https://afghanistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_st/features/2020/03/06/feature-01
اقتصاد |

د کندوز حکومتي ادارې د راستنېدونکو افغانانو لپاره په سلګونو کاري فرصتونه برابر کړي دي

د هدایت الله راپور

د ځایي چارواکو په وینا، په کندوز ولایت کې د افغان حکومت له خوا تمویل شوې پروژې د روان لمریز کال په ترڅ کې د هغو افغانانو لپاره چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه راستنېږي، او د هغو کسانو د کورنیو لپاره چې په جګړه کې معلول شوي یا وژل شوي دي له ۵۰۰ څخه ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړي.‌ [هدایت الله]

کندوز -- د کندوز ولایتي حکومتي ادارې د ۱۳۹۸ لمریز کال په ترڅ کې د هغو افغانانو لپاره چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه راستنېږي، او د هغو کسانو د کورنیو لپاره چې په جګړه کې معلول شوي یا وژل شوي دي له ۵۰۰ څخه ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس محمد ظاهر عظیمي وویل، دغو کسانو د نجارۍ، فلزکارۍ، موټرسایکل جوړونې، آهنګرۍ، موبایل جوړونې، کمپیوټر جوړونې، خیاطۍ، قالین اوبدنې او ګلدوزۍ په برخو کې د ولایتي حکومتي ادارې له خوا ترتیب شوې روزنه ترلاسه کړې ده.

عظیمي وویل، «لومړی هغوی روزنه ترلاسه کړه او بیا هغوی د کندوز ښار په بېلابېلو برخو کې دوکانونه پرانستل چې هلته هغوی په هغو کسبونو کې چې زده کړي یې دي کار کوي.»

image

په دې عکس کې چې د کب په ۵مه اخیستل شوی، یو نجار په کندوز ښار کې ښودل شوی دی. [هدایت الله]

هغه زیاته کړه، د هغو کسانو له ډلې څخه چې روزنه یې بشپړه کړې ده شاوخوا ۲۳۰ کسان ښځې دي.

هغه وویل، «د دغو پروژو د تطبیق له برکته، د کورنیو په اقتصادي حالت کې مثبت بدلونونه راغلي دي.»

هغه وویل، «له ۱۸ څخه تر ۴۰ کلنو نارینه او ښځینه وو لپاره زموږ تخنیکي او حرفوي روزنیز پروګرامونه د روان لمریز کال له پیل راهیسې د جایکا [د جاپان د نړۍ والې همکارۍ ادارې]، ډاکار [د افغان کډوالو لپاره د ډنمارک کمېټې] او شلټر [سرپناه د ژوند لپاره نړۍ والې ادارې] په ملاتړ روان دي.»

عظیمي زیاته کړه، «هغه کسان چې وظیفې یا کارونه یې پيل کړي دي هغوی یو باعزته عاید ترلاسه کوي.»

عظیمي وویل، «که موږ هغوی ته روزنه نه وای ورکړې او د کار مارکېټ ته مو نه وای لیږلي،‌ هغوی به د بې کارۍ له امله یا په مخدرو موادو باندې اخته شوي وای، یا به په غلاوو او په زور د پیسو اخیستلو چارو کې اخته شوي وای،» او زیاته یې کړه چې دغه ډول نوښتونه د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د فقر په کمولو کې یو مهم رول لوبوي.‌

پخوا فقر په هېواد کې د افراطیت د ودې له چټکولو سره مرسته کړې ده ځکه چې ترهګرو د خپلو تاوتریخجنو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره ژر متضرر کېدونکي خلک -- لکه غریب ځوانان -- په نښه کړي دي.»

اقتصادي ځان بسیاینه

د دغو پروګرامونو برخه وال وايي چې اوس هغوی کولی شي چې خپلې کورنۍ له مالي پلوه حمایه کړي.‌

نصیراحمد ابراهیم خېل وویل، «زه یو کال بې کاره وم،‌ او هره ورځ د کندوز ښار مرکز ته تللم چې مزدورکاري پیدا کړم.»

ابراهیم خېل او د هغه کورنۍ دوه کاله مخکې له ایران څخه کندوز ولایت ته راستانه شول.

هغه وویل، «یوه ورځ به مې کار پیدا کولی شوای خو بله ورځ نه. ما یو ډېر سخت ژوند درلود.»

ابراهیم خېل وویل، «زه نېکمرغه وم چې د عملي نجارۍ یو شپږمیاشتنی کورس مې تعقیب کړ، او اوس زه د کندوز ښار په سنیما واټ د نجارۍ دوکان چلوم. زه د ورځې له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې ګټم، او زه په خپل ژوند کې خوښ یم.»

د کندوز ښار یوه ۲۵ کلن اوسېدونکي حسیب الله انتظار وویل، «شپږ میاشتې کیږي چې زه د حلبي جوړونې په توګه کار کوم.»

هغه وویل، «زما پلار د کندوز ښار په خان اباد بندر کې، چېرې یي چې دوکان درلود، په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او له هغه وروسته د کورنۍ د خرڅې د ګټلو مسؤلیت زما پرغاړه دی.»

انتظار وویل، «له هغه وخته چې ما د حرفوي روزنې په مرکز کې د حلبي جوړونې یو شپږ میاشتنی روزنیز پروګرام تکمیل کړی، زه د چایجوشونو، منقلونو، نلونو، پتنوسونو او نورو اړتیاوړ توکو د بېلابېلو ډولونو په جوړولو بوخت یم.»

هغه وویل، اوس هغه هیله مند دی چې کولی شي د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ لپاره د ژوند څوری وګټي.

د عزت الله په نامه یوه بل کس چې ۲۸ کاله عمر لري او ترکاڼي یې زده کړې ده، وویل، «زه اووس استاد یم او دوه نفره شاګردان هم لرم چې ویي روزم. زموږ کاروبار دلته ډیر ښه ده.»

هغه وویل، «ترکاڼي د پېغمبرانو کسب وه، او که زموږ هېواد ته سوله او امنیت راشي، زموږ تجارت به وغوړېږي او فقر او بې کاري به له منځه لاړ شي.»

د کار جواز ترلاسه کول

د کندوز د کار او ټولنیزو چارو ریاست هم په بېلابېلو برخو کې د کاري جوازونو په صادرولو سره له ځوانانو او لوستو کسانو سره مرسته کوي چې کار ومومي.

رحمت الله حیات چې تېر کال یې له کندوز پوهنتون څخه د انګلیسي ژبې او ادبیاتو په برخه کې لېسانس ترلاسه کړ، وویل، چې له یوه کال راهیسې هغه له یوه خصوصي شرکت سره کار کوي.‌

حیات وویل، «د دې کال په پیل کې، ما د کار او ټولنیزو چارو ریاست څخه کاري جواز ترلاسه کړ، او وتوانېدم چې د یوه تش کاري پست لپاره غوښتنلیک ورکړم او له سیف دي چایلډرن سره وظیفه واخلم.»

هغه وویل، «له لسو میاشتو راهیسې زه د میاشتې ۳۴۰۰۰ افغانۍ (۴۵۰ ډالر) معاش اخلم او زه خوښ یم چې د خپلو څلورو کالونو د زحمت ثمره ترلاسه کوم.‌

شریفې فاروقي چې له کندوز پوهنتون څخه یې د تعلیم او تربیې په برخه کې لېسانس اخیستی دی، وویل، «د تدریس مقدسه وظیفه زما ډېره خوښېدله، او اوس زه د کندوز ښار په فاطمة الزهراء د نجونو ښوونځي کې د دری ژبې د ښوونکې په توګه کار کوم. زه د میاشتې ۹۰۰۰ افغانۍ (۱۱۸ ډالر) معاش اخلم.»

فاروقي وویل، «دا چې افغان حکومت د خپلو وګړو لپاره تعلیمي فرصتونه برابر کړي دي، ځوانان له خپلې انرژۍ، فکر، وړتیا او پوهې څخه د خپلو خلکو او هېواد د ښېرازۍ لپاره کار اخلي.»

د کار او ټولنیزو چارو ریاست رییس عظیمي وویل، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې تر اوسه پورې، شاوخوا ۱۳۵۰ کارکوونکیو چې په بېلابېلو سطحو مهارتونه لري د کار او ټولنیزو چارو ریاست په مرسته په دغه ولایت کې بېلابېلې دندې موندلې دي.

یادې ادارې له هغوی سره د وظیفو په موندلو او د کاري جوازونو په صادرولو کې مرسته کړې ده.‌

عظیمي وویل، «یو له هغو خدمتونو څخه چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست یې ترسره کوي دا دی چې ټولو وګړو ته چې غواړي په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې کار وکړي کاري جوازونه صادروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
1
1 تبصره
د تبصرو تګلاره

دا کاري فرصتونه ښه دي، خو کافي نه دي. حکومت باید هڅه وکړي چې په دې برخه کې لا نوره پانګونه وکړي،‌ او د موقعیت په اساس په ټولو ولایتونو کې فابریکې جوړې کړي څو کورني تولیدات رامنځته کړي. که داسې وشي، یوه لور ته به د حکومت تکیه په نورو هېوادونو لکه پاکستان باندې ختمه شي او بل لور ته به خلک په کار ولګیږي. د ناامنۍ اصلي عامل بې کاري ده. په دې هېواد کې فقر او بې کاري زیاته شوې ده. په هېواد کې شتمن خلک کولی شي چې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې پانګونه وکړي، خو کله چې هغوی له امنیتي ګواښونو سره مخامخ وي بیا داسې کار نشي کولی. حکومت کولی شی چې په هر ولایت کې د اساسي توکو لږ تر لږه څلور یا پنځه فابریکې جوړې کړي. یوه لاس ته، کاري فرصتونه برابرول کیږي، او بل لاس ته، ډېرې پیسې خزانې ته داخلیږي او خلک به په افتخار سره کورني تولیدات استعمالوي او وایي به چې تولیدات د هغوی د خپل هېواد دي او همدارنګه به هغوی مطمئن وي چې تولیدات صحي دي.‌

ځواب ورکړئ