امنیت

د طالبانو له خوا په بادغیس کې ولسوالیو ته د تللیو لارو بندولو د زرګونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی

د عمر راپور

ځایي چارواکو او اوسېدونکو وویل،‌ طالبانو سږ کال له یوې لنډې وقفې څخه وروسته یو ځل بیا په بادغیس ولایت کې په مخابراتي کمپنیو باندې محدودیتونه وضع کړي دي. یاده اورپکې ډله یواځې د سهار له ۶ بجو څخه د ماښام تر ۵ بجو پورې مخابراتي شرکتونو د فعالیت اجازه ورکوي. [شمیل مشال]

هرات -- ځایي چارواکي وايي، په بادغیس ولایت کې د طالبانو له خوا ولسوالیو ته د تللیو لارو بندېدلو د زرګونو اوسېدونکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.‌

طالبان بالامرغاب، جوند او قادس ولسوالیو ته د ځایي خلکو، حکومتي کارکوونکیو او روغتیايي ټیمونو د ورننوتلو مخه نیسي.

سیف الله مرادي چې په قادس ولسوالۍ کې اوسېږي، وویل، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي نشي کولی چې حتی له ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز قلعه نو ته ناروغان د تداوۍ لپاره بوځي ځکه چې طالبانو لاره بنده کړې ده.‌

هغه زیاته کړه، «طالبانو ولسوالۍ ته په په تلو راتلو بندیز لګولی او نه پرېږدي چې قادس ولسوالۍ ته خوراکي توکي راوړل شي. په نتیجه کې، د خوراکي توکو قېمتونه لوړ شوي دي. د خوراکي توکو او درملو پیدا کول ستونزمن شوي دي.»

افغان ځوکونه د غوایي په ۱ د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو بیرغ لیرې کوي. [شمیل مشال]

افغان ځوکونه د غوایي په ۱ د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو بیرغ لیرې کوي. [شمیل مشال]

د بادغیس د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبداللطیف روستایي وویل، ولسوالیو ته د تللیو لارو په بندېدلو سره طالبانو د زرګونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

هغه وویل، «په موجودو حالاتو کې چې کروناوایرس په چټکۍ سره خپرېږي، د ولسوالیو اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري چې د دې کار لپاره باید روغتیایي ټیمونه ولسوالیو ته لاړ شي، خو طالبان روغتیایي کارکوونکیو ته اجازه نه ورکوي.»

روستایي وویل،‌ «تر دې چې طالبان ځایي خلکو ته هم اجازه نه ورکوي چې په عاجلو حالاتو کې خپل ناروغان روغتونونو ته وېسي چې دا ډېره د اندېښنې وړ ده.»

هغه زیاته کړه، «مونږ په ولسوالیو کې د کروناوایرس د خپرېدلو په هکله وارخطا یو، خو د طالبانو د مخالفت له امله موږ نشو کولی چې هلته لاړ شو. موږ له طالبانو څخه غواړو چې د انسانانو ژوند ته درناوی وکړي او روغتیایي ټیمونو ته اجازه ورکړي چې له ناروغانو سره مرسته وکړي.»

ولایتي مقامات وايي، امنیتي ځواکونو د غوایي په ۱ د ګډو عملیاتو په نتیجه کې له طالبانو څخه د هغه سرک کنټرول ترلاسه کړی چې قادس ولسوالۍ ته ځي، او په دغه سرک باندې تګ راتګ عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د بادغیس امنیه قوماندان جنرال شېراغا الکوزي وویل،‌ «طالبانو ځینې ولسوالیو ته په تللیو سرکونو باندې ماینونه فرش کړي دي چې هیڅوک هم ونشي کولی چې ولسوالیو ته لاړ شي یا ترې راشي. امنیتي ځواکونو قادس ولسوالۍ ته تللی سرک له طالبانو څخه پاک کړی... او په سرک باندې کرل شوي ماینونه یې شنډ کړي دي.»

هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې هغه سرکونه چې نورې ولسوالۍ وصلوي هم پاک کړي چې سفر او د کارګو رسول بیا پیل شي.

جاهلانه طریقې

په ورته وخت کې، د بادغیس ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ریاست سرپرست عزیزالله صابري وویل، طالبانو سږ کال له یوې لنډې وقفې څخه وروسته په بادغیس کې په مخابراتي کمپنیو باندې محدودیتونه بیا لګولي دي.

