امنیت

د بادغیس اوسېدونکو د طالبانو له خوا د برېښنا او مخابراتي خدمتونو پرې کول وغندل

د عمر راپور

په افغانستان کې د بادغیس ولایت له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د ۱۳۹۸ د سلواغې په ۲۰مه سرکونو ته راووتل چې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا د برېښنا او مخابراتي خدمتونو بندول وغندي.

هرات -- د بادغیس ولایت له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د یکشنبې په ورځ /د سلواغې۲۰مه/ په قلعه نو ښار کې سرکونو ته راووتل چې په سیمه کې د طالبانو له خوا د برېښنا او مخابراتي خدمتونو د بندولو هڅې وغندي.

اعتراض کوونکو وویل، اورپکو څلور ورځې وروسته له هغه چې په دغه ولایت کې یې د خصوصي مخابراتي شرکتونو خدمتونه ټکني کړل، د سلواغې له ۱۷مې راهیسې له ترکمنستان څخه قلعه نو ښار ته راوارده شوې برېښنا بنده کړې ده.

په بادغیس ولایت کې یوازې دولتي مخابراتي شرکت سلام ټیلیکام فعال دی.

د قلعه نو ښار یوه اوسېدونکي او د لاریون برخه وال ناصر اماني وویل، «طالب جنګیالیو په بادغیس ولایت کې مخابراتي او برقي شبکې مختل کړي دي چې تاوان یې یوازې ملکي خلکو ته رسېږي. حکومتي مقامات د برق او مخابراتو په برخه کې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نورې اسانتیاوې لري، خو کله چې برېښنا او مخابراتي خدمتونه قطع وي، زیان یې ملکي خلکو ته رسیږي.»

د بادغیس ولایت له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د سلواغې په ۲۰مه په قلعه نو کې راټول شوي چې په دغه ولایت کې د برېښنا د لینونو د پرې کولو او د مخابراتي خدمتونو د بندولو له امله د طالبانو پر ضد اعتراض وکړي. [شمیل مشال]

د بادغیس ولایت له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د سلواغې په ۲۰مه په قلعه نو کې راټول شوي چې په دغه ولایت کې د برېښنا د لینونو د پرې کولو او د مخابراتي خدمتونو د بندولو له امله د طالبانو پر ضد اعتراض وکړي. [شمیل مشال]

هغه زیاته کړه، د برق او مخابراتي خدمتونو پرې کولو د وېرولو یو ډول دی، او طالبان په داسې کار سره ځانونه منزوي کوي.

هغه وویل، «طالبانو په دې یخه هوا کې د برېښنا په پرې کولو سره د بادغیس اوسېدونکیو ته جدي ستونزې جوړې کړي دي. هغوی له برېښنا سره عادت دي، او ژوند یې ورپورې تړلی دی. له هغه وخت راهیسې چې برېښنا پرې شوې ده، د هغوی ژوند له ستونزو سره مخامخ شوی دی.»

په اعتراض کې د قلعه نو یوه بل اوسېدونکي جلیل احمد ادیب ومنله چې د طالبانو دا کار په سیمه کې ملکي خلکو ته زیان ور رسوي.

هغه وویل، «د طالبانو دا کار عام خلک ژوبلوي، او زه هیله لرم چې دا ستونزه حل شي.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو پخوا څو ځلې په بادغیس ولایت باندې برېښنا قطع کړې ده او خلک یې څو ورځې بې برقه پرېښې دي. ساړه ژمي او د برېښنا نشتوالي د خلکو ستونزې څو برابره کړي دي... او اکثر اوسېدونکي، په ځانګړې توګه ماشومان، د سړې هوا له امله ناروغ شوي دي.»

ملکي خلکو ته سزا ورکول

په ولسي جرګه کې د بادغیس یوه استازي ضیاءالدین اکازي ومنله چې طالبان اصلاً عامو خلکو ته تاوان ور رسوي.

اکازي وویل، «د بادغیس اوسېدونکي په طالبانو باندې غږ کوي چې د برېښنا او مخابراتي خدمتونو په څېر ټولنیز خدمتونه په نښه نه کړي ځکه چې دا حکومت پورې هېڅ اړه نه لري، او د دغو خدمتونو یوازني ګټه اخیستونکي ملکي خلک دي. طالبان له حکومت سره ستونزې لري. هغوی باید عامو خلکو ته تاوان ور ونه رسوي.»

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک وویل، طالبانو دغه خدمتونه له دې امله پرې کړل چې خارجیانو ورته امر کړی دی.

هغه وویل، کله چې طالبان د جګړې په ډګر کې ماتې وخوري، «هغوی د برېښنا او مخابراتي خدمتونو پرې کولو او په عامه سرکونو باندې د ماینونو کرلو ته مخه کوي. د دغو کارونو تاوان ملکي خلکو ته ور رسیږي.»

په قلعه نو ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال نجیب الله دادفر وویل، طالبانو په بادغیس کې د ملکي خلکو ارام او امن مختل کړي دي.

