ديپلوماسي

متحده ایالاتو او طالبانو تاریخي هوکړه لاسلیک او په افغانستان کې د سولې لپاره لاره هواره کړه

سلام ټایمز او ای اېف پي

متحده ایالاتو د ۱۳۹۸ د کب په ۱۰مه له طالبانو سره یوه مهمه هوکړه لاسلیک کړه او په ۱۴ میاشتو کې دننه یې له افغانستان څخه د عسکرو د پوره اېستلو لپاره یو مهالوېش وټاکه. د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد (چپ) او د طالبانو د تحریک بنسټ ایښودونکی ملا عبدالغني برادر د قطر په پلازمېنه دوحه کې د مراسمو په ترڅ کې د یوې مهمې هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته یو بل ته د لاس قول ورکوي. [د قطر د بهرنیو چارو وزیر/ای اېف پي]

دوحه، قطر -- متحده ایالاتو د شنبې په ورځ /د کب ۱۰مه/ له طالبانو سره یوه مهمه هوکړه لاسلیک کړه، او په ۱۴ میاشتو کې دننه یې له افغانستان څخه د ځواکونو د پوره اېستلو لپاره مهالوېش تعین کړ.‌

تمه ده چې دغه هوکړه د طالبانو او د کابل حکومت تر منځ خبرو اترو ته لاره هواره کړي، او که بریالۍ شي، کېدای شي چې بالاخره ۱۸ کلنه جګړه پای ته ورسیږي.

له مهالوېش سره سم، بین الافغاني خبرې د کب په ۲۰مه پیل کیږي.

د طالبانو مشر مرکچي ملا برادر د واشنګټن له مشر مرکچي زلمي خلیلزاد سره د دوحې په یوه مجلل هوټل کې د کانفرانسونو په یوه تالار کې په یوه زرین مېز باندې هوکړه لاسلیک کړه.‌

د متحده ایالاتو د ځانګړیو عملیاتو د ځواکونو یو غړی، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او بنسټونو لپاره د ناټو په مشرۍ ماموریت له لارې د روزنې، مشورې او مرستې لپاره د غوڅ ملاتړ عملیاتو د مرستې په لړ کې د ۱۳۹۸ د غوایي په میاشت کې جنګي عملیات ترسره کوي. [د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني]

د متحده ایالاتو د ځانګړیو عملیاتو د ځواکونو یو غړی، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او بنسټونو لپاره د ناټو په مشرۍ ماموریت له لارې د روزنې، مشورې او مرستې لپاره د غوڅ ملاتړ عملیاتو د مرستې په لړ کې د ۱۳۹۸ د غوایي په میاشت کې جنګي عملیات ترسره کوي. [د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني]

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو د تحریک بنسټ ایښودونکی ملا عبدالغني برادر د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د مراسمو په ترڅ کې د سولې د تړون له لاسلیک څخه وروسته یو بل ته د لاسونو قول ورکوي. [ګیوسیپ ککاس/ای اېف پي]

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو د تحریک بنسټ ایښودونکی ملا عبدالغني برادر د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د مراسمو په ترڅ کې د سولې د تړون له لاسلیک څخه وروسته یو بل ته د لاسونو قول ورکوي. [ګیوسیپ ککاس/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د هوکړې د لاسلیکېدلو په مراسمو کې حاضر دي. [ګیوسیپ ککاس/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د هوکړې د لاسلیکېدلو په مراسمو کې حاضر دي. [ګیوسیپ ککاس/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په یاغیانو باندې تاکید وکړ او ویې ویل، «له القاعدې سره د اړیکو پرې کولو په برخه کې په خپله ژمنه ودرېږئ» او د دواړو لوریو له خوا د هوکړې د لاسلیک مراسم یې وکتل.

هغه په دوحه کې په مراسمو کې وویل، «زه پوهېږم چې د بریا د اعلانولو هیلې به وي، خو د افغانانو لپاره بریا به په دې کې وي چې په سوله او نېکمرغۍ کې ژوند وکړي.»

حتی تر تېر لړم پورې، کتونکي دې پایلې ته رسیدلي وه چې طالبان له القاعدې سره «ژورې اړیکې» ساتي.

د طالبانو له خوا دا ژمنه چې دا تضمینوي چې افغانستان به بیا هېڅکله هم د القاعدې او داعش په څېر جهادي حرکتونو له خوا په بهر کې د بریدونو د طرحه کولو لپاره نه کارول کیږي، د دې هوکړې د بریالیتوب لپاره کلیدي رول لري.‌

د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو څخه وروسته چې نژدې ۳۰۰۰ امریکایان یې ووژل، د طالبانو له خوا القاعدې ته پناه ځای ورکول د متحده ایالاتو د یرغل اصلي دلیل وو.

د لاسلیک په مناسبت، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تاکید وکړ چې افغانان د نوي راتلونکي لپاره له فرصت څخه ګټه واخلي.

هغه وویل، «که طالبان او د افغانستان حکومت په دې ژمنو باندې ودرېږي، موږ به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او هېواد ته د خپلو ځواکونو د راستنولو لپاره یو قوي فرصت په مخکې ولرو.»

راتلونکي پلانونه

دغه لاسلیک په افغانستان کې له یوې اونۍ اوږده اورکم څخه وروسته وشو. د اورکم هدف دا وو چې د جنګیالیو تر منځ اعتماد جوړ شي او وښیي چې طالبان کولی شي چې خپل ځواکونه کنټرول کړي.

که طالبان د هوکړې په شرایطو باندې عمل وکړي، متحده ایالات او متحدین به یې په ۱۴ میاشتو کې دننه خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

د شنبې د ورځې له لاسلیک څخه وروسته په ۱۳۵ ورځو کې دننه ۸۶۰۰ ته د عسکرو له ابتدایي راکمونې څخه وروسته به متحده ایالات او شریکان یې «له افغانستان څخه د ټولو پاتې ځواکونو اېستل» په ۱۴ میاشتو کې دننه بشپړ کړي.

متحده ایالاتو او طالبانو په دې باندې هم هوکړه وکړه چې «د اعتماد جوړونې د ګام» په ترڅ کې په زرګونو بندیان تبادله کړي.

په هوکړه کې راغلي، «د کب تر ۲۰مې پورې به ۵۰۰۰ د طالبانو بندیان ... او ۱۰۰۰ د بل لوري (افغان ځواکونو) بندیان خوشې شي.»

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ دغه هوکړه «د تلپاتې سولې په لور لومړی ګام» وبلله.‌

د ناروی پخواني لومړي وزیر په کابل کې خبریالانو ته وویل، «سولې ته رسېدونکې لاره اوږده او سخته ده. موږ باید خنډونو او مخربینو ته چمتو واوسو، سولې ته بله اسانه لاره نشته خو دا یو مهم لومړی ګام دی.»

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزېف بوریل په یوه اعلامیه کې وویل چې «د سولې موجود فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي» او دغه بلاک تمه لري چې «د افغانانو په مالکیت او مشرۍ مذاکرات په ټولشموله ډول بې له ځنډه پیل شي او یوه تلپاتې سوله وشي.»

د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو څخه وروسته د متحده ایالاتو په مشرۍ یرغل راهیسې، شاوخوا ۲۴۰۰ امریکایي عسکر او په لسګونو زره افغان عسکر، طالب جنګیالي او افغان ملکيان وژل شوي دي.‌

خو دغه هوکړه مخالفین هم لري. کتونکي وایي چې ښایي د ایران رژیم هڅه وکړي چې د نایبو ګروپونو د توظیف له لارې چې په امریکایي او افغان ګټو باندې به بریدونه وکړي تر څو دغه پروسه تخریب کړي.

ښایي داعش چې په افغانستان کې کلکه ماتې ورکول شوې ده، هم هڅه وکړي چې د اختلاف په رامنځته کولو سره دا هوکړه تخریب کړي.

طالبانو وویل چې هغوی د هوکړې په درناوي د شنبې په ورځ هرډول تاوتریخوالی درولې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ای اېف پي ته وویل، «دا چې هوکړه نن لاسلیک کیږي، او زموږ خلک خوښ دي او لمانځنې کوي، له دې امله موږ په ټول هېواد کې ټول عملیات درولي دي.»

متحده ایالات به د هوکړې په لغوه کولو کې زړه نازړه نشي

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اېسپر د شنبې په ورځ وویل، که یاغیان خپل امنیتي تضمینونه او له افغان حکومت سره د خبرو ترسره کولو لپاره ژمنې ماتې کړي، متحده ایالات «به زړه نازړه نشي» چې له طالبانو سره خپله هوکړه لغوه کړي.‌

اېسپر له کابل څخه د لیدنې په ترڅ کې خبرداری ورکړ چې «که طالبان د خپلو ژمنو په درناوي کې پاتې راشي، هغوی به دا فرصت له لاسه ورکړي چې له خپلو افغان هېوادوالو سره کېني او د خپل هېواد د راتلونکي په هکله خبرې وکړي.»

هغه زیاته کړه، «سربېره پر دې، متحده ایالات به د هوکړې په لغوه کولو کې زړه نازړه نشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

10 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښاغلیه، احترامانه عرض کیږي چې طالبان سوله نه غواړي. که هغوی په افغانستان کې سوله غواړي، کولی شي چې په ساده ډول راشي او د محمد اشرف غني له حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړی.‌

ځواب ورکړئ

صحیح، دا هوکړه موجود حکومت پورې اړه لري.‌

ځواب ورکړئ

سړی حیران شي چې امریکا څنګه په خپل دومره عظمت چې لري یې د پاکستان د استخباراتو او پوځ له خوا وغولول شوه. انسان څه چې خر هم په دې پوهیږي چې طالبان د پاکستان له خوا روزل کیږي، وسلې ورکول کیږي او په افغانستان کې عام خلک او حکومتي عسکر او خارجي عسکر چې د افغانستان د اردو په تربیه کولو کې مرسته کوي وژني.

ځواب ورکړئ

زه له ټولو افغانانو څخه غواړم چې په صداقت سره د سولې لپاره کار وکړي او د سولې د مذاکراتو مېز ته ټول شي. اوس د سولې وخت رارسېدلی دی. له امریکا سره جنګ پای ته ورسېد. اوس باید افغانان د قدرت لپاره جنګ ونه کړي. اشرف غني باید قدرت پرېږدي، او طالبانو ته وخت ورکړي چې د څو کالو لپاره واک وچلوي.

ځواب ورکړئ

ډیر ډیر مبارک! زه ټولو دوستانو څخه دا غوښتنه کوم چې د کرکې پر ځای مینه، د دښمنۍ پر ځای دوستي وپالئ، موږ باید اول ځان سره سوله وکړو او بیا نورو ته د سولې لاس وړاندې کړو!

ځواب ورکړئ

ژوندی دې وي د افغانستان د طالبانو اسلامي تحریک. بالاخره، طالبانو امریکا او ورسره څلوېښتو نورو هېوادونو ته ماتې ورکړه. تجربه ښیي چې هیچا هم د اوږدې مودې په مخه په افغانانو او افغانستان باندې واکمني نه ده کړې. د متحده ایالاتو له یرغل څخه مخکې، روسان او انګریزان هم راغلي ول او زړورو افغانانو سختې ماتې ورکړې. اوس باید نړۍ پوه شي چې تاسو نشئ کولی په افغانستان کې د زور له لارې جنګ وګټئ. دا د زمریانو او پړانګانو هېواد دی. زه د نړۍ ټولو ملتونو او حکومتونو ته وایم چې په افغانستان باندې د یرغل کولو غلطي مه کوئ.‌ که تاسو دلته د راتګ غلطي وکړئ، تاسو به جنګ بایلئ او د امریکا، روسیې او برتانیا په څېر به وشرمېږئ.‌

ځواب ورکړئ

منافقې امریکا په یو وخت دوه هوکړې وکړې. د هغې د دفاع وزیر د افغانستان اسلامي جمهوریت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه او د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو اسلامي امارت سره لاسلیک کړه. هغې یوه جالبه لوبه روانه کړې ده. له دې نه داسې معلومیږي چې امریکا هېڅکله هم په افغانستان کې یو قوي حکومت نه غواړي. مرګ په شریره امریکا.

ځواب ورکړئ

که څه هم چې ډېرو هغو هوکړو چې په افغانستان کې د سولې راوستلو او د جنګ د پای ته رسولو لپاره شوې وې مثبته نتیجه ورنه کړه، خو مونږ دا د افغانستان لپاره د داسې یوه افغانستان لپاره چې کرکه او تاوتریخوالی په کې نه وی او سوله ییز وي په ښه شګون نیسو.

ځواب ورکړئ

په دې هوکړه کې، د امریکا منافقت لیدل کیږي. امریکا په نړۍ کې تر ټولو غټ منافق هېواد دی. خدای پاک پوهیږي چې هغوی څه لوبه روانه کړې ده. خدای دې ملعونه امریکا ورانه کړي.

ځواب ورکړئ

له دې هوکړې نه داسې معلومیږي چې متحده ایالات خپلې ملي ګټې پالي. په ۲۰۰۱ کې چې ګټې یې په خطر کې وې، هغوی طالبان نسکور کړل،‌ خو اوس له ۲۰ کالو جنګ او د افغانستان د غریبو خلکو له وژنې څخه وروسته هغوی بیا له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه. افغانانو غریبانانو فکر کاوه چې امریکا افغانستان ته د مرستې کولو لپاره راغلې ده.‌

ځواب ورکړئ