هغه وویل، طالبانو خصوصي مخابراتي شرکتونه د شپې له مخې له فعالیت څخه منع کړي او یواځې سلام ټیلیکام دولتي شبکه فعاله ده.

صابري وویل، خصوصي شرکتونه یواځې د سهار له ۶ بجو څخه د ماښام تر ۵ بجو پورې فعالیت کوي ځکه چې طالبان هغوی ته د شپې له مخې د کار اجازه نه ورکوي.‌

صابري وویل، «د بادغیس شاوخوا ۷۰٪ اوسېدونکي مخابراتي خدمتونه لري، خو د شپې له مخې د هغو بندول تقریبا ټول اوسېدونکي هغو ته له لاسرسي څخه محروموي.»

هغه زیاته کړه، «په بادغیس کې طالبان د دین او انسانیت په هکله له هېڅ نه هم خبر نه دي. هغوی یواځې خپلې جاهلانه لارې تعقیبوي. هغوی له دې نه ډارېږي چې که مخابراتي خدمتونه د شپې له مخې روښانه وي، امنیتي ځواکونه به یې تعقیب کړي او وبه یې وژني.»

د قلعه نو ښار یوه اوسېدونکي حبیب فوزي وویل، «د مخابراتي خدمتونو پرې کول په حکومتي فعالیتونو باندې هېڅ اثر نه کوي ځکه چې حکومت ته ټولې اسانتیاوې موجودې دي.»

هغه زیاته کړه، د طالبانو کارونه یوازې د ملکي خلکو لپاره ستونزې جوړوي.

د قلعه نو ښار یوه بل اوسېدونکي عارف رحماني وویل، «د مخابراتي شرکتونو فعالیتونه غیرپوځي دي، له دې امله، طالبان باید دغه خدمتونه ونه دروي. د مخابراتي خدمتونو قطع کولو د کورنیو د غړو تر منځ ارتباطات مختل کړي، او هغوی ته یې جدي ستونزې جوړې کړي دي.»

غیر اسلامي عملونه

دیني عالمان وایي، د طالبانو له خوا د سرکونو بندول او د مخابراتي خدمتونو محدودول غیر اسلامي او د دین ضد عملونه دي.‌

د بادغیس ولایت یوه دیني عالم مولوي علاءالدین کریمي وویل، د سرکونو بندول له وسله والې غلا سره برابر دي او طالبان په دې کار سره غټه ګناه کوي.

هغه وویل، «اسلام د مفاهمې دین دی. هغه د خلکو تر منځ د رابطې پرې کولو دین نه دی. په حقیقت کې، هغه داسې یو دین دی چې خلک سره وصلوي. د اسلام پېغمبر ټولو مسلمانانو ته توصیه کوي چې ارتباطات سره جوړ کړي او خپلې اړیکې ټینګې وساتي.»

هغه وویل، «موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې سرکونه بند نه کړي او د مخابراتي کمپنیو فعالیتونه مختل نه کړي. سرکونه د خلکو دي،‌ او هیڅوک هم باید د سفرونو مخه ونه نیسي.»

کریمي وویل، طالبان باید خپل هر عمل اسلام پورې ونه تړي ځکه چې د هغوی اکثر عملونه لکه سرکونه بندول او د شپې له مخې د مخابراتي خدمتونو بندول غیراسلامي کارونه دي.

په بادغیس ولایت کې یوه بل دیني عالم قاري فضل حق وویل، طالبان سرکونه د خپلو ګټو لپاره بندوي.

هغه وویل،‌ «د اسلام پېغمبر ویلي دي چې یو حقیقي مسلمان هغه دی چې د هغه له ژبې او لاسونو څخه نور مسلمانان په امن وي، خو ټول افغانان د طالبانو له لاسه له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او د هغوی له ظلمونو څخه کړیږي.»

هغه وویل، «طالبان سرکونه بندوی، مخابراتي خدمتونه بندوي او د مسلمانانو لپاره ستونزې جوړوي. دا په اسلام کې د منلو وړ نه دي، او اسلام یې په بشپړ ډول ردوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما په نظر، په افغانستان کې به جنګ دوام ومومي او هېڅکله به هم سوله په کې رانشي.‌

ځواب ورکړئ

له خلکو څخه باید وغوښتل شي چې د ترهګرو د ظلمونو پر ضد چوپ پاتې نشي.

ځواب ورکړئ