امنیت

نوی کمپاین د سولې د مذاکراتو په برخه کې د افغانانو غږونه پیاوړي کوي

د عمر راپور

دغه نوښت چې اروپایي اتحادیې او د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې له خوا پیل شوی، هدف يي دا دی چې د سولې د پروسې په هکله د افغانانو غوښتنې او نظرونه سره را ټول او دا ډاډمنه کړي چې د هغوی غږونه اورېدل کیږي. [عمر]

هرات -- دغه نوښت چې اروپایي اتحادیې او د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې له خوا پیل شوی، هدف یي دا دی چې د سولې د پروسې په هکله د افغانانو غوښتنې او نظرونه سره ټول کړي او دا ډاډمنه کړي چې د هغوی غږونه اورېدل کیږي.

د نوښت منتظم محمد جاوېد وردک وویل، د «افغان ښځو او سړیو هیلې او اندېښنې» تر عنوان لاندې دا کمپاین تر اوسه پورې د هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار، کندوز، بامیان او پکتیا په ګډون په ۷ ولایتونو کې ترسره شوی دی.‌

هغه وویل، په دې ولایتونو کې به نور کمپاینونه چې د ګاونډیو ولسوالیو او ولایتونو اوسېدونکي به هم په کې برخه واخلي ترسره شي.‌

وردک وویل، «په دې کمپاینونو کې د سولې د پروسې په هکله د ولسوالیو او کلیو د ښځو، ځوانانو، د مدني ټولنې د فعالانو او اوسېدونکيو نظرونه اورېدل کیږي او له اړوندو مقاماتو سره شریکیږي.»

برخه والو د لیندۍ په ۲۷مه په هرات ښار کې داسې شعارونه په لیکلي ډول پورته کړي چې په پښتو او دری ژبو «موږ سوله غواړو» لیکلي دي. [عمر]

برخه والو د لیندۍ په ۲۷مه په هرات ښار کې داسې شعارونه په لیکلي ډول پورته کړي چې په پښتو او دری ژبو «موږ سوله غواړو» لیکلي دي. [عمر]

په عکس کې، ښځینه برخه والې د لیندۍ په ۲۷مه په هرات ښار کې له طالبانو سره د سولې په هکله خبرې اترې کوي. [عمر]

په عکس کې، ښځینه برخه والې د لیندۍ په ۲۷مه په هرات ښار کې له طالبانو سره د سولې په هکله خبرې اترې کوي. [عمر]

هغه وویل، «برخه وال به د سولې د پروسې په هکله خبرې وکړي او د هغوی غوښتنې او اندېښنې او همدارنګه له افغان حکومت، طالبانو او نړۍ والې ټولنې څخه د هغوی توقعات به شریک کړي. وروسته له هغه چې د سولې د پروسې په هکله نظریات سره ټول شي، هغه به له نړۍ والې ټولنې او د سولې په خبرو کې ښکېلو اړخونو سره شریک کړای شي.»

د وردک په وینا، دغه کمپاین چې د وږي په میاشت کې پیل شوی ۱۵ میاشتې دوام وکړي.

هغه وویل، اوه افغان غیر دولتي موسسې دا کمپاینونه چې د ملکي خلکو غږونه پورته کوي پرمخ بیایي.

سولې ته هیله من

د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د ښځو د شورا رییسې مرجان حیدري د دغه کمپاین هدفونه وستایل.

هغې وویل، دا نوښت مهم دی ځکه چې د ملکي خلکو غږونه له هغو لوریو سره چې د سولې مذاکرات کوي، شریکوي. په دې توګه، د هغو افغانانو غږونه چې د سولې منځګړي دي،هغه چې په جګړه کې اغېزمن شوي او هغه چې سوله غواړي، د شخړې له لوریو سره شریکیږي.

هغې وویل، «زه په ټولو هغو لوریو چې د سولې په خبرو کې ښکېل دي غږ کوم چې خپلې سیاسي او شخصي ګټې پرېږدي او پرځای یې د هغو افغانانو غږونو ته غوږ ونیسي چې سولې ته تږي دي او جګړې زوبل کړي دي.»

حیدري وویل، «دا ځل موږ د سولې خبرو ته هیله من یو،‌ او موږ غواړو چې طالبان او حکومت له دې طلایي فرصت څخه ګټه واخلي او یو له بل سره سوله وکړي. ټول افغانان سوله غواړي او نشي کولی چې نور جنګ وزغمي.»

