زده کړه

ازبکستان د افغان زده کوونکیو لپاره تعلیمي مرکز جوړوي

د ماکسیم ینیسیېف راپور

د هوایي کرښې چارواکي د نومبر په ۲۹ مه په تاشکند کې د افغانستان د کام ایر هوایي شرکت له خوا له کابل څخه تاشکند ته د لومړنۍ الوتنې لمانځنه کوي. [طاهر قادري/ټوېټر]

د هوایي کرښې چارواکي د نومبر په ۲۹ مه په تاشکند کې د افغانستان د کام ایر هوایي شرکت له خوا له کابل څخه تاشکند ته د لومړنۍ الوتنې لمانځنه کوي. [طاهر قادري/ټوېټر]

ترمز، ازبکستان -- د ازبکستان حکومت پلان لري چې د افغانستان پولې سره نژدې په ترمز ولسوالۍ کې داسې یو تعلیمي مرکز جوړ کړي چې په ځانګړې توګه افغان اتباعو ته روزنه ورکړي. دغه هېواد دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا د هڅو د یوې برخې په توګه کوي.

د دغه مرکز د عملیاتو د جزیاتو په هکله وروستۍ پرېکړه به وروسته کیږي. ښایي افغانستان وغواړي چې دغه پروګرامونه د پوهنتون په سویه واوسي، یا هم ښایي د تیارو استخدام شویو افغانانو لپاره د لنډمهالې مسلکي روزنې غوښتنه وکړي. د پوره ورځې کورسونه او آنلاین زده کړه دواړه به موجود وي.

د زده کوونکیو نژادي ترکیب (افغانستان د پام وړ ازبک اقلیت لري)‌ او د درس ژبې هغه نور مسایل دي چې افغان لوری به یې په هکله تصمیم نیسي.

د ازبکستان د حکومت، چې د دغه مرکز جوړونه تمویلوي، د نومبر د ۱۹مې د یوې پرېکړې له مخې، په پام کې ده چې دا مرکز په راتلونکي کال کې پرانستل شي.

ازبک ولسمشر شوکت میرزایویېف او افغان ولسمشر اشرف غني د ډسمبر په ۵ مه په تاشکند کې له ۵۰۰ میلیونو ډالرو څخه د ډېرو په ارزښت د لسګونو تړونونو او سوداګریزو قراردادونو د لاسلیک کېدا نظارت وکړ. [د افغان ولسمشرد ماڼۍ له خوا خپور شوی عکس]

ازبک ولسمشر شوکت میرزایویېف او افغان ولسمشر اشرف غني د ډسمبر په ۵ مه په تاشکند کې له ۵۰۰ میلیونو ډالرو څخه د ډېرو په ارزښت د لسګونو تړونونو او سوداګریزو قراردادونو د لاسلیک کېدا نظارت وکړ. [د افغان ولسمشرد ماڼۍ له خوا خپور شوی عکس]

د ازبکستان د عالي او اختصاصي ثانوي زد کړو د وزارت ویاند جاوخیر خاتموف کاروانسرای ته وویل، چې دغه مرکز به د ترمز سرحدي ښار سره نژدې د یوه پخواني کالج په ودانۍ کې واقع وي او یو عصري او په بشپړ ډول مجهز تعمیر به ولري.

هغه وویل، «دغه مرکز پلان لري چې په بشري علومو او پیداګوژۍ، انجنیرۍ او تخنیکي څانګو کې مختصصین وروزي. افغان لوری به په دې هکله پرېکړه کوي چې کوم مسلکونه تدریس کړای شي.»‌

د حکومت له خوا باوري کړای شوی دغه تحصیلي انسټیټیوټ به فارغانو ته ازبکستاني ډپلومونه ورکړي.‌

چارواکو وویل،‌ دغه پروژه د ازبکستان د هغې تګلارۍ نمایندګي کوي چې په سرحدي سیمو کې بېخبناوې پیاوړې کوي. په پخوانیو هڅو کې دا پلانونه شامل ول چې له دغې سیمې سره نژدې یو نړیوال لوجیسټیکي مرکز جوړ کړای شي چې له افغانستان سره سوداګرۍ ته وده ورکړي او د ترهګرۍ مخه ونیسي.

د سفري ارتباطاتو پراخول

د هغو افغان زده کوونکیو، چې په دغه تعلیمي مرکز کې درس وایي، د زده کړو فیسونه به په جزئي توګه د ازبکستان د رېللارو د ادارې له خوا تمویل کړای شي.

