امنیت

متحده ایالاتو د افغان ځواکونو په ملاتړ د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه ترسره کړل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یو جنګي جیټ د ۱۳۹۸ د سلواغې په ۳مه د افغانستان په فضا کې لیدل کیږي. [ائتلافي ځواکونه]

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یو جنګي جیټ د ۱۳۹۸ د سلواغې په ۳مه د افغانستان په فضا کې لیدل کیږي. [ائتلافي ځواکونه]

واشنګټن -- پنتاګون د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۳۱مه/ وویل، متحده ایالاتو د طالبانو د یرغل د په شا تمبولو په لړ کې د افغان اردو د ملاتړ لپاره یو لړ هوايي بریدونه ترسره کړل.

طالبانو خپل عملیات په داسې حال کې پيل کړي چې له هېواد څخه د نړۍ والو ځواکونو وتل تقریبا بشپړ شوي دي.

د پنتاګون ویاند جان کربي افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته په اشارې وویل، «په تېرو څو ورځو کې، موږ د هوایي بریدونو له لارې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی دی.»

هغه په یوه خبري کانفرانس کې د خبرو پر وخت وویل، «موږ د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د هوایي بریدونو ترسره کولو ته دوام ورکوو،» او زیاته یې کړه چې د متحده ایالاتو د اردو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینیت مکنزي د دغو بریدونو د ترسره کولو منظوري ورکړې ده.‌

کربي وویل هغه نشي کولی چې د هوایي بریدونو په هکله جزیات ورکړي خو د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیود استین د چارشنبې د ورځې دا وینا یې تکرار کړه چې متحده ایالات «په راتلونکي کې له افغان امنیتي ځواکونو او افغان حکومت سره مرستې کولو ته ژمن» پاتې کېږي.

د متحده ایالاتو هوایي ځواک له ډېر وخت راهیسې افغان ځواکونو ته د طالبانو پر ضد تکتیکي برلاسی ورکوي.

د رسنیو د راپورونو په اساس، د کربي له خبرو څخه وروسته د دفاع وزارت یوه بل چارواکي چې د نوم پټ ساتلو په شرط یې خبرې کولې، وویل چې، متحده ایالاتو د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو د افغان ځواکونو په ملاتړ له څلورو څخه ډېر هوایي بریدونه ترسره کړل.

دغه چارواکي وویل، لږ تر لږه دوو بریدونو هغه نظامي تجهیزات په نښه کړل چې طالبانو له افغان ځواکونو څخه نیولي وو.

دغه راز، د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستېز جنرال مارک میلي وویل چې د متحده ایالاتو د سرتېرو وتل چې په پام کې ده د وږي په ۹مه پای ته ورسېږي،‌۹۵٪ بشپړ شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه تمویل یا تجهیز نشي، او تر ټولو مهمه دا چې، امریکا او نړۍ وال دوستان تشویقي ورنه کړي، د افغانستان خلک به د امنیت او ثبات په برابرولو او د جمهوري نظام د ارزښتونو په خوندي کولو کې په دغو ځواکونو باندې باور ونه کړي.‌

ځواب ورکړئ