امنیت

د کندوز اوسېدونکیو غوښتنه وکړه چې د سولې بین الافغاني خبرې دې ژر پیل شي

د هدایت الله راپور

له ۱۰۰ تنو څخه ډېرو ځایي اوسېدونکیو چې اکثره ښځې وې د ۱۳۹۸ د لړم په ۱۷مه د افغانستان د کندوز ولایت له سر دورې ښارګوټي څخه د کندوز ښار پورې لاریون وکړ او په هېواد کې یې په سملاسي توګه د سولې د خبرو غوښتنه وکړه. [هدایت الله]

کندوز -- له ۱۰۰ تنو څخه ډېرو ځایي اوسېدونکیو چې اکثره ښځې وې د ۱۳۹۸ د لړم په ۱۷مه د کندوز ولایت له سر دورې ښارګوټي څخه د کندوز ښار پورې لاریون وکړ او په هېواد کې یې په سملاسي توګه د سولې د خبرو غوښتنه وکړه.

برخه والو، چې بینرونه یې ورسره ولاړل او د سولې شعارونه یې ورکول، په دې رول باندې تاکید وکړ چې ګاونډي هېوادونه کولی شي په دې برخه کې رول ولوبوي څو طالبان دې ته وهڅوي چې د سولې بین الافغاني خبرو سره یوځای شي.‌

د مدني ټولنې یوې فعالې او د لاریون تنظیموونکې سلیمې حیدري په طالبانو باندې غږ وکړ چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او خپل د تاوتریخوالي فعالیتونه ودروي.

هغې وویل، «زمونږ د کمپاین هدف د اوربند او سولې غوښتنه ده، او اوربند باید د سولې په هکله له هوکړې څخه مخکې ترسره شي.»

ښځې د لړم په ۱۷مه د کندوز ولایت په کندوز ښار کې د سولې لپاره یوه لاریون کې برخه اخلي. [هدایت الله]

ښځې د لړم په ۱۷مه د کندوز ولایت په کندوز ښار کې د سولې لپاره یوه لاریون کې برخه اخلي. [هدایت الله]

حیدري زیاته کړه، «نن ورځ، زمونږ خویندې دلته راټولې شوي او مونږ په یوه غږ غواړو چې په هېواد کې جنګ پای ته ورسېږي.»

هغې وویل، «نور مونږ جګړه نه غواړو -- افغانستان سولې ته تږی دی نو جګړه باید پای ته ورسېږي. مونږ غواړو چې د سولې د خبرو راتلونکی پړاو بین الافغاني وي چې په هغه کې کېدای شي په یوه دایمي اوربند باندې هوکړه وشي.»

په کندوز پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو یوې محصلې او د لاریون برخه والې سحر ابراهیمي هم له اورپکو څخه وغوښتل چې سوله وکړي.‌

هغې وویل، «زه له خپلو مرورو ورونو څخه غوښتنه کوم چې خپلې وسلې په ځمکه باندې کېږدي او سوله وکړي. که طالبان افغانان وي، هغوی باید په افغانستان کې دننه له خپلو ورونو سره کېني او داسې یوه حللاره ولټوي چې هغه کولی شي جنګ او وینه تویول پای ته ورسوي.»

ابراهیمي زیاته کړه، «مونږ غواړو چې د دې ملي کمپاین له لارې د شخړې لوریو ته یو روښانه پیغام ولېږو چې مونږ سوله غواړو.‌ مونږ غواړو چې حکومت او طالبان په اوربند باندې موافقه وکړي. مونږ نور نشو کولی چې د بې ګناه خلکو او ملکيانو وژل تحمل کړو.»

په کندوز ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې فاطمې احمدزۍ وویل، «په افغانستان کې له درې لسیزو څخه اوږدې جګړې د هېواد د ټولې بېخبنا له ویجاړولو او بدبختیو ته د افغانستان له ورټېل وهلو څخه پرته نور هېڅ نه دي کړي.»

له جګړې او تاوتریخوالي څخه ستړي

د کندوز ولایت د ښځو د چارو رییسې نصیبې هولکر وویل چې ګاونډي هېوادونه کولی شي په دې برخه کې یو مهم رول ولوبوي چې طالبان د سولې د بین الافغاني خبرو ترسره کولو ته وهڅوي.

همدارنګه هغې تاکید وکړ چې دا خبرې باید په سملاسي توګه او له اوربند سره یوځای پیل شي‌.

هغې وویل، «په کندوز کې ښځې اندېښمنې او له جنګ څخه ستړې دي ځکه چې مونږ نور نشو کولی چې په وسله والو شخړو کې د خپلو عزیزانو او خپلوانو له لاسه ورکول وزغمو.»

هولکر زیاته کړه، «جنګ او تاوتریخوالي د دې هېواد بېخ او اساس ویجاړ کړي دي. مونږ په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې په دې هېواد کې د یوې دایمي سولې ملاتړ وکړي.»

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي د لړم په ۱۸مه د ښاروالۍ جومات کې د میلادالنبی (ص) په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل، «داسې هڅې چې له مونږ سره د سولې کولو په برخه کې مرسته کوي زیاتې شوي دي، او دغه حالت افغانان په هېواد کې یوې ریښتنې سولې ته هیله من کړي دي.»

هغه وویل، «طالبان په افغانستان کې د جګړې او د تاوتریخوالي د پېښو مسؤل دي، او هغوی باید پوه شي چې که جنګ ته دوام ورکړي، دا کار به د خلکو له خوا د هغوی په وړاندې کرکه لا نوره زیاته کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500