امنیت

د کندوز په سلګونو ښځو د خپلواکۍ ورځې څخه مخکې د اوربند غوښتنه وکړه

د هدایت الله راپور

د کندوز خواوشا ۳۰۰ ښځې د چنګاښ په ۳۱ مه د ولایت په مرکز کې راټولې شوې او له طالب اورپکو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۰مې کلیزې د لمانځلو په مناسبت په اوربند موافقه وکړي. دغه ورځ د زمري په ۲۸مه لمانځل کیږي. [هدایت الله]

د کندوز خواوشا ۳۰۰ ښځې د چنګاښ په ۳۱ مه د ولایت په مرکز کې راټولې شوې او له طالب اورپکو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۰مې کلیزې د لمانځلو په مناسبت په اوربند موافقه وکړي. دغه ورځ د زمري په ۲۸مه لمانځل کیږي. [هدایت الله]

کندوز -- د کندوز ولایت خواوشا ۳۰۰ ښځې سره راغونډې شوې او په طالبانو یې غږ وکړ چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۰مې کلیزې د لمانځلو په ترڅ کې په اوربند موافقه وکړي. دغه ورځ به د زمري په ۲۸مه ولمانځل شي.

دغو ښځو چې د کندوز ښار او ولسوالیو څخه راټولې شوې وې د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ په ۳۱مه/ په یوه غونډه کې د سولې لپاره خپله غوښتنه مطرح او صادره کړه.

په کندوز ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې ملالۍ سعد چې ۴۳ کاله عمر لري، وویل، «زه، د یوې افغانې مور په توګه، طالبانو ته عذر کوم چې د خدای لپاره د سولې پروسې سره یوځای شئ. سوله وکړئ، او جنګ ودروئ.»

هغې وویل، «مونږ په تاسو [طالبانو] باندې غږ کوو چې له دې پروسې څخه ګټه واخلئ. سولې ته هو ووایئ او خپلې خویندې او میندې نور د هغوی د عزیزانو په له لاسه ورکولو سره مه دردوئ.»

په هغې غونډه کې چې د چنګاښ په ۳۱مه په کندوز ښار کې جوړه شوې وه د کندوز د ولسوالیو ښځو هم برخه اخیستې وه. [هدایت الله]

په هغې غونډه کې چې د چنګاښ په ۳۱مه په کندوز ښار کې جوړه شوې وه د کندوز د ولسوالیو ښځو هم برخه اخیستې وه. [هدایت الله]

هغې وویل، «دواړو خواوو ته ډېر ځوانان وژل کیږي. دا حال به تر څه وخته روان وي؟ مونږ ستاسو د خویندو او میندو په توګه له تاسو ... د دې خاورې بچیانو څخه غواړو چې له حکومت سره یوځای شئ.»

د سولې دروازه پرانیزئ

په کندوز ښاروالۍ کې د جنسیت او د ځوانانو د چارو کارپوهې کاملې ستایش چې ۳۰ کاله عمر لري د شخړې له ټولو غاړو څخه وغوښتل چې د جنګ په پای ته رسولو سره د سولې او پرمختګ دوازې پرانیزي.

هغې وویل، «کله چې جنګ نه وي، ماشومان کولی شي چې زده کړې ترلاسه کړي او د بریا لوړو پوړیو ته ورسېږي،‌ خو جنګ دا ټولې بدمرغۍ او ویجاړتیاوې زېږوي.»

هغې وویل، «وګورئ چې زمونږ هېواد د ۴۰ کالو جنګ په ترڅ کې څومره وروسته پاتې شوی دی. زمونږ ټولې بېخبناوې ونړېدلې، زمونږ پوځي تجهیزات ورک شول، او زمونږ خلک بې ځایه او خراب شول. هغوی په یوه ډېر ناوړه حال کې ژوند کوي.»

ستایش وویل، «مونږ له طالبانو څخه غواړو چې په داسې یوه اوربند موافقه وکړي چې مونږ ته داسې یو سوله ییز چاپېریال جوړ کړي چې د خپلواکۍ ورځ ولمانځو».

په کندوز ولایت کې یوې شاعرې او لیکوالې عزیزې امیني چې ۲۶ کاله عمر لري، وویل، «که افغانان سره متحد شي، کولی شي چې د افغانستان دښمنانو ته یو قوي او پرې کړی ځواب ورکړي. جنګ او نهیلۍ زمونږ ځوانان او پانګه وال مجبور کړي چې له هېواد څخه وتښتي چې دغه کار مونږ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي یو.»

د سولې بین الافغاني خبرې

د کندوز د ښځو د چارو رییسې نصیبې هولکر وویل، ښځې کولی شي چې د سولې او ثبات په یقیني کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

هغې وویل، «که زمونږ د هېواد ښځې ژمنې واوسي او د سولې د پیغام په رسولو کې خپل مسؤلیتونه ترسره کړي، شک نشته چې د افغانستان په هر کونج کې به جګړه ودرېږي.»

هغې وویل، «د کندوز ښځې غواړي چې د سولې بین الافغاني خبرې یوه مثبته نتیجه ورکړي.»

هولکر وویل، «مونږ نه غواړو چې د ښځو د تېرو شلو کالو ټولې هڅې او لاسته راوړنې د سولې د خبرو قرباني شي.»

هغې وویل، «طالبانو ته زما پیغام دا دی چې لطفاً دې جګړه ودروي. افغانې ښځې سوله غواړي. د دغو میندو په خاطر چې هره ورځ یې بچیان قرباني کیږي جنګ او وژنه بس کړئ.»

د ښځو د لاسته راوړنو خوندي کول

په کندوز ښار کې د بي بي عایشې صدیقې د لېسې یوې ښوونکې صفورا صدیقي په غونډه کې وویل، «ښځو د سړیو په نسبت ډېرې قربانۍ ورکړي، او د سولې په خبرو کې باید د هغوی مشروع غوښتنو ته درناوی وشي.»

هغې وویل، «د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې په کورونو کې بندیانې وې، خو اوس مونږ ګورو چې هغوی په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې غټې لاسته راوړنې کړي دي.»

هغې وویل، «مونږ په افغانستان کې داسې دوامداره سوله غواړو چې د افغانانو غوښتنې له پامه نه غورځوي.»

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي وویل، «ښځو په هېواد کې په ټولو ملي او سیاسي پروسو کې یو فعال رول درلود، او نن هغوی د خپلو مشروع او قانوني غوښتنو په څرګندولو سره وښودله.»

هغه غونډې ته په خبرو کې وویل، «تحمیل شوي جنګونه بېخبناوې او همدارنګه ښوونه او روزنه، روغتیایي پاملرنه او اقتصاد خرابوي.‌ که طالبان په ریښتیا هم په خدای، قران او د اسلام په دین باور لري، هغوی باید جګړه ودروي ځکه چې د هغوی خویندې او میندې په هغوی باندې غږ کوي او دغه غږ د سولې غږ دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500