امنیت

افغان چارواکو په طالبانو فشار اچولی چې بشپړ اوربند وکړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس ولسمشر اشرف غني د سلواغې په ۲مه د سویس په داووس کې د نړۍ وال اقتصادي فورم په څنډه کې د یوې مرکې په ترڅ کې ښیي.‌

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس ولسمشر اشرف غني د سلواغې په ۲مه د سویس په داووس کې د نړۍ وال اقتصادي فورم په څنډه کې د یوې مرکې په ترڅ کې ښیي.‌

افغان چارواکي هڅه کوي په طالبانو فشار واچوي ترڅو د سولې د بین الافغاني خبرو له پيلېدلو څخه مخکې بشپړ اوربند وکړي، او وایي چې دا د خلکو تر ټولو مهمه او اساسي غوښتنه ده.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۲مه/ افغان ولسمشر اشرف غني ته وویل چې نوموړی غواړي د «ګټورو» مذاکراتو له پيل څخه مخکې د طالبانو له خوا په روان تاوتریخوالي کې «د پام وړ» کموالی وویني.

سپینې ماڼۍ وویل، د سویس په داووس کې د دواړو ولسمشرانو په کتنه کې، «ټرمپ په دې اړتیا ټینګار وکړ چې طالبان په تاوتریخوالي کې د پام وړ او دوامدار کمی راولي څو د افغانستان د راتلونکي په هکله ګټورو مذاکراتو ته لاره هواره کړي.»

واشنګټن له څو اونیو راهیسې غوښتنه کوي چې تاوتریخوالی دې محدود کړای شي او دا کار د داسې یوې هوکړې په هکله د رسمي مذاکراتو د بیاپیلولو لپاره د یوه شرط په توګه ښیي چې په نتیجه کې به یې له دوه لسیزو جنګ څخه وروسته امریکایي عسکر له افغانستان څځه وتل پیلوي او په ځواب کې به یې امنیتي تضمینونه ورکول کیږي.‌

ولسمشر اشرف غني د سلواغې په ۲مه د سویس په داووس کې د نړۍ وال اقتصادي فورم په څنډه کې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل [د افغان ولسمشر ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني د سلواغې په ۲مه د سویس په داووس کې د نړۍ وال اقتصادي فورم په څنډه کې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل [د افغان ولسمشر ماڼۍ]

د یاغیانو سرچینو تېره اونۍ ای اېف پي ته وویل چې هغوی د یوه لنډ اوربند د رامنځته کولو وړاندیز کړی وو.

د طالبانو یوه جیګپوړي چارواکي چې غوښتل یې نوم یې پټ وساتل شي ای اېف پي ته وویل، «دا داسې وړاندیز دی چې پربنسټ به یې د ۷ یا ۱۰ ورځو لپاره اوربند کیږي.» د یاغیانو یوې بلې سرچینې چې په پاکستان کې مېشته ده تایید کړه چې دغه وړاندیز متحده ایالاتو ته سپارل شوی دی.‌

طالبانو تر اوسه پورې په دې هکله رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې، او واشنګټن نه دي ویلي چې آیا هغوی له یاغیانو څخه کوم وړاندیز ترلاسه کړی یا دا چې ځواب به یې څه وي.

د طالبانو مشر ویاند روانه اونۍ وویل،‌ طالبان غواړي چې د سلواغې تر ۱۰مې پورې له متحده ایالاتو سره د ځواکونو د وېستلو په هکله هوکړې ته ورسیږي او دې ته چمتو دي چې د هوکړې له لاسلیکولو څخه مخکې پوځي عملیات «کم کړي».‌

سهیل شاهین د پاکستان ډان ورځپاڼې ته په یوه راپور کې چې د مرغومي په ۲۸مه خپور شوی دی، ویلي، «موږ هوکړه کړې چې له متحده ایالاتو سره د سولې د هوکړه لیک د لاسلیکولو په ورځو کې به پوځي عملیات راکم کړو.»

هغه زیاته کړه چې طالبان «هیله من» ول چې د سلواغې له ۱۰مې څخه مخکې به له واشنګټن سره یوه هوکړه لاسلیک شي او دا چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په جګړه کې کموالی به د افغان ځواکونو په نښه کول هم تر پوښښ لاندې ونیسي.

د تلپاتې سولې لپاره پوره اوربند ضروري دی

خو د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وویل، که طالبان بشپړ اوربند ونه کړي، د سولې خبرې به په زړه پورې پایله رامنځته نه کړي.‌

هغه په کابل کې خبریالانو ته وویل،‌«که طالبان په اوربند باندې چې د افغانانو غوښتنه ده، هوکړه ونه کړي،‌موږ نشو کولی چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوو.»

امریکاعږ د چارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې صدیقي د طالبانو له خوا د عملیاتو د راکمولو ژمنه وننګوله.

هغه وویل، «آیا د دې معنی دا ده چې د ۱۰ پر ځای به ۵ کسان ژوند له لاسه ورکوي؟‌ یا دا چې د ورځې د ۱۰ پرځای به ۵ بریدونه ترسره کیږي؟»

د افغانستان د قانون پوهانو د اتحادیې مرستیال عبدالسبحان مصباح وویل، «د تاوتریخوالي کمی» یوه سیاسي اصطلاح ده او حقوقي ارزښت نه لري.‌

هغه امریکاغږ ته وویل، «د افغانستان د اساسي قانون له مخې، تاوتریخوالی یا هر بل جنایي فعالیت جرم دی، او هر څوک چې جنایت ترسره کوي هغه باید تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.»

صدیقي وویل، افغان او امریکایي چارواکي د اوربند په هکله ورته نظر لري.

غني او ترمپ په دې هکله د لیندۍ په میاشت کې چې د متحده ایالاتو ولسمشر د بګرام هوایي اډې ته راغلی وو مفصلې خبرې وکړې.

غني او د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په لیندۍ کې په کابل کې د یوې کتنې په ترڅ کې اوربند ته د اړتیا په هکله خبرې اترې وکړې.

خلیلزاد له نژدې یوه کال راهیسې د افغان حکومت په استازیتوب له طالبانو سره د یوې هوکړې په هکله خبرې اترې کوي او د ۱۳۹۸ د وږي په میاشت کې دواړه لوري یوه اعلان ته نژدې شوي ول چې ترمپ د طالبانو د تاوتریخوالي له امله په ناڅاپي توګه دغه پروسه «مړه» وبلله.‌

وروسته په لیندۍ کې په قطر کې خبرې بیا پیل شوې، خو وروسته له هغه بیا ټکنۍ شوې چې طالبانو په افغانستان کې د متحده ایالاتو له خوا چلېدونکې د بګرام هوایي اډې سره نژدېیو برید ترسره کړ او له ۷۰ څخه ډېر ملکي خلک یې په کې ټپیان کړل.‌

د خامه پرېس د راپور په اساس، غني د چارشنبې په ورځ په داووس کې د نړۍ وال اقتصادي فورم په څنډه کې وویل، «که طالبان دې ته چمتو نه وي چې تاوتریخوالی ودروي،‌ زه به هغوی ته اجازه ورنه کړم چې له متحده ایالاتو سره د سولې د مذاکراتو له فرصتونو څخه په ناوړه استفادې سره واک بیاترلاسه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بلکل. جګړه بايد په بشپړ ډول ودرول شي. دا څه مانا لري چې د تاوتريخوالي کچه به کمه شي. تاوتريخوالی که په هره کچه وي جرم دی. او بايد قانوني څار لاندې ونېول شي. د افغان حکومت دريځ څخه ملاتړ کوم.

ځواب ورکړئ

نړۍ واله ټولنه باید د ولسمشر اشرف غني ملاتړ وکړي چې افغانستان اباد شي. د پخواني ولسمشر کرزي په وخت کې د نړۍ والې ټولنې له خوا مرسته شوې پیسې تقریبا ۹۵٪ ولوټل شوې او اکثر د پخوانۍ شمال ټلوالې د غټو قوماندانانو او مشرانو له خوا او ورسره د ننګرهار، کندهار، پکتیا ...‌د یو شمېر خپل سرو قوماندانانو له خوا غلا کړای شوې چې د خلکو او ولس لپاره یې هېڅ ګټه ونه کړه ځکه چې هغوی ټولو خپلې پیسې له افغانستان څخه واېستلې او یا یې په اماراتو کې پرې ملکیتونه واخیستل او یا یې هم په بانکونو کې واچولې.‌ غني د نورو په نسبت امانتکار ښکاري خو بدبختانه چې خواوشاته ترې غله چاپېر دي.

ځواب ورکړئ