امنیت

مشورتي لویه جرګه له طالبانو سره د سولې د خبرو په هکله د ملي اجماع غوښتنه کوي

د سلیمان راپور

خواوشا ۲۵۰۰ افغان قومي مشران، ولسي استازي او سیاستوال د ۱۳۹۲ د لړم په ۳۰مه په کابل کې هغې پخوانۍ مشورتي لویې جرګې ته راټول شوي ول چې له متحده ایالاتو سره د دوه اړخیز امنیتي تړون په هکله یې بحث کاوه. [مسعود حسیني/ای اېف پي]

خواوشا ۲۵۰۰ افغان قومي مشران، ولسي استازي او سیاستوال د ۱۳۹۲ د لړم په ۳۰مه په کابل کې هغې پخوانۍ مشورتي لویې جرګې ته راټول شوي ول چې له متحده ایالاتو سره د دوه اړخیز امنیتي تړون په هکله یې بحث کاوه. [مسعود حسیني/ای اېف پي]

کابل -- په پام کې ده چې افغانان په یوه راتلونکې مشورتي لویه جرګه کې له حکومت سره مشورې وکړي، او د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو او د دوامدارې سولې د ډاډمنولو لپاره خپله مرسته وړاندې کړي.

ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ /د کب په ۲۰ مه/ په یوه فرمان کې د سولې په هکله د اجماع لپاره د سیمه ییزو چارو په برخه کې خپل ځانګړی استازی او د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد عمر داودزی توظیف کړ چې د مشورتي جرګې د ترسره کولو لپاره د مسؤل کمېسیون مشري وکړي.

د دغه فرمان له مخې، دغه جرګه چې په پیل کې ټاکل شوې وه چې د کب په ۲۶ - ۲۹مه په کابل کې ترسره شي، د غوایي ۹ مې ته وځنډېدله.

د سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري سلام ټایمز ته وویل، «د سولې لپاره د مشورتي لویې جرګې اصلي هدف دا دی چې یوه ملي اجماع او تفاهم رامنځته کړي او افغانان د سولې په پروسه کې ښکېل کړي چې حکومت د خلکو د مشورو او پرېکړو په اساس د سولې په مذاکراتو کې مخته لاړ شي،»

د سولې په هکله د اجماع لپاره د سیمه ییزو چارو په برخه کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی او د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد عمر داودزی د کب په ۲۱مه په کابل کې د افغان ښځو د مدافع کمېټې له استازو سره په مشورتي لویه جرګه کې د ښځو د برخه اخیستنې په هکله خبرې اترې کوي. [د سولې عالي شورا/فیسبوک]

د سولې په هکله د اجماع لپاره د سیمه ییزو چارو په برخه کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی او د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد عمر داودزی د کب په ۲۱مه په کابل کې د افغان ښځو د مدافع کمېټې له استازو سره په مشورتي لویه جرګه کې د ښځو د برخه اخیستنې په هکله خبرې اترې کوي. [د سولې عالي شورا/فیسبوک]

هغه وویل، د دې جرګې برخه وال به د هغه پلاوي لپاره، چې د حکومت په استازیتوب له طالبانو سره خبرې اترې ترسره کوي، محدودیتونه معلوم کړي او زیاته یې کړه چې بیا به حکومت د دغه صلاحیت په اساس له طالبانو سره مذاکراتو ته ورننوځي.

طاهري وویل، «دا جرګه له پخوانیو هغو څخه فرق لري. د دې جرګې برخه وال حکومت نه ټاکي، بلکې د هرې ولسوالۍ اوسېدونکي به د انتخاباتو ته ورته پروسې له لارې د سولې جرګې ته خپل استازي ور ولېږي څو هغوی وکولی شي چې په جرګه کې خپلې غوښتنې او نظریات وړاندې کړي.»

هغه وویل، «په کابل کې، د مدني ټولنې فعالان، قانون پوهان، ښځې، ژورنالستان او ورزشکاران به هم خپل استازي وټاکيچې په دې جرګه کې برخه واخلي،»

په دې جرګه کې به د هېواد له بېلابېلو برخو څخه له ۲۰۰۰ څخه ډېر افغانان برخه واخلي. هغه زیاته کړه، «هغوی به حکومت ته مشوره او سپارښتنې ورکړي چې څنګه له طالبانو سره د سولې خبرې ترسره کړي».

طاهري وویل، د تیاري لپاره د وخت محدودیت، په ځینې ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو او په مجموعي توګه د خرابې هوا حالاتو د دغې جرګې ترسره کېدا وځنډوله.

طاهري یادونه وکړه، «ښځې به د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل په یوه مشورتي لویه جرګه کې له ۳۰٪ ډېره برخه واخلي،»

د کابل یوې اوسېدونکې او د یوه خصوصي پوهنتون محصلې، شریفې ارین، چې ۲۱ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «د سولې جرګه کې د ښځو برخه اخیستنه د هغوی رول مهموي، او له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به د هرې پټې معاملې، چې هدف یې د ښځو د لاسته راوړنو له پامه غورځول وي، مخه ونیسي،»

یو متحد غږ

افغانان او حکومت تمه لري چې دغه جرګه به له مذاکره کوونکو سره مرسته وکړي چې د ټولنې په استازیتوب په واحد غږ سره خبرې وکړي او داسې یو پرمختګ به وکړي چې کولی شي د شخړې پای ته رسولو ته یوه لاره جوړه کړي.

د کابل پوهنتون استاد موسی فرېور سلام ټایمز ته وویل، «لویه جرګه په افغانستان کې تاریخي قدامت لري -- افغانانو خپلې شخړې او مسایل د جرګو له لارې حل کړي دي،»

هغه وویل، «داسې هیله شته چې د ملي مشورتي لویه جرګه به وکولی شي چې سوله ډاډمنه کړي او زمونږ په هېواد کې جنګ پای ته ورسوي،»

فرېور زیاته کړه، «د حکومت، سیاسي ګوندونو، ښځو، د مدني ټولنې فعالانو او ځوانانو په شمول ټول افغانان په یوه غږ سره سوله غواړي،»

هغه وویل، «له دې امله، مونږ د سولې مشورتي جرګې ته ښه راغلاست وایو. مونږ هیله لرو چې دا جرګه به وکولی شي چې د سولې د خبرو لپاره یوه لارنقشه جوړه کړي او داسې یو منطقي سیاسي حل به وړاندې کړي چې د دې شخړې ټول اړخونه به ورته درناوی وکړي،»

افغانانو په طالبانو غږ وکړ چې د لویې جرګې له لارې د هېوادوالو غوښتنو ته درناوی وکړي.

د کابل اوسېدونکي او د کابل د یوه خصوصي پوهنتون محصل مزمل حبیبي، چې ۲۴ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ خلک په ریښتیا سره له جګړې، ځانمرګو بریدونو او چاودنو څخه ستړي شوي او مونږ د هرې هغې جرګې یا خبرو اترو ملاتړ کوو چې هغه کولی شي سولې او ثبات ته لاره هواره کړي او جګړه پای ته ورسوي،»

«زه همدارنګه پر طالبانو غږ کوم چې د سولې په لویه جرګه کې برخه واخلي او د حکومت او خلکو له استازو سره مخامخ خبرې اترې وکړي چې مونږ په هېواد کې د کلونو اوږدې جګړې ته حللاره پیدا کړو.»

'د سولې د ډاډمنولو لپاره یو مثبت ګام'

په کابل کې د سیاسي علومو د یوه تحلیلګر مقدم امین په وینا، دا جرګه کولی شي چې «بین الافغاني خبرو اترو ته دروازه پرانیزي».

امین سلام ټایمز ته وویل، «ویل کیږي چې د حکومت او خلکو استازي به د سولې جرګه کې برخه واخلي،»

هغه وویل، «زما په نظر، نه حکومت او نه کومه بله ډله کولی شي چې د دې جرګې په برخه والو باندې خپلې غوښتنې تحمیل کړي. په موجوده حالت کې، د سولې جرګه د دغه په ټپه ولاړ حالت د ماتولو او د افغانستان د بحران د پای ته رسولو لپاره غوره انتخاب دی، او زه دغه لویه جرګه د سولې د ډاډمنولو لپاره یو مثبت ګام بولم.»

په مشرانو جرګه کې د سمنګان ولایت یوه استازي، سید صفی الله هاشمي، هم دې ته ورته احساسات څرګند کړل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا جرګه دې پورې اړه لري چې له طالبانو سره مذاکرات څنګه ترسره کړای شي، او په دې توګه کېدی شي چې هغه د خلکو او طالبانو لپاره یو ښه فرصت شي،»

هاشمي وویل، «هغه افغانان چې په دې جرګه کې به برخه اخلي، هغوی به طالبانو، حکومت او نړۍ والې ټولنې ته سرې کرښې په نښه کړي. هغوی به دا ډاډمنه کړي چې هېڅ لوری باید له دغو کرښو څخه چې د تېرو ۲۰ کالو لاسته راوړنې دي، پښه وانه ړوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500