، خو تر اوسه پورې زموږ هڅو څه نتیجه نده ورړکړي. طالبان هیچا ته اجازه نه ورکوي چې سیمې ته ورشي.»

یو عکس چې د سلواغې په ۱۱مه اخیستل شوی د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د برېښنا یو فرعي سټېشن ښيي. [شمیل مشال/سلام ټایمز]

یو عکس چې د سلواغې په ۱۱مه اخیستل شوی د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د برېښنا یو فرعي سټېشن ښيي. [شمیل مشال/سلام ټایمز]

یو ماشوم چې د طالبانو د هاوان په یوه برید کې ټپي شوی، د سلواغې په ۷مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [شمیل مشال/سلام ټایمز]

یو ماشوم چې د طالبانو د هاوان په یوه برید کې ټپي شوی، د سلواغې په ۷مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [شمیل مشال/سلام ټایمز]

نوموړي وویل، «طالبانو پخوا هم څو ځلې په بادغیس ولایت باندې برېښنا پرې کړې، خو هر ځل د قوميمشرانو د منځګړتوب او د امنیتي ځواکونو د فشار له برکته برېښنا بېرته نښلول شوې ده.»

بشارت وویل، «خو دا ځل طالبانو ستنې ویجاړې کړي او زموږ کارمندانو ته یې د مرګ ګواښونه کړي دي.»

اصلي قربانیان عادي خلک دي

د قلعه نو اوسېدونکي عبدالواسع وسیم وویل، د برېښنا پرېکون په بادغیس کې عادي ژوند ټکنی کړی دی.

هغه وویل، «زه د طالبانو له خوا د برېښنا پرې کېدل په کلکه غندم. دا جهالت او شیطاني کار دی.»

نوموړي زیاته کړه، «طالبان باید برېښنا او د بېخبنا پروژې خپل پوځي هدفونه ونه ګرځوي. دا به د هغوی پر وړاندې د ملکي خلکو کرکه راوپاروي.»

د قلعه نو اوسېدونکي عبدالقدوس ایماق وویل، طالبانو په منظمه توګه د برېښنا په ټکني کولو سره د خلکو پر وړاندې خپله دښمني ثابته کړې،او د برېښنا په ستنو باندې وروستی برید یې یوه غټه بې انصافي وبلله.

هغه وویل، «موږ د طالبانو له خوا د برېښنا پرې کولو واقعا ستړي کړي یو. د برېښنا د پرې کېدلو اصلي قربانیان عادي افغانان دي، نه حکومتي چارواکي. ټولې حکومتي ادارې جنرېټرونه لري، هغوی د شبکې برېښنا ته اړتیا نه لري.»

ځایي چارواکو او اوسېدونکيو وویل، طالبانو د عامه شتمنۍ په ویجاړولو سربېره، د سلواغې په ۷مه په قلعه نو باندې ۱۲ د هاوان ګولۍ وورولې چې ټولې د ملکي خلکو په کورونو باندې ولګېدلې.

په دغو ډزو کې د ماشومانو په ګډون ۹ ملکي کسان ټپیان شول.‌

د ځایي چارواکو په وینا، درې ورځې وروسته څلور د هاوان ګولۍ په قلعه نو کې له هوایي ډګر سره نږدې په ملکي سیمو باندې ولګېدلې چې یو ملکي کس یې ټپي کړ.‌

د بادغیس د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبداللطیف روستایي وویل، روغتون ته انتقال شوي ټول کسان ملکیان وو.

هغه وویل، په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي. هغوی په لوبو اخته وو چې د هاوان ګولۍ پرې لګېدلې.

د ملکي خلکو په کورونو باندې د هاوانونو ډزې

د ښار اوسېدونکي محمد صدیق عاطف وویل، په ملکي خلکو باندې د هاوانونو ډزې د اسلامي قواعدو او نړۍ والو او بشري اصولو ضد کار، «او له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.»

هغه وویل، «هغه کسان چې په قلعه نو ښار باندې د هاوانونو د ورولو په څېر کارونه کوي چې په ترڅ کې یې ملکي خلک او کارکوونکي ټپیان کیږي، باید پوه شي چې د هغوی کارونه غیرانساني دي. موږ دغه بریدونه غندو.»

په قلعه نو کې د مدني ټولنې فعال محمد آصف امیري وویل، دغه برید «په دوحه کې له متحده ایالاتو سره د طالبانو د کړې ژمنې خلاف عمل دی.»

امیري وویل، «طالبانو ژمنه کړې وه چې تاوتریخوالی کم کړي او په ملکي خلکو او ښارونو باندې بریدونه ونه کړي، خو د طالبانو له خوا تاوتریخوالی دوام لري.»

