امنیت

پنتاګون: طالبانو د افغانستان د سولې تړون کې کړې ژمنې نه دي پوره کړي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند جان کربي د سلواغې په ۹مه په پنتاګون کې رسنیو ته معلومات ورکوي. [لیزا فردیناندو/د دفاع وزارت]

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند جان کربي د سلواغې په ۹مه په پنتاګون کې رسنیو ته معلومات ورکوي. [لیزا فردیناندو/د دفاع وزارت]

واشنګټن -- پنتاګون د پنجشنبې په ورځ /د سلواغې ۹مه/ وویل، طالبان د تاوتریخوالي د کمولو او له القاعدې سره د اړیکو پرې کولو په ګډون په هغو ژمنو نه دي درېدلي چې له متحده ایالاتو سره یې د سولې په تړون کې کړې وې.

د پنتاګون ویاند جان کربي وویل، «موږ اوس هم هڅه کوو چې د خبرو اترو له لارې مسئله حل کړو. طالبانو خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.»

کربي وویل، د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن اداره د ۱۳۹۸ په کب کې شوي د سولې تړون ته چې په قطر کې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ وشو، ژمنه ده.

په امریکایي ځواکونو باندې بریدونه درول او له افغان حکومت سره د سولې خبرې کول د هغو ژمنو په ډله کې دي چې طالبانو د متحده ایالاتو حکومت سره د تېر کال په هوکړه کې کړې وې.

په مقابل کې، متحده ایالات به په افغانستان کې خپل حضور په منظمه توګه کموي او د ۱۴۰۰ کال د غوايي تر میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه باسي.

کربي وویل، په هغو ژمنو کې چې متحده ایالاتو د ۱۳۹۸ د سولې په هوکړه کې کړې وې «هېڅ تغیر» نه دی راغلی.

هغه وویل، «طالبان د تاوتریخوالي د کمولو او له القاعدې سره د اړیکو په پرې کولو کې خپلې ژمنې نه پوره کوي.»

هغه وویل، که کیسه همداسې روانه وي، «د مذاکراتو په مېز باندې موجودو ټولو کسانو ته به سخته شي.»

هغه زیاته کړه، «په حقیقت کې، دا به هوښیار کار نه وي،» او څرګنده یې کړه چې متحده ایالات ژمن دي چې جګړه «په یوه مسؤلانه طریقه» پای ته ورسوي.‌

پنتاګون: ۲۵۰۰ سرتیري دغه کار پرمخ بیولی شي

کربي وویل، د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په افغانستان کې د ۲۵۰۰ امریکایي عسکرو له حضور سره چې د تېر کال له نږدې ۱۳۰۰۰ څخه دې کچې ته راکم شول د راحت احساس کوي.

هغه وویل، دا شمېر کافي دی چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو ماموریت پر مخ بوځي، د داعش او القاعدې ځواکونو سره چې په هغه هېواد کې فعالیت کوي، وجنګیږي.

کربي ژمنه ونه کړه چې د غوایي د میاشتې تر ټاکلي وخت پورې ټول ځواکونه وباسي.

هغه په پنتاګون کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل، دا تر ډېره دې پورې تړلې چې آیا طالبان او افغان حکومت کولی شي چې د مذاکراتو له لارې د سولې هوکړې ته ورسیږي.‌

کربي وویل، «زه غواړم د طالبانو مشرانو ته ووایم چې ... څومره چې هغوی د مېز پر سر د منطقي، پایښت لرونکو او معتبرو مذاکراتو په ترسره کولو کې خپلې ژمنې ماتوي، هومره هغوی د ځواکونو د حضور په هکله وروستۍ پرېکړه لا نوره سختوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

امریکایي ټکنالوجي او امریکایي پوځي ځواک بې ساري دی.‌ که یوه بي - ۵۲ الوتکه د هیواد د جنوبي برخې په هوا کې همداسې هم تېره شي، تاسو باور وکړئ چې تاسو به د طالبانو د تلاشۍ پوستې او په لویو لارو باندې د هغوی ګرځنده ګزمې نورې ونه وینئ.‌

ځواب ورکړئ

تاسو ټولو ته سلامونه. دا چې د بیان ازادي ده، هر څوک د پوښتنې حق لري، خو پوښتنه باید داسې راپورته کړای شي چې پوښتونکی په کې د ډېرې پراخ نظرۍ ادعا ونه کړي، او که ډېرهوښیار وي، زمونږ د خلکو په خبره هغه په کې تللی دی.‌ یعنې د دیموکراسۍ مدافعین به د هغه د جنازې لمونځ پسې وکړي. زه تل په یوټیوب د هېوادونو او په ځانګړې توګه د لومړۍ نړۍ د هېوادونو عصري ټکنالوجي ګورم. څومره چې زه پوهېږم او لیدلي مې دي،‌ امریکایي پوځي ټکنالوجي دومره پرمخ تللې ده چې زمونږ انسانانو او امریکا تر منځ فاصله په کې د ځمکې او مریخ تر منځ فاصلې په څېر ده.‌ دا څنګه ممکنه ده چې امریکا نشي کولی د دغې ټکنالوجۍ په وسیله طالبان له منځه وېسي، او په هېواد کې سوله را نه ولي؟ قسم په خدای چې اېف - ۳۵ الوتکې خو پرېږده، که په ۵۰ کیلومترو کې یو ټانک هم وي، په دې هېواد کې به یو وسله وال مخالف هم ونه لیدل شي. امریکا نه غواړي چې سوله راشي، ځکه چې دا جنګ د اپین جنګ دی.‌ نه طالبان د خدای لپاره جنګ کوي، نه حکومت له خلکو نه د دفاع لپاره جنګ کوي.‌