هغه وویل، «طالبانو د برېښنا او مخابراتي خدمتونو په پرې کولو سره ثابته کړه چې هغوی د سولې او نېکمرغۍ دښمنان دي. برېښنا کورونه روښانوي، خو طالبان په دې خفه کیږي چې ملکي خلک له برېښنا څخه د خپلو کورونو د روښانولو او په ژمي کې د ځانونو د تودولو لپاره کار واخلي.»

د کمزورتیا نښې

د بادغیس ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست جنرال شېراغا الکوزي وویل، طالبان په وروستیو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو له خوا تر فشار لاندې دي او د جګړې په ډګر کې ډېر ځلې مات شوي دي.

هغه زیاته کړه، اورپکي نور دا وړتیا نه لري چې له عسکرو سره مخامخ جګړه وکړي، نو د برېښنا او مخابراتي شبکو پرې کولو ته یې مخه کړې ده.

الکوزي وویل، «طالبانو ته د ځمکنیو او هوایي عملیاتو په نتیجه کې درانه تلفات وراوښتي دي. طالبان دا وړتیا نه لري چې په بادغیس ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ وکړي، او مات شوي دي. په دې طریقه، هغوی د برېښنا او مخابراتو شبکې پرې کوي او یوازې ملکي خلکو ته زیانونه ور اړوي.»

هغه زیاته کړه، طالبانو ثابته کړې ده چې هغوی د انسانیت او افغانستان دښمنان دي، او هغوی د افغانانو د نېکمرغۍ په وړاندې دښمني لري.

الکوزي زیاته کړه، «طالبان په بادغیس ولایت کې کمزوري شوي او هر چېرې یې چې سر راپورته کړی دی هلته امنیتي ځواکونو ځپلي دی. امنیتي ځواکونه په هغو سیمو کې عملیات ترسره کوي چې هلته طالبانو برېښنا پرې کړې ده، او هغوی به دغه ترهګره ډله پرې نه ږدي چې کومه ستونزه رامنځته کړي.»

د بادغیس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست سرپرست عزیزالله صابري وویل، طالبانو تل مخابراتي شبکې ګواښلي څو په حکومت او عامو افغانانو باندې فشار واچوي.

هغه وویل، «طالبان وېرېږي چې امنیتي ځواکونه به د مخابراتي شبکو په مرسته د هغوی پل پسې واخلي. دا یو له هغو غټو دلایلو څخه دی چې طالبان مخابراتي شبکې ګواښي او خدمتونه یې بندوي.»

صابري وویل چې هغه په بادغیس ولایت کې د مخابراتو په برخه کې موجودې ستونزې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره شریکې کړې او هغوی دا ستونزه حل کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د نورو ولایتونو خلک یې هم باید د بادغیس له خلکو څخه زده کړي او د طالبانو پر ضد د برېښنا او مخابراتي خدمتونو د بندولو له امله اعتراض وکړي. له برق او مخابراتي خدمتونو څخه پرته ژوند کول د خلکو لپاره ډېر سخت دي ځکه چې هغه د خلکو اساسي او مهمې اړتیاوې ګڼل کیږي.

ځواب ورکړئ

حکومت باید هڅه وکړي چې خلک د طالبانو له ظلمونو څخه ازاد کړی. برق او مخابراتي خدمتونه د خلکو اساسي اړتیاوې دي. که هغوی دا ونه لري،‌ د دې معنی دا ده چې هغوی یو انساني ژوند نه لري. دا د حکومت وظیفه ده چې د مخابراتي خدمتونو او برېښنا امنیت تامین کړي چې خلک ترې ګټه واخلي.‌

ځواب ورکړئ

طالبان باید له مشرانو څخه لږ وشرمیږي چې هغوی لارو او کوڅو ته وځي او دا غوښتنه کوي چې طالبان مخابراتي شبکې فعالې کړي. که طالبان غواړي چې په دې هېواد کې د خلکو په منځ کې واوسي، هغوی باید د ملکي خلکو له وېرولو څخه لاس واخلي او باید چې خلک پرېږدي چې د انسانانو په څېر ژوند وکړي. که هغوی تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې مثبت کارونه ترسره کړي، خلک به د هغوی ملاتړ وکړي، او په راتلونکي کې که هغوی سوله وکړي، خلک به رایې ورکړي، که نه، خلک به هېڅکله هم رایه ورنه کړي چې واک ته ورسیږي.‌

ځواب ورکړئ

هغوی ښه کار وکړ، او د نورو هغو ولایتونو خلک چې طالبان په کې د شپې له مخې مخابراتي خدمتونه بندوي هم باید لاریونونه وکړي څو هغوی پوه شي چې خلک له طالبانو څخه ناخوښه دي. د ۲۴ ساعته برق او مخابراتي خدمتونو لرل په ۲۱مه پېړۍ کې د خلکو د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ده چې له هغو پرته به د خلکو ژوند ښه تېر نشي. طالبان باید په دې پوه شي او خلکو ته ستونزې جوړې نه کړي.

ځواب ورکړئ