د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ په ۲۷مه/، په دغه نوښت کې له ۲۰۰ څخه ډېرو ښځو، ځوانانو، د مدني ټولنې فعالانو او کارپوهانو برخه واخیستله چې د هرات ښار د اوسېدونکیو غږونه پورته کړي. هغوی د سولې د پروسې او په قطر کې د سولې د خبرو په هکله خپل نظرونه څرګند کړل.

د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځې یوې زده کړیالې صدیقې نظري وویل، «موږ، د افغانستان د نوي نسل په توګه، د سولې په پروسه کې د ځوانانو د رول په هکله ډاډ ترلاسه کول غواړو چې دا به د پروسې په بریا او د جنګ په پای ته رسولو کې مرسته وکړي. ځوانان په ښه وړتیاوو سمبال دي، او هغوی کولی شي چې د سولې د پروسې لپاره مثبتې حل لارې وړاندې کړي.»

هغې وویل، «موږ غواړو چې طالبان د ټولنې د بېلابېلو اقشارو غړي په ځانګړې توګه افغان ښځې د سولې په پروسه کې شاملې کړي. ښځو ډېر دردونه لیدلي او له کالونو راهیسې د جګړې قربانیانې دي. موږ غواړو چې د سولې د هوکړې له ترسره کېدلو وروسته زموږ حقوقي او مدني ازادۍ خوندي شي.»

هغې وویل، «زه غټه هیله لرم چې دا ځل به د سولې خبرې یو حل رامنځته کړي ځکه چې نه یوازې ملکي خلک بلکې طالبان هم له جنګ څخه ستړي شوي دي، او هغوی دا وس نه لري چې جنګ ته دوام ورکړي. طالبان هم غواړي چې خپله ازادي ترلاسه کړي او د نورې ټولنې په څېر یو سوله ییز ژوند ترسره کړي.»

همدارنګه د لیندۍ په ۲۷مه، د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ولسمشر اشرف غني په کابل کې سره وکتل او د سولې د روانې پروسې په هکله یې خبرې اترې وکړې.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل، خلیلزاد او غني اوربند ته د اړتیا په ګډون د ګڼو موضوعاتو په هکله خبرې اترې وکړې.

هغه وویل، «ولسمشر هم د طالبانو له خوا د روان تاوتریخوالي په هکله اندېښنې څرګندې کړې.»

د سولې یوه جامع پروسه

د هرات ښار یوې اوسېدونکې منیژې محمدي وویل، ټول افغانان د سولې د خبرو له برخه والو څخه تمه لري چې د سولې په پروسه کې -- د خپلو شخصي او ګوندي ګټو پرځای -- د افغانانو شریکې ګټې په پام کې ونیسي.

په هر سوله ییز حل کې باید د عامو خلکو اړتیاوې او غوښتنې په پام کې ونیول شي چې یوه تلپاتې سوله رامنځته شي.

هغې وویل، «موږ هیله لرو چې د سولې له حل څخه وروسته د ښځو او ځوانانو حقونه پرځای وساتل شي څو هغوی وکولی شي چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. د سولې پروسه باید ښځې هغې دورې ته بېرته بو نه ځي چې دوه لسیزې مخکې وې او دا حق یې نه درلود چې له کورونو څخه بهر وځي.»

د هرات ښار یوې اوسېدونکې ارزو یحی زاده وویل، «زه غواړم چې افغانانې د سولې په خبرو کې برخه واخلي ځکه چې هغوی د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې ډېرې قربانۍ ورکړي چې دې حالت ته ورسېږي. هغوی نه غواړي چې بېرته پخواني وخت ته لاړې شي او په یوه تیاره دوره کې ژوند وکړي.»

هغې زیاته کړه، ګاونډي هېوادونه باید د افغانانو په داخلي موضوعاتو کې له لاسوهنې څخه ځانونه وساتي.

د متحده ایالاتو د دفاعي استخباراتو یوې ادارې د لړم په ۲۸مه څرګنده کړه چې ډېر شواهد ښیي چې د ایران رژیم په افغانستان کې په پوځي، لوجیستیکي او مالي برخو کې د طالبانو ملاتړ کوي.

راپور وایي، «دا د ایران د هغې دوه ګونې تګلارې برخه ده چې غواړي ځایي ګروپونه او په کابل کې افغان حکومت دواړه بوخت وساتي او خپل پراخ امنیتي هدفونه ترسره کړي.»