خاتموف وویل،‌ «افغان زده کوونکي به د اړتیا وړ لګښت یوازې ۵۰٪ تحویلوي -- پاتې برخه به یې د ازبکستان د رېللارو اداره تادیه کړي. د وېزو فیسونه به معاف کړای شي،»‌ او زیاته یې کړه چې د ښوونځي اداره پلان لري چې د دغه پروګرام لپاره د مرستو او نړیوالو بسپنو غوښتنه وکړي.‌

د ۲۰۱۷ - ۲۰۱۸ تحصیلي کال په ترڅ کې د ازبکستان په پوهنتونو کې د تحصیلاتو اوسط لګښت د کال ۸۷۲ ډالر (۷ میلیونه ازبکستاني سومونه) وو.‌

په تاشکند کې د سیاسي چارو د تحلیلګر ولیري خان په وینا، د تمویل لپاره د ازبکستان د رېللارو د ادارې انتخاب غیرتصادفي وو.‌

هغه کاروانسرای ته وویل، «ازبکستان په افغانستان کې د رېللارې جوړولو ته د خپل یوه ستراتيژیک هدف په توګه ګوري، چې هغه به نه یوازې اقتصادي ګټه په لاس ورکړي بلکې همدارنګه به په سیمه کې امنیت هم رامنځته کړي،»‌

د حیرتان - مزارشریف رېللاره چې دواړه هېوادونه سره نښلوي -- او د افغانستان د بار وړلو لومړنۍ اوږده عامه رېللاره ده -- د ازبکستان د رېللارو شرکت جوړه کړې چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې فعالیت کوي.‌ازبکستان اوس دې ته چمتو دی چې دغه رېللاره هرات ته وغزوي.

ولیري خان وویل، «سترې پروژې، لکه په افغانستان کې د رېللارو جوړول، متخصصینو ته ضرورت لري. دا ښکاره خبره ده، چې د هغوی روزنه د دغه مرکز یو لوی هدف دی.»‌

رېللارې د ازبکستان او افغانستان تر منځ د ټرانسپورټ یوازنۍ وسیله نه ده.

د ازبکستان هوایي کرښې وویل، د افغانستان د هوایي کرښو له جملې څخه کام ایر شرکت د چارشنبې د ورځې /د نومبر ۲۹مې/ په سهار له کابل څخه تاشکند ته خپله لومړۍ الوتنه وکړه.

د ازبکستان 1news.uz راپور ورکړ، چې د مهالوېش له مخې به د کابل - تاشکند الوتنې په منظم ډول په ډسمبر کې پیل شي چې د چارشنبې او یکشنبې په ورځو به کیږي.‌ د افغانستان د هوایي کرښې پرسونل به هم د ازبکستان د هوایي شرکتونو د الوتنو او د الوتکو د مراقبت په ښوونځیو کې وروزل شي.

د ' ورورولۍ' اړیکو ته وده ورکول

د کام ایر لومړنۍ الوتنې څو ورځې مخکې، له هغه چې افغان ولسمشر اشرف غني د ډسمبر په ۴ مه له ازبکستان څخه رسمي لیدنه وکړي، یو افغان حکومتي پلاوی تاشکند ته راوړ.‌

ولسمشر شوکت میرزایویېف او ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر۵ مه/ د غني د رسمي کتنې په ترڅ کې په تاشکند کې د همکارۍ د ۲۰ تړونونو او د صادراتو په برخه کې د ۴۰ قراردادونو د لاسلیک کېدا نظارت وکړ. during Ghani's official visit to Tashkent Tuesday (December 5).

د هالیکیار په وینا، د دغو تړونونو له جملې څخه یو له دواړو هېوادونو څخه غواړي چې د حیرتان د سړک او د رېللارې د پله، چې یو له هغو ډېرو مهمو لارو څخه دی چې ازبکستان له افغانستان سره تړي، د ترمیم، مراقبت او عملیاتو لپاره په ګډه سره کار وکړي.

اصلاً په پام کې وه چې غني د اکتوبر په میاشت کې له ازبکستان څخه لیدنه وکړي، خو دغه لیدنه د ډسمبر ۴ - ۶ مې ته وځنډول شوه.‌

البته، د نومبر په ۸ مه، ولسمشر غني د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایویېف ته د دواړو هېوادونو تر منځ د ډپلوماټیکو اړیکو د جوړولو د ۲۵مې کلیزې د لمانځلو په پار لیک ور ولېږه.‌

غني لیکلي، «زه تاسو او ټولو ازبکستاني خلکو ته د هغه ملاتړ له امله، چې هغوی د دغو کلونو په ترڅ کې برابر کړی دی، د مننې مراتب وړاندې کوم.‌ افغانستان مصمم دی چې په ګډو پروژو باندې په دوامداره توګه کار کولو ته دوام ورکړي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500