د افغانستان کام ایر شرکت تاشکند ته لومړۍ الوتنه وکړه

کاروانسرای

تاشکند -- د 1news.uz د راپور په اساس، د ازبکستان د هوایي کرښې،‌ نېشنل ایرکمپنۍ، له خوا د ورکول شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان یوه هوایي شرکت، کام ایر، د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۲۹ مه/ سهار له کابل څخه تاشکند ته خپله لومړنۍ الوتنه وکړه.‌

د کام ایر بویېنګ ۷۳۷ الوتکې د افغانستان د حکومت یو هیئت د افغانستان له پلازمېنې څخه تاشکند ته راوړ.‌ دغه الوتنه یوازې څو ورځې مخکې له هغه ترسره شوه چې افغان ولسمشر اشرف غني د ډسمبر په لومړیو کې له ازبکستان څخه په یوه رسمي سفر لیدنه کوي.‌

د ازبکستان او افغانستان تر منځ د هوایي خدمت د پرانستلو یوه هوکړه د روان کال په لومړیو کې د دواړو هېوادونو د هوانوردۍ د ادارو تر منځ لاسلیک شوې وه.‌

د کابل - تاشکند الوتنې به له مهالوېش سره سم په ډسمبر کې پیل شي، چې په اونۍ کې دوه ځلې یعنې د چارشنبې او یکشنبې په ورځو به کېږي.‌

افغان هوایي کارمندان به هم د ازبکستان د هوایي کرښې او د ازبکستان د هوایي کرښې د تخنیک په ښوونځي کې تربیه کړای شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500