امنیت

طالبانو په روژه کې بادغیس ته د برېښنا جریان پرې کړ

د عمر راپور

په بادغیس ولایت کې ځایي چارواکي وایي چې طالب اورپکو دغه ولایت ته له ترکمنستان څخه ورغلې برېښنا بنده کړې، چې د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې یې خلکو ته غټې ستونزې جوړې کړي دي. [شمیل مشال/سلام ټایمز]

هرات -- ځایي چارواکي وایي، طالبانو بادغیس ولایت ته له ترکمنستان څخه ورغلې برېښنا بنده کړې، چې د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې یې خلکو ته غټې ستونزې جوړې کړي دي.

په بادغیس کې د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکو وویل، طالبانو د غوایي میاشتې په نیمایي کې د مقر ولسوالۍ په جمعه بازار سیمه کې د برېښنا لینونه پرې کړي دي.‌

د افغانستان د برېښنا شرکت سرپرست رییس غلام رسول افضلي د غوایي په ۱۰مه وویل، تر دې چې اورپکي برقیانو ته هم اجازه نه ورکوي چې خراب شوي لینونه سره وصل کړي او د ولایت مرکز قلعه نو ته د برېښنا جریان بیا جوړ کړي.

د طالبانو له خوا په مقر ولسوالۍ کې د برېښنا د دوو ستنو له ویجاړولو څخه وروسته، په دې ژمي کې په قلعه نو کې له ۴۵ ورځو څخه ډېر برېښنا نه وه، چې د ساړه ژمي په میاشتو کې یې د بادغیس اوسېدونکي له غټو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کړل.‌

دا عکس چې د غوایي په ۹مه اخیستل شوی د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د برېښنا یو سب سټېشن ښيي. [شمیل مشال/سلام ټایمز]

دا عکس چې د غوایي په ۹مه اخیستل شوی د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د برېښنا یو سب سټېشن ښيي. [شمیل مشال/سلام ټایمز]

افضلي وویل، اوس دغې ډلې بیا همداسې کار کړی، «د برېښنا د لینونو ډېره برخه یې ویجاړه کړې او ګواښ یې کړی چې د برېښنا ستنې به هم ویجاړې کړي.»

هغه وویل، له دغو کارونو څخه د افغانستان د برېښنا شرکت ته ډېر زیانونه ور رسېدلي دي.

افضلي وویل، پخوا طالبانو د برېښا د ویجاړتیا د درولو په بدل کې غوښتنې کولې چې د هغوی تر کنټرول لاندې په لسګونو کلیو ته د برېښنا لینونه تېر شي څو اورپکي وکولی شي چې د برېښنا بیلونه ټول کړي.‌

هغه وویل، «خو اوس دا ځل تر اوسه پورې هغوی خپلې غوښتنې نه دي شریکې کړي.»

د بادغیس د ولایتي شورا یوه غړي محمد ناصر نظري د طالبانو تخریبي کارونه په ځانګړې توګه د روژې په ترڅ کې، وغندل.‌

هغه وویل، «طالبانو ډېر ځلې له برېښنا څخه د داسې یوې وسیلې په توګه استفاده کوله چې په حکومت باندې فشار واچوي چې دا یو غیر انساني کار دی.»

هغه وویل، «د برېښنا پرې کول د طالبانو له خوا د خلکو پر وړاندې ښکاره دښمني ښیي،» او ټینګار یې وکړ چې دغه ډله «هېڅکله د پرمختګ په هکله فکر نه کوي، او یواځیی منطق یې ویجاړی دی.»

په تیاره کې لمونځ کول

د بادغیس اوسېدونکیو د طالبانو د عملونو په هکله نارضایتي وښودله او ویې ویل چې د هغوی کارونه د افغانانو پر ضد د دښمنۍ ښکاره بېلګې دي.

د قلعه نو یوه اوسېدونکي جنیدالله اشکاني وویل، د برېښنا پرې کول له اخلاقي پلوه هېڅ توجیه نه لري او ښیي چې طالبان انسانیت ته درناوی نه لري.‌

هغه وویل، «طالبانو تل په بادغیس کې د برېښنا، سړکونو او د مخابراتي شبکو په ګډون، عامه شتمنۍ او ملکیتونه یرغمل نیولي دي.»

هغه وویل، په داسې حال کې چې هغوی دا کارونه د دې لپاره کوي چې له حکومت څخه پرې امتیاز ترلاسه کړي، لاکن ډېر زیان یې ملکي خلکو ته رسېږي.

هغه وویل، «روژه تیان د روژې د مبارکې میاشتې د ګرمو ورځو په ترڅ کې برېښنا ته سخته اړتیا لري،» او د طالبانو له خوا د برېښنا په تأمین کې مداخله یې «غیر انساني او غیراخلاقي» کار وباله.

یوه بل اوسېدونکي میر ویس صادقي وویل، په ټول قلعه نو باندې برېښنا پرې وه، جوماتونه تیاره وو، چې د شپې له مخې یې لمونځ کول ډېر سخت کړي وو.‌

هغه وویل، عبادت کوونکي «په روژه کې د شپې جوماتونو ته ځي چې د تراویح لمونځونه وکړي... خو اوس هغوی مجبور دي چې په تیاره کې لمونځ وکړي.»

هغه وویل، سربېره پر دې، د روغتیایي پاملرنې مرکزونه او نور هغه مرکزونه چې مهم خدمتونه وړاندې کوي د برېښنا د جریان د پرې کېدلو له امله ډېر زیانمن شوي دي.

