افغان اورپکي د ټیلي کام برج سوځوي

د سټاف راپور

باټي کوټ، افغانستان -- د طلوع نیوز د راپور له مخې، د والي ویاند عطاالله خوګیاني تائید کړه چې اورپکو د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۶ مه) په ناوخته وخت کې په باټي کوټ ولسوالۍ کې د ټیلي کام برج وسوځولو.

په دې پيښه کې د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی او هیڅ ګروپ د دې مسوولیت پرغاړه نه ده اخیستې.

د افغانستان د مخابراتو د وزارت چاواکو سږ کال په اوایلو کې خبرداری ورکړی وو چې د طالبانو او نورو اور پکو ګروپونو هلو ځلو په ټول هیواد کې په سلګونو برجونه په خطر کې اچولي دي چې د شخصي ټیلي کام شرکتونو څخه شوکه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500