تروريزم

پیترایس: له طالبانو سره د القاعدې اړیکې لا هم پیاوړې دي

د سلیمان راپور

په عکس کې، متقاعد جنرال ډیویډ پیترایس د ۱۳۹۶ د غبرګولي په ۳۱مه په نیویارک کې د نیو امریکا د تحقیقاتي انسټیټیوټ مرستیال پیتر بیرګین سره په یوه بحث کې برخه اخیستې ده. پیترایس د نومبر په ۱۴مه په یوه لیکنه کې د طالبانو او القاعدې تر منځ دوامدارو اړیکو ته اشاره کړې ده. [بریان ر. سمیت/ای اېف پي]

په عکس کې، متقاعد جنرال ډیویډ پیترایس د ۱۳۹۶ د غبرګولي په ۳۱مه په نیویارک کې د نیو امریکا د تحقیقاتي انسټیټیوټ مرستیال پیتر بیرګین سره په یوه بحث کې برخه اخیستې ده. پیترایس د نومبر په ۱۴مه په یوه لیکنه کې د طالبانو او القاعدې تر منځ دوامدارو اړیکو ته اشاره کړې ده. [بریان ر. سمیت/ای اېف پي]

کابل -- امریکایي او افغان کتونکي وایي، د القاعدې او طالبانو تر منځ اړیکې غښتلې دي او دغه حالت ریښتنې سولې ته تمې کمزورې کوي.

د متحده ایالاتو د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي آی ای) پخواني رییس او د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان متقاعد جنرال ډیویډ پیترایس په واشنګټن کې د نیو امریکن سیکیوریټي سنټر یوه جیګپوړي غړي وانس سیرچوک سره په یوه لیکنه کې ویلي، «له طالبانو سره د القاعدې اړیکې غښتلې دي.»

پیترایس او وانس په دغې لیکنې کې چې د نومبر په ۱۴مه په واشنګټن پوسټ کې خپره شوې، لیکلي دي، «تر څو چې دغه ډله د ترهګرۍ د هغو کړنو په هکله له حقایقو څخه انکار کوي چې د هغوی تر حمایت لاندې یې هګۍ ټومبل شوې وې، دا ناممکنه ده چې په راتلونکي کې د نورو د مخنیوي په هکله د هغوی اطمینانونه جدي ونیول شي.»

په دې هکله د یادې اورپکې ډلې دریځ تر اوسه هم روښانه نه دی چې آیا هغوی په رسمي توګه دا مني چې القاعدې په متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې د حملو تر شا لاس درلود.

یو افغان سړی د ۱۳۹۰ د غوایي په ۱۳مه په کابل کې اخبار لولي. په اخبار کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د مرګ په هکله معلومات خپاره شوي دي. [مسعود حسین/ای اېف پي]

یو افغان سړی د ۱۳۹۰ د غوایي په ۱۳مه په کابل کې اخبار لولي. په اخبار کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د مرګ په هکله معلومات خپاره شوي دي. [مسعود حسین/ای اېف پي]

د لیکنې لیکوالانو استدلال کړی دی چې، «له طالبانو سره هوکړه چې په اساس یې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وځي هغه به بریالۍ نه وي. که په لنډه وویل شي، د طالبانو له خوا د ترهګرۍ پر ضد وعدې د باور وړ نه دي.»

هغوی ویلي، «امریکایان او افغانان د سولې لپاره د هغوی د هیلې او غوښتنې په هکله سره یوه خوله دي، خو له طالبانو سره ناوړه هوکړه به له دې نه بدتره وي چې هېڅ هوکړه ونشي -- او هغه څه چې له هغو مذاکراتو څخه معلومیږي چې د وږي په میاشت کې په مېز پراته وو، ښایي په هغه حساب د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غبرګون ښه پرېکړه وه.»

ژورې اړیکې

په کابل کې د پوځي - استخباراتي چارو تحلیلګر جاوېد کوهستاني د طالبانو پخواني مشر ته چې په ۱۳۹۲ کې مړ شو او هغو ژمنو ته چې څه وخت په ۱۳۷۰مو کلونو کې شوې وې، په اشارې سره وویل، «له هغه وخته چې د القاعدې مشر [اسامه بن لادن] د طالبانو مشر ملا محمد عمر سره بیعت کړی وو، دواړو ډلو یو له بل سره ژورې اړیکې لرلې.»

هغه وویل، «د القاعدې هغه غړي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ‌ پوله کې فعالیت کوي اوس هم د پخوا په څېر د طالبانو ملاتړ ترلاسه کوي.»

کوهستاني وویل، «طالبانو له القاعدې سره اړیکې نه دي پرې کړي ځکه چې هغوی تاریخي اړیکې، شریکه نظریه او سیاسي تګلاره لري.»

هغه زیاته کړه، «بل لوري ته، القاعده تر ډېره د طالبانو مالي او تسلیحاتي اړتیاوې پوره کوي او د یادې ډلې جنګیالیو ته د ترهګریزو بریدونو د تنظیمولو لپاره تربیه ورکوي.»

کوهستاني وویل، «القاعده او طالبان متحده ایالاتو ته د شریک دښمن په سترګه ګوري.»

هغه وویل، «طالبان د القاعدې چې یوه نړۍ واله ترهګره شبکه ده له تجربو، تکتیکونو او مشورو څخه استفاده کوي... او دا بل دلیل دی چې طالبان او القاعده سره نژدې اړیکې لري.»

کوهستاني وویل، ترهګر «د القاعدې د اجنټانو په مرسته د ایران له لارې د القاعدې د چینلونو په طریقه افغانستان ته راوړل کیږي، او هغوی هڅه کړې چې داسې یو بېس جوړ کړي لکه پخوا یې چې په افغانستان کې درلود.»

هغه وویل، «د طالبانو ټول فعالیتونه د القاعدې شبکې له برکته دي ځکه چې اسامه بن لادن وکولی شوای چې د طالبانو لپاره د خلیج هېوادونو څخه په راتلونکو مرستو سربېره په پاکستان کې د لشکر طیبه، لشکر اسلام، لشکر جنګوي، نفاذ شریعت او نورو په څېر اسلام پالو حرکتونو څخه د طالبانو لپاره مرستې جلب کړي.»

کوهستاني زیاته کړه، «د افغان امنیتي او نړۍ والو ځواکونو پر ضد د طالبانو تر څنګ عربان، چیچنیایان، ترکمنان، ازبکان،‌ تاجکان او د القاعدې نور جنګیالي جنګ کوي. هغوی له هغو طالبانو څخه چې په قطر کې د سولې مذاکرات پر مخ بیایي جلا فکر لري.»

هغه زیاته کړه، «القاعده له روسیې سره اړیکې جوړوي چې وکولی شي د هغه هېواد له استخباراتو څخه په استفادې سره خپل ځانونه خوندي کړي.»

شریکان

د کورنیو چارو د وزارت پخواني مرستیال میرزامحمد یارمند وویل، «د طالبانو مشر ملا عمر دا ومنله چې حکومت یې نسکور شي خو له القاعدې سره اړیکې یې پرې نه کړې.»

«د دغو دواړو ډلو تر منځ ارتباطات د هغه څه په نسبت چې مونږ یې فکر کوو ډېر قوي دي،‌ او طالبان القاعدې ته په اجرأتو کې د خپل شریک په سترګه ګوري.»

د سیاسي او پوځي چارو یوه تحلیلګر هلالي وویل، «طالبان او القاعده یو له بل سره شریک ګټې، دښمنان او نظریات او همدارنګه ګډې تاریخې، پوځي او د وینې اړیکې لري.»

هغه وویل، «القاعده لږ تر لږه له ۲۵ کالو راهیسې د جګړې په ډګرونو کې د طالبانو ملاتړې ده او له شمال ټلوالې سره د جنګ په ترڅ کې طالبانو د شمال ټلوالې پر ضد په یوه جبهه کې جنګ کاوه او القاعدې په بله جبهه کې جنګ کاوه. وروسته هغوی په شریکه د نړۍ والو ځواکونو او افغان امنیتي ځواکونو پر ضد په جګړه لاس پورې کړ. له دې امله، طالبان ډېره هڅه کوي چې دا اړیکې وساتي.»

هغه وویل، «دا چې د افغانستان حکومت او خلک د نړۍ والې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري، طالبان القاعدې ته اړتیا لري، او کیدی شي چې دا ارتباط د کلونو لپاره دوام وکړي.»

په کابل کې د نړۍ والو چارو یوه تحلیلګر توریالي غیاثي وویل، «القاعده د طالب جنګیالیو مغزونه وینځي، د هغوی نظرونه بدلوي، په ذهني لحاظ یې جنګ ته تیاروي، دیني پروپاګند ورته تبلیغوي، د جهاد تاکید پرې کوي او لارښوونه ورته کوي.»

غیاثي زیاته کړه، «همدارنګه هغوی طالبانو ته مالي او پوځي مرسته برابروي او له دې امله طالبان نه غواړي چې له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کړي.»

غیاثي وویل، «طالبان له القاعدې سره خپل ارتباطات پټوي ځکه هغوی نه غواړي چې رازونه یې افشا شي، چې دا له متحده ایالاتو سره د هغوی مذاکرات خرابوي.»

د محلي پولیسو د عمومي ریاست پخواني مرستیال او د پوځي چارو تحلیلګر متقاعد جنرال سکندر اصغري وویل، «د ایتلافي ځواکونو له خوا له نسکورېدلو څخه وروسته، د القاعدې اړیکو او مرستې له طالبانو سره مرسته وکړه چې د جګړې ډګر ته ستانه شي او د هېواد یوه برخه ونیسي.»

اصغري وویل، «القاعده او طالبان هڅه کوي چې خپلې اړیکې پټې وساتي، خو ځینې وختونه دا اړیکې په غیر ارادي ډول افشا شي -- لکه هغه وخت چې د القاعدې یو مشر په هلمند کې ووژل شو.»

هغه زیاته کړه، «د القاعدې غړي د طالبانو په یونیفورمونو کې او د هغوی تر بیرغ لاندې فعالیت کوي چې هویت یې څرګند نشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500