د قلعه نو یوه اوسېدونکي محمد ابراهیم دلاور وویل، طالبانو په خپل دغه کار سره نه یواځې حکومت بلکې پرځای یې ټولو عوامو ته زیان ور رسولی دی.‌

موږ به د طالبانو رشوت قبول نه کړو

د بادغیس والي حسام الدین شمس وویل، طالبان غواړي چې برېښنا د هغوی تر واک لاندې سیمو ته ور وغځيږي، او دا کار دا ناشونې کوي چې د برېښنا د بیلونو تادیات دې حکومت ته په لاس ورشي.

هغه وویل، له دې امله، اورپکي د برېښنا په پرې کولو سره غواړي چې حکومت مجبور کړي څو د هغوی غیرمشروع غوښتنې ومني.

هغه زیاته کړه، دا کار کول هغوی ته د عوایدو یوه بله سرچینه په لاس ورکوي.‌

هغه وویل، «له شبکې سره د طالبانو تر واک لاندې ۳۵ کلیو نښلول په میلیونونو ډالرو ته اړتیا لري. طالبان غواړي چې برېښنا په وړیا توګه استعمال کړي او د برېښنا بیلونه ټول کړي او بیا هغه پیسې د وسلو او چاودېدونکو توکو په پېرودلو باندې ولګوي.»

هغه وویل، «موږ به په هېڅ شرایطو کې هم طالبانو ته پیسې ور نه کړو او موږ هڅه کوو چې قلعه نو ته د برېښنا جریان بیا تأمین کړو.»

په قلعه نو کې د مدني ټولنې یوه فعال احمد ضیاء وزیري وویل، «هر کله چې طالبان له مالي ننګونو سره مخامخ شي، هغوی د پیسو په اخیستلو سره عام خلک تر فشار لاندې نیسي.»

هغه وویل، «د بېخبنایي پروژو د یوې برخې په اخیستلو سره، هغوی د دغو پروژو کیفیت ته زیان ور رسولی دی.»

افغانستان د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو څخه برېښنا راواردوي.

خو وزیري وویل چې که طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې د برېښنا بیلونه ټول کړي او خپله برخه یې حکومت ته ورنه کړي،‌ د حکومت لپاره به دا سخته شي چې د وارد شوې برېښنا لګښتونه تادیه کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغان حکومت باید داسې یو نوی قانون تصویب کړي چې هغو کسانو ته چې د برېښنا ستنې ویجاړوي او خلک د برېښنا له نعمت څخه محروموي، غټه سزا ورکړي، ځکه چې برېښنا د ژوند له لومړنیو اړتیاوو څخه ده او هغه کسان چې خلک د برېښنا له حق څخه محروموي هغوی باید اعدام کړي. زه مطمئن یم چې هغه خلک چې د برېښنا ستنې ویجاړوي هغوی دا حکمونه له خارج څخه ترلاسه کوي او ډېر احتمال لري چې هغوی دا حکمونه له پاکستان او ایران څخه ترلاسه کړي. محلي خلک باید د هرې هغې ډلې پر ضد چې برېښنا پرې کوي راپاڅېږي او هغوی دوزخ ته ولېږي.

ځواب ورکړئ

د برېښنا د ستنو ویجاړول او برېښنا پرې کول د ولس او هېواد پر وړاندې خیانت ګڼل کیږي. هر ګروپ چې دا جرم کوي هغه مجرم او خاین دی. په دې وخت کې، برېښنا د یوې ټولنې له عاجلو اړتیاوو څخه ده، او د برېښنا نشتوالی خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کوي. د برېښنا په پرې کولو سره، طالبان او بله هره ډله چې دغه ویجاړونکي عملونه ترسره کوي، غواړي چې خلک د منځنیو پېړیو په تیاره او جهالت کې وساتي څو خلک د هر هغه ظلم پر وړاندې چې پرې ترسره کیږي، غږ پورته نه کړي. که تاسو د تاریخ پاڼې واړوئ، وبه مومئ چې په منځنیو پېړیو کې په اروپا کې کلیساګانو په هغو خلکو باندې چې په هغه وخت کې یې ژوند کاوه، ظلمونه وکړل. ښځې ژوندۍ په اور وسوزول شوې او هر چا به چې په ساینس او علم کې کشفونه کول او هغه کشفونه به د عیسویت او د بایبل (انجیل) د تحریف شویو اساساتو مخالف ول، کلیساګانو به هغه شخص ایسته وغورځاوه او سمدلاسه به یې د هغه د مرګ فتوا صادره کړه. اوس په دې یویشتمه پېړۍ کې هم داسې ګروپونه شته چې غواړي خلک هماغه د منځنیو پېړیو په څېر په تیاره کې ژوند وکړي او هغوی پرې خپلې غوښتنې تحمیل کړي. تاسو پوهېږئ چې طالبان او نور وسله وال ګروپونه د کلیو او اطرافي سیمو په خلکو باندې، چې حتی د ژوند له اساسي اړتیاوو څخه محروم دي، ظلمونه کوي، خو هغوی حتی خپل غږ نشي پورته کولی.‌‌ ولې طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې تلویزیون ته اجازه نه ورکوي؟ دلیل دا دی چې خلک به د نړۍ له حالاتو څخه خبر شي او نور به د طالبانو غوښتنې نه مني. د برېښنا پرې کول هم عین مسئله ده. له برېښنا څخه پرته یوه ورځ تېرول انسان د ژوند له ټولو پرمختګونو څخه شاته پاتې کوي.‌

ځواب ورکړئ

نړۍ واله ټولنه باید افغانستان ته داسې وسلې او امکانات ورکړي چې څوک ورانی کوي له واره یې ټک چپه کړي. د دې ترڅنګ بهتره به دا وي چې پانګونې وشي، فابریکې جوړې شي او ځوانان جذب شي. کله چې کارونه پيدا شي بیا خلک وسله نه اخلي، جنګ نه کوي او هر څوک خپل کارونه کوي.‌

ځواب ورکړئ