اقتصاد

سولې ته د رسېدو په هیله، د کندوز د اوسیدونکو کارو بار غوړېدلی دی

د هدایت الله راپور

په داسې حال کې چې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې تلپاتې سولې ته هیلې غوړوي، د کندوز ډېر اوسېدونکي دا وړتیا لري چې کارونه پیدا کړي یا خپل کاروبار پیل کړي. [هدایت الله]

کندوز -- په داسې حال کې چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د سولې خبرو هیله رامنځته کړې ده، د کندوز ډیری اوسیدونکي کولای شي چې دنده پیدا کړي او یا هم خپل شرکتونه جوړ کړي چې پدې سره سیمه ایز اقتصاد پیاړوی شوی دی.

د تېرو څو کالو په ترڅ کې، ځایي حکومتي اداره په یو شمېر پروژو کار کوي چې د خلکو تر منځ عمومي بې کاري راکمه کړي.

د کندوز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رییس دوست محمد ریحان وویل، د تېرو ۱۰ کلونو په ترڅ کې په کندوز ښار او د کندوز ولایت په لیرې پرتو ولسوالیو کې له ۲۰۰۰ څخه ډېرې پرمختیایي پروژې پيل شوي او بشپړې شوي دي چې په نتیجه کې یې په زرګونو نوې دندې رامنځته شوي دي.

یو پښ د سلواغې په ۱۹مه په کندوز ښار کې له مرکزي څلور لارې سره نژدې دې ته انتظار کوي چې اوسپنه ګرمه شي او بیا یې هغه په څټک ووهي. [هدایت الله]

یو پښ د سلواغې په ۱۹مه په کندوز ښار کې له مرکزي څلور لارې سره نژدې دې ته انتظار کوي چې اوسپنه ګرمه شي او بیا یې هغه په څټک ووهي. [هدایت الله]

د کندوز ښار په هېواد خیاطۍ فابریکه کې کارکوونکي د سلواغې په ۱۳مه لیدل کیږي. [هدایت الله]

د کندوز ښار په هېواد خیاطۍ فابریکه کې کارکوونکي د سلواغې په ۱۳مه لیدل کیږي. [هدایت الله]

هغه سلام ټایمز ته وویل «مونږ په دې کار کوو چې له یو شمېر هغو کورنیو سره، چې د جګړو په ترڅ‌ کې بې ځایه شوي دي، مرسته وکړو او د هغوی لپاره کاري فرصتونه برابر کړو.»

نوي کاري فرصتونه

رحمت الله حسیني چې ۵۱ کاله عمر لري او له ۲۰ کالو ډېر وخت راهیسې د پښ یا آهنګر په توګه کار کوي، په کندوز ولایت کې د سوداګریز چاپېریال په ودې سره یو ثابت کار موندلی دی.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه په کندوز ښار کې د یوه سړک تر څنک کار کوم. زه خوښ یم چې د خپل کار له لارې زه کولی شم چې د خپلو ماشومانو لپاره مشروع د ژوند اړتیاوې برابرې کړم او هغوی ښوونځي ته ولېږم. زه په خپل ژوند راضي یم.»

حسیني وویل هغه خپله مېرمن او یو زوی په ۱۳۹۴ کال کې هغه وخت له لاسه ورکړل چې د طالبانو لاس ته د کندوز ښار د لوېدلو په ترڅ کې یوه د هاوان ګولۍ د هغه په کور ولګېدله.‌

هغه وویل، «خدای دې زمونږ وطن ته سوله او ارامي راولي چې مونږ د ارام ساه واخلو. جنګ د ډېرو افغانانو ژوند او کورونه وران کړي دي.»

د کندوز ولایت یو شمېر اوسېدونکو، چې په وروستیو کې د طالبانو تر واک لاندې لیرې پرتو سیمو څخه کندوز ښار ته راکډه شوي دي، خپلې بریالۍ سوداګرۍ پیل کړي دي.‌

ضمیر ګلدوز چې ۳۷ کاله عمر لري او د کندوز ولایت د کنم کلي اوسېدونکی دی، د جګړې د ډار له امله له پنځو کالو راهیسې د یوه بې ځایه شوي کس په توګه له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره په کندوز ښار کې اوسېږي. هغه یوه د خیاطۍ فابریکه چې د سړیو او ښځو په شمول نژدې ۱۰۰ کسان په کې کار کوي، پرانستې ده.

هغه وویل، «ما لیدلي چې طالبان جنګ کوي او هره ورځ ورور وژنه کوي. هغوی له کومې توجیه څخه پرته بې ګناه ملکي خلک وژني. ما فکر وکړ چې یوه ورځ به زه هم ووژل شم.»

ګلدوز وویل،‌ هغه پرېکړه وکړه چې خپل پټی او څاروي پرېږدي او له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره یو ځای کندوز ښار ته کډه وکړي.‌

هغه زیاته کړه، «اوس زه له کومې وېرې څخه پرته کار کوم او د خپلو ماشومانو لپاره یو مشروع عاید ګټم،»

کور ته ستنېدل

په ورته وخت کې، د کندوز نور اوسېدونکي د ایران په شمول له نورو هېوادونو څخه راستانه شوي او خپل ژوند او کاروبار یې بیا له سره پيل کړی دی.

سمیع الله ناطق چې ۳۸ کاله عمر لري، په ایران کې له ۵ کاله ژوند تېرولو څخه وروسته په ۱۳۹۵ کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای کندوز ولایت ته راستون شو.هغه وویل،‌هلته هم اقتصادي شرایط سخت ول.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ ټولو هیله لرله چې په ایران کې ښه وظیفه پیدا کړو، چې یو بهتر ژوند ولرلی شو، خو هغه ټول یو سراب وو. بالاخره، مونږ پرېکړه وکړه چې مونږ باید خپل هېواد ته راستانه شو.»

ناطق بېرته د خپلې کورنۍ دودیز کاروبار پیل کړ او تېر کال یې په کندوز ښار کې یو د شیدو دوکان پرانست. هغه ایران ته له تګ څخه مخکې هم دا کار کاوه.‌

هغه وویل، «زه کولی شم چې هره ورځ له ۷۰ څخه تر ۸۰ لېټرو پورې د غوا شیدې تولید کړم، او زه هره میاشت ۱۰۰۰۰ افغانۍ (۱۳۲ ډالر) ګټم،»

ناطق چې له راستنېدا څخه وروسته په یو کال کې دننه یې پلورنځی پرانستی دی، وویل، «دا سخته ده چې باور وشي چې ما په خپلو نویو ترلاسه کړیو پوهه او مهارتونو سره، وکولی شوای چې خپل د شیدو تولید دوه برابره کړم،»

د کندوز ښار یوې اوسېدونکې،‌ عاطفې کبیري، هم دې ته ورته یوه تجربه شریکه کړه.

دغه ۳۷ کلنه مور او د هغې کورنۍ ۹ کاله په ایران کې تیر کړل او په ۱۳۹۴ کال کې افغانستان ته راستانه شول. هغه هم د شیدو د تولید او پلورلو کار کوي او خپل د شیدو تولید یې دوه برابره او عاید یې درې برابره ډېر کړی دی.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «اوس زه درې کارمندان لرم، او پلان لرم چې خپل کار پراخ کړم،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500