امنیت

د سولې کاروان او د کندوز اوسېدونکیو د جګړې د پای ته رسېدلو لپاره لاریون وکړ

د هدایت الله راپور

د سولې د ولسي حرکت غړي او د کندوز اوسېدونکي د سلواغې په ۱۸مه په کندوز ښار کې لاریون کوي چې له طالبانو څخه د سولې غوښتنه وکړي. [هدایت الله]

د سولې د ولسي حرکت غړي او د کندوز اوسېدونکي د سلواغې په ۱۸مه په کندوز ښار کې لاریون کوي چې له طالبانو څخه د سولې غوښتنه وکړي. [هدایت الله]

کندوز -- د سولې د یوه ولسي حرکت غړي او د کندوز ښار اوسېدونکي تېره اونۍ سره غونډ شول او په هېواد کې یې د سولې غوښتنه وکړه.

په کندوز کې د مدني ټولنې د یوې شبکې رییس عنایت الله خلیق د سلواغې په ۱۸مه په لاریون کې وویل، «دې جګړې افغانانو ته ډېر زیانونه ور اړولي، او یو له هغو معیارونو څخه چې موږ سولې ته ور نژدې کوي دا دی چې افغانان حرکت وکړي او یو بل ته لاسونه سره ورکړي.»

خلیق زیاته کړه، «زموږ د اسلامي، کلتوري او تاریخي ارزښتونو په رڼا کې، په کار دی چې موږ د سولې د ملاتړاو د شخړې د مخنیوي له لارې د سولې لپاره کار وکړو.»

د سولې د یوه ګرځنده کاروان استازو چې په تېر یو نیم کال کې په ۲۲ ولایتونو باندې ګرځېدلي دي، په لاریون کې وویل چې، هغوی پلان لري چې په کابل کې ژر یوه لویه غونډه تنظیم کړي.

د کاروان لارښود اقبال خیبر وویل، «موږ د ۱۳۹۸ د لیندۍ په میاشت کې له ځینې طالب مشرانو سره وکتل او هغوی ته مو وویل چې دا مهمه نه ده چې هغوی ولې له حکومت سره خفه دي، خو موږ کولی شو چې د هغوی تر منځ خبرو ته لاره جوړه کړو او په دې توګه سولې ته ورسېږو، او دواړو خواوو ته د افغانانو ورځنۍ وژنې ودروو. هغوی زموږ غوښتنه ومنله.»

خیبر وویل، د هغه ګروپ چې د سولې د ولسي حرکت په نامه یادیږي، د ولایتونو اوسېدونکو سره خبرې وکړې چې په کابل کې یوه غونډه تنظیم کړي ترڅود ټولنې ټول غړي وکولی شي په هغه پروګرام کې برخه واخلي.

هغه زیاته کړه، په کابل کې د غونډې هدف دا دی چې افغانان سره راټول کړي چې یو له بل سره خبرې اترې ترسره کړي.

په کندوز کې یوه قومي مشر میرزامحمد لغماني وویل، «د کندوز خلک د بل هر ولایت د اوسېدونکو په نسبت ډېر سولې او امنیت ته تږي دي.»

هغه وویل، «که له هر ولایت څخه ۵۰ افغانان راټول شي، له کندوز ولایت څخه به شاوخوا ۵۰۰ اوسېدونکي چمتو شي چې په رضاکارانه توګه برخه واخلي ځکه چې دوی به هېڅکله هم هغه ستونزې هېرې نه کړي چې د جګړې په دوه لسیزو کې پرې تېرې شوې.»

سوله په هر کلي کې

د کاروان یوه غړي عبدالهادي شفیق وویل، «سوله د هر افغان وګړي حق دی، او موږ به هڅه وکړو چې دا هدف د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې ترسره کړو.»

هغه وویل، «د جګړې لوري باید جنګ او د خپلو ورونو وژلو ته په دوام ورکولو سره خپلو شخصي غوښتنو ته په عامه غوښتنو باندې اولویت ورنه کړي.»

په ورته وخت کې، له ۲۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د سلواغې په ۱۹مه په کندوز ښار کې په یوه غونډه کې د سولې ولسي کاروان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او په هېواد کې د سولې غوښتننه یې وکړه.

په کندوز ښار کې د مدني ټولنې یوې فعالې ملالۍ سعد وویل، «د سولې بین الافغاني خبرې باید ژر تر ژره پیل شي، داسې چې افغانان یې مدیریت کړي او نړۍ واله ټولنه یې نظارت او منځګړتوب په کې وکړي.»

هغې وویل، «هېڅ هېواد هم بې له دې چې د شخړې لوري یو له بل سره خبرې وکړي سولې ته نه دی رسېدلی.»

هغې وویل، «جنګ سړي شهیدانوي، د هغوی ماشومان یتیموي او ښځې یې کونډې کوي. موږ تمه لرو چې د جګړې لوري، د خدای لپاره، سوله وکړي او د خپلو ورونو وژل ودروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا واقعاً یو ډېر ښه وېب سایټ دی.

ځواب ورکړئ

د طالبانو ډله سیاسي خپلواکي نه لري، او تل د پاکستان د پوځي حکومت له خوا حمایه کیږي. هغوی نشي کولی چې د پنجابیانو د حکومت له مشورې، ارادې او ګټو څخه پرته هېڅ حرکت هم وکړي.

ځواب ورکړئ

هو، تاسو ریښتیا وایئ. اصلاً هغوی د پاکستان ګوډاګیان دي او د هغوی له اجازې څخه پرته طالبان حتی یوه ګولۍ هم نه واروي.

ځواب ورکړئ