ازبکستان له افغانستان سره سمندر ته د احتمالي لاسرسي په هیله د رېللارې تړون لاسلیک کړ

کاروانسرای

تاشکند -- امریکاغږ د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر ۵ مه/ راپور ورکړ، چې ازبکستان او افغانستان داسې یو تړون لاسلیک کړ چې په اساس به یې داسې یوه رېللاره جوړه کړي چې دغه دواړه هېوادونه به سره ونښلوي، او احتمالا په وچه کې ایسار ازبکستان ته به سمندري بندرونو ته مستقیم لاسرسی برابر کړي.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې د افغانستان په شمال کې یوه لنډه رېللاره د حیراتان بندر له مزار شریف سره نښلوي.

د میرزایویېف دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، د هغو شلګونو تړونونو له منځه، چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایویېف او افغان ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر ۵ مه/ په تاشکند کې لاسلیک کړل،دواړو هېوادونوهوکړه وکړه چې مزارشریف او د افغانستان لوېدیځ ښار هرات د رېللارې په وسیله سره ونښلوي.

یوه بله رېللاره، چې هرات له ایران سره نښلوي، لا مخکې تر مخکې تر جوړونې لاندې ده، او احتمال لري ازبکستان ته به اجازه ورکړي چې د ایران د فارس خلیج بندرونو ته مستقیما خپله کارګو وېسي او ترې راوړي.

د دغې پروژې د قېمت او تمویل په هکله جزیات نه دي ورکړل شوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دواړو هېوادونو خلک غواړي چې روابط یې قوي شي او هغوی یې نتایج احساس کړای شي.‌

ځواب ورکړئ