راپور وایي، که طالبان غواړي چې د اوږدې مودې ملګری ومومي، باید دا په پام کې ونیسي چې ایران یو ثابتشریک نه دی.‌

راپور وایي، «تهران نه غواړي چې طالبان بیا قدرت ته ورسېږي بلکې هدف یې دا دی چې په یاده ډله کې خپل نفوذ وساتي او که طالبان په راتلونکي افغان حکومت کې یو رول ترلاسه کوي نو دغه هېواد ترې د یوه دېوال په توګه کار واخلي.»

طالبان باید د افغانانو د غوښتنو درناوی وکړي

د دغه نوښت برخه والو وویل هغوی غواړي چې طالبان د افغانانو ګټو ته د ګاونډیانو او د سیمې د هېوادونو په ګټو باندې ترجیح ورکړي.‌

هغوی وویل، افغانان تلپاتې سوله او د جګړې پای ته رسېدل غواړي، او طالبان باید د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

په هرات ښار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې ملکې رسولي وویل، دا چې افغان حکومت د خلکو اصلي ملاتړي دی، هغه باید په هېواد کې د سولې د ډاډمنولو په برخه کې پیاوړي ګامونه واخلي.‌

هغې وویل، «موږ د سولې پروسې ته هیله من یو، او موږ باور لرو چې سوله به راشي، خو افغانانو ته باید د سولې په خبرو کې پیاوړی رول ورکړل شي.»

«وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه وشي، موږ غواړو چې بین الافغاني خبرې -- چې د ټولو افغانانو استازي باید په کې برخه ولري -- پيل شي.»

هغې وویل، افغانان په یوه جامع ټولنه کې ژوند کوي او هر څوک دا حق لري چې د خپلې راتلونکي په هکله پرېکړه وکړي.

رسولي وویل، د سولې په خبرو کې باید د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د تېرو ۱۸ کالونو لاسته راوړنې له پامه ونه غورځول شي. افغانان باید داسې یو سوله ییز حل ونه مني چې دغه لاسته راوړنې له پامه غورځوي.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالله انصاري وویل، «موږ تلپاتې سوله غواړو، او د سولې توافق باید یو نړۍ وال ضمانت ولري څو دا ډاډمنه کړي چې د طالبانو واک بیرته نه راګرځي.»

هغه وویل، د سولې په لور مثبت پرمختګونه کیږي، خو د سولې مذاکرات باید له خلکو سره شریک کړای شي چې اندېښنې له منځه لاړې شي.

هغه وویل، «په کار دی چې د ټولنې له ټولو اقشارو څخه استازي انتخاب کړای شي، او هغوی باید د سولې په مستقیمو خبرو کې برخه واخلي.‌ دا به د سولې د خبرو بریا څو برابره زیاته کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دوستانو، راځئ چې یو بل ته لاسونه سره ورکړو او دې هېواد ته د سولې د راوستلو لپاره ګډ کار وکړو. مونږ د حکومت مخالفینو سره له سولې کولو څخه پرته هېڅ بله لاره نه لرو. بهرني هېوادونه به زمونږ هیواد ته سوله را نه وړي. مونږ پخپله باید کار پیل کړو، جنګ ته نه ووایو او خپل هېواد امن کړو. مونږ باید طالبان او د حکومت نور مخالف ګروپونه قانع کړو چې جګړه مونږ ټولو ته د ویجاړتیا سبب کیږي. هغوی باید خپل هېوادوال ونه وژني.

ځواب ورکړئ

افغانستان به هېڅکله هم اجازه ورنه کړي چې یوه ښځه په حکومت کې خپل نظر څرګند کړي.

ځواب ورکړئ

زه د حبیب الرحمان د البیروني پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي د درېیم کال محصل او په البیروني پوهنتون کې د سولې د پروسې یو غړی او د افغانستان د ازادو ژورنالستانو [د اتحادیې] غړی یم. زما په نظر، په افغانستان کې له یوه وسله وال ګروپ، په ځانګړې توګه طالبانو، سره په نړۍ واله سطحه سوله کول خفه کوونکي دي. په دې کې باید نورې ډلې هم برخه ولري که نه د سولې پیغام به نتیجه ورنه کړي.‌

ځواب ورکړئ