کابل -- افغان چارواکو د سې شنبې په ورځ /د تلې ۱۶مه/ تایید کړه چې د القاعدې د جنوبي اسیا د څانګې مشر تېره میاشت د افغانستان په جنوب کې د امریکایي - افغان ګډو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.
عاصم عمر چې په ۱۳۹۳ کې د هند براعظمګي لپاره د القاعدې د څانګې له تاسیس راهیسې یې د دغې څانګې مشري کوله د تلې په ۱ د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه مرکز باندې د یوه برید په ترڅ کې ووژل شو.
د ملي امنیت ریاست وویل چې عمر یو پاکستانی تبعه وو، خو ځینې راپورونه ادعا کوي چې نوموړی په هندوستان کې پیدا شوی وو.
د ملي امنیت ریاست په ټوېټر وویل، هغه «د هند براعظمګي لپاره د القاعدې د ۶ نورو غړو سره چې ډېر یې پاکستانیان ول یو ځای ووژل شو» او زیاته یې کړه چې عمر په طالبانو کې ځان ته ژور ځای جوړ کړی وو.
د ملي امنیت ریاست وویل چې د هند براعظمګي لپاره د القاعدې د شپږو غړو په ډله کې چې په یاد برید کې ووژل شول د «ریحان» په نامه یو سړی هم شامل وو. نوموړی د القاعدې د مشر ایمن الظواهري لیک رسوونکی وو.
دغه برید د هغو عملیاتو برخه وو چې د وږي ۳۱مه - د تلې ۱ د شپې له مخې ترسره شول او متحده ایالاتو یې هوایي ملاتړ کاوه.
د القاعدې غړي ولې د طالبانو په مرکزونو کې پاتې کېږي؟ او هغوی پاکستانیان دي؟
ځواب ورکړئ1 تبصره