امنیت

د طالبانو ګواښونو د هرات اوسېدونکي د شپې لخوا له ټیلیفوني خدمتونو څخه بې برخې کړي

د عمر راپور

د هرات ولایت د اتو ولسوالیو اوسېدونکي د شپې له مخې له ټییلیفوني خدمتونو څخه بې برخې کېږي ځکه طالبانو ګواښ کړی چې د هغوی مخابراتي انټنونه به ورته ویجاړ کړي. طالبان ډارېږي چې د شبکو انټنونه به عسکرو ته دا وړتیا ورکړي چې د هغوی خوځښتونه تعقیب کړي. [عمر]

هرات -- د هرات ولایت د اتو ولسوالیو اوسېدونکي د شپې له مخې له ټیلیفوني خدمتونو څخه بې برخې کېږي ځکه طالبانو ګواښ کړی چې د هغوی مخابراتي انټنونه به ورته ویجاړ کړي.

طالبان ډارېږي چې د شبکو انټنونه به عسکرو ته دا وړتیا ورکړي چې د هغوی خوځښتونه تعقیب کړي.

په کوهستان، زنده جان، غوریان، شینډنډ، پشتون زرغون، اوبه، ګلران او کشک ربات سنګي ولسوالیو کې هره ورځ د ماښام له ۶ بجو څخه د سهار تر ۸ بجو پورې ټیلیفوني خدمتونه بند وي.‌

د کندوز او هلمند په شمول د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم مخابراتي شرکتونه د اورپکو د ورته ګواښونو له امله د شپې له مخې خپل خدمتونه بندوي.

په دې عکس کې چې د جنورۍ په ۱۰مه د هرات ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې اخیستل شوی، د موبایل فون یوه ستنه لیدل کیږي. [عمر]

په دې عکس کې چې د جنورۍ په ۱۰مه د هرات ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې اخیستل شوی، د موبایل فون یوه ستنه لیدل کیږي. [عمر]

د دې ولسوالیو اوسېدونکي د شپې له مخې دغه بندیز غندي او په حکومت باندې غږ کوي چې دا ستونزه حل کړي.‌

د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ اوسېدونکي شمس الحق ضیأ، چې ۲۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «کېدی شي چې ډېرې ستونزې پېښې شي،»

هغه وویل، «د مثال په توګه، که کوم څوک په کلي کې ناروغ کیږي یا که په ښار کې کومه پېښه کېږي، مونږ ټوله شپه پرې نه خبرېږو. که هغه چارواکي چې په لوړو مقامونو باندې کار کوي زمونږ غږ اوري، مونږ غواړو چې دا ستونزه حل شي.»

د غوریان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی، ګوهرخان، چې ۳۵ کاله عمر لري، له دې سره موافق دی او وایي چې دغه ډول بندیز د یادو ولسوالیو د اوسېدونکیو خوندیتوب له خطر سره مخامخ کوي.

خان سلام ټایمز ته وویل، «په یوه عاجله پېښه کې، زه د خپلو خپلوانو، ګاونډیانو یا حکومتي ادارو په شمول هیچا ته هم زنګ نشم وهلی. هغه څوک چې خپلوان یې ناروغ کیږي، هغوی د شپې له مخې کوم چاته د ټیلیفون کولو لپاره له ډېرو ستونزو سره مخامخ کیږي.»

د هرات د ولایتي شورا ځینې غړي خبرداری ورکوي، چې په ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو غیر فعال ساتل یوازې نا امني او د طالبانو فعالیتونه پراخوي.

د هرات د ولايتي شورا مرستیال توریالي طاهري سلام ټایمز ته وویل، «په دغو ولسوالیو کې د شپې له مخې د مخابراتي شبکو د خدمتونو ټکني توب د خلکو لپاره د هغوی د صحي مسایلو، ټرانسپورټ، امنیت او داسې نورو په برخو کې ډېرې ستونزې راولاړې کړي دي،»

طاهري وویل، «امنیتي چارواکو له مونږ سره ژمنه کړې چې هغوی به دا ستونزه حل کړي، او مونږ هیله لرو چې په دې سره به مخابراتي انټنونه په ټولو سیمو کې په ټولو وختونو کې فعال پاتې شي،»

د هرات د ولایتي شورا یوې غړې سکینې حسیني سلام ټایمز ته وویل، «د انټنونو پرې کېدا او د ښار مرکز سره په خدمت کې ټکني توب به د نا امنۍ د ډېرېدا سبب وګرځي، له دې امله، حکومت باید دې مسئلې ته پام وکړي او دا ستونزه حل کړي.»

خدمت بیا پیلول

په هرات کې محلي چارواکي وایي چې هغوی په مخابراتي کمپنیو باندې فشار اچوي چې د شپې له مخې خپل خدمت بیا په حال کړي.‌

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له دې مسئلې نه خبر یو، او مونږ ته ځینې شکایتونه را رسېدلي دي،»

هغه وویل، «د دغو شکایتونو په اساس، مونږ د مخابراتو وزارت ته رسمي لیکونه ولېږل، او مونږ تمه لرو چې هغوی به له مخابراتي شبکو سره خبرې پیل کړي چې دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي،»

«زمونږ هدف دا دی چې په هرات ولایت کې ۲۴ ساعته او نه ټکني کېدونکي مخابراتي خدمتونه ولرو.»

هغه زیاته کړه، «له بده مرغه، یاغیانو په ځینې سیمو کې مخابراتي انټنونه خراب کړي دي،»

رحیمي زیاته کړه، «مونږ هڅه کوو چې د قومي مشرانو، د ولسوالیو شوراګانو، مخابراتي شرکتونو او زمونږ د خپلو ارتباطاتو له لارې دا ستونزه حل کړو. ټیلیفوني خدمتونه باید په ټولو ولسوالیو کې فعال وساتل شي.»

رحیمي وویل، په ځینې ولسوالیو کې مخابراتي شرکتونو خپل خدمتونو له دې سره سره چې د طالبانو له ګواښ څخه خوندي دي، د شپې له مخې بند کړي دي.

رحیمي وویل، «ان په داسې سیمو کې چې هلته حکومت واک لري، ځینې مخابراتي شرکتونو د شپې له مخې خپل خدمتونه درولي دي. دا مسئله تر څېړنې لاندې ده،‌ او مونږ به ژر دا ستونزه هم حل کړو.»

د هرات ولایت امنیه قوماندان، جنرال امین الله امرخېل، وویل، پولیس په دې کار کوي چې په ولسوالیو کې ټول مخابراتي شرکتونه د طالبانو له هر احتمالي برید څخه خوندي کړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «یوازې په درې ولسوالیو کې جدي امنیتي ستونزې موجودې دي، په داسې حال کې چې نورې ولسوالۍ جدي امنیتي ګواښونه نه لري. سم چې مونږ ته د ستونزې په هکله خبر راشي، مونږ به هغسې چې پخوا مو کړي دي، لاس په کار شو. که مونږ له څه پېښې څخه خبر شو، عملیات به ترسره کړو.»

هغه زیاته کړه، «امنیتي ګواښونه دومره جدي نه دي، او مخابراتي شرکتونه دې ته اړتیا نه لري چې خپل فعالیتونه ټکني کړي. په امنو سیمو کې باید یوازې د یوه ګواښونکي ټیلیفون پیغام په اساس خدمت ټکنی نشي.»

طالبان ګواښونه تاییدوي

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو پخواني عملونه ښیي چې هغوی دې ته تیار دي چې دغه ډول کارونه وکړي .

په هرات کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) یوه چارواکي، غلام رسول قاري زاده، سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو د تېرو ۱۲ میاشتو په ترڅ کې ۹ مخابراتي ستنې سوزولې دي،»

قاري زاده وویل، «هغوی د طالبانو له خوا شوي ګواښونه، چې ویلي یې وو چې که خدمتونه ونه درول شي هغوی به مخابراتي ستنې وسوزوي، بابېزه وګڼل،»

هغه وویل، «دغه ستنې په لیرې پرتو، غرنیو سیمو کې واقع دي،‌ او له دې امله هلته یو څه امنیتي اندېښنې موجودې دي،»

هغه زیاته کړه، «خلک په ټولو وختونو کې مخابراتي خدمتونو ته اړتیا لري او غواړي چې له خپلو کورنیو او خپلوانو سره په تماس کې وي. کله چې ستنې وصل نه وي، هغه څوک چې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کیږي، هغه عادي خلک دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500