تکنالوژي

افغان حکومت په هلمند کې د طالب ځواکونو له خوا د مخابراتي کمپنیو له بندولو څخه وروسته لاس په کار شو

د ضیاء ثمر راپور

سلام شبکه، چې د افغان حکومت تر مالکیت لاندې کمپني ده، وروسته له هغه، چې طالبانو په هلمند ولایت کې د خصوصي مخابراتي خدمتونو د ودرولو حکم وکړ، په دې کار کوي چې هلته انټنونه ودروي.‌ [ضیاء ثمر]

لښکرګاه -- سلام شبکه، چې د افغان حکومت تر مالکیت لاندې کمپني ده، وروسته له هغه، چې طالبانو د وري په میاشت کې په هلمند ولایت کې د خصوصي مخابراتي خدمتونو د ودرولو حکم وکړ، په دې کار کوي چې هلته انټنونه ودروي او ارتباطات پیاوړي کړي.

په هلمند کې طالبانو مخابراتي کمپنیو ته هغه وخت ګواښونه پيل کړل چې د افغان اردو نصرت عملیاتو،‌ چې د وري په ۱۲ مه پيل شوي ول، طالبانو ته درانه تلفات ور واړول. په ځواب کې،‌ اورپکو د وري په ۲۳ مه مخابراتي کمپنیو ته خبرداری ورکړی چې یا دې خدمتونه بند کړي او یا دې د خپلو موبایل فونونو د انټنونو ویجاړېدا ته منتظر اوسي.

کمپنیو له مقاومت څخه پرته په ټول ولایت کې خدمتونه بند کړل.‌

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې (اترا) ولایتي رییس ممتاز احمد پتمن سلام ټایمز ته وویل، «وروسته له هغه چې طالبانو په خصوصي مخابراتي شبکو فشار راوړ چې په هلمند کې خدمتونه بند کړي،اوس حکومت د خدمت په برابرولو کار کوي،»

د هلمند ولایت په ګرېشک ولسوالۍ کې د مخابراتي کمپنیو اړوندې د موبایل ستنې د غبرګولي په ۱۷مه لیدل کیږي چې د طالبانو د ګواښونو له امله غیرفعالې شوي دي. [ضیاء ثمر]

د هلمند ولایت په ګرېشک ولسوالۍ کې د مخابراتي کمپنیو اړوندې د موبایل ستنې د غبرګولي په ۱۷مه لیدل کیږي چې د طالبانو د ګواښونو له امله غیرفعالې شوي دي. [ضیاء ثمر]

افغان حکومت د لښکرګاه په بولان، مختار، د معلمانو نومرې او احمدشاهي مېنه کې څلور انټنونه درولي او د ښار په ۱ ناحیه کې موجود انټن یې پیاوړی کړی دی.

هغه وویل، «مونږ هڅه کوو چې د خلکو خدمت وکړو او د دې مخه ونیسو چې له ستونزو سره مخامخ شي؛‌ دا د حکومت وظیفه ده،»

د پوښښ د پراخولو لپاره هڅې روانې دي

د افغان ټیلیکام ولایتي رییس نجیب ساپي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په لښکرګاه ښار او یو شمېر ولسوالیو کې خپل خدمت وروسته له هغه دوه برابره کړ چې طالبانو په هلمند کې مخابراتي شبکې بندې کړې،»

افغان ټیلیکام،‌ چې یو بل حکومتي شرکت دی، د سلام شبکې مالک دی.

هغه وویل، «مونږ د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د سلام شبکې خدمت دوه برابره کړی دی، او مونږ به په ناوه ولسوالۍ کې یو انټن ولګوو، چې دغه دواړه ولسوالۍ به سره ونښلوي،»

په ورته وخت کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت چارواکو په هلمند کې له خصوصي مخابراتي کمپنیو سره وکتل چې له هغوی سره په هغو ولایتونو کې د فعالیتونو په بیا پیلولو کې مرسته وکړي چې هلته هغوی فعالیتونه بند کړي دي.‌

په کابل کې د وزارت ویاند سایر ځلاند د ټیلیفون په کرښه سلام ټایمز ته وویل، «افغان ولسمشر اشرف غني هم له امنیتي چارواکو څخه غوښتي چې مخابرات لا نور خوندي کړي،»

هغه وویل، «اوس، مونږ هڅه کوو چې په هغو ولایتونو کې د سلام شبکې پوښښ زیات کړو چېرې چې نورې کمپنۍ فعالیت نه کوي،»

خلک له ستونزو سره مخامخ دي

ځایي خلک وایي، د طالبانو له خوا د مخابراتي کمپنیو وېرولو ډېرې زیاتې ستونزې جوړې کړي دي.‌

د لښکرګاه یوه اوسېدونکي نقیب الله باور، چې ۲۰ کاله عمر لري وویل، «حکومت د خپل ځان لپاره خپلې مخابراتي اسانتیاوې لري،‌ او دا یوازې افغان عوام دي چې له خصوصي مخابراتي شبکو څخه استفاده کوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اوس، حکومت د هلمند اوسېدونکیو ته مخابراتي خدمت برابروي او مونږ خوښ یو چې ګورو چې حکومت د خلکو ستونزې هواروي،»

د لښکرګاه یوه بل اوسېدونکي، نصرت الله احساس، چې ۲۷ کاله عمر لري، وویل چې دوه میاشتې مخکې د مخابراتي کمپنیو پر ضد د طالبانو له ګواښونو راهیسې هغه له خپلو خپلوانو سره تماس له لاسه ورکړی دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «حکومت یوازې په ښار او په ځینې ولسوالیو کې د سلام خدمت برابر کړی دی، او تر دې وخته،‌ یوازې ځینې ستونزې حل شوي دي،» او زیاته یې کړه چې هغه د حکومت هڅې ستایي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جناب ذاهدی صاحب مو افتخار دی یو تکره شخصیت دی تل ریشتا ویلی دی

ځواب ورکړئ