هغه وویل، «طالبانو خپلې ژمنې نه دي پوره کړي، او موږ ولیدل چې طالبانو له ۱۰ ورځو څخه په لږ وخت کې په قلعه نو ښار باندې دوه ځلې د هاوان بریدونه وکړل. همدارنګه، طالبانو په قلعه نو ښار باندې برېښنا پرې کړه چې سختې ستونزې یې رامنځته کړې.»

په قلعه نو کې یوه دیني عالم مولوي عبدالباسط صارم وویل، طالبان پوهېږي چې له برېښنا څخه د خلکو په محرومولو او د هاوان د ګولیو په ورولو سره هغوی یو د نه بښلو وړ جرم ترسره کړ.‌

ديني توجیه نه لري

صارم وویل، «طالبانو عامه خدمت پرې کړ او خلک یې په تیاره کې کېنول. هغوی یوه ستره ګناه وکړه او که هغوی په اسلام باندې لږ هم وپوهېږي، هغوی به برېښنا پرې نه کړي.»

هغه وویل، طالبان حق نه لري چې د خپلو سیاسي او اقتصادي هدفونو د ترسره کولو لپاره د برېښنا خدمت ټکنی کړي، او اشاره یې وکړه چې دا کار افغانانو ته زیان رسوي.‌

نوموړي په طالبانو باندې تور ولګاوه چې د خپلو سیاسي هدفونو د ترسره کولو لپاره د اسلام له نامه څخه ناوړه استفاده کوي.

صارم وویل، «د استوګنې په سیمو باندې د هاوانونو ورول هېڅ مذهبي توجیه نه لري. دا څه ډول جهاد یا اسلام دی چې د دوی لاسونه په کې د ماشومانو او ښځو په ګډون د بې ګناه خلکو په وینو ککړ دي.»

په قلعه نو کې یوه دیني عالم مولوي علاءالدین کریمي وویل، «اسلام ټولو مسلمانانو ته لارښوونه کړې چې عامه خدمتونه ټکني نه کړي او هڅه وکړي چې له خپلو مسلمانو ورونو او خویندو سره مرسته وکړي.»

کریمي وویل، «اسلام کې د برېښنا پرې کول او د عامه پروژو ویجاړول د منلو وړ ندي.»

هغه زیاته کړه، «د بې ګناه او بې دفاع خلکو ژوند او ملکیت ته زیان رسول د نه بښلو وړ جرم دی چې طالبانو ترسره کړ. طالبان حق نه لري چې د جهاد په نامه بې ګناه افغانان ووژني.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا بدبختۍ هغه وخت شروع شوې چې اسلام په دې وطن کې فتحه ترلاسه کړه. د مجاهدینو له راتګ نه مخکې د دې خاورې ټول خلک کافران ول. د دې خاورې نوم کافرستان (د کفاور وطن) وو بل څه نه وو. یوازې زمونږ مجاهدینو ورونو دې وطن ته د محمد (ص) پاک اسلام راوړ.‌ هغه هم یو خالص اسلام او معجزه وه. لومړی، هلته د غرب او عربانو غلامي وه، او بالاخره د دغو مجاهدینو او مسلمانو ورونو په راتګ سره، د یوه مسلمان ورور د وینو تویول جایز شول، یعنې د هغه د سر پرې کول او د هغه ملکیت پلورل، روا وګرځېدل. برېښنا پرې کول، د ښوونځي ښوونکی وژل، پلونه الوزول، په زور پیسې اخیستل، لواطت او داسې نور زمونږ د لرغوني میراث برخه دي. وبخښئ چې ما سپین سترګي او ګستاخي وکړه. هر څوک چې وایي مونږ ۲۰۰۰ کلن پخوانی کلتور لرو، دروغ وایي.‌ کله چې د هغه چټل چټلستان (پاکستان) علمي پرمختګ او اتومي وسلو ته وکتل شي، د هغه ۸۰ کلن تاریخ زمونږ په نسبت ډېر بهتر دی. زه نه پوهېږم چې دا اسلام د کوم سوري په اساس جوړ شوی چې مونږ نشو کولی پیدا یې کړو، خو یوازې زمونږ مجاهدین او طالبان ورونه کولی شي چې دا اسلام د پلونو او پلچکونو په سوریو او د کابل د برېښنا په لینونو کې پیدا کړي. زه له خدای (ج) نه غواړم چې په اخرت کې ستاسو حشر له همدغو پلونو او پلچکونو سره یوځای وکړي.

ځواب ورکړئ