ځواب ورکړئ

زه د دیموکراسۍ، سیکولرېزم، لیبرالیزم له سرسختو مدافعینو څخه وم، او زه اوس هم په دغو مفاهیمو باندې باور لرم، خو زه په خپلو سترګو ترخه حقیقتونه وینم. طالبانیزم زمونږ د خلکو په مذهبي طبعیت کې ریښې لري، او داسې په کې نغښتل شوی چې که تاسو یې ویجاړ کړئ،‌ تاسو مجبور یئ چې ټول ملت ویجاړ کړئ او دا کار ناشونی دی.‌ نو مونږ خپل برخلیک تقدیرته سپارو او که طالبان سوله وکړي او د خلکو وژل ودروي، مونږ یې قبلوو.

ځواب ورکړئ

مونږ بدبخت خلک د غلو، لوټونکیو، داړه مارانو، بې مور او پلاره، ږیرورو، او بې ږیرې خلکو او همدارنګه د تش په نامه حکومت، طالبانو، داعش او داسې نورو په لاسونو کې ګیر یو. په افغانستان کې د حکومت د استقلال په نامه هېڅ پاتې نه دي. د حکومت د زړه خوږۍ، همکارۍ او ملاتړ له امله، په تېرو شلو کالو کې د طالبانو قوت له صفر څخه ۱۰۰٪ ته زیات شو. د هېواد په ټولو ولسوالیو کې یوازې د ولسوالیو ودانۍ او امنیه قوماندانۍ د حکومت په واک کې دي، نور هر څه د طالبانو په واک کې دي.‌ په ولسوالیو کې د خلکو قضیې او حقوقي ادعاوې د طالبانو له خوا فیصله کیږي. د برېښنا بیلونه، له پرمختیایي پروژو څخه ترلاسه کېدونکې پیسې، عشر او داسې نور د طالبانو له خوا ټولول کیږي.‌ لنډه دا چې، د خلکو ټولې چارې د طالبانو له خوا ترسره کیږي. جنګ، ترهګري او چاودنې هم ورځنۍ پېښې ګرځېدلي دي. حکومتي سیستم مات شوی دی. د طالبانو ایډیالوژي په چټکۍ سره د خلکو تر منځ خپرېږي.‌ له سولې او د طالبانو له منلو څخه پرته بل بدیل څه دی؟ دیموکراسي په دې وطن کې له ماتې سره مخامخ شوې ده. هغه حتی په امریکا کې دومره کمزورې شوې چې ټرمپ یې د ناکامۍ یو عیني مثال وو. نو که مونږ وغواړو که نه،‌ طالبان راځي او هغوی به په خلکو باندې حاکم کیږي. مونږ مجبور یو چې د طالبانو نظام قبول کړو. دا وخت تر ټولو ډېر مهم شی سوله ده چې په نشتوالي کې یې په هېواد کې په سلګونو خلک وژل کیږي.‌

ځواب ورکړئ

متحده ایالات تل خپلې ګټې لټوي. که طالبان د متحده ایالاتو ګټو ته ګواښ جوړ نه کړي، هغه به همدا نن هغوی په افغانستان کې قدرت ته ورسوي، او که متحده ایالات پوه شي چې طالبان د هغه هېواد ګټو ته ډېر لږ ګواښ هم جوړوي، هغه به هېڅکله هم له یادې ډلې سره سوله ونه کړي. مونږ ته دا مهمه نه ده چې طالبان له القاعدې سره اړیکې لري که نه، هغه څه چې مونږ ته مهم دي هغه په افغانستان کې روان جنګ دی او د جنګ سبب هم دا دی چې طالبان په تېرو ۲۰ کالو کې له واک نه محروم شوي دي، او طالبانو او افغان حکومت دواړو د افغانستان غریب او بې وزلي خلک قرباني کړي دي.‌ په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ۲۰ کلن پوځي حضور په ترڅ کې، که په جنګ کې به زر تنه بې ګناه افغانان شهیدان شول، د امریکا په پالیسۍ کې به تغیر نه راتلو، او که جنګ به نه وو هم به ورته مهمه نه وه. د امریکا لپاره یې خپلې ګټې مهمې دي. د افغان حکومت او طالبانو مشران باید له خپل فکر نه کار واخلي، راشي او یو له بل سره سوله وکړي. طالبان باید له القاعدې سره اړیکې پرې کړي،‌ ځکه چې دغه حالت زمونږ د هېواد په زیان دی او بهرني هېوادونه به له مونږ سره اړیکې پرې کړي او له افغانستان سره به نوره مرسته ونه کړي. افغانستان تر ۲۰ نورو کالو پورې هم بهرنیو مرستو ته اړتیا لري او په بهرنیو مرستو باندې متکي دی. اشرف غني باید له حکومت څخه استعفا ورکړي او یو بې طرفه شخص باید راشي او د حکومت چارې په لاس کې واخلي، که نه، سوله به رانشي. امریکا او د ناټو هېوادونو شل کاله د طالبانو پر ضد جنګ وکړ، خو جګړه یې ونه ګټله، او که افغان حکومت شل کاله نورهم د طالبانو پر ضد جنګ وکړي،‌ بیا به هم طالبانو ته ماتې ورنه کړي. په دې جنګ کې یوازې غریب افغانان وژل کیږي، نو مونږ د امریکا د متحده ایالاتو له ن

ځواب ورکړئ