امنیت

د القاعدې د څانګې د مشر وژنه د ترهګرۍ پر ضد غټ ټکان وبلل شو

د ضیاءالرحمان راپور

افغان سرتېري په تېره تله میاشت کې د هلمند ولایت له مرکز لشکرګاه سره نژدې د افغان اردو په یوه مرکز شورابک کمپ کې تمرینات کوي. په هلمند کې د تلې د ۱ عملیاتو یو مجلس چې د طالبانو او القاعدې جیګپوړي غړي په کې راټول شوی ول، په نښه کړ. [ضیاء ثمر]

افغان سرتېري په تېره تله میاشت کې د هلمند ولایت له مرکز لشکرګاه سره نژدې د افغان اردو په یوه مرکز شورابک کمپ کې تمرینات کوي. په هلمند کې د تلې د ۱ عملیاتو یو مجلس چې د طالبانو او القاعدې جیګپوړي غړي په کې راټول شوی ول، په نښه کړ. [ضیاء ثمر]

کراچۍ -- د القاعدې د جنوبي اسیا د څانګې د مشر وژنه په سیمه کې د ترهګرۍ لپاره یو غټ ټکان دی او د ترهګرې ډلې د راستنېدا د مخنیوي لپاره د افغان، پاکستاني او ایتلافي ځواکونو ګډې هڅې په ګوته کوي.

عاصم عمر چې په ۱۳۹۳ کې د هند براعظمګي لپاره د القاعدې د څانګې له تاسیس راهیسې یې د دغې څانګې مشري کوله د تلې په ۱ د افغانستان د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه مرکز باندې د یوه برید په ترڅ کې ووژل شو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د تلې په ۱۶مه د ټوېټر له لارې د عمر مړینه تایید کړه او زیاته یې کړه چې د هند براعظمګي لپاره د القاعدې د شپږو نورو غړو په ډله کې چې په یاد برید کې ووژل شول د «ریحان» په نامه یو سړی هم شامل وو. نوموړی د القاعدې د مشر ایمن الظواهري لیک رسوونکی وو.‌

د ملي امنیت ریاست تر دې مخکې د تلې په ۱ په یوه ټویټ کې ویلي وو چې ګډ عملیات د دې لپاره ترسره شول چې د القاعدې هغه د لوړې پایې ګروپ چې په طالب مشرانو کې یې ژورې ریښې جوړې کړي دي له منځه وېوړل شي. په دغه ګروپ کې عمر هم شامل وو.

عاصم عمر چې په ۱۳۹۳ کې د هند براعظمګي لپاره د القاعدې د څانګې له تاسیس راهیسې یې د دغې څانګې مشري کوله د تلې په ۱ د افغانستان د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه مرکز باندې د یوه برید په ترڅ کې ووژل شو.

عاصم عمر چې په ۱۳۹۳ کې د هند براعظمګي لپاره د القاعدې د څانګې له تاسیس راهیسې یې د دغې څانګې مشري کوله د تلې په ۱ د افغانستان د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه مرکز باندې د یوه برید په ترڅ کې ووژل شو.

د افغانستان د دفاع وزارت د تلې په ۱۶مه په یوه اعلامیه کې وویل چې د طالبانو د ډلې ۲۲ خارجي غړي ووژل شول او ۱۴ نور ونیول شول.

وزارت وویل، «په نیول شویو ترهګرو کې پنځه پاکستاني او یو بنګله دېشی اتباع شامل دي. د خارجي ترهګرو ګروپ د ترهګریزو حملو په تنظیمولو کې په فعاله توګه ښکېل وو. د عملیاتو په ترڅ کې، د ترهګرو د تأمین او تجهیزاتو یوه لویه ذخیره هم ویجاړه شوه.»

همدارنګه، د القاعدې ترهګر په هلمند کې د جلا عملیاتو په ترڅ کې هم ووژل شول.‌

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل، «د ملي امنیت ریاست اړوند یوه واحد د تلې په ۸مه په موسی کلا ولسوالۍ کې غټ عملیات ترسره کړل چې د القاعدې یو شمېر غړي په کې ووژل شول او څلور نور ونیول شول.»

ځواک وویل، «په نیول شویو کې درې ښځې هم شاملې دي،» او زیاته یې کړه چې هغوی په خارجي ژبو خبرې کولې. نوموړي وویل، «افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د القاعدې اړوند مهمات، وسلې او نور تجهیزات ویجاړ کړل.»

القاعدې ته غټ ټکان

په سینګاپور کې د امنیتي چارو یوه تحلیلګر عبدالباسط وویل، «عمر ته په افغانستان او پاکستان کې محلي او خارجي جهادستانو په ډېر درنښت کتل ځکه چې هغه د قوي ایډیالوژۍ ریکارډ درلود او په ټولنه کې ښه منظم وو.»

باسط وویل، عمر مخکې له دې چې د القاعدې د هند د براعظمګي مشر وټاکل شي، هغه په انټرنټ د القاعدې د مبلغ په توګه کار کاوه، او د پاکستان لپاره د هغوی د شریعت د کمېټې مشري یې کوله.‌

لږ وروسته له هغه چې عمر د القاعدې د هند د براعظمګي مشر وټاکل شو، یادې ډلې هڅه وکړه چې د ۱۳۹۳ د وږي په میاشت کې په کراچۍ کې یوه پاکستانۍ ساتونکې سمندري بېړۍ وتښتوي.‌

په دغه برید کې ۱۰ تنه نیمه نظامي منسوبین ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول. په جګړه کې دوه بریدګر ووژل شول او درېیم ځان ته چاودنه ورکړه.

متحده ایالاتو په ۱۳۹۷ کال کې عمر یو نړۍ وال ترهګر ونوماوه.‌

یو شمېر قانون نافذوونکيو چارواکو وویل چې عمر په ستراتیژیک ډول یو مهم پوځي قوماندان او پوه عقیده لرونکی انسان وو.

د سند د ترهګرۍ ضد ریاست یوه جیګپوړي چارواکي‌ راجا عمر خطاب وویل، «عمر نه یوازې یو زیات شمېر ځوانان او تعلیم لرونکي اورپکي استخدام کړل چې د بمونو په جوړولو کې روزل شوي دي، بلکې همدارنګه یې یو شمېر محلي اورپکې ډلې جوړې کړې چې د هند براعظمګي لپاره د القاعدې څانګې سره بیعیت وکړي.»

هغه وویل، «له بېلابېلو محلي اورپکو ډلو سره چې په سیمه کې فعالیت کوي د هغه د پخواني ارتباط له امله هغه وتوانېد چې د افغان او پاکستاني طالبانو په شبکو کې، هغو ګروپونو کې چې په کشمیر کې فعالیت کوي او هغو کوچنیو ګروپونو کې چې د جنوبي اسیا په نورو هېوادونو کې فعالیت کوي، نفوذ وکړي.»

عمر همدارنګه په ستراتیژیک ډول د پاکستان د لوړو زده کړو موسسې په نښه کولې چې ځوان فارغان استخدام کړي.

خطاب وویل، «په کراچۍ کې، مونږ له عمر سره ارتباط لرونکې ګڼ شمېر کوچنۍ ملېشه ډلې وموندلې. هغوی ښه مرفه ژوند درلود او له مشهورو پوهنتونونو څخه فارغ شوي ول.»

هغه وویل، «د القاعدې د هند براعظمګي څانګې ونشوای کولی چې د تېرو درې کالو په ترڅ کې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي، او عمر او د هغه قوماندانان په پاکستان کې وو چې د افغان طالبانو ملاتړ وکړي. دغه حالت وښودله چې د القاعدې د هند د براعظمګي څانګه ډېره زیاته کمزورې شوې ده.»

[له کندهار څخه رازق کندهاری د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500