تجزيه

ولې طالبان د سپتمبر د ۱۱مې په بریدونو کې د القاعدې له ونډې څخه انکار کوي؟‌

سلام ټایمز

که څه هم القاعده اعتراف کوي چې هغوی د طالبانو تر کنټرول لاندې قلمرو څخه د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې بریدونه ترسره کړي وو، خو د طالبانو مشران په دغه برید کې د القاعدې له رول څخه انکار ته دوام ورکوي. [آرشیف]

که څه هم القاعده اعتراف کوي چې هغوی د طالبانو تر کنټرول لاندې قلمرو څخه د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې بریدونه ترسره کړي وو، خو د طالبانو مشران په دغه برید کې د القاعدې له رول څخه انکار ته دوام ورکوي. [آرشیف]

کابل -- د طالبانو موقف لا هم په دې هکله واضح نه دی چې آیا دغه ډله په رسمي توګه مني چې القاعدې په متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو تر شا لاس درلود.

دا را روان ګونګوالی هغه څارونکي له ستونزو سره مخامخ کوي چې د سولې په بین الافغاني هڅو کې پرمختګ او د طالبانو او د متحده ایالاتو تر منځ خبرې څاري.

د هرې احتمالي هوکړې له مهمو ټکو څخه یو دا دی چې طالبان به له القاعدې څخه ملاتړ نه کوي او ژمنه به کوي چې هېڅکله به نه پرېږدي چې د افغانستان خاوره د د ترهګرو ډلو لپاره د ټوپ د تختې په توګه وکارول شي.

د تېرو کلونو په ترڅ کې ورکړل شوي او یوازې د یوې میاشتې مخکې یو اعلان ښیي چې طالبان له یادې ترهګرې ډلې سره چې په یوه ورځ کې د نژدې ۳۰۰۰ امریکایانو د وژنې مسؤل دي، نژدې اړیکې لري.

اسامه بن لادن په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې له یوه پاکستاني ژورنالست حامد میر سره د یوې مرکې په ترڅ کې له خپل سلاکار او اوس د القاعدې مشر ایمن الظواهري سره ناست دی.

اسامه بن لادن په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې له یوه پاکستاني ژورنالست حامد میر سره د یوې مرکې په ترڅ کې له خپل سلاکار او اوس د القاعدې مشر ایمن الظواهري سره ناست دی.

یو سړی د ۲۰۰۱ د سپتمبر په ۱۱مه د نړۍ وال تجارتي مرکز د لومړي برج له نسکورېدلو څخه وروسته په خاورو خځلو کې قدم وهي. [ډوګ کنټر/ای اېف پي]

یو سړی د ۲۰۰۱ د سپتمبر په ۱۱مه د نړۍ وال تجارتي مرکز د لومړي برج له نسکورېدلو څخه وروسته په خاورو خځلو کې قدم وهي. [ډوګ کنټر/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه د ۲۰۰۱ د نومبر په ۲۵مه د طالبانو د عملیاتو د انسجام د یوه مرکز له نیولو څخه وروسته د یوه امنیتي موقعیت په لور روان دي. متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له خوا القاعدې ته د ځای ورکولو له امله په افغانستان باندې حمله وکړه. القاعدې د سپتمبر د ۱۱مې بریدونه، چې نژدې ۳۰۰۰ امریکایان په یوه ورځ په کې ووژل شول، ترسره کړي وو. [د متحده ایالاتو د دفاع وزارت]‌

د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه د ۲۰۰۱ د نومبر په ۲۵مه د طالبانو د عملیاتو د انسجام د یوه مرکز له نیولو څخه وروسته د یوه امنیتي موقعیت په لور روان دي. متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له خوا القاعدې ته د ځای ورکولو له امله په افغانستان باندې حمله وکړه. القاعدې د سپتمبر د ۱۱مې بریدونه، چې نژدې ۳۰۰۰ امریکایان په یوه ورځ په کې ووژل شول، ترسره کړي وو. [د متحده ایالاتو د دفاع وزارت]‌

په ټیلګرام باندې د طالبانو په یوه رسمي حساب خپاره شوي بیان کې په عربي ژبه چې د یادې ډلې د خبرونو په رسمي وېب سایټ هم خپور شوی، راغلي دي: «۱۸ کاله مخکې متحده ایالاتو د افغانستان په پاکه خاوره باندې یرغل وکړ او اشغال یې کړه. هغوی د دې کار لپاره ډېرې وړې بهانې جوړې کړې او هېڅ توجیه یې نه لرله او نه یې هم کوم قانع کوونکي دلایل درلودل.»

د اکتوبر د ۷مې پیغام په افغانستان باندې د متحده ایالاتو د برید له ۱۸مې کالیزې سره برابر دی. د دغه برید په نتیجه کې د طالبانو رژیم القاعدې او اسامه بن لادن ته د پناه ورکولو له امله نسکور کړای شو.

پیغام مخکې لیکي، «هغه وخت، متحده ایالاتو د سپتمبر د ۱۱مې پېښې یوه بهانه بلله په داسې حال کې چې افغانستان ورسره هېڅ ارتباط نه درلود او دا امکان نه وو چې داسې کارونه دې د افغانستان له خاورې څخه پلان یا اجرأ کړای شي.»

دا کوم نوی موقف نه دی.‌ په ۲۰۰۱ کې د بریدونو له ترسره کېدلو څخه څو ورځې وروسته، طالبانو له دې څخه انکار وکړ چې بریدونه له افغانستان څخه ترسره شوي دي، او تاکید یې وکړ چې هغوی په ټول هېواد باندې بشپړ کنټرول درلود.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د اګست په ۲۲مه د متحده ایالاتو له سي بي اېس تلوېزیون سره په یوه مرکه کې دا خبره رد کړه.‌

کله چې له شاهین څخه د سپتمبر د ۱۱مې په هکله پوښتنه وشوه هغه وویل، «هغه معلومه نه وه. تر اوسه هم معلومه نه ده چې د هغه کار تر شا څوک وو.»

القاعدې د بریدونو د ترسره کولو اعتراف وکړ

هغه څه چې د یادې ډلې د موقف په هکله لا ډېر حیرانوونکی دی دا دی چې القاعدې پخپله په ګڼو مواردو کې اعتراف کړی چې بریدونه یې ترسره کړي دي.‌

د ۲۰۰۴ د اکتوبر په ۲۹مه په قطر کې مېشت عربي خبري اژانس الجزیرې په پاکستان کې د القاعدې له غړو څخه ترلاسه کړې یوه ویډیو خپره کړه. په هغې ۱۷ دقیقه یي ویډیو کې، اسامه بن لادن اعتراف وکړ چې بریدونه د هغه ډلې ترسره کړي دي.

بن لادن وویل، «ای د امریکا خلکو، زه تاسو ته وایم چې د بل منهاتن د مخنیوي، د جګړې او د هغه د سببونو او نتایجو لپاره معقوله لاره وګورئ،» او زیاته یې کړه چې القاعدې غوښتل «چې په امریکا کې برجونه ویجاړ کړي څو امریکا د هغه څه لږ خوند وګوري چې په مونږ باندې تېرېږي.»

همدارنګه په ۲۰۱۱ کې، د پاکستان په ایبټ اباد کې د امریکایانو په یوه برید کې په لسګونو داسې اسناد ویجاړ کړای شول چې ښودله یې چې القاعدې د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو ۱۰مې کلیزې ته تیاری کاوه.

بې شمېره ویډیوګانې، اعلامیې، او عیني شواهد -- چې ډېر یې د القاعدې او طالبانو اړوند ول، ټول ثابتوي چې د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د پېښېدلو پر وخت د القادې مرکز په افغانستان کې وو.

د عامو خلکو د سترګو په وړاندې د خپل اهمیت د ساتنې لپاره، القاعدې د سپتمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو د ۱۷مې کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې یې د شویو وحشتونو د ترسره کولو مسؤلیت ومانه او په دې توګه یې د هغو خلکو په مخ سخته څپېړه ورکړه چې بل ډول فکر کوي.

د القاعدې د ملامتیا له پراخو شواهدو او په دې برخه کې د هغوی له ډېرو اعترافونو سره سره، لا هم طالبان له مهمو حقیقتونو څخه انکار کوي.

طالبان او القاعده: یوه اوږدمهالې ملګرتیا

تحلیلګران وایي،‌ د طالبانو موقف له القاعدې سره د هغوی ژورې او اوږدې اړیکې په ګوته کوي.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر محمد علي احمدي وویل، «طالبان له القاعدې سره د ۲۵ کالو زړې اړیکې لري، او د سپتمبر د ۱۱مې په هکله د یادې ډلې [طالبانو] وروستی موقف په نړۍ کې د عام فکر د ګډوډولو لپاره د طالبانو د تکتیکي چلند برخه دی.»

احمدي وویل،‌«طالبان له القاعدې سره خواخوږي لري، او هغوی له هغې سره ګډ نظرونه او عقاید لري. هغوی تر اوسه پورې هم له القاعدې سره له خپلو اړیکو څخه انکار نه دی کړی، او په ځینې مواردو کې په ځانګړې توګه هغه وخت چې د القاعدې یو مشر په هلمند کې ووژل شو د یادې ډلې د ویاندانو په توګه راڅرګند شول.»

طالبانو د سپتمبر په ۲۳مه څو ساعته وروسته له هغه چې د هند د براعظمګي لپاره د القاعدې مشر عاصم عمر په ځانګړیو ګډو عملیاتو کې ووژل شو، د هغه د مړینې خبر رد کړ.‌

په مشرانو جرګه کې د سمنګان ولایت یوه استازي سید صفی الله هاشمي وویل، «زما ښه په یاد دي چې د سپتمبر د ۱۱مې له پېښې څخه وروسته، متحده ایالاتو له طالبانو څخه وغوښتل چې اسامه بن لادن ور وسپاري، خو د افغانانو د نظریاتو خلاف، د طالبانو مشرانو د القاعدې مشر ته ملاتړ او مصؤنیت برابر کړل.»

هاشمي وویل، «دا په بشپړ ډول روښانه ده چې طالبانو د القاعدې مشر او غړو ته پناه ورکړې وه او دواړو ډلو په افغانستان کې په خپلو کې سره ستراتیژیکې اړیکې او ګډ عملیات درلودل، خو په دې وینا سره چې القاعدې په امریکا باندې د بریدونو تر شا لاس نه درلود او دا چې دا معلومه نه ده چې هغه بریدونه چا ترسره کړل، طالبان له دې څخه انکار کوي چې د هغوی د اوږدې مودې شریک د زرګونو ملکي خلکو د وژنې مسؤلیت پر غاړه درلود.»

تحلیلګران وایي، کله چې طالبانو د سولې په خبرو کې برخه اخیستنه پیل کړه،‌ هغوی هڅه وکړه څو نړۍ والې ټولنې ته دا پیغام ورکړي چې هغوی د سپتمبر د ۱۱مې په هکله په هېڅ خبر نه وو او دا چې هغه بریدونه له افغانستان څخه پلان شوي نه وو.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر مقدم امین وویل، «د قطر په مذاکراتو کې یو له مهمو شرطونو څخه دا وو چې طالبان به له القاعدې سره اړیکې پرې کوي او طالبانو له دې خبرې سره موافقه وکړه خو مذاکرات ناکام شول. دا چې تمه ده چې خبرې به بیا پيل شي، طالبان به هڅه وکړي چې د نړۍ والو رسنیو له لارې متحده ایالاتو او نړۍ ته ووایي چې هغوی د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو په هکله معلومات نه لرل.»

'تر وروستۍ سلګۍ پورې'

امین وویل، «زه باور لرم چې طالبانو له القاعدې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي ځکه هغوی غواړي چې خپل جنګي قدرت په خپل حال وساتي او د کمزوري کېدلو مخه یې ونیسي. هغوی اوس هم له یادې شبکې څخه مالي او پوځي مرستې ترلاسه کوي.»

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر عبدالشکور سالنګي وویل، «په هغه وخت کې، طالبانو او القاعدې د کفارو پر ضد د جهاد ګډ فکر درلود. د سپتمبر د ۱۱مې بریدونه په نړۍ واله سطحه په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو له خوا وغندل شول، خو اوس د یادې پېښې په هکله د طالبانو موقف هڅه کوي چې القاعده او خپل ځانونه له هغه مسؤلیت څخه خلاص کړي.»

په کابل کې د نړۍ والو اړیکو تحلیلګر بصیراحمد یوسفي وویل، «د سهیل شاهین وروستۍ خبرې د طالبانو او القاعدې تر منځ ارتباطاتو څخه پرده پورته کوي، او زه فکر کوم چې القاعده اوس هم طالبانو ته مالي او پوځي ملاتړ برابروي او له هغوی سره استخباراتي معلومات شریکوي.»

هغه وویل، «طالبان به هڅه وکړي چې تر خپلې وروستۍ سلګۍ پورې له القاعدې سره خپلې اړیکې ژوندۍ وساتي.»

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د اکتوبر په ۱ فاکس نیوز ته وویل، «اوس د القاعدې او طالبانو تر منځ کرښه مشخصه نه ده. هغوی یو له بل سره ودونه کوي، ګډ کار کوي،‌ او عقاید یې سره ګډ‌ شوي دي. اوس د طالبانو او القاعدې تر منځ ډېر لږ توپیرونه موجود دي.»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برخه کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کی یو طنز دی چی وایي اوړی وو، په یوه بام باندی په یوه کټ کې د یوی ښځی زوی او نګور پراته وو او په بل کټ کی یی لور او زوم پراته ول. ښځی نګور ته وویل چی وا نجلۍ له میړه نه دی لږه فاصله ونیسه چی ګرمي ده، لږ وروسته یی لور ته وویل چی میړه سره دی نژدی شه چی یخني یی ونشي. وایي چی زوی که نګور یی وویل: قربان شوم خدا را یک بام و دو هوا را :)‌ امریکایان فکر کوي چی یوازی دوی هوښیار دي دا نور خلک هسی واښه خوري او حیوانات دي. دا خبره دی پوری رایاده شوه چی که ستونزه د دوی د بزنسونو شریک او د شورویانو پر ضد «د امریکا مجاهد» کی وه او د هغه لپاره یی په افغانستان حمله وکړه او هم یی خپل عسکر ووژل او هم بی شمیره افغانان نو کله چی بیا دا ځناور په پاکستان کی پیدا شو او هغه هم د پاکستان د پوځي اکاډمۍ تر څنګ، دوی پاکستان ته څه سزا ورکړه؟ دوی خو پاکستان ته لا نوری پیسی ورکړی چی د پوځیانو جیبونه او بانکونه یی پری وپړسیدل. مطلب دا چی دا هر څه هسی دروغ او ډرامه دي.

ځواب ورکړئ

طالبان د شیطان په څېر چې د دروغو پلار دی دروغژن دي.

ځواب ورکړئ