اقتصاد

مرستندویو ادارو کندوز ته په راستنېدلو سره پرمختګ ته د ځایي خلکو هیلې وغوړولې

د هدایت الله راپور

افغانې ښځې چې د افغان ځواکونو او طالب یاغیانو تر منځ په کندوز کې د جګړې له امله بې ځایه شوې وې، د ۱۳۹۵ د تلې په ۲۸ مه د کابل په لمنو کې په یوه موقتي کیمپ کې راټولې شوي دي. مرستندویې موسسې چې په هغه وخت کې تللې وې دغه ولایت ته بیا راستنېدل یې پیل کړي دي. [شاه مری/ای اېف پي]

افغانې ښځې چې د افغان ځواکونو او طالب یاغیانو تر منځ په کندوز کې د جګړې له امله بې ځایه شوې وې، د ۱۳۹۵ د تلې په ۲۸ مه د کابل په لمنو کې په یوه موقتي کیمپ کې راټولې شوي دي. مرستندویې موسسې چې په هغه وخت کې تللې وې دغه ولایت ته بیا راستنېدل یې پیل کړي دي. [شاه مری/ای اېف پي]

کندوز -- ځایي مقامات وایي، بهرنۍ او کورنۍ مرستندویې ادارې چې په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کې یې د طالبانو له خوا د کندوز ولایت د مرکز په نیولو سره دغه سیمه پرېښې وه، بېرته دغه ښار ته راستنې شوي دي.

له ۱۰۰ څخه ډېرو کورنیو او بهرنیو موسسو وروسته له هغه خپل دفترونه وتړل یا له دغه ولایت څخه ووتلې چې طالبانو د ۱۳۹۴ د تلې په ۲۲مه د لنډ وخت لپاره د کندوز ښار مرکز ونیو. طالبانو د ۱۳۹۵ د تلې په ۲۷مه عین کار تکرار کړ.

دغو ادارو د خپلو دفترونو بیا پرانستل پیل کړي،او د استخدام او پرمختګ لپاره فرصتونه وړاندې کوي.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وویل، «د تېر کال له مرغومي راهیسې، ۶۶ محلي او خارجي موسسو، چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې دننه کار کوي، په کندوز ولایت کې خپل دفترونه بیا جوړ کړي او فعالیتونه پيل کړي دي.»

هغه افغانان چې په کندوز کې د افغان ځواکونو او طالب یاغیانو تر منځ د جګړې له امله بې ځایه شوي وو د ۱۳۹۵ د تلې په ۲۸مه د کابل په لمنو کې په یوه موقتي کیمپ کې روان دي. [شاه مری/ای اېف پي]

هغه افغانان چې په کندوز کې د افغان ځواکونو او طالب یاغیانو تر منځ د جګړې له امله بې ځایه شوي وو د ۱۳۹۵ د تلې په ۲۸مه د کابل په لمنو کې په یوه موقتي کیمپ کې روان دي. [شاه مری/ای اېف پي]

مرادي زیاته کړه، د کندوز والي چمتو دی چې د دغو موسسو امنیت یقیني کړي.‌

هغه وویل، «هغه موسسې او ادارې چې په کندوز کې یې خپل فعالیتونه بیا پيل کړي د نورو کارونو تر څنګ تر ډېره د بیارغونې، پرمختګ، محلي حکومتولۍ، بېخبنا، د ښځو او ماشومانو د حقونو، د معیوبینو د ملاتړ او د امنیتي ادارو د قوي کولو په برخو کې کار کوي.»

مرادي وویل، د دغو ادارو د فعالیتونو بیا پیلېدل به نه یوازې په امنیتي وضعه مثبت تاثیر وکړي بلکې همدارنګه به د زرګونو بې کاره ځوانانو لپاره په بېلابېلو سکتورونو کې کاري فرصتونه برابر کړي.

هغه زیاته کړه، والي د پرمختیایي برخو په ټولو چارواکو باندې غږ کړی چې له هغو کسانو سره چې د طبیعي پېښو او جنګ له امله متاثر شوي دي مرسته وکړي.

د هیلې پیغام

د کندوز ولایت د اقتصاد رییس محمد طاهر روزي وویل، د دې فعالیتونو په بیا پيلېدلو سره به سږ کال د دغه ولایت په مرکز او نورو ولسوالیو کې له ۲.۵ میلیارد افغانیو (۳۱ میلیونو ډالرو) څخه په ډېر قېمت بېخبنایي پروژې تطبیق کړای شي.

هغه زیاته کړه چې دغه ډول پروژې به له ۵۰۰۰۰ څخه ډېرو کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

روزي وویل،‌په دغو پروژو کې د نورو بېخبناوو له منځه د کندوز ولایت په مرکز او په امام صیب، دشت آرچي، قلعه زال، خان اباد او چاردرې ولسوالیو کې د اوبو بندونه، نهرونه، د سیند د غاړې د سېلاوونو د کنټرول تاسیسات او سړکونه شامل دي

هغه زیاته کړه، «په کندوز کې د بې کارۍ او فقر سطحې په ترتیب سره خواوشا ۳۲٪ او ۶۶٪ دي. په دې توګه، دا پروژې کولی شي چې له زرګونو بې کاره ځوانو اوسېدونکو سره د کارونو په موندلو او له فقر څخه د هغوی په ژغورلو کې مرسته وکړي.»

هغه وویل، د بهرنیو او کورنیو ادارو له خوا د فقر د کمولو او د ځایي منابعو د ټولولو په برخه کې لوبېدونکی رول مهم دی.

روزي د خصوصي سکټور د اهمیت په یادولو سره وویل، «په کندوز ښار کې نژدې ۵۰ کوچنۍ فابریکې فعالیت کوي یعنې په زرګونو بې کاره ځوانانو ته کاري فرصتونه برابروي.»

هغه وویل، «حکومت د خصوصي سکټور ملاتړ کوي، او له سوداګرو څخه غواړي چې په کندوز ولایت کې پانګونه وکړي.»

د فقر او بې ثباتۍ په وړاندې مبارزه

د پرمختیایي چارو کارکوونکي وایي، د داسې موسسو په راستنېدلو او د فعالیتونو په زیاتېدلو سره، ښایي چې د ځایي خلکو په منځ کې بې کاري او فقر کم شي.

د لوګو انسټیټیوټ یوه استازي حفیظ الله رسولي وویل، «لوګو انسټیټیوټ د کندوز ولایتي ادارې سره په همکارۍ کې ظرفیتونو ته د ودې ورکولو، بهترو خدمتونو وړاندې کولو او د ستراتیژیک پلان د څارنې او ارزونې په برخو کې کار کوي.»

هغه وویل، دغه انسټیټیوټ د کندوز د چارواکو سره په مشارکت کې پلان لري چې په ۱۳۹۸ کې ګڼ شمېر پرمختیایي پروژې پيل کړي او زیاته یې کړه چې لومړي ګامونه وار له مخه اخیستل شوي دي.

هغه زیاته کړه، «مونږ د ښاروالۍ د مشتریانو د خدمتونو د مرکز په جوړولو، د ښار په یو شمېر سړکونو د کانکرېټ اچولو، د ښځو لپاره د تفریحي پارک جوړولو او درې موټرونو ورکولو له لارې، له ښاروالۍ سره مرسته کړې چې د خلکو ستونزې په وخت سره حل کړي.»

هغه وویل، «مونږ نیت لرو چې د کندوز د خلکو د لومړیتوبونو، ضرورتونو او ستونزو په هکله معلومات ټول کړو او د هغو د حل کولو لپاره ګامونه واخلو.»

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي عبدالمتین زماني وویل، ناامنۍ د خلکو په منځ کې فقر او بې کاري زیات کړي او حکومت او مرستندویو ادارو ته په کار دي چې کاري فرصتونه رامنځته کړي.

دغه ۳۴ کلن سړي وویل، «نن ورځ، ځینې طالبانو د فقر او بې کارۍ له امله وسلې په لاس کې اخیستي دي. سم چې د هغوی په سیمه کې یوه پروژه پلې شي هغوی وار له واره خپلې وسلې پرځمکه ږدي او کار پیلوي.

زماني وویل، «د کندوز خلک په یوه خوله په حکومت او خیریه ادارو باندې غږ کوي چې د هغوی په سیمو کې د استخدام او د وظایفو د رامنځته کولو پروژې پلې کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500