امنیت

د طالبانو ګواښونو د فراه اوسېدونکي له ټیلیفوني خدمتونو څخه بې برخې کړل

د عمر راپور

د طالب اورپکو له خوا دا ګواښونه چې په فراه ولایت کې به مخابراتي ستنې والوزوي د دې سبب شوي چې په دغه ولایت کې ډېر خدمتونه قطع شي چې دغه کار د اوسېدونکیو غوسه راپارولې ده.

هرات -- په فراه ولایت کې د طالبانو له خوا د مخابراتي شرکتونو د ستنو د الوزولو ګواښونه د دې سبب شوي چې په یاده سیمه کې ډېر خدمتونه قطع شي چې دغه کار د محلي خلکو تر منځ غوسه راپارولې ده.

طالبانو د تلې په ۱۳مه په سیمه کې مخابراتي کمپنیو ته وویل چې یا خپل خدمتونه پرې کړي یا دې ته تیار شي چې اورپکي یې ستنې ورته ویجاړې کړي. یوازې د دولت له خوا چلېدونکی سلام مخابراتي شرکت په سیمه کې د خپلو خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکوي.

مقاماتو او محلي اوسېدونکيو وویل چې یادې ډلې د خپل ګواښ لپاره کوم مؤجه دلیل نه دی وړاندې کړی، خو طالبانو ویلي چې هغوی به په دغه ولایت کې د مخابراتي خدمتونو بیا پيلېدلو ته هغه وخت اجازه ورکړي چې کابل د اورپکو پر ضد خپل هوایي عملیات ودروي.‌

پخوا امنیتي چارواکو ویلي وو چې طالبان ډارېږي چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه کولی شي د شبکې د انټنونو له لارې د شپې له مخې د هغوی خوځښتونه معلوم کړي.‌

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۱۰مه د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې اخیستل شوی د موبایل ټیلیفون ستنې ښیي. [عمر]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۱۰مه د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې اخیستل شوی د موبایل ټیلیفون ستنې ښیي. [عمر]

د فراه ولایت اوسېدونکي د اورپکو دا کار د ملکي خلکو پر ضد یو جنایت بولي او په یاده ډله باندې غږ کوي چې عامه خدمتونهله خپل یاغیتوب څخه جلا کړي.‌

د فراه د ولایتي شورا مرستیال رییس شاه محمود نعیمي وویل چې د مخابراتي خدمتونو بندول ځایي اوسېدونکیو ته کړاوونه جوړوي.

هغه وویل، "طالبانو ګواښ کړی چې که مخابراتي کمپنۍ خپل خدمتونه بیا پیل کړی هغوی به د مخابراتي کمپنیو ستنې ویجاړې کړي."

هغه زیاته کړه، "له هغې ورځې راهیسې چې مخابراتي خدمتونه قطع شوي، په فراه کې ژوند او تجارت متاثر شوی او ستونزې له یوې ورځې څخه بلې ته پسې زیاتیږي."

د فراه ښار یوه اوسېدونکي محمود وویل، "زه په پشت رود ولسوالۍ کې د خپلې کورنۍ له حاله خبر نه یم. طالبان ډارېږي چې د مخابراتی شبکو له لارې د هغوی موقعیت معلومیږي او له دې امله هغوی مخابراتي شرکتونو ته ګواښونه کړي دي."

هغه وویل، "دا لومړی ځل نه دی. پخوا هم څو ځلې مخابراتي کمپنۍ بندې کړای شوي دي."

د فراه ښار یوه بل اوسېدونکي شکیب فقیري وویل، د طالبانو دغه کار د عامو خلکو لپاره ډېرې ستونزې راولاړې کړي دي.‌

فقیري وویل، "د دې کار په کولو سره، طالبان د حکومت لپاره نه بلکې د ملکي خلکو لپاره ستونزې جوړوي."

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي دادالله قانع وویل، "په فراه ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو په قطع کېدلو سره تجارتي معاملې متاثرې شوي دي."

"ملکي خلک یو له بل سره د موبایل فونونو له لارې تماس نیسي، او د هغوی ټول تجارتي کارونه د دغه چینل له لارې پرمخ ځي، خو طالبانو عادي ژوند ټکنی کړی دی."

د شپې له مخې مختل کېدنې

سربېره پر دې، د طالبانو د ګواښونو په نتیجه کې د هرات،‌ غور او بادغیس ولایتونو په ولسوالیو کې د شپې له مخې مخابراتي خدمتونه قطع کیږي.‌

د فیروزکوه یوه اوسېدونکي احمدشاه مؤحد وویل، په غور ولایت کې له تېرو دوه میاشتو راهیسې په مخابراتي شبکو کې ستونزې رامنځته شوي دي.‌

هغه زیاته کړه، "مونږ په طالبانو باندې غږ کوو چې د عامه خدمتونو له محدودولو څخه لاس واخلي. په روان جنګ کې ملکي خلک بې پرې پاتې دي او له دې امله هغوی ته باید هېڅ زیان ور ونه رسیږي."

د هرات د ولایتي شورا یوه غړي نجیب الله محبي وویل، د شپې له مخې د مخابراتي شبکې بندېدل یوه له هغو لویو ستونزو څخه ده چې د هرات ولایت لیرې پرتې برخې یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.‌

هغه وویل، "په ولسوالیو کې اوسېدونکي د عاجلو پېښو او حالاتو په شمول له خپلو خپلوانو سره د تماس نیولو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، خو هغوی له مخابراتي خدمتونو څخه محروم پاتې دي."

محبي زیاته کړه، "د طالبانو سیاست او نظریات تل وروسته پاتې دي. طالبان نه غواړي چې افغانستان نېکمرغه شي، او هغوی نه غواړي چې افغانان ټکنالوجۍ ته لا سرسی ولري."

هغه وویل، "د طالبانو هدف دا دی چې عام خلک له اتصال څخه محروم کړي او هغوی وکولی شي چې په ټولنه کې خپل جاهلانه فکرونه ترویج او تطیق کړي."

ملکي خلکو ته ستونزې جوړول

د بادغیس د ولایتي شورا یوه غړي محمد فرید اخیزي وویل،‌ خلک نه پوهېږي چې طالبان خپل چلند څنګه توجیه کوي ځکه ملکي خلک دي چې له یادو خدمتونو څخه استفاده کوي.

هغه وویل، "د بادغیس ولایت په ټولو برخو کې له تېرو دوه میاشتو راهیسې مخابراتي خدمتونه د شپې له مخې بندیږي، او دغه کار ګڼې ستونزې رامنځته کړي دي.‌ د شپې په رابره کېدلو سره تماس قطع کیږي او بیا کاروونکي نشي کولی وپوهېږي چې د هغوی د دوستانو او کورنیو په لوري څه روان دي پېښېږي."

اخیزي زیاته کړه، "دا ۲۱مه پېړۍ ده چې نور هېوادونه په کې پرمختللې ټکنالوجۍ او مواصلاتو ته لاسرسی لري، خو طالبان افغانانو ته اجازه نه ورکوي چې له خپلو موبایل فونونو څخه استفاده وکړي."

هغه وویل، "دا واقعا د طالبانو لپاره یو تاریخي شرم دی، او دا ډله به په تاریخ کې د یوې ناوړه ډلې په توګه ثبت شي."

د هرات د والي مرستیال غلام داود هاشمي وویل، دا چې طالبان نشي کولی چې له امنیتي ځواکونو سره وجنګیږي، د هغه پر ځای هغوی مخابراتي شرکتونو او ملکي تاسیساتو ته ستونزې جوړوي.

هغه وویل، "طالبان دا وړتیا نه لري چې په هرات ولایت کې په مخابراتي شبکو او د هغو په ستنو یا پایو باندې برید وکړي، خو مخابراتي شرکتونو د شپې له مخې په ولسوالیو کې خپل خدمتونه د خراب امنیت او په نورو ولایتونو کې هغوی ته د طالبانو د ګواښونو له امله ودروي."

هاشمي وویل، "طالبانو مخابراتي شرکتونو ته ویلي ... چې که هغوی د هرات په ولسوالیو کې خپل خدمتونه پرې نه کړي، هغوی به په هغو ولایتونو کې د هغوی ستنې والوزوي."

هغه زیاته کړه، "د طالبانو دا کار عامو خلکو ته زیان ور رسوي. هغه په حکومت یا امنیتي ځواکونو باندې کوم تاثیر نه کوي، خو ملکي خلکو ته ستونزې جوړوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500