امنیت

د کندوز په سلګونو اوسېدونکو چې د قران کریم نسخې ورسره وې د سولې لپاره لاریون وکړ

د هدایت الله راپور

د قومي مشرانو او ځوانانو په ګډون، د کندوز خواوشا ۲۰۰ اوسېدونکو، د کب په ۲۵مه د کندوز ولایت په کندوز ښار کې لاریون وکړ، چې پر طالبانو زور راوړي څو تاوتریخوالی بس کړي او له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړي. [هدایت الله]

کندوز -- د قومي مشرانو او ځوانانو په ګډون، د کندوز خواوشا ۲۰۰ اوسېدونکو، په کندوز ښار کې لاریون وکړ، چې پر طالبانو غږ وکړي څو تاوتریخوالی بس کړي او له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړي.

د غونډې ډېرو برخه والو، چې دیني عالمان، معیوبین او ښځې په کې شامل ول، د قران کریم نسخې په لاسونو کې نیولې وې.

د مدني ټولنې یوه فعال،‌ غلام حیدر، د کب په ۲۵مه د کندوز ښار په مرکزي څلورلارې کې د لاریون پر وخت خبریالانو ته وویل، «نن مونږ په سلګونو کسان د سولې او اوربند د غوښتلو لپاره سړکونو ته راووتلو،‌ او زمونږ هدف دا دی چې د شخړې له دواړو غاړو څخه وغواړو چې جنګ بس کړي او په یوه سملاسي اوربند باندې توافق وکړي،»

حیدر وویل، «د دغه مقدس کتاب په مخ... سولې او یوه سملاسي اوربند ته 'هو' ووایئ. تر څو به مونږ دا د ورونو تر منځ وینې تویول ګورو؟ دا جنګ نور بس دی. خلک سولې او اوربند ته انتظار کوي.»

د کندوز په سلګونو اوسېدونکي د کب په ۲۵مه د کندوز ښار په مرکزي څلورلارې کې لاریون کړی، او پر طالبانو غږ کوي چې وینه تویول ودروي او سولې ته مخه کړي. [هدایت الله]

د کندوز په سلګونو اوسېدونکي د کب په ۲۵مه د کندوز ښار په مرکزي څلورلارې کې لاریون کړی، او پر طالبانو غږ کوي چې وینه تویول ودروي او سولې ته مخه کړي. [هدایت الله]

د کندوز ښار لاریونوال د کب په ۲۵مه په داسې حال کې لیدل کیږي چې د سولې د ملاتړ لپاره لاریون کوي. [هدایت الله]

د کندوز ښار لاریونوال د کب په ۲۵مه په داسې حال کې لیدل کیږي چې د سولې د ملاتړ لپاره لاریون کوي. [هدایت الله]

برخه والو تاکید وکړ چې،افغان حکومت او طالبان باید ژر تر ژره د سولې خبرې پیل کړي.‌

په کندوز ښار کې د ځوانانو د شبکې مشر سید غفور هاشمي په لاریون کې د خبرو کولو پر وخت وویل، «مونږ خپل لاریون د ځوانانو پارلمان له ولایتي دفتر څخه پیل کړ او تر مرکزي څلور لارې پورې ۲ کیلومتره لاره مو ووهله چې د عدالت لپاره خپل غږ پورته کړو،»

هاشمي وویل، «نن ورځ، مونږ له خپلو ماشومانو او لویانو سره یوځای روان یو، او مونږ له طالبانو څخه غواړو چې د قران په خاطر دې نور دا وینه تویول ودروي.‌ خلک نشي کولی چې داسې کړاوونه وګالي. اوربند وکړئ چې د دوامدارې سولې لپاره فرصت ترلاسه شي.»

له جنګ او وینه تویولو څخه ستړي

په دغه لاریون کې له طالبانو سره د جګړې قربانیانو هم برخه اخیستې وه، چې د سولې شعارونه یې لېږدول او ورکول او تاکید یې کاوه چې هغوی له شخړې څخه ستړي دي.‌

۴۵ کلن پاچا سعیدي چې خپله ښۍ پښه یې په ۱۳۷۰ کال کې د کندوز ولایت په چاردره ولسوالۍ کې له لاسه ورکړې ده، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ، معیوبین، له بل هر څه څخه مخکې سوله غواړو.‌ مونږ له حکومت څخه غواړو چې له طالبانو او نورو سره کېني او سوله وکړي».

هغه وویل، «افغانستان له ۴۰ کالو راهیسې له درد او غم سره مخامخ دی. دا باید ودرول شي،»

د لاریون یوې بلې برخه والې، ۲۷ کلنې محبوبې کریمي، وویل دغه لاریون د کندوز د اوسېدونکو له خوا چې څو کلنې شخړې ستړي کړي دي، د سولې لپاره یو ټولیز غږ دی.

کریمي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ نور د کونډو، یتیمانو او بې مور او پلاره کورنیو اوښکې نشو لیدلی -- مونږ باید دا جګړه او وینه تویول ودروو».‌

هغې وویل، «ما خپل پلار درې کاله مخکې د کندوز په جنګ کې له لاسه ورکړ، او اوس زه په خپله خوښه له دې لاریون سره یوځای شوې یم چې خپل غږ پورته کړم او پیغام مې طالبانو ته ورسوم چې مونږ له جګړې څخه ستړي یو،»

سولې ته تللې لاره

له دغه غږ سره یو شمېر دیني عالمان او قومي مشران چې د ښاروالۍ جومات کې راټول شوي ول، هم یوځای شول، او د سولې له روانو هڅو څخه یې ملاتړ وکړ.

د کندوز ولایت د ښوونې او روزنې ریاست د دیني تدریساتو مدیر مولوي فیض الله ایماق په دې غونډه کې وویل، «که جګړه بس کېدلی او سوله زما د سر په قېمت راتللی شي، زه تیار یم چې خپلو خلکو او هېواد ته د سولې د راوستلو لپاره دا قرباني ورکړم،»

هغه وویل، «اسلام مسلمانان دې ته هڅوي چې یو له بل سره سوله وکړي، او اسلام د سولې دین دی، نه د جګړې او شخړې دین،»

ایماق زیاته کړه، «دا وخت، سولې ته اړتیا خپل لوړ حد ته رسېدلې ده، او مونږ په جدي توګه په دواړو اړخونو غږ کوو چې سوله وکړي. په افغانستان کې اوسېدونکي قومونه باید سره یوځای شي او د سولې او ثبات راوستلو لپاره ګډې هڅې وکړي.»

د کندوز ښار یوه قومي مشر حضرت علي احمدزي چې ۵۴ کاله عمر لري، په غونډه کې وویل، «تر هغه چې د سولې خبرې مېوه نیسي، مونږ د جګړې په اړخونو باندې غږ کوو چې اوربند اعلان کړي،»

هغه وویل، «جګړې مونږ معلول او معیوب کړي یو. مونږ د ښوونې او روزنې له ترلاسه کولو څخه محروم شوي یو. زمونږ اقتصاد ویجاړ شوی دی، او زمونږ ماشومان له ښه راتلونکي څخه پرته پاتې شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مسلمانو افغانانو، قران تاسو ته حکم نه کوي چې د اشغالګرې امریکا پر ضد جنګ وکړئ؟

ځواب